د امن لمړی جرګه د هند او پاکستان تر منځ په شخړه کی جنګی دریځ نیول :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوکتور م ‌، ع ، روستار تره کی

د امن د دوهمی جرګی
د بریالیتوب له پاره څه باید وشي !

د باوري اټکلونو له مخې د ۲۰۰۱ م کال څخه تر دې مهاله پوری نږدی ۳۰ زره تنه ملکی او
غیر ملکی افغانان د پوځی عملیاتو په ترڅ کې وژل شویدی .
که د انګلستان د نوی سفیر دا خبره چه انګریزانو تر ۳۰ کالو پوری په افغانستان کی پاته کیږی،
جدی ونیسو، نو هرومرو د افغانانو د وژنی مخکنی ریکارد چه شورویان ایښی وو له ماتی سره
مخ کیږی.
د افغانستان په دننه د مقاومت جذبات مخ په زیاتیدو دی. دهغه په خلاف د نړیوال ائتلاف په منځ
کی د جګړی د دوام په مقصد د همکاری روحیه مخ په کمزوری ښکاري .
د نوموړو واقعیتونو په نظر کی نیولو سره ، سږ کال د اګست په ۲۲ نیټه د ناتو ویاند «کلاودیه»
د وسله والو مخالفینو سره د سولی خبره مطرح کړه. واقعیت هم دا دی چه نړیوال ائتلاف پرته د هغه نه چه د افغانستان د جګړی د « ویتنامیزیشن » مخه ونیسی او ځان د افغانستان د جنجال نه خلاص کړی بله لاره نلری.
د لعل مسجد او ورپسی د وزیرستان پیښو پاکستانی واکداران دیته اړ کړل چه د افغانستان په اړه
په خپل چال چلند کی له سره غور وکړی.
د امن تیره جرګه د نوی حالاتو په نظر کی نیولو سره د سولی د یو فورمول د جوړولو د پاره
طلایی چانس وو . خو په تاسف سره هغه چانس مو له لاسه ورکړ.
دا هیله مندی شته چه هغه نیمګړتیاوی چه په لمړۍ جرګه کی موجودې وې په دوهمه جرګه کی چه
په پاکستان کی جوړیږی له منځه لاړې شي. نوموړې نیمګړتیاوی داسی خلاصه کیږی:
ــ د امن جرګه باید د ملګروملتونو [ م ، م ] تر څارنی لاندی جوړه شوی وای. په جرګه کی د م، م
حضور د جرګې پریکړی ته نړیوال اجرایی ضمانت ور په برخه کوی.
ــ د جرګی اصلی موخه د امنیت راوستل وو . بنآ جرګه باید په جګړه کی د دیورند د کرښی د دواړو
خواْ وو د ښکیلو بهرنیو یا کورنیو اړخونو څخه جوړه شوی وایی: د مقاومت د ملیشی قوماندانان ،
قومی مشران، د آی،اس،آی ، ایساف، ناتو او د افغانستان د امنیتی چارو د اورګانونواستازی د
جګړی د مختلفو اړخونو په توګه د جرګی اغیزمن غړی کیدلی شی چه باید په جرګه کی یې اغیزمن رول درلودلی وای.
د امن او سولی د داعیی نه خلاف، جرګه د ځینی افغانی جنګی ډلو ټپلو تر اغیز لاندی عمومی
بڼه غوره کړه. پدی معنی چه د افغانی وسله وال مقاومت نه پرته ټولو مخکنیو جنګی ډلو چه اصلآ د
جګړی یو اړخ نه شمیرل کیدل په جرګه کی ګدون درلود. ظاهرا ٌپه واکمنی کی د ذینفعو جنګ سالارانو
په واسطه د جرګی نه د وسله وال اپوزیشن په ضد یو مورچل جوړ شو .
کاشکی خبره همدلته پاتی شوی وای: جنګی ډلی سره له دې چه د جرګی د جوړیدو د منطق سره
(سوله او امن) بالقوه مخالف وو، د افغانی لوری له خواٌ د جرګی په اداره باندی خپله قبضه ټینګه کړه. دوی د دغې لاری نه په واقعیت کی د سؤ نیت څخه پاکستان ته د افغانستان د حکومت په د ننه د هندوستان نفوذ په نمایش کیښودل . جرګه د هند او پاکستان په وړاندی د یو بی انډول دریځ په نیولو سره د پاکستان جګړه ایز حساسیت وپاراوه او هغه یې لا د زیاتی جګړی خواته وهڅوه .
هندوستان خوا ته د ځینو توپکوالاوو لیوالتیا، یوازی په اصطلاح د « خدای په جات» (جهت) جګړی ته لمن وهل لامل لری. یعنی هیڅ ملی جذبه (د مثال په توګه د ډیورند د کرښی په موضوع باندی د هند ملاتړ تر لاسه کول) په کې نه لیدل کیږی .
هند وستان کامپ پوری تړلی افغانی جنګی ډلی یوازی او یوازی غواړی چه د روانی جګړی ورانونکی اغیز د دیورند د کرښی د دواړو خواوو په حدودو کی پاتی شی او د اوسنی حکومت چه د ټوپک سالارانو ملاتړکوونکی دی، د کمزوری یا احیانآ د ړنګیدو لامل ونګرځی .
جنګی ډلو د خپلو سیاسی فعالینو او ګوندی مطبوعاتو له لاری همیشه پاکستان ته په غیر مستقیمه
توګه د دیورند د کرښی په رسمیت پیژندنه د یو ستر سیاسی سوغات په توګه مطرح کړی ده. په بل
عبارت ځینی جنګ سالارانو د یوه سیاسی غیر مستقیمی مغازلی په ترڅ کی پاکستان ته وښودله چه په هره اندازه چه په اوسنی حکومت کی د جنګی ډلی ونډه زیاته شی په همغه معیار باندی د دیورند د کرښی په رسمیت پیژندنې خوب، تعبیر پیدا کوی .
د دولت رئیس د بهرنیو ځواکونو د جنګی ستراتیژۍ یعنی د افغان وژنی د دوام یوه بی اراده وسیله ده . نوموړی د ټوپک د خاوندانو د جنګی توطئی د کړی په دننه تر اسارت لاندی قرار لری او د ملی تصمیم نیولو نه بی برخه دي . دې جرګی ته د یو سالم ترکیب په ورکولو کی عاجز پاتی شو .
د امن دوهمه جرګه د سولی بل چانس دی چه باید په وړیا توګه یې له لاسه ورنکړو . د امن په دوهمه جرګه کی باید د لمړۍ جرګی تیروتنی تکرار نشی . د همدی مقصد د پاره :
افغان حکومت د بهرنیو قوتونو په ملاتړ باید :
ــ په دوهمه جرګه کی د هغی جنګی ډلی نفوذ لرې کړی چه د طالبانو سره د دښمنی پر بنسټ باندی
د امریکا د جنګی ستراتژی په ملاتړ پر اوضاعو باندی واکمن شول. او تر اوسه پوری د هر موقع نه
په استفادی سره د وسله والو مخالفینو سره د خبرواترو پټ او ښکاره مخالف دریځ لری .
ــ مخکی د جرګی د راغونډیدونه د باور د فضاٌ د رامنځته کیدو په مقصد یو اړخیز اوربند اعلام او
وسله وال مخالف زندانیان خوشی کړی.
ــ د غوندی د پیل نه مخکی د وسله وال مقاومت سره مقدماتی خبری پیل کړی. جرګه د دغی مفاهمی
پر بنسټ باندی خپله وروستئ پریکړه صادروی .
ــ وسله وال مقاومت ته په غونډه کی د ګدون حق ورکړی .
پاکستان حکومت باید :
ــ په قبایلی سیمو کی د امکان تر حده پوری د نظامی عملیاتو نه ډډه وکړی. خشونت د مقابل لوری
دریځ رادیکالیزه کوی او د تفاهم فضاٌ له منځه وړی . غوره به دا وی چه پاکستان د وسله وال مقاومت د مختلفو کړیو (قوماندانانو، قومی مشرانو، اسلامی تنظیمونو ...) ، عادلانه او اعتدالی وړاندیزونه چه د سولی د داعیی د تحقق په برخه کی مثبت اغیز اچولی شی، ومنی او دوی دوهمی جرګی ګدون ته تشویق کړی .
ــ په راتلونکی پارلمانی او ولسمشری انتخاباتو کی د اسلامی ګوندونوسره خپل ائتلاف وساتی .
که اوسنی ائتلاف د بینظیر بوټو او نواز شریف په ګته بدلون ومومی، د پاکستان اسلامی ګوندونه
د القاعدی تر اغیز لاندی د کنترول نه وزی، انعطاف ناپذیر دریځ نیسی او نهایتاْ په افغانستان کی د سولی په اړه د القاعده په تبعیت افراطی دریځ غوره کوی . په دغه حساب باندی موږ د سولی د داعیی نه لری کیږو .
وسله وال مخالفین باید :
ــ په سیاسی دګر کی د خپلی مذهبی اعتدالی عقیدی په ساتلو سره، چټک مفکوروی او تشکیلاتی کار وکړی.
وسله وال مقاومت په نظامی برخه کی په کافی اندازه ( اَن په ځینو مواردو کی د اندازی څخه زیات) خپل تشخص څرګند کړی دی. اما د هغه په موازاتو کی په سیاسی ډګر کی د پاملرنی وړ ګام نه دی پورته کړی.
اوس مهال چه د افغانستان او د سیمی په حالاتو باندی نوی رادیکال بدلون رامنځته شویدی چه د طالبانو د حکومت په وخت کی موجود نه وو ، مقاومت باید د نوی اوضاعو سره د نوی سیاسی هویت پر بنسټ باندی مقابله وکړی .
د وسله والو مخالفینو د سیاسی دریځ د اعتدالی کیدو په موخه غوره به دا وی چه هغه طالبان چه همدا اوس د حکومت سره یو ځای شویدی، بیرته مقاومت سره خپل پیوستون اعلام کړی.
حکومت ته تسلیم شوی طالبان د پخوانی او اوسنی واکمنی د ارزښتونو ارتباطی رول لوبولی شی.
ــ د القاعدی نه خپله لار جلاْ کړی.
نړیوال نظامی ائتلاف په سیمه کی د یو لوی سیاسی او جنګی اجنداْ سره راغلی دی او د اوږد مهالی جګړی د پاره چمتو والی نیسی.
لویدیځ ائتلاف په دی باندی اتفاق نظر لری چه د مقاومت د جنګیالیو سره تر هغه وخته پوری په جګړه لګیاْ شی چه د هغوی قوت الظهر (القاعده ) محوه شی . کوم چه دا کار د امکان نه لری ښکاری نو جګړه دوامداره کیړی.
جنګی نړیوال ائتلاف دا شهامت نلری چه د افغانی جنګیالیو سره مخامخ وجنګیږی: دوی د الوتکو په واسطه په کلیو او بانډو باندی بمونه غورځوی . تر څو چه پخپله سل په سل مصئون پاتی شی او پر موږ باندی سل په سل مرګ او ژوبله وتپی .
ژر باید د عقل او واقعبینی پر بنسټ باندی د جګړی د پای په مقصد چې د امن دوهمه جرګه موږ په برخه کوی بند او بست وشی .
باید پر ینږدو چه هغه توطئه چه مختلفو کورنیو جګړه مارې ډلې له نړیوالو جنګی ځواکونو سره نښلوی، او دهغه موخه په سیمه کی د پښتنو فزیکی قوت او د هغوی د پردیو ضد روحیه ماتول دی ، وروستی پړاو ته ورسیږی .
« پای۱ سپتامبر »

دوکتور م ، ع ، روستار تره کی
فرانسه
۲۰۰۷