دامريکاله خوادتوغنديودسپرپرسرسياسي چنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له روسی ژباړه : حبيب الله غمخور






سياسي تبصيره
نیزاویسیمایا گازیتا دمی ۲۵


داسي څرگنديږي چي مسکودامريکالخواپه چک اوپولند کښي دتوغنديو ضد سيستم دطرحې دپلي کولوپرسر په ښکاره توگه سياسي چنه وهل پيل کړې دي . يوشمير کارپوهانوپه ازربايجان کښي دروسيې دسفير ))واسیلی ایستراتوف (( له وينا څخه ، چې ويلې یې وه ښايي کرملين دامريکاسره دازربايجان دتوغندی ضد سيستم ((گابال))څخه دگډي استفادي مسله وڅېړې دې نتېجې ته رسېدلي دي چې دواړه هيوادونه به دامريکالخواپه شژقی اروپاکې دطوغنديو په مقابل کې دسپر ۍوړولودمسلې په هکله ډيري چنې سره ووهی .
دتوغندی ضد سيستم ((گابال)) دبالستيکي توغنديوپر ضد ددفاعي پايگاوو يوسيسټم دی چې په ازربايجان کې قرارلري .
دروسیې دستراتېژيکي راکټي قواودپخواني رئيس جنرال ((ویکتور یسین)) په وينادگابال دتوغنديودسپر سيسټم په فضا کښي ترشپږزروکيلومتروپه واټن،ترشمالي افريقا اوجنوبي اسياپوري ټوله ساحه ترکنترول لاندي ساتي . مسکوداپايگاه په ۲۰۰۲ کال کې له ازربايجان څخه دلسوکلو لپاره دکاله په ((۴،۴)) ميليونه ډالره اجاره کړې ده .
جنرال يسين وايي روسيې ډير پخواامريکاته وړانديز کړئ دی که پنتاگون دومره زيات تشويش کوي ،کيداي شي په گډه سره دتوغندی ضد گابال پايگاه نه دايران څخه دتوغېدلوتوغندیودکنترول اومخنيوی په خاطر استفاده وسي .
په ازربايجان کې دروسيې دسفير اعلاميه نوې خبره نه ده ،ولي مهم ټکي بل دی هغه دا: که امريکايان موافقه وکړی چي دگابال دفاعي پايگاه ته ورگډشی ،هغوي به نور په چک اوپولنډ کي دورته دفاعي سيسټم جوړېدو ته اړتياونلري ،ځکه په ازربايجان کې درادارپايگاه ډير اسانه اوساده له ايران څخه دتوغندی کنترول کولاي شي .
جنرال يسين تشريحات ورکړه چې : دهغه تفاهمي ياداښت له مخي چې دتوغنديودتوغېدلوپه وخت کې يوبل ته دمعلوماتو اوراپورونودتبادلې دگډومرکزدجوړيدوپه خاطر دروسيي اوامريکادمشرانو لخواپه ۲۰۰۰ کال کښي لاسليک شوی دي ددې پروژي پلي کول ممکن دی .
جنرال يسين ايضافه کړه چي له حقوقي پلوه هيڅ ممانعت نشته چې امريکادروسيې وړانديزسره موافقه وکړي . سربېره پردي چي عملي تجربه موجوده ده ،دادفاعي پايگاه جوړه شوې اوازمويل شوې ده . دهغې په اطرافوکې درې ځله مانورونوتر اجراکيدووروسته داڅرگنده شوه چې دداسي يوې دفاعی سيسټم شتون ضرورده .
خواوس ددواړوخواو دگډی استفادې لپاره تنهايوې سياسي ارادې ته اړتيا شته .
جنرال يسين په خپلوخبروکې يوه ټکی ته په گوته ونيولوسره وويل : داڅرگنده ده که پنتاگون د ((گابال))د توغنديو ضددفاعي پايگاه څخه داستفادې په هکله موافقه وکړي ،دامريکايانو لپاره به نوبياډيره ستونځمنه وي چې روسيې ته دي په چک اوپولنډ کې دورته پايگاه دجوړيدوپه هکله قناعت ورکړی .
بلې مسکوممکن داسي شرط کښېږدي چي : موږ تاسوته گابال نه دگډی استفادې حق درکوواوتاسوموږته په اروپاکښي له خپلوطرحو نه بايدتيرشی . مگرجنرال عقيده لري چي دمسکواقدامات نه بايد يوازي داسي وي ،خبره پدي کې ده چې په اروپاکې دتوغنديوضددگډدفاعي سيستم په هکله ډير پروگرامونه ترلاس لاندي نيول شوي وه ؛هغه وويل دلته دکارمنطق بايد داسي وي چي : موږنه بايد يوازي وړانديزوکړه چې مهرباني وکړی په ازربايجان کې دتوغنديوضد پايگاه ستاسوپه خدمت کښي ده اوله هغې نه به گډه استفاده کوو،بلکه بايددالترناتيف په نظر کي نيولوسره عمل وشي ،يعني په عين وخت کښې دداسي يوې پروژې دعملي کيدو وړانديز وشي چي دتو غنديوپه مقابل کښې ټوله اروپاخوندي وساتل شي .
دجولاي په ۱۴ نيټه دپوتين ديوفرمان له مخې په اروپاکي دمعمولي سلودکمښت قرارداد(( C E F )) عملې کېدل ودرول .له بلې خواپه تيره مياشت کې دجون پر ۹ نيټه دروسې دبهرنيوچارو وزير سرگی لاوروف امريکا ته بلنه ورکړې وه چې په شرقي اروپاکې دتوغنديودسپردجوړيدوپه هکله خبري دې ترهغه وخته ودروي ترڅو دروسې لخوادامريکايي پلوسره دگابال دپايگاه څخه دگډې استفادي پر مسله خبري پاي ته رسېږي .
دجون پر8 نيټه دامريکادبهرنيوچارووزيري کاندولیزا رایس په نيويارک کې د آسوشیتدپرس سره په مرکه کې څرگنده کړه چې : دروسې لخوا په ازربايجان کي دگابال درادار له پايگاه څخه دگډي استفادې وړانديز په شرقی اروپاکي دامريکا لخوا دتوغنديود سپر پر جوړېدوکوم تاثير نه ښندي .
هغې دگابال له رادارسيسټم نه دگډی استفادې په هکله ښاغلی دپوتين وړانديز ((سورپرايز)) يعنی ډير جالب وباله وئې ويل : داوړانديز په څېړلوا رځی . خوزموږ خبري به له چک اوپولنډسره دتوغنديودسپردځاي پرځاي کيدوپه خاطر دوام ولري . موږدامسله په ناټوکي څېړو،موږهغه کارکووچي زموږدامنيت لپاره ئې بهتروبولو.
مگر پوتين څه موده پخواپه يوه مطبوعاتي کنفرانس کې چي په مسکو کي جوړشوی و اعلان وکړچي روسيه دنوی وسله والي سيالی مبتکره نده . اوڅرگنده یې کړه چي دروسېې له جوابيه کارونه ډارپکارندی ،په عين وخت کې دروسې مشرپه امپريالستی نړی کې يوشمير هيوادونه ملامت وبلل .
ديادولو وړخبره داده چې همدا اوس دامريکا روسيې اوناټوترمنځ دامريکادنوي دفاعی سيسټم دجوړيدوپر پوروگرام (پرو)پر سرخبرې اوچنې په بروکسل ،مسکواوواشنگتن کښې رواني دي . ژ پاي