شکران خالد- نړۍ اونيزه
د انتخاباتي کمپاينونو شپې او ورځې ښه په درځ کې روانې دي،هر خوا غونډې،ناستې او مجلسونه دي،شاوخوا ټول چاپېريال د کانديدانو فلمي څېرو ته ورته انځورونو او پوسټرونو نيولى،که له يوې خوا د ټېر ځل په پرتله د کانديانو شمېر زيات شوى خو له بلې خوا ملت هم د پخوا په پرتله هوښيار شوى،په تېرو ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رايې د حامد کرزي وې او په هماغه وخت کې د نورو کانديدانو په پرتله ملت ته کرزى وړ او مناسب کانديد ښکارېدو،امريکا هم له حامد کرزي نه په هغه وخت کې ملاتړ وکړ او کرزي وکولاى شول په غوڅ اکثريت سره دغې څوکۍ ته لاره پيدا کړي.
په تېرو ټاکنو کې که له يوې خوا د خلکو او نړيوالې ټولنې ملاتړ هم له کرزي سره و او د کرزي محبوبيت زيات و،خو ديوه چارواکي په وينا چې په هماغه وخت کې هم د کندهار او شاو خوا نورو سيمو او دښتو کې کرزي ته ځانګړي صندوقونه ډک شوي ول.
ولس له حامد کرزي نه ډېرې هيلې درلودې خو کرزي د ولس غوښتنو او هيلو ته هېڅ پام ونه کړ،يواځې يې له ټوپکسالارانو سره اېتلاف وکړ،چې په تېره دوره کې يې خپل مرستيالان هم ورسره وران ول.
حامد کرزى تل استعمال شوى خپل ملت او قوم ته يې هېڅ هم نه دي کړي خو مرستيالانو يې تل له ده څخه استفاده کړې،هغه کارونه يې پرې کړي چې د وخت بل هېڅ واکمن به يې ونه کړي،خپل قوم او خلکو ته ډېر هغه څه کړي چې لس کاله وروسته يې هم کرزي خپل قوم ته نه شي کولاى،ده خپل قوم ته څه کړي؟،که ولسوالۍ يې ولايت کړي هغه يې هم مرستيالانو ته کړي او پښتون قوم ته يې هېڅ نه دي کړي،که جنګ جګړه ده نو د همده په قوم کې ده،فقر غربت،پر څوکۍ ناست بې واکه او ...د همده د قوم په نصيب شوي، دا چې لويې لارې پخې شوي،پروژې په لاره اچول شوي او نور کارونه شوي دا د حامد کرزي کار نه دى،بلکې که دلته هرڅوک واى بايد تر دې يې ډېر کار کړى وى،ځکه دومره ډالر چې بحر ته اچول شوي واى نو پرې اباد شوي به واى او مخه به يې نيول شوې واى.
کرزي تل د ملت هيلو او ارمانونو ته په سپکه کتلي،د هغوى غوښتنې يې پر ځمکه غورځولي او هيلې يې ورته له خارور سره خاورې کړي،تل يې خپل اکثريت قوم ورته هېڅ ښکاره شوى او ملا يې په اقليتونو تړلې او د ملت په هيلو يې لوبې کړي او دا لوبې يې هغه وخت ښې څرګندې شوې چې فهيم يې لومړى او خليلي يې خپل دويم مرستيال وټاکه،ترڅنګ يې ډېرو نورو ټوپکسالارانو ته وزارتونه او نور پوستونه په پام کې نيولي او تړونونه يې لاسليک کړي چې د محقق کنفرانس او د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ د هزاره او کوچيانو ترمينځ د ځمکې او ملکيت شخړه چې ايران يې لمبې تازه کولې،يې غوره بېلګې دي.
اوس دده کمپاينران بيا دا خبره کوي چې (( کښتۍ جوړه او کښتي وان معلوم دى )) ما نا دا چې کرزى له وخته ټاکل شوى او همدى به د راتلونکيو ٥ کلونو لپاره بيا ولسمشر وي،خو دا د خلکو د ذهنيتونو د خرابولو او کرزي ته د کمپاين کولو لپاره يوه لاره جوړول دي. کرزي د ملت ملاتړ له لاسه ورکړى او ملت دده په مقابل کې اوس ښه بديل لري،نړيواله ټولنه او په خاصه توګه امريکا هېڅکله نه غواړي چې د بوش پاتې شونو ته ساه ورکړي او د خپل ستوني اغزي يې وګرځوي،نو په هېڅ صورت اوباما او نړيوال ټولنه نه غواړي چې د کرزي ملاتړ وکړي،د فهيم،محقق او نورو پلويان هم نه غواړي چې ده ته بيا رايه ورکړي بلکې هغوى شعوري خلک دي او غواړي چې اوس خپل کانديد دې څوکۍ ته راولي او په دې پوهېږې که کرزي وګټله نو د کرزي حکومت هم د هغوى خپل حکومت دى.
کرزي خپل ټول فرصتونه چې په تېرو ټاکنو کې يې لرل له لاسه ورکړي يواځې داتبار لپاره هره ورځ ناندرۍ وهي او کمپاينران يې چې بله لار پيدا نه کړي نو دا خبرې ښې پرې لګي او کوي يې چې (( کښتۍ جوړه او کښتي وان معلوم دى، )) يا (( که کرزى يې ونه ګټي نو ډاکټر عبدالله يې ګټي چې هغه د پښتنو دښمن دى )) اوس دوى غواړي چې په دې تبلغاتي شعارونو سره د خلکو پام د حامد کرزي په لور ور واړوي حال دا چې ملت اوس ويښ شوى او د هر چا په خبرو او ژمنو ښه پوهېږي.
کرزي خو خپل اتبار له لاسه ورکړى او ډاکټر عبدالله عبدالله خو يې ځکه نه شي ګټلاى چې د ولس زړه نور له ټوپکسالارانو او معامله ګرو نه موړ شوى ، د دوى له کړنو تر پوزې راغلى او نه غواړي چې دوى ته رايه ورکړي ځکه د دوى کړنې ټول ملت ته لکه لمر هسې معلومې دي ښه بېلګه يې په کورنيو جګړو کې د ٦٠ زره کابل ښاريانو وژل دي چې د عبدالله ډله يې د جګړو يو مهم لورى و.
يوه کيسه راياده شوه چې درې چرسيان ول او د روژې په مياشت کې يې چرګ ددې لپاره راوړى و چې د پېشنمي لپاره ورته اذان وکړي او دوى راويښ کړي،چرګ په لومړى شپه اذان ونه کړ،په سبا بل سبا هم چرګ اذان ونکړ په څلورمه شپه چې بيا همداسې وشول نو چرسيانو چرګ راونيو چې حلال يې کړي،يوه چرګ په غېږ کې نيولى و او بل ورته چاړه تېره کوله چې چرګ د چرسي په غېږ اذان وکړ نو چاړه تېره کوونکي چرسي پرې غږ کړ والله چې جمعې هم راکړې که دې پرېږدم.
اوس کرزى صيب هم همداسې در واخلئ،د ملت هيلې او غوښتنې يې بې ځايه او سپکې وګڼلې او ملت ته يې شا کړه،له ملت سره کړې ژمنې يې پوره نه کړې او د خلکو د ستونزو دختمولو پرځاى يې نورې ستونزې او بدبختۍ راوړې نو اوس که ملت ته جمعې هم ورکړي نو ملت پرې اتبار نه کوي او نه به رايه ورکړي ځکه داملت اوس پوه شوى دى.
نو ښه دا ده چې سر له اوسه د يوبل وړ او مناسب کانديد اود هغه چاچې کولاى شي افغانستان له روان بحران نه راوباسي ملاتړ وکړي څو دې څوکۍ ته يو وړ او د ملت غوښتنو ته ځوب ويونکې څېره بريالۍ شي.
کرزى صيب! ولس نور نه غوليږي!!
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode