ملنګ جان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

دغه لنډه ليکنه په هغه غونډه کې چې د می د میاشتې په ۱۶ نېټه د ملنګ جان په ویاړ په ډنمارک کې جوړه شوې وه ولوستل شوه، دا لیکنه د وخت د غوښتنې په اډانه کې په لنډه توګه برابره شوې ده


ملنګ جان دپښتو ژبې ډیر ستر شاعر دی چې دهغه د شعرونو او ترانو خوږې او له انساني ولولو ډکې انګازې زموږ د هيواد په ښارونو، کلیو او بانډو، درو او سردرو کې خپرې دي. دغه انګازې د افغانانو د ټاټوبي د پيړیو دردونو، کړاونو، ستونزو او ناکامو هيلو انعکاس دی چې د هیواد د مظلومو پرګنو د ژوندانه رښتنی انځور جوړوي همدا وجه ده چې په چټکۍ سره د وطن د زوریدلواو کړيدلو انسانانو زړونو ته لار مومي. د ملنګ جان د شعرونو او ترانو اصلي جوهر د هغه په بې پایه انساني مینه کې نغښتی دی چې د وطن د کړیدلي انسان او د هغه له برخه لیک سره يې لري.
ملنګ جان زده کړې نه وې کړې، نو ځکه ويلی شو چې د هغه د ترانو اصلي بنسټ دمدرسې او پوهنتون پر کتابونو او زده کړو ولاړ نه دی بلکې د هغه د شعرونومضمون د ژوندانه په مدرسه کې پخوالي اوبلوغ ته رسېدلی او دهغې اصلي جوهر پراخه انساني مينه ده. ملنګ جان په زیاتې ځیرتیا سره خپله ټولنه پيژاندلې وه د هغه دردونه او کړاونه ورته څرګند ول. هغه نه يوازې د ټولنې بدمرغۍ ليدلې بلکې دهغې څخه يې د ژغورون لارې او چارې هم ليدلې.
هغه له ماشومتوبه ټولې ټولنيزې بدمرغۍ پرځان زغملې وې. هغه پوهيده رښتنې ولږه څه ده؟ بيکاری او بې روزګاری څه ده؟ هغه د ظلم او بې عدالتیو په مفهوم تر بل هر چا ښه پوهیده نوځکه نه یوازې دا هر څه يې لیدل او لمسول بلکې هغه په خپله د ظلم او بې عدالتۍ تر ټولو لوی قرباني ؤ.
هغه هيڅکله هم د ځان اود خپلو دردونو او کړاونو دپاره شعر نه لیکلو هغه خپل شعر دعمومي ښګڼي دپاره ویلواو ليکلو. هغه په خپلو شعرونو کې د ټولنيز ژوند بیلابیل اړخونه او جوړښت انځورکړی. دهغه په شعرکې نیوکه د اصلاح د يوې اغیزمنې وسيلې په توګه کارول شوې دهغه دنیوکو تیره لوری ټولنیزو ناخوالو او بې عدالتیو ته اړول شوی. هغه په جرات سره د ټولنې جبار او ظالمه طبقات ترنیوکو لاندې نیسي او پرخلاف يې پاڅون کوي.
دملنګ جان شعر یو هدفند او رسالت مند شعر دی د هغه په هر شعر کې د ټولو افغانانو ګډې هيلې او ارمانونه نغښتی اوانعکاس يې موندلی . دهغه ستره هيله او ارما ن د یو پرمخ تللي ، بسيا ، غوړيدلي،سمسور او خپلواک افغانستان هيله او ارمان ؤ. نوموړی خپل هدف او ارمان ته د رسیدو دپاره د ټولنې د بدمرغیو دليلونه او علتونه راسپړل او خپل وطنوال يې ددغه نیمګړتیاو او ستونزو پرخلاف مبارزې ته رابلل. نوموړی پخپلو شعرونو کې په ډيرې ځیرکۍ سره د ټولنې د بدمرغیو عمومي عوامل په نښه او په ګوته کول.
د هغه په شعرونو کې ناوړه رواجونه، دودونه ، ظلم او بې عدالتی ، نفاق او ځانځاني، جهالت، ناپوهي او خرافات د افغاني ټولنې د بيرته پاتې والي د اساسي عواملو په توګه برجسته شوي اونه یوازې برجسته شوي بلکې ددغه نیمګړتیاو پر خلاف هغه نه پخلا کیدونکې او نه ستړې کېدونکې مبارزه پيل وه او خلک يې د خپلو شعرونو له لارې دغې مبارزې ته را بلل نو ويلی شو هغه د شاعر تر څنګ يو ستر مبارز هم ؤ.
زما په ګومان هغه تل هڅه کوله څو په ښکلیو کلمو چې ټولو ته دپوهېدو وړ وي، او همدارنګه په ادب او نزاکت حقیقتونه دخلکو غوږونو ته ورسوي او هغوی د پيړیو له درانه خوبه ويښ کړی.
هغه د یو داسې چا په څير چې د رښتيا او حیقیت سره يې ټينګه مينه درلوده له خلاف او دروغو څخه يې سخت وحشت او بیزاري درلوده او د زرګونو داسې ستونزو سره يې د مبارزې ملا تړلې وه چې له وسه ډیر اوچت ول.
هغه داسې څوک ؤ چې هيڅکله يې د رښتیا ویلو څخه ډار او باک نه درلود او د هغه باطنی بهیرونو او غریزو تل هغه د پاکۍ او درستۍ په لور وړلو، هغه د عامه ګټو د پاره تل دخپلو شخصي ګټو تیريده، هغه په هيڅ حالت کې خپل شخصی او نفساني غریزو او حرص ته تسلیم نه شو او د ستونزو او مصیبتونو تر وړاندې ټيڼګ او مظبوط ودرید او سم چلند يې له ځانه وښود. د کوچنیو څيزونو تر وړاندې د نفس کمزورتیا هغه تسلیمېدو ته اړ نه شو کړی.
هغه د هغه سلطان او واکمن چې زرینه چپن يې پرځان اوسي خو د ځان واک و نه لري د غلامانو غلام بولي او داسې واکمنانو ته یې د بې ننګۍ او بې غیرتۍ پيغور ورکولو.
هغه که څه هم د ناوړه ټولنیزه حالاتوله امله و نه شو کولی زده کړی تر لاسه کړی خو هغه د علم او پوهی په ارزښت تر هر چا ښه پوهيده او له دې غمه ژړیده چې د وطن بچیان بې علمه او بې تعلیمه پاتې شوی نو ځکه يې تل د وطن بچیانو ته سپارښتنه کوله چې دعلم او پوهی په ګاڼه ځانونه سمبال کړي. موږ شاهد یو چې څرنګه دوطن دښمنانو په پرله پسې کلونو کې د هيواد د ښوونې او روزنې مرکزونه تر يرغل لاندې راوستل او ښوونکي او زده کوونکي يې په بې رحمۍ له تيغه و ایستل او دا کار لا تر اوسه هم دوام لری دا ځکه د وطن دښمنان هم تر هرچا زیات د علم او پوهې پر ارزښت پوهيږی، هغوی پوهيږی چې ددې وطن خلک که يوار پر علم او پوهه سمبال شي نو بیا هيڅکله څوک نه شي کولی دهغوی پر برخلیک لوبې وکړی نو خکه هغوې هره ډیوه او شمع چې په دغه وطن کې بلیږی په چټکۍ سره يې وژني او غواړي دا وطن تل په تیارو اوظلمت کې وساتي.
د یادولو وړ ګڼم چې د هغه دشعر پيغام د زمانو پيغام دی او هیڅکله به هم زوړ نه شي، هغه قومي او قبیلوي تربګنۍ او دښمنۍ د يو ملت د بدبختی له پاره ډيرخطرناکه بولی نو ځکه هغه په خپلو اکثره شعرونو کې پر نفاق او نفاق اچونکو بد وايې او هغوی د ملت او اولسونو دښمنان بولي. دملنګ جان دساده او دټولو د پوهيدو وړ کلموتر شا ستره فلسفه پرته ده. هغه په ټولوکورنیو کشمکشونو کې اقتصادي عوامل او غوښتنې ويني چې نوموړی يې دنفساني عواملو په نامه یادوي. ټولو وليدل چې د ملنګ جان له مړينی ډير کلونه وروسته څرنګه دغه نفساني کمزورتیاوې د سياسي، مذهبی او اتنیکی کشمکشونو په بڼه زموږ د هیواد د بربادۍ او تباهۍ سبب شو ، په میلیونه بې ګناه خلک مړه او شهیدان شول او په میلیونونور بې کوره او بې وطنه شول، کلي او ښارونه وران او ويجاړ شول او دا بهیر لا تر ناڅرګنده وخته روان دي .
دا هر څه چې پورته وویل شو تاسې يې د ملنګ جان په دغه ښکلي او خواږه شعر کې لیدلی، پوهېدلی او آوریدلی شۍ.

نفسونه شول غالب
نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
نسونه مخالف شول خيالونه مختلف شول
د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب
نفسونه شول غالب
هر څوک ګټه د ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي
د قوم مينه د زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم
ددې غمه ژړېږم
ملک صاحب دې جوړوي، په ګېډه دې دی موړ وي
د خوار او د غريب پوښتنه نشته څه فساد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد پخپل سيادت، د ځان غواړي عزت
قسم دې ما ونه ليد د وطن د خير طالب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
له دې غمه ژړېږم
نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت
نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو
پښتون غريب برباد شو
ګوندي او عداوت، په مونږ کې شو عادت
دوستي او شفقت په پښتو کې شو غايب
نفسونه شول غالب
څوک وايي چې زه خان يم، معروف په کل جهان يم
هستي دولت مې ډير دی په خدمت باندې شرميږم
له دې غمه ژړيږم
دا خان نه دی خاين دی، پخپل ځان چې مين دی
هيڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم ويريږم، که نه وايم پړسيږم
د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب
نفسونه شول غالب
په ځای د عدالت ، ما وه ليد تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم
له دې غمه ژړيږم
خاونده مونږ اصلا کړې، دنيا کې سربالا کړې
ډير غله د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو
پښتون غريب برباد شو
پښتونه وروره واوره، نيکونو نه دا خاوره
ده مونږ ته سپارل شوې يې غافل په څه سبب
نفسونه شول غالب
دد خاورې خدمت، کوی په صداقت
د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکو شرميږم
له دې غمه ژړيږم
رښتيا رښتيا به وايم، چې څو په دې دنيا يم
مجبور دی "ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو
پښتون غريب برباد شو