هدايت الله هدايت
د نن نه څه باندي ۳۵ کاله پخوا د امريکا جمهور رئيس ريچاړد نیکسن ورورسته د هغه چي په ويټنام کي يې د پوځ د ماتې علايم څرګند او د ويټنام د ولس امريکايي ضد مقاومت او د هغوی د مبارزې او قربانيو جذبات و خپل اوج ته و رسېده، نو په ځړېدلي سر يې د ګوام په مجمع الجزايرو کي د ويټنام څخه په نوبتي توګه د خپلو عسکرو د ايستلو امر صادر او په عوض کي يې خپل معروف ډکټرين چي د «د ويټنام د جګړې ويټنامي کېدل » وه، هغه يې اعلان کړل .
د ويټنام لس کلنه جګړه، يوه داسي تر ټولو خونينه او اوږده جګړه وه، چي امريکا د ددوهمي نړۍ والي جګړې را په دېخوا ځان پکښې را کښې ايستی وو . د شلمي پېړۍ په دوهمه نيمايي کي امريکايي پوځونو د نړۍ په زياتوحساسو سيمو کي د خپل امپرياليستي ماهيت پر بنياد پوځي مداخلې درلودلي وې . دا مداخلې لکه د کوريا جګړه، د ويټنام جګړه، د دومنيکن پوځي اشغال، په لبنان کي پوځي دخالت، د ګريناډا پوځي اشغال، د پاناما پوځي اشغال، په خليج کي د کويټ د آزادۍ په نامه پراخ تهاجم، په هايټي کي پوځي مداخله، د افغانستان پوځي اشغال او وروستۍ خونړۍ تهاجم پر عراق باندي ددغه شاني پراخ پوځي مداخلو بېلګې دي . دا ټول هغه مهمي جګړې او بحرانونه وه چي د دوهمي نړۍ والي جګړې را وروسته امريکا په لوی لاس د خپلو ګټو په خاطر پخپله جوړي او بيايې د مستقيمي پوځي لاسوهنو دپاره زمينې ورته برابري کړلې .
د نيکسن ددې ډکټرين په اعلان سره داسي پرېکړه وسوه چي امريکايي عسکر چي د ويټنام په جګړه کي و دېواله ته درېدلې وه ، بايد هغوی ته نجات او د جګړې د تناره څخه را و ايستل سي، خو په عوض کي به د جنوبي و يټنام ګوډاګي رژيم ته چي د شمالي ويټنام سره په جګړه کي ښکېل وو، خپل پراخ سياسي ملاتړ او پوځي مرستي به ورسره جاري ساتي . دغه نظامي ملاتړ ان تر دې ځايه را ورسېد چي را وروسته جنوبي ويټنام د پوځي تجهيزاتو له پلوه د نړۍ د څلورم پوځي ځواک په کتار کي حسابېدی ( ويټناميانو په همدغه وسلو په کال ۱۹۷۹ کي ددوهفتو په ترڅ کي کمبوډيا ونيوله)
که څه هم امريکايي ځواکونه د جنوبي ويټنام څخه ووتل او د ويټنام د جګړې د ويټنامي کېدلو اجنډا هم د شمالي او جنوبي ويټنام د يوځای کېدو سره ناکامه او دواړوو يټنامو وحدت د واحد حاکميت په درلودلو کي تأمين سو ، خو د نيکسن ډکټرين د نړۍ په نورو برخو کي د سپيني ماڼۍ د يوې سياسي تګ لاري په توګه تر اجراء لاندي راغلی . د نيکسن د دې ډوکټرين د اهدافو څخه يو هم دا وو چي د ويټنام د جګړې نه وروسته به امريکا هيڅکله هم د نړۍ په نورو هيوادو او په خاصه توګه د دريمي نړۍ په آسيايي هيوادو کي مستقيمه جګړه نه کوي، او که داسي څه هم کوي نو دا بايد آسيايان وي چي پخپلو کي سره و جنګول سي او د هغوی د جګړو څخه د خپلو ګټو د پاره کار واخيستل سي .
په دې توګه امريکا د خپلو ګوډاګي رژيمو څخه و خپل پوځي ملاتړته زور ور کړ او بېله دېنه چي د نړۍ په بېلابېلو سيمو کي خپل فزيکي موجوديت وښيي د همدغو لاسپوڅو رژيمونو نه يې د سيمه ايزه ژاندرام په حيث کار واخيست او خپله مدعا يې ورباندي پر مخ بېوله . په واقعيت کي د نيکسن د ډکټرين اصلي هدف داوو چي امريکا به د همدغه سياست په رڼا کي په مينځني ختيځ کي د صهيونيستي رژيم څخه، په جنوبي افريقا کي به د اپارټايډ د منحوس رژيم څخه او زموږ په سيمه کي به د ايران د پادشاهي رژيم څخه هر اړخيزه پوځي ملاتړ کوي او هغه ته به دوام هم ورکوي .
په تاريخي لحاظ زياتره جګړې کله چي يوه متخاصمه خوا ماتيږي ، نو جګړه پای ته رسيږي . لکه لومړۍ او دوهمه نړۍ واله جګړې يا همدغه دويټنام جګړه، خو ځيني جګړې چي و دېواله ته و دريږي نو يوازي په يوه اوربند باندي ځان خلاص کړي ، درست لکه د کوريا جګړه . په ځينو نورو جګړو کي بيا د جګړې يوه خوا ايسته و غورځول سي ، لکه په افغانستان کي د شورويانو پوځي تهاجم، يا پر عراق باندي د امريکا دغه وروستۍ تهاجم او نابرابره جګړه چي تر ډېره حده پوري پر افغانستان باندي د شورويانود يرغل نه کاپي سوې يوه جګړه وه . يعني دلته هم د عراق غوندي پر يوه فقير او مسلمان هيواد باندي د يوه عظيم قدرت لخوا تهاجم تر سره کيږي .
په افغانستان کي د يوې لسيزي جګړې دوام او د دواړو خواوو څخه دزياتي مرګ ژوبلي وروسته، يرغلګر شوروي ځواک بېله دېنه چي و خپلو اهدافو ته رسېدلی وي، د افغانانو د ملي مقاومت او دنړۍ وال مخالفت له وجهي نه و تاريخي شا تګ ته مجبوره کيږي ، خو د شوروي واکمنانو هم هماغه د نکسن د ډکټرين دفارمولا څخه چي په و يټنام کي د ماتي وروسته د جګړې د دوام و يټنامي کول وه، ګټه واخيسته او هغه يې پلې هم کړه . په افغانستان کي شورويانو د خپل پر شاتګ تر شا د خپل طرفداره چپي او جهادي بازيګرانو او لاسپوڅو په يو ځای کېدو سره د شمال د ملي ضد ائتلاف تشکل جوړ ، او د جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله ملي تګلاره چي د افغان ولس او د ملګرو ملتو د سازمان ملاتړ ورسره ملګری وو، شنډه کړه . دې کار عملاً د افغانستان دجګړې کورني لوري چي خپله جګړه يې د شورويانو د يرغل و دفعي ته وقف کړې وه، هغه ته يې د افغانانو په مينځ کي د جګړې د افغاني کولو بڼه ورکړه .
شورويانو د شمال د ائيتلاف د جوړېدو او واک ته د هغوی د رسېدو دلاري عملاً په افغانستان کي د خپلو لاسپوڅو لخوا ددې هيواد د ملي وحدت و خرمن ته اور واچاوه او د هغوی په وسيله يې د کورنۍ جګړې د اور لمبې تازه کړې . داسي هڅه وسوه چي د شوروي اتحاد د وتو او د مستقلانه مقاومت نه وروسته به په افغانستان کي چي کومه جګړه روانه وه او عمدتاً د شورويانو د یرغل سره د مقاومت په نامه پر مخ بېول کېدله، هغه به ددې وروسته د افغانانو تر مينځ د قدرت په خاطر د خپل مينځي جګړو په نامه توده ساتل کيږي، او دوی به ځان د خير په غونډۍ باندي ورته کښېنوي اود خپلو ګټو د پاره به د افغانانو په وينو د افغانانو د تباهۍ ننداره کوي . په کابل کي د ۱۹۹۲ تنظيمي جګړو پيل او د لسهاو زرو افغانانو وژنه او د کابل ښار تباهي درست د همدې سازش او جوړي يوه تراژيکه نتيجه وه . خو راوروسته پرمختياوو د شورويانو دغه «دوستانه » خباثت پخپله د هغوی بېخ هم و ر وایست .
د شمال د ائتلاف واکمني چي د نوي يمي لسيزي په نيمايي کي د سخت دريزو او بنسټپاله طالبانو لخوا (چي د هغوی پر جوړښت باندي هم د بهرنيو ځواکو او د پاکستان لخوا مستنده فکټونه پراته دي)، دړي وړي سوه . ددې ائيتلاف سرغنه مزدوران د خپلو بادارانو و کولاکي او ايراني مواضعو ته پناه يووړه . دلته په ظاهره خبره تمامه معلومېده ، خو د پردې تر شا هغه ډراماټيکي پرمختياوي چي په نيويارک کي د سپټمبر د يولسمي ټروريستي حادثې نه راوروسته را مينځته سوې، همدغه ائيتلاف د روسانو په موافقت ځان د امريکايانو په خدمت کي راوست . ددې پيښې نه باد په ۲۰۰۱ کال کي امريکا د بي ۵۲ هوايي طیارو د بمباريو په مرسته چي د طالبانو پر مورچلو ترسره سوې ،امريکا دشمال د ائيتلاف د جنګسالارانو تر امر لاندي ځمکنۍ مليشاوي د خپلو مزدورانو او اجيرانو په توګه استخدام کړې او د طالبانو په ځپلو کي چي زياتره يې ًپښتانه وه د امريکا په ګټه کار واخيست او تر ټولو ستر ملي ضد کردار يې اداء کړ. هغوی په دې کار سره خپل د جنګي جنايتونو يو لوی طومار هم و ځانته پرېښود .
دهغه را وروسته دغه ائیتلاف ددې اتو کالو په اوږدو کي چي د روسانو او ايراني اهدافو د پلي کولو يوه عمده کړی ده تل د امريکا څخه د مادي او سیاسي امتيازاتو په ترلاسه کولو سره خپل ځان پر مرکزي دولت باندي د فشار د يوې بلقوه وزنې په توګه پر امريکا او ناټويي قواو باندي تحميلاوه . دشمال ائيتلاف نن هم امريکا او ناټويي پوځونه تر خوږ ګوته نيولي او دې ته يې اړ کړي دي چي د افغانستان د لانجوو حل ته هغه شاني وګوري لکه دوی او شورويانو چي د نوي يمي لسيزي راهيسي و هغو ته د خپلو ګټو پر مبنا کتل .
پرون د شوروي اشغالګره لښکرو په مقابل کي جګړه آزادي بخښونکۍ جګړه او مقاومت وو، جهاد وو،اسلاميت او افغانيت وو، خو نن چي هيواد د امريکا او انګرېزي لښکرو تر مستقيم اشغال لاندي راغلی دی، سيمه ائزه بازيګرانو او تازه دمه اشغالګرانو د افغانانو د مقاومت روحيه پر شمال او جنوب باندي وېشلې ده، پر قومو او د القاعدې سره د جګړې په نامه وېشلې ده او غواړي خپل يرغل او اشغال ، د افغانستان دلانجې حل او د خلکو مقاومت ته د افغانانو تر مينځ د خپل مينځي جګړو رنګ ورکړي او تلاښ کوي د افغانانو په مينځ کي ددا شاني تاوتريخ والي روحيه د خپلي بقاء او ستراتيژيکو ګټو د پاره تازه وساتي . يعني هغوی به د افغانانو د جګړې د افغاني کېدو ننداره کوي، او په دې توګه به خپل سيمه ائزه اهداف پرمخ بيايي ، درست لکه په ويټنام کي يې چي د خپلي ماتي وروسته د جګړې د ويټنامي کېدلو هڅي کولې . تر ټولو جالبه خو لا دا چي روسان په ډېر مهارت سره په همدې موضع کي د امريکا او ناټو سره ورته پاليسي پر مخ بيايي او هغه هم په داسي حالت کي چي بېله دېنه چي يو روبل،يا ډالر او يا يورو مصرف کړي، دا کار د امريکا او ناټو د وسلو او پيسو او دهغوی د پوځيانو د مړو په زور، تر سره کوي .
څه موده مخکي د سویډن په مرکز سټوکهولم کي د اروپايی اتحادیې د غړیو هیوادونو د باندنیوچارو وزیرانو د افغانستان د اوضاع په هکله يوه غونډه جوړه کړېوه . په دې غونډه کي د فرانسې د باندنیوچارو وزیر ښاغلي کوچنر ویلي وه چي په افغانستان کي حالات تر پخوا لا زيات خراپ سوي دي اوهرکله چي په افغانستان کي نوي حکومت واک ترلاسه کړي، نو اروپايي اتحادیه به هم په دې هیواد کي د خپلې نوې ستراتیژۍ و عملي کولو ته اړتیا پیدا کړي .
ښاغلي کوچنر ددې نه پرته چي د نوې ستراتیژۍ په اړه زیات څه ووايي ، وویل چې نوې ستراتیژي به د افغانستان د کړکېچ پرافغاني کېدو باندي زیات تمرکز ولري، یعنې د افغانستان د امنیتي چارو زیات مسوولیت به د افغانستان و امنیتي ځواکونو ته وسپارل سي . دا خبري په داسي وخت کي وسوې چي په شمال کي دبلخ والي جنرال عطاء و مرکزي حکومت ته اخطار ورکړ چي که د کورنيو چارو وزیر ښاغلی اتمر په خپل سر! د بلخ دوالي غوښتني چي په اداري لحاظ د همدغه وزیر تر امر لاندي مادون دی په نظر کي و نه نيسي، نو نوموړی به سر واخلي داسي او يا هاسي به وکړي !!
ډېرو څېړنکوداشاني يوه موضعګيري او بغاوت پخپله د راتلونکو تازه جګړو دافغاني کېدلو په لور يو نوی لومړنی ګام و ګاڼه چي د پرديو لخوا لمسول کيږي . کله چي دافغانستان بې کفايته دولت د جنایت کارانو، غلو، قاچاقبرانو، جنګسالارانو او بېسوادانو نه جوړوي، هر څه ته د شخصي ، توکمي او سمتي ګټو په چوکاټ کي کتل کيږي ، په انتخاباتو کي درغلي او تقلب و غربي ډيموکراسۍ ته لوی شرم پريږدي، د مختلفو وجوهاتو په خاطر د اشغالګرو سره د ولسي مقاومت روحيه ورځ تر بلي زور اخلي، امريکا او ناټويي انډېوالان يې چي لا د همدې اوسه څخه د خپل شاتګ خبري کوي نو په دې صورت کي، به ضرور خپله دغه روانه جګړه د خپلو افغاني مزدورانو په وسيله د افغانانو په مينځ کي پرمخ بيايي . په هغه وخت کي به يو دفډرالیزم نارې وهي ، بل به خراسان بزرګ غواړي، پخواني جهاديان به بيت المال يعني ټول افغانستان به خپل جهادي غنيمت ګڼي او چور او چپاول ته به دوام ورکو ي، بل به په سني مذهبه افغانستان کي د ايرانيانو په امر دشیعه مذهب سراسري کول غواړي . بل به د طالب او القاعدې په نامه د هيواد په اکثريت مېشته پښتنو پسې را اخيستي وي ، پاکستان به دلر اوبر افغانستان سيمه د خپلو اهدافو د پاره د جګړې ميدان ګرځوي، همدغه خرلو ډګلی به د ډيموکراسۍ په نامه جريان پيدا کوي او امريکا او ناټو به خپلي سيمه ائزه نخشې ورباندي پر مخ بيايي ، د افغانستان د تباهۍ په سر به افغانان او پښتانه يو اوبل سره وژني او دوی به په سيمه کي و يوه اوبل ته امتيازونه ورکوي اويا به ديوه اوبل نه امتيازونه اخلي .
امريکې خو په ويټنام کي تاريخي ماتي وخوړه ناکامه سوه، خو دلته په افغانستان کي هم که د خپلو انډېوالانو سره خپل زوال ويني او ماتې خوري نو وضعه به داشاني رنګ وانخلي لکه امريکا چي په ويټنام کي ځان ځني خلاص کړی وو . دلته کله چي دافغانستان جګړې ته افغاني بڼه ورکول کيږي نو دا جګړه به يوازي په افغاني چاپېريال کي محدوده پاتي نسي ، دلته په دې دېرشو کلو کي ټوله کورني جنګ سالاران او ملېشې چي د ګاونډيو هيوادو ايران، پاکستان ، مينځني آسيا هيوادو او روسيې زېږنده دي ، د هغوی سره پراخي اړيکي لري ، د هغوی پراخ مالي او پوځي او سیاسي ملاتړ ورسره ملګری دی، په واقعيت کي به هغوی د خپلو وابستګيو په چوکاټ کي د امريکا او اروپا د لويي غوښتني اهدافو پر ضد اقدام کوي او د همدوی د ګټو او اهدافو دپاره به جنګيږي .
بې ځايه نه وه چي تازه همدا څو ورځي مخکي په ناټو کې د روسیې سفیر دیمیتري راګوزین ويلي وه چي« که چيرې ناټو له افغانستان څخه ووځي نو دا هیواد به د وژنو او لوی ناورین په میدان بدل شي . » راګوزین وایي، «چي ناټو په افغانستان کې د نړیوالو ګټود ساتنې په مقصد هلې ځلې کوي خو روسیه باید د دې تړون د ورځنیو فعالیتونو په اړه معلومات ولري .»
په داسي حال کي چي لويديځي رسنۍ پخپله اعتراف کوي چي د افغانستان زياته سلنه د مرکزي حکومت د کنټروله وتلې او دهغه د مخاليفنو تر تير رس لاندي ده، نو کله چي د فرانسې د بهرنيو چارو وزير،يا د امريکا د پوځي ځواکو قومندان "مايكل مولن "، يا د جنرال مک کریسټل او نور امريکايي چارواکي چي په افغانستان کي د اوضاع د خراپېدو خبري کوي او داسي زمينه برابروي چي د افغانستان امنيت دي په خپلو اجيرانو وساتي، نو داسي تلاښ به په واقعيت کي ددوی جګړه به د افغانانو ترمينځ په جګړې باندي بدلوي، او غواړي به خپل اهداف په خپلو داخلي او سیمه ائزه لاسپوڅو پر مخ بوزي . که داسي څه مطرح وي نو هغه وخت به دغه پلورل سوي اجيران د افغانستان د ارضي تماميت او ملي حاکميت څخه دفاع يو دم هېره او د پردو د ډيکټو د عملي کېدو ماموريت ته به مخ را واړوي . دغه شاني يو کردار کېدای سي چي ټوله سيمه په سره تناره کي را ښکېله او د ټولي سيمي نخشې ته بدلون ورکړي .
پای
په افغانستان کي د امريـکا د جـګړې د «ويټنـامي کېدلو» هڅي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode