افغا نستان یو خپلواک هیواد دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان


د جرمني دفاع وزیرفرانزیوزیف یونګ داګست دمیا شتی په نهمه نیټه وویل چې د دغه هیواد ځواکونه ښايي شاوخوالس کاله نور هم په افغا نستان کی پاتې شي نوموړی دغه خبره دبرلین چاپ بیلد ورڅپاڼی سره کړی ده .
هغه وویل د دې لپاره چې د کندز په شمالي ولایت کې ، چې جرمني ځواکونه یې د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري ،ثبات راوړل شي، دوی لږترلږه له پنځوترلسو کلونو وخت ته اړتیا لري .
یونګ دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې د بریتانیاراتلونکي لوی درستیز هم ویلي دی چې هیواد به یې په افغانستان کې په یوه نه یو ډول ترڅلوېښتو یا پنځوسو کلونو پورې په افغانستان کې ونډه ولري .
ددغو څرګندونو څخه داسی نتجه تر لا سه کیدلی شې چه دغه لوړ پوړي چارواکی دافغا نستان له اصلی وضع څخه مکمل معلومات نه لری او دخپلو ملکونو دخلګو له نظریا تو څخه بی خبر ه دی ، او ددی څخه نا خبره دې چه تنها دجولا ی دمیا شتی تلفاتو ،مرګ او ژوبلو دنوموړو هیوادونو دخلګو په روحیا تو با ندی څومره نا وړی اغیزی کړ ی دې ،افغا نستان یو ازاد او خپلواک هیواد دې،هر تصمیم چی دافغا نستان په باب نیول کیږې با ید دافغا نستان دخلګو او دولت په مشوره ونیول شي ،دافغا نستان په سلو کی ۹۵ فیصده خلګ په دی باور دې چه په افغانستان کی جنګ او جګړه دخارجی پو څونو دشته والی او مدا خلو په وجه جریا ن لری ،ترڅوچه خارجی پو څونه دافغا نستان څخه ونه وڅی په افغا نستان کی به هیڅ وخت هم سوله را نه شې.
دبله طرفه دامر یکا ،انګلستان ، دنا ټو منشی او دافغا نستان ولسمشر شپه او ورڅ دطالبانو او نورو مخا لیفونو سره په خبرو او مذا کراتو با ند ی ټینګار کوې او شپه او ورڅ ناری وهی چه نن او سبا له طالبا نو او حزب اسلا می سره و نتجو ته رسیږو،دمخا لفینو مهم پیشنهاد دخبرو دشروع کیدو په خا طر دخار جی پو ځونو مکمل وتل د افغا نستان څخه دی ،نو په داسی شرایطو کی چه خارجی لوړ پوړې چارواکی په افغا نستان کی د۴۰ کالو لپاره نو رهم دپا تی کیدو ادعاوی کوي،او لا یی هم دعبرت درس نه دی اخستی ،له دغو خبرو څخه داسی معلو میږی چه مذاکرات او خبری اصل دروغ دې صرف تبلغا تی جنبه لر ی .
د انګلستان د پوځ راتلونكي لوى درستيز چې د روانې مياشتې په وروستيو كې به په دې دنده و ګومارل شي له ټايمز ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي دي چې زموږ ځواكونه به په افغانستان كې تر څلويښتو كلونو پورې پاتې شي، او زموږ پوځونو ته به تر همدومره كلونو پورې اړتيا وي !
د انګلستان د يوه پوځي جګپوړي چارواكي دغه خبره د افغانستان د وقار، حيثيت او خپلواكۍ خلاف ده، ځكه چې دا د افغانستان او بريتانيا د پوځي او يا حكومتي چارواكيو ترمنځ د كوم توافق پر بنسټ اعلان نه دى، بيله دې چې افغان لورى په جريان خبروي يو طرفه څرګندونې دي چې د افغان ولس ملي حاكميت او خپلواكۍ ته د سپكاوي په معنا دى .
په دې كې شك نشته چې افغانستان ته اوسني نړيوال ځواكونه په هر نيت راغلي ظاهراً د بن د پريكړو او يوه نړيوال توافق تر پرده لاندې راغلي دي، متاسفانه هغه مهال د افغانستان نوې جوړې شوې ادارې پر نړيوالې ټولنې له ړانده اعتماد پرته بله لاره نه درلوده، همدغسې متاسفانه د نړيوالو ځواكونو د شتون او ددوى د اقداماتو د قانونمندۍ په باب نه په نړيوالو غونډو كې څه حدود او اصول په نښه شول او نه افغان اداره او نظام دومره پر خپلو پښو ولاړه وه چې په دې برخه كې په هماغو لومړيو وختونو كې د بهرنيو ځواكونو د فعاليت موده او حدود معلوم كړي. همدغسې متاسفانه په هماغه لومړيو وختونو كې بهرنيو او كورنيو وزارتونو د هېواد د ملي مصلحت پر خلاف بهرنيو ځواكونو ته دومره واك او صلاحيتونه منلي دي چې په نړيوالو اصولو كې يې سارى نشته .
په داسې حال كې چې افغانستان خپلواك هېواد دى، بهرني ځواكونه د يوه معلوم ماموريت لپاره دلته راغلي دي چې بايد د افغانستان اساسي قانون ملي حاكميت او خپلواكۍ ته په بشپړ درناوي د افغان حكومت په مشوره د دوى د شتون او تحركاتو حدود او وخت معلوم وي .
افغانستان نه د بريتانيې كومه كالوني او مستعمره ده او نه كوم بې وارثه او بې برخليكه هېواد چې يو هيواد دې د خپل پوځي شتون موده پر خپل سر پكې وغزوي. بهرني پوځونه يوازې دا حق لري چې په افغانستان كې د خپل ماموريت ختمولو په باب پريكړه پخپله وكړي، كه هغوى د بشريت په وړاندې د اخلاقي مسووليت احساس و نه كړي له افغانستان څخه خپل پوځونه هر وخت ايستلاى شي. خو په افغانستان كې د پاتې كيدو په تيره د اوږدې مودې لپاره پاتې كيدو پريكړه به د افغان ولس سره په ګډه كوي كه افغان ولس و نه غواړي، بهرني لوري يوازې دا پريكړه نشي كولاى، كه يې كوي د افغانستان د اشغال په معنا ده او انګريزان تر هر چا ښه پوهيږي چې د افغان ولس چلن له تيري كوونكيو او نيواكګرو سره څه ډول دى؟ !
همدغسې بايد ووايو چې افغان ولس تر ډيرې مودې د بهرنيو ځواكونو شتون كه د هرې اړتيا پر بنسټ وي نشي زغملاى، دا دواړو لوريو ته په خير ده چې هر څومره زر وي د بهرنيو ځواكونو ضرورت رفع او هغوى په آبرو كې خپلو هېوادونو ته ستانه شي .
دلته له دغو جګپوړو چارواکوڅخه چه دا رقم بی مسولیت او بی معنی خبری کوی هیله کیږی چه دی یو څل با ید دخپلو هیوادونو ورسنیو ته پا ملرنه وکړی او هغوی دی تر خپل نظر تیری کړ ی، په دغه نژدو څو ورڅو کی دبریټا نیی دټایمز او ګاردین ورڅپاټو دافغا نستان په باب تبصری کړی دی،چی په لا ند ډول دمثال په توګه هغه دلیکلو وړ بو لم
د بریټانیې ټایمز ورځپاڼې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره ویلي چې په افغانستان کې د امریکایی او بريټانوي سرتیرو بری ناشونی ښکاري
ورځپاڼه لیکي، تر هغه چې په افغانستان کې امریکايي سرتیري شتون ولري تر هغه په دغه ملک کې سوله نه شي راتلای .
د ټایمز په مقاله کې دا هم راغلي چې افغانستان ته د امریکايي سرتیرو د لوموړۍ ورځي راتګ یوه تیر وتنه وه چې پایلې به یې د هرې ورځي په تیریدو بدي وي
په داسي حال کې چې د امریکې او بریټانيی ځواکونو د افغانستان په هلمند ولایت کې د یو شمیر سیمو د بیرته تصرف عملیات پیل کړي خو ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې به تر هغه امن را نه شي، تر څو ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه نه وي وتلي .
ټایمز د امریکې د نوي ادارې هغه څرګندوني راخلي چې وایې په افغانستان کې به د بهرنیو سرتیرو شمیر شاوخوا اتیا زرو ته ورسیږي خو د ورځپآڼي په باور که چیرته امریکايي او نور بهرني سرتیري یو شمیر سیمي له طالبانو تشې هم کړي خو بیا داسي مقتدر حکومت نه شته چې دغه سیمې وساتي او پکې قانون نافظ کړي او همدا یې دلیل دی چې د امریکايي سرتیرو مبارزه بي ګټي او پوچه ده .
ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال کرستال ماموریت خطرناک او سرنوشت ساز ارزولی دی او لیکلي یې دي چې د افغانستان حالات له کنټرول څخه د وتو په حال کې دي دا ځکه چې بهرني سرتیري له یوه لوري په خپلو هیوادونو کې او له بل لوري د جګړې په ډګر کې تر فشار لاندي دي او دغه دوه اړخیز فشار د دې لامل ګرځي چې هغوي له جګړې زړه توري کړي .
گارډین لیکی: افغانستان، د خپل تاریخ په اوږدو کی ، دا مپراطوریو هدیره بلل کیږی خو په همدی هیواد کی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دامریکا د جگړی په هلو ځلو باندی تمرکز کوی او په لسهاو زره نور امریکا یی عسکر ورلیږی .
خو ددی ترڅنگ دامریکا یوه معتبرنظامی چارواکی وویل چی دافغانستان جگړه ډیره سخته ده او نوره لا هم پسی سختیږی. مرگ ژوبله د ٢٠٠١ میلادی کال د یرغل نه وروسته خپلی لوړی څوکی ته رسیدلی ده، دافغانستان لپاره د ډاډ وړ امنیتی قوه لامنځته نده راغلی؛د اپینو تجارت نور هم پسی پرمختگ کوی او دطآلبانو لپاره د بغاوت د عملیاتو پیسی برابروی .
گارډین لیکی په دی توگه امریکا په یوه اوږده جنگ کی دخیله ده او دا د زیاتو عسکرو او نظامی فعالیتونو تقاضا کوی .
دسږ کال تراخره به دامریکا د عسکرو شمیر هلته په افغانستان کی ٦٨ زرو ته ورسیږی. دعسکرو داشمیر اوس هم دعراق په پرتله چی ١٣٠ زره امریکا یی عسکر پکی پراته دی ډیر کم دی .
په افغانستان کی دامریکا غټ قوماندان جنرال ستانلی مکریستل دافغانستان د عملیاتو په ارزیابی لگیادی او دغه ارزیابی تقریبا وروستی پړاو ته رسیدلی ده. داوباما اداری دهغه په څیر نور کسان هم په دی کار گومارلی دی چی دهغو ستونزو پته ولگوی چی دوی هلته ورسره مخامخ دی .
گارډین لیکی چی مکریستل داخبره څرگنده کړیده چی دی به دیته اجازه ورنکړی چی مالی او سیاسی ملحوظات دده د سپارښتنو مخه ونیسی. هغه داخبره هم له امکان نه لیری نده گڼلی چی عسکر به نور هم زیات کړی شی .
په داسی حال کی چی دایتلاف او امریکا په زرگونو عسکر په هیلمند کی په عملیاتو لگیاد ی یوازی پنځه سوه افغان عسکر له هغوی سره مرسته کوی. خو دهیلمند په ولایت کی پنځه زره افغان عسکر پراته دی. خو دامریکا قوماندانان نه غواړی چی دغی جگړی ته افغانی بڼه ورکړی .
گارډین لیکی چی په افغانستان کی د شپیتو ورځو د جگړی ارزیابی به د جنرال ستانلی مکریستل له خوانه د اگست په ١۴مه نیټه باندی وړاندی شی. ددی کار پراخه توقع کیږی چی مکریستل دافغانستان د نظامی قواود شمیر د زیاتولوغوښتنه وکړی .
امریکا خپل اروپایی انډیوالان دیته هڅولی دی چی د افغانستان دامنیتی قواوپه روزلو، اکمال کولو، او مرستو په برابرو لو کی ملاتړ وکړی. خوکه چیری په کافی اندازه زیاتوالی ته ضرورت وی نوپکارده چی دامریکا قواوی نوری هم هلته ورسره زیاتی شی .
د گارډین ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان پوځ اوس په دی پلان عمل کوی چی شمیر یی د ٢٠١١ میلادی کال تر پای پوری ١٣۴ زرو ته ورسیږی. اوس ددغو عسکرو شمیر( ٨٥) زره دی او څلور بلیونه ډالره پری لگیدلی دی .
د افغانستان پولیس چی په اداری فساد ککړ دی؛ لا تراوسه پوری هم خپل هدف ته چی شمیر یی ٨٢ زرو ته ورسیږی ندی رسیدلی. گارډین لیکی توقع ده چی مکریستل؛ دافغانستان په امنیتی قواوکی، ډیرغټ زیاتوالی پیشنهاد کړی .
گارډین لیکی چی داکار په داسی مهم وخت کی پیښیږی چی دافغانستان جگړه اتم کا ل ته ور داخلییږی. همدارنگه د امریکا د خلکو حوصله هم دناوړه اقتصادی رکود له امله مخ په کمیدوده؛ له بل پلوه د ٢٠١٠ په نیمایی کی دکانگریس دمنځنی دوری انتخابات هم راروان دی .
گارډین لیکی چی داوباما اداره اوس دافغانستان دخلکو امنیت ته پاملرنه کوی او دافغانستان د حکومت توانایی ته یی توجه اړولی ده چی خلکو ته امنیت برابر کړلی شی په دی توگه به د طالبانو ملاتړ ته تاوان ورسیږی .
د افغانستان خلک د حامد کرزی پرحکومت اعتماد نلری ځکه چی داداری فساد ډیری ادعاگانی دهغه د حکومت د مامورینو په خلاف موجودی دی. له بل پلوه داهیواد په همدی میاشت کی انتخاباتو ته هم ځان چمتو کوی .
گارډین لیکی په دی وخت کی له یوی خوانه امریکا کوشش کوی چی دعراق په څیر په ښارونو او کلیو کی واړه مرکزونه جوړ کاندی ځکه همدغی ستر اتیژی په عراق کی د جنگ مخه بدله کړی وه. له بلی خوانه واشنگټن په دی غور کوی چی د کوکنار کرونکیو ته پیسی ورکړی چی دکوکنارو کرل بند کړی .
رپوټ وایی طالبان اوس کروند گرو ته د کوکنارو د کرلو لپاره فیس ورکوی. په دی توگه له افغانستان نه داپین دتولیدولو ستر هیواد جوړ شویدی او دطالبانو او دهغو د بغاوت دتمویل گټوره منبع هم ده .
گارډین لیکی چی پخوانی پروگرام ځکه کامیاب نه و چی کروندگرو ته یی ویل چی دکوکناروپه ځای بل فصل وکری او متبادلو فصلونو کمه گټه لرله. گارډین په پای کی لیکی چی دامریکا ددفاع یوه چارواکی وویل: که ته داسی کار کوی چی هغه له خلکو نه پیسی کموی او بل لوری ته یی بیای نو داسی گڼل کیږی چی ډیر یاغیان دی منځته راوستی دی . پاي رحمت اله روان .