فولادی جال دخنجرسره په مقابله کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

په دی وروستیو کی ټولی خارجی او داخلی رسنی دایتلافی ځواکونو له خوا دهلمند په ولایت کې دخنجر په نامه دعملیاتو دپیل خبری خپروې او هغه په خپل ډول کې ډیر ستر پوځی تحرک افغانستان ته وروسته دبهرنیو له راتګ نه معرفی کوې، دعملیاتو هدف په هلمند کی دځینو ولسوالیو آزادی اوهلته دانتخاباتو ترسره کیدل ګڼل کیږې چې په وړاندې یی طالبانو هم دفولادی جال په نامه عملیات پیل اوشروع کړی دې ..
دخنجر په نامه عملیاتو کې 8۰۰۰ بهرنی او ۶۵۰ تنه کورنی پوځیان چې د۵۰۰ جګړیزو او اکمالاتی الوتکو اوګڼو شوبلو ، ترانسپورتی وسایلو او نورو جګړیز وسایل شامل او ملاتړ کیږی برخه لری. ولی دفولا دی جال عملیاتو په باب دامریکایانوسره کوم دقیق ارکام نشته چه دا معلومه کړی چه په څومره شمیر کی طالبانو په دغه عملیاتو کی ګدون لری،یوشی چه سړی ورباندی پوهیږی هغه داده چه دخنجر عملیاتو سره جوخت دهیواد په نورو ولایتونوکې هم جګړې زور موندلی اوداسې ښکاری چی طالبان غواړی دهلمند دعملیاتو له کبله په بهرنیانو په نورو ځایو کې زور واچوی . چې څو بیلګی یی دپکتیکا په زیړوک ولسوالی کې دامریکایانو په مرکز ستر یرغل ، په کندهار کې سترې چاودنې ، په کاپیسا کې ستر عملیات ، په کندوز کې دماین ایښودنه ، په چپرهار کې جګړه او دالوتکې ویشتل ، په غزنی کې ګڼ عملیات دغه راز دهلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې چې دخنجر ترسیوری لاندی نه دی لکه ګرشک ، موسی کلا ، سنګین ، اولښکرګاه کې ګڼ عملیات پیل شوی ،اوپه نورستان ولایت کی دبرګ مټال دولسوالی نیول،دغزنی اوکنړ ولایتونو په ولایانو باندی مرګونی حملی، خبرونه وایی چی په دې څو نږدی ورځوکې دبهرنیو پوځونو ۷ څرخې اویو جاسوسی الوتکه راغورځیدلی چی په کې ګن شمیر بهرنی پوځیان وژل شوی اوټپیان شوی دی دغه راز دماین په چاودونو کې هم ګڼ شمیر بهرنی پوځیان دجګړې له لیکو ایستل شوی دی . په هلمند کې دګرمی له کبله ګن شمیر امریکایی پوځیان ان بیسده شوی اوکله چی روغیتایی مرکزونو ته ددوی د وړولو هڅه شوې بیا هغه څرخی الوتکې هم ویشتل شوی چی یوه یی غورځول شوی هم ده، چی له کبله یی بهرنیو ځواکونو اعتراض هم کړی وو چی ګواکې مخالفین یی دناروغاونو دلیږد او امبولانسی الوتکو باندی په یرغل سره نړیوال قوانین ترپښو لاندې کوی؟ !
خبرونه وایی چی تراوسه پوری نږدی ۵۰۰۰ کورنۍ له هلمند نه مهاجرې شوې ، بهرنی ځواکونه دخلکو په کښتونو اوځمکو کې پلی او له شوبلو سره ګرځی ، دپاکستان سرحد ته هم پوځیان راغلی چی دمخالفینو دتلو مخه ونیسی . بهرنیانو په خپل ډول کې دا ډیر ستر عملیات بللی دی اوهغه یی وروسته دویتنام له جګړې نه دامریکاییانو لپاره ستر عملیات ګڼلی، او انګریزانو بیا دفاکلند له جګړو وروسته دخپل جګپوړی پوځی دووژنې خبرې کوی ، خو پوښتنه رامنځته کیږی چې آیا داعملیات به بریالی وی اوکه به د تیرپه څیر بیاهم ناکام ثابت شی؟
په تیر وختونو کې هم بهرنیو ځواکونو ګڼ شمیر عملیات په جلا جلا نومونو لکه دصحرا توپان، باز... اونور ترسره کړل چې پایلې یی نه درلودې اویواځې دسیمو خلکو ته یی بدمرغی ورپه برخه کړی دی او بهرنیانو ته یی هم ستر تلفات وراړولی دی .
عجیبه خبره ده چې له یوې خوا همدا بهرنیان وایی چی په افغانستان کې ددوی بری په جګړې سره ناممکن دی اوباید نورې لارې ورته ولټول شی اوله بلې خو بیا داسې کړنې سرته رسوی چی ددوی موخی په کې بل ډول جوتوی .
دعملیاتو پیل ته په کتو سره ایتلافی ځواکونو ته په ګې سترمالی اوځانی زیانونه وراوښتی داسې ښکاری چی دا عملیات به هم ناکام وی او کومې ځانګړې پایلې ته به ونه رسیږی . نو بیاهم همغه خبره سمه ده چی جګړه دستونزی دحل لارنه ده . اوباید داسې لارې چارې ولټول شی چی هم بهرنی پوځیان بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شی اوهم په کې دافغانستان خپلواکی، ملی حاکمیت اوسوله تامین شی ،فعلا داسی معلومیږی چه دخنجر عملییات دفولادی جال په مقابل کی ناکام دی داڅکه چه د طالبانو دفولادی جال عملیات په ټول افغانستان له شمال تر جنوب اوله غرب تر شرق پوری ادامه لری ....
-همداراز ددغوعملیاتو دنتایجو په کتو سره د امريكا د سياسي شننو مشهور مركز ( بروكينګز انسټيټيوټ) وايي، چې طالبان سږنۍ جګړه په افغانستان كې برخليك ټاكونكې جګړه بولي او ملا محمد عمر خپلو جنګياليو ته امر كړى، چې هلمند ته د تګ لپاره چمتو شي .
بروكينګز انسټيټيوټ د افغانستان د جګړې په اړه په یوه شننه کې تردې سرليك لاندې، چې (( ایا موږ په افغانستان کې بایلونکي یو؟ )) ویلي، چې جهادیان په سويلي اسیا کې د بري بوی احساسوي، ځکه دوی پوهیږی، چې د ناټو په غړو هیوادونو کې د افغانستان له جګړې سره ملاتړ مخ پر کمیدو دی .
تیره میاشت د ایټالیا په وینیزښارکې د یوه کنفرانس برخه والو کارپوهانو له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو یادونې وکړې او نظرپوښتنې ښيي ،چې د افغانستان له جګړې سره د اروپایانوملاتړورڅ په ورڅ دکمیدو په حال کی دې. په امریکا کې هم اوس له دې جګړې سره د پخوا په شان لېوالتیا نه لیدل کیږی او ډېر وايي، چې د امپراتوریو په هدیره کې بریالیتوب ناشونى دی .
د بروکینګزانسټیټیوټ په وينا، تیر ژمی چې کله د بارک اوباما د ملي امنیت غړو په واشنګټن کې د افغانستان اوپاکستان په اړه د امریکا پرپالیسۍ بیا کتنه پیل کړه، د طالبانو مشرانوهم د پاکستان په کوټه ښار کې پرخپلې ستراتیژۍ غوروکړ. د طالبانو مشرملامحمد عمر،چې د پاکستان د بلوچستان په مرکز کې د کوټې شورا مشري کوي ، څو ورځې غونډې وکړې، چې د افغانستان سويل ته د زرګونو امریکايي پوځيانو د مقابلې لپاره ځانونه تیارکړي. ملاعمراو قومندانان یې فکرکوي، چې سږنۍ جګړه ډېره مهمه ده او دا جنګ به د تیرو نژدې اتو کلونو جنګ یوې خوا ته کړي .
د سرچينې په وينا، په افغانستان کې د القاعده شبکې قوماندان مصطفي ابواليزيد تېره میاشت الجزیرې ټلویزیون ته وویل، چې طالبانو اوالقاعدې د بارک اوباما له لوري افغانستان ته له نورو استول کېدونکو ځواکونو سره د مقابلې لپاره په خپل منځ کې جنګي ستراتیژي همغږې کړې او دوی په دې اړه له ملاعمراوبن لادن سره خبرې کړې دي. هغه اټکل وکړ،چې دوی به په افغانستان اوپاکستان دواړو کې بریالي شي او د پاکستان د اټومي وسلې په وسیله به جهادیان په ټوله نړۍ کې د امریکا پرضد مبارزه وکړي .
د بروكينګز د شننې پر بنسټ، ملاعمراوبن لادن اټکل کوي، چې که سږکال د امریکايي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړای شي، د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو زیاتیدل به امریکایان مایوسه کړي اود لوېدیز خلک به له افغانستان نه د خپلو ځواكونو د اېستلو غوښتنې وكړي. دغه امريكايى مركز وايلی دی، القاعده اوطالبان پوهیږی، چې د هلمند اوکندهار د جبهو جنګ مهم دی خو تر دې مهمه دا ده چې په صلیبي هیوادونو کې خلک د دې جګړې په خاطر د خپلو حکومتونو غاړې ته ورولوېږي. دوی فکر کوي کله چې د شوروي مشران د افغانستان له جګړې سره بې علاقې شول، شوروي ماته وخوړه، امریکا او د ناټو نورغړي به هم له دې جګړې لاس واخلي .
د بروکینکز انسټيټيوټ څېړونکي سپارښتنه کوي ،چې امریکا ته په کار ده له پاکستان څخه په زغرده وغواړي چې د کوټې شورا د تل لپاره ختمه کړي. سرچينه وايي، د پاکستان حکومت خورا ډېره موده کیږی، چې په کوټه او د دغه هیواد په نورو برخو کې د افغان طالبانو پر مشرانو سترګې پټې کړې، خو اوس يې، چې د خپلو طالبانو پرضد هلې ځلې پيل كړې ، د ملاعمراو د هغه د شورا پرضد هم بايد اقدامات وکړي .
دروانی میاشتی (چهارشنبه/جولای۸) د بریتانیا نوي دفاع وزیرله ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې د افغانستان جګړه جدي مبارزه ده اوزغم ته اړتیا لري .
باب اینسورت (Bob Ainsworth)دا په تیرو نهومیاشتو کې د بریتانیا دریم دفاع وزیردی ،په لندن کې د نړیوالوچاروسلطنتي انستیتیوت ته وویل : راځئ چې هرڅه په ډاګه اوښکاره ووایو
هغه زیاته کړه : د افغانستان وضعیت جدي دی اولا فیصله شوی نه دی .په مخکې پرته لار سخته اوخطرناکه ده .احتمالاً نورې وینې به توی شي اوزموږد ارادې امتحان به واخیستل شي
بریتانیا له امریکا وروسته په افغانستان کې ترټولوزیات ځواکونه اوتلفات لري .یوازې په وروستۍ یوه اوونۍ کې پنڅلس تنه بریتانیايي سرتیری په افغانستان کې وژل شوي چې له هغو سره له ۲۰۰۱ کال تراوسه پورې د بریتانیايي ځواکونو تلفات۱۸۴ تنو ته رسیږی .
اینسورت چې تیره اوونۍ افغانستان ته سفر کړی وو،په هلمند کې د خپلوځواکونو هلې ځلې وستایلې خوپه دې ولایت کې یې د جګړې د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې طالبان له قوي چاودونکو موادو څخه کاراخلي .
نوموړی په ډاګه وویل : موږله خطرناک دښمن سره په جګړه کې ښکیل یوچې له شرایطو سره خپل تاکتیکونه په اسانه بدلوي .همدې مسلې ته په پام سره موږ باید بریالیتوب ته تررسیدو پورې زیات تلفات ومنو
همداراز دیادونی وړ ده(جمعه/جولای ۱۰) د بریتانیاصدراعظم ګوردن براون وویل چې په افغانستان کې میشت بریتانیايی ځواکونه چې هڅه کوي د دغه هیواد د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو امنیت وساتي ، له خورا سخت دوبي سره مخامخ دي .
ګورډن براون هم وویل چې بریتانیایان باید د نورو تلفاتو منلوته ځانونه تیار کړي .
د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون په ایټالیا کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې په څنګ کې خبریالانو ته وویل : سږنی دوبی په افغانستان کې زښت سخت دوبی دی خو مهمه او حیاتي دا ده چې نړیواله ټولنه پرخپلو ژمنو عمل وکړي
د بریتانیا صدراعظم همداراز وویل : (( د دې کار د بشپړولو لپاره چې موږ په افغانستان کې پیل کړی دی ،زموږ په ارادې کې خلل نه شي راتلای.موږ باید افغانانو ته موقع ورکړو چې د ولسمشرۍ ازاد اوشفاف انتخابات ترسره کړي
(شنبه/جولای ۱۱) د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر ډیویډ میلبند وویل چې په افغانستان کې بریتانیايي سرتیری د بریتانیا د مستقبل لپاره جنګیږی .
هغه دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې په افغانستان کې یوازې په څلرویشت ساعتونو کې اته تنه بریتانیايي سرتیری ووژل شول .
میلیبند وویل بریتانیا به ترهغوله امنیتي پلوه خوندي نه وي ترڅو چې په افغانستان کې امنیت نه وي راغلی اودا ډېره مهمه ده چې افغانستان پرې نه ښودل شي چې بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي .
کوم وخت چه په افغانستان کې د اتو بریتانیايي سرتیرو د وژل کیدو خبر اعلان شو چې له هغوسره په یوه اوونۍ کې د بریتانیايي سرتیرو شمیر وپنڅلسو تنوته ورسید .
په دې حساب په افغانستان کې د بریتانیايي سرتیرو تلفات ترعراق واوښتل .يه عراق کې په مجموعی توګه ۱۷۹ انګلیسي عسکروژل شوي ول خو په افغانستان کې د ترنن ورځې پوری د بریتانیايي ځواکونو د تلفاتو شمېر۱۸۴ تنو ته ورسیدی ،دبریتانیایی نظامیانو مرګ او ژوبلی دننه په انګلستان دهغه ملک وګړی ډیرپه قهرکړل په نتجه کید بریټانیا د لندن په ښار کې په لسګونو تنه لارو کوڅو ته را ووتل او له افغانستان څخه یې د خپلو سرتیرو د وتلو غوښتنه وکړه. هغوي وروسته تر هغه دغه غوښتنه مطرح کړه چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې اته بریټانوي سرتیري په افغانستان کې ووژل شول .
لاریون کونکو ویل چې د افغانستان ناڅرګند ماموریت باید خطم کړای شي او له دغه هیواد څخه ټول بریټانوي سرتیري هر څومره ژر چې یې امکان وي خپلو کورونو ته را وګرځول شي .
بلخوا، د يو ايس نيوز مجله پخپل ويب سايټ کي د جولاى پر ١٠ مه ليکي: قريب ٤٠٠٠ مرين عسکر په هلمند کي د طالبانو پر خلاف نظامي عمليات پيل کړيدي. ناټو پدې سيمه کي څو ځله مخکي هم جنگونه کړي او هم يې تلفات ورکړي، او کله چي دوى لدې ځايونو څخه ووتل، سمدستي طالبانو همدا سيمي بیرته نیسی ولکه کوی یی. د برتانيې عسکر همدا نيمگړي عمليات د چمن د وښو له رېبولو سره مقايسه کوي. خو بيا هم د کندهار او هلمند زياترو سيمو ته د ناټو عسکر هیڅ وخت ورغلي ندي. له پاکستان څخه طالبان گرمسير ته اوړي او بيا سيده په هلمندکي تیریږی او روزگان ته ځي ،چه په تیره هفته کی دروزګان اوقندهار ترمنڅ دلوی لاری تړل دطلبانو له طرفه دهمدی خبری دثبوت ښه دلیل کیدای شی .پاي رحمت اله روان .