ليکوال : ډاكتر كبير ستورى
د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه كړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو كې د پښتو د ادب پلار اجمل خټك راځي، چې په 1926ع كال په اكوړه خټك كې د حكمت خان په كور كې پيدا شوى دى .
دى اوس يو اويا (71) كلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت كې نه ستړې كېدونكې منډې ترړې وهي. اجمل خټك يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر كې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټك د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله كې راټولولو ګران كار دى، له دې كبله يو څو مهمو ټكو ته ځغلنده نظر اچول كېږي. اجمل خټك د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريك كره ستنه ده .
باچا خان كه څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښكېلاك (استعمار) په مقابل كې د پښتنو په يوه مركز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته كړې وه، چې (كه سپوره وي كه پوره وي، نو په شريكه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې كه موږ د ښكېلاك او زبېښاك (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص كړو، نو بيا به مو خپل خانان ملكان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريك ملكيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو كې شريك ملكيت دى. اجمل خټك د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه كې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليكوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريك) روان كړ .
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د كمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښكېلاك له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ كې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموكراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوكالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښكېلاك سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ كې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو كې د عادلانه برخې د وركولو په واسطه د منځه وړي. د كمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلكې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاكميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس كې اخلي، چې د قام په منځ كې تضادونه د منځه نه ځي، بلكې شكل او بڼه يې بدلېږي .
نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه كې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليكوالان په دې ادبي خوځښت كې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي .
قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر كې ژوند وربښي . له دې كبله ددې خوځښت چلونكيو شاعران او ليكوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليكوالان هم ويل كېږي .
اجمل خټك د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونكي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټك د شعرونو او ليكنو ټولنيز ارزښت په دې كې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پكې په داسې انداز كې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښكلا او هنر پكې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې كوو :
اجمل خټك د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون كې د ادبياتو په څانګه كې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر كتابونه ليكلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، كچكول، موږ او منزل، فكر او عمل، عوامي جمهوري تحريك، د وخت چغه، ګلونه تكلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور ...
اجمل خټك پښتون قام ته د خدمت په لاره كې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 كاله (1973_1988ع) په كابل كې ژوند كولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان كول (نسل) كې راووست .
د اجمل خټك د صدارت په وخت كې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي .