عليم الحق "درمند"
انټرنېټ ته تر کېناستو سمدستي وروسته راته معلومه شوه چې د طالبانو لخوا تښتول شوى يو لبنانى انجينير د هغوى د ظالمو منګولو څخه وژغورل شو. خداى شته ډېر خوشحال شوم ځکه چې د نوموړي د مور پلار او د کورنۍ د نورو غړو ژړغوني اوازونه مې د راديوګانو له لارې اورېدلي وه او ډېر يې خواشينى کړى وم.
خو کومې خبرې چې زه زيات زورولم هغه د طالبانو هغه غېر اسلامي، غېر بشري، غېر اخلاقي او غېر قانوني چلند ؤ چې د يو داسې مسلمان سره يې ترسره کاوه کوم چې د ډوډۍ او روزګار غم تر ګران افغانستانه رارسولى ؤ او دلته د پاکستان د روزل شويو وحشيانو په لاسو کې ولويد.
له يوې خوا پر لبنان د اسرايلي تېري غم ؤ چې کورونه پکې نړېدل، ودانۍ ړنګېدلې او خلک شهيدان کېدل خو طالبان چې ځانونه جهادي مسلمانان بولي توره او جهاد يې دا ؤ چې د همدغه لبنان يو مسلمان مزدور يې وتښتولو او دا تور يې پرې ولګاوه چې دى د امريکا په موسسه کې کار کوي.
طالبانو د لبناني وګړي خليل حسن د مور او پلار ژړا ته ونه کتل او د افغانستان د دولت سره يې د ده په سر سوداګري پېل کړه. په دغه سوداګرۍ کې د طالبانو غوښتنه د لبناني انجينير د خوشې کولو په بدل کې د څو تنو هغو پاکستانيانو راخلاصول وه چې وخت په وخت يې په افغانستان کې بريدونه کړي او د ورانکارۍ په پېښو کې ککړ وه. او ورسره يې د پيسو غوښتنه هم کوله.
د پېښو نه داسې برېښي چې د افغانستان حکومت ورسره د دوى د بنديانو د پرېښودلو خبره منلې وه خو د طالبانو منافقانه سياست خپله چالاکي په دې ډول وښودله چې مطبوعاتو ته يې وويل : لدې امله چې مونږ تښتولى لبنانى انجينير مسلمان دى او په لبنان اسرايل حمله کړې ده نو مونږ لبنان سره د خواخوږۍ ښودلو لپاره هغه خوشې کوو. په دې توګه طالبانو په يو ډز دوه ښکاره کول يانې هم يې د افغان حکومت څخه خپل پاکستاني ملګري خلاصول، هم يې د هغه د کورنۍ نه پيسې اخيستلې او هم يې مسلمانانو ته دا ښودله چې مونږ لبناني ولس سره "خواخوږي" لرو نو ځکه مو دا سړى پرېښود. د افغانستان دولت چې په دې چالاکۍ پوه شه نو د پيسو ورکولو او طالبانو پريښودلو نه يې انکار وکړ. طالبانو هم خپله خبره بېرته واخيستله او ويې ويل چې که حکومت زمونږ خبره ونه مني، مونږ به لبنانى انجينير ووژنو. دغه خبره د څو ورځو راهيسې د راديوګانو او اژانسونو موضوع وه خو اخر هم نن حکومت په دې بريالى شو چې نوموړى لبنانى انجينير د طالبانو د وحشي منګولو نه راخلاص او خپلې کورنۍ ته يې وسپاري.
لبنانى انجينير خو خداى پاک خلاص کړ، لا به يې د مرګ وخت نه ؤ راغلى خو طالبانو خپله "اسلامي څېره" وښودله او خلک يې په دې پوه کړل چې طالبان د اسلام، افغانستان، جهاد او دين سره هيڅ تړاو نلري. دوى يواځې او يواځې هغه ترهګر دي چې په پاکستان کې روزل کېږي او بيا افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره رالېږل کېږي. دوى د اسلام، بشر، افغانستان او افغانانو هغه دښمنان دي چې يواځې په ورانولو، سوځولو، الوځولو او له منځه وړلو عقيده او ايمان لري. که دې ورته د جوړولو خبره وکړه نو يوه د لرګي دروازه به هم جوړه نکړي خو د ورانولو او سوځولو په کار کې يې تخصص ترلاسه کړى دى او ان په پاکستان کې ورته د دې تخصص جايزې ورکول کېږي.
نور خو يې لا څه کوې، څو ورځې د مخه يې د هغه مولوي يونس خالص په فاتحه کې هم بمي چاودنه وکړه چا چې خپل ټول عمر د جهاد په لاره کې تېر کړى ؤ او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر ضد يې د جهاد خبره کوله. اګر چې هغه جهاد هم د افغانانو، افغانستان او مسلمانانو لپاره په نتيجه کې يواځې او يواځې تباهي راوړه خو هغه يوه بېخي جلا موضوع ده. اوسنۍ خبره مې بس دومره ده چې طالبان دومره غېرت او ايمان هم نلري چې د مذهبي مراسمو احترام وکړي.
اسلام خو دا درس ورکوي چې "د چا د خداى او د چا د مذهب سپکاوى مه کوئ ځکه چې هغوى به ستاسو د خداى او ستاسو د مذهب سپکاوى وکړي" مانا دا چې کافرو ته ښکنځل کول، د هغوى د عبادتځايونو او مشرانو سپکاوى هم په اسلام کې ناروا دى نو بيا زه پوښتنه کوم چې د يو مسلمان، مجاهد، عالم او ليکوال انسان په جنازه او فاتحه کې چاودنې کول کوم اسلام، کوم افغانيت، کومه پښتو او کوم غېرت دى؟ ايا دا په ښکاره توګه د اسلام سپکاوى ندى؟ که دى نو په اسرايل او طالبانو کې څه توپير دى؟
لبنان سره د طالبانو "خوَږه" خواخوږي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode