دویتنام ځخه وروسته دامریکا بی سارې عملیات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دتیرې پنجشنبې دروانی میاشتی (جولای) په دوهمه ورځ دامریکې ۴۰۰۰ سمندري پوځیانو اودریوزروانګلیسي ځواکونود ۵۰ څرخي الوتکواونژدی ۶۵۰ دافغان فوڅیانو په ګډون او مرسته په هلمند ولایت کې دطالبانوپه خلاف پوځي عملیات دخنجر په نامه پیل شول . .
د نړیوالونظامي ماهرینوله نظره داعملیات په معاصروخت کې دنړۍ په کچه ترټولوسترعملیات دي چې په دومره زیات شمیر پوځیان اوپوځي وسائل دیوه کوچنی ولایت لپاره (هلمند) پکی برخه اخلی .
کوم وخت چه په ۲۰۰۱ م کال کی مخکی له دینه چه دبن کنفرانس دافغانستان په باب فیصله صادره کړی څه کم یوه میاشت وړاندی امریکا یانو په افغانستان باندی یرغل وکړی اوپه طالبانو بانديی هوايی بریدونه شروع کول دعملیاتو په نتجه کی طالبان هم مجبورشول دزیاتو تلفاتو دجلوګیری په خاطر دجنګ څخه په شاه شی زیات شمیر يې چه امریکا یانو اوافغانی قواو ژوندی ونیول په ډیره بی رحمی پرته له کومی پښتنی اوقانون شهدان شول اویا ژوندی دمزارشریف په لیلی دښته کی تر خاورو لا نی شول.امریکایانو اوورسره دهغوی ټولو متحدینو داسی نظر درلود چه ګویا طالبان نور ختم شول اونور دطا لب په نامه په افغانستان کی څوک نشته چه دافغانستان ددولت لپاره خطر پیښ کړی اویا بیادی دجګړی توان پيدا کړی .
ددی هدف په منظور دامریکی ددفاع پخواني وزیر دونالد رمزفیلد په ۲۰۰۳ م کال کی دیوه مطبوعاتی کانفرانس په ترڅ کې چې له ښاغلی حامدکرزي سره یې یوځای په کابل کې دایرکړی وه په افغانستان کې د دوئ له خوا دپیل شویوپوځي عملیاتو پایته رسول اعلان کړل ..
نوموړی وویل چې د دطالبانورژم په مکمله توګه را نسکور شوی ده ، هغوئ له افغانستانه شړل شوي اونورددې توان اوطاقت نه لری چې دافغانانواوسیمې لپاره ګواښ وبلل شي، له همدې امله زه دلته راغلی یم ترڅوسرله نن څخه په افغانستان کې زمونږ دپوځي عملیاتوپای ته رسول اعلان کړم.ولی دنوموړی دیاده وتلی ول چه طالبان اه منڅه نه وه تللی یوازی له قدرت څخه په مو قته توګه ګوښه شول .
خو له بده مرغه چې درمزفیلدله هغه اعلانه راوروسته تراوسه پوري دکلونوپه حساب شاوخوا پنځه کلونه تیرشول چې هره ورځ دامریکایانوله خوا کله دغره دزمري ،کله دغره دطوفان کله دخنجر اوکله هم دپړانګ دپنجې په نوم دپوځي عملیاتوسلسلې روانې دي او دادې اوس دخنجر په نا مه ډیر ستر عملیات دشروع په حال کی دي اوامریکا یان وايي چه دا تر ویتنام وروسته دامر یکا ډیر ستر عملیات دی ،ان تردی یو ه تکړه افغان لیکونکی محترم مژده صاحب دغه عملیات ددوهمی نړی والی جګړی سره مقایسه کړی دی. .
د هلمند په ولایت کې دخنجر په نوم پیل شوي عملیات دامریکایانوددغوپوځي عملیاتودسلسلې وروستۍ کړۍ ده چې ددولت دحاکمیت ترغولوونکي نوم لاندې یې دبیوزله هلمندیانوپه ضدشروع کړي دي اوترنن پوری چه شپږ ورڅی کیږی د۵۰۰۰ کورونو په شاهوخواکی بی څایه شوی دی .
د دغو تباه کوونکوعملیاتو پلي کول هلمندیانواوټولوافغانانوته ددې خبرې قانوني حق ورکوي چې هم له ښاغلي کرزي اوهم دهغه له ملاتړوامریکایانوڅخه داپوښتنه وکړي چې تاسوخو ۵ کاله پخوالا دلته دپوځي عملیاتو پای ته رسول اعلان کړي ول اوپه بدل کې موافغانانوته دترقئ ،سوکالئ اوبیارغونې وعدې ورکړې وې ، دا اوس بیاد ۲۱۰۰۰ اضافي امریکایي عسکروراتګ اوپه هلمندکې دخنجرپه نوم دجارحانه عملیاتوترسره کول څه معنی لري؟
سره له دې چې امریکایي ځواکونوپه سیمه کې پیل کړي عملیات دځان لپاره یوستر بریالیتوب بللی خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله دغه عملیات دانګلیسي ځواکونولپاره ترټولو ملاماتوونکي عملیات بلل شوي ،ځکه انګلیسي ځواکونوپه دغوعملیاتو کې دخپل پوځ ترټولولوړرتبه افسر ډګروال او یوتن دهغه محافظ دطالبانو له خوادخښ کړل شوي ماین په انفجارکې له لاسه ورکړل
دورځپاڼې په حواله نوموړی وژل شوی پوځي افسرد انګلستان ددفاع وزارت هغه لوړرتبه افسر دی چې په ۱۹۸۲کال کې دارجنټاین خلاف جګړې راوروسته دده په سویه لوړرتبه افسرانګریزانوله لاسه ندی ورکړی .
پردې سربیره پرون ورځ ازادۍ راډیو دماسپښین په دریوبجو په هلمند کې دامریکایی سمندري ځواکونودمشر ډګروال لورنس نیکلسون له خولې خبرورکړ چې ددوئ دځواکونودوه طبي څرخکې دطالبانودهوايي ضد راکیټوهدف وګرځیدې اومخکې تردې چې په ځمکه نشت وکړي اوریې واخیست ،خودهمدې ورځې په مازدیګربیا بیرته ازادۍ راډیو د دوالوتکوپرځای دیوې دویشتل کیدو خبرورکړ.
له دینه معلومیږی چې امریکايي پوځې چارواکې دخپلوپوځیانو دمورال لوړساتلوپه غرض څومره دهغوئ دځاني اومادي تلفاتوپه کم ښودلو ټینګارکوي اوپه واقعیتونوسترګې پټوي.
دوهمه خبره ددغو عملیاتو دپیل هدف دهلمند په ولا یت کی ودولتی حاکمیت ته توسعه ورکول دی تر څو دهلمند ولایت دطالبانو له موجودیت څخه په بشپړه توګه خلاص کړی. .
، چې ددوی په وينا دغه جګړه د جمهوری رياست په انتخاباتوکې د خلکو د ګډون زمينه برابره کړی.
دهېواد جنوب او جنوب لويديځ ولايتونه چی د ډيورند کرښې او ورپسې له پاکستان سره په ګاونډکې پراته دي ترټولو ولايتونو نا آرامه سيمې دي چې اصلی لامل يې د پاکستان ډاګيزه مداخله په ګوتوکوي، خو ددغه واقعيت تر څنګ ددې خبرې يا دول هم اړين دي چی جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو ته د بهرنيو عسکرو تر ورتګ وړاندې ستونزی دومره نه وی او کله چی دغه عسکر تللي، جګړه پراخه شوی او په جګړه کی د ملکی خلکو شهادتونه ډېری شوی او همدا راز مهاجرتونه او دغو دوو منفی ټکيو د بهرنيانو او افغان دولت پرضد د خلکو کرکې پارولی او په نتيجه کې د دولت مخالف لوری تقويه شوی او ستونزې هم ډېری شويدی.
پرپورتنی لامل سربېره په جګړه ئيز سياست کې د امريکی او انګليس ترمنځ د نظر او عمل اختلاف هم نوری ستونزی را ټوکولی چی دلومړی ځل لپاره د قلعه موسی په ولسوالۍ کې د انګريزانو او طالبان تر منځ د پټ اوربند امضا کول يی ژوندۍ بېلګه وه، چې ټولو نړيوالو يی اغيزو ليدل چی وروسته بيا دهمدغو اختلافا تو په ترڅ کې د هلمند والی او د قلعه موسی ولسوالی د بهرنيانو لخوا تبديل او پرځای يې نورکسان وګورمارل شول.
په دغو ولايتونوکې ددغه اختلاف عوامل ورځ تر ورځې ډېرشول او اوس سره له دی چی ډېری ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغلی، د نيشه يي توکيو کرکيلې هم زور اخيستی او په هماغوولايتونوکې چې ډېر بهرني پوځيان دي، ډېر ترياک کرل کېږی او څه موده مخکی چې د امريکی حکومت د نيشه يي توکيو پروړاندی نوی نظرڅرګند کړ، هم انګريزانو د پخوانۍ پاليسی ملاتړ اود امريکی له نظره سره يی مخالفت وکړ.
اوس چی په هلمندکې د امريکايي او افغانی عسکرو لخوا د خنجر په نامه نوی جګړه پيل شوی او پرمخ روانه ده، داهم څه فلمی صحنه نه ده چی په يوه پرده کې وينی و بهېږی او ورسره په څنګ کې بله پرده کې خنداګانی او نڅاوي پيل شي او په ډولونو او اتڼونو سره د انتخاباتو لورته لاړشي او خيرا و خيريت شي، بلکې ستونزې به وی. له جبهی پرشا شوی مخالفين په هرو مرو هم کرار نه کښېنی او لاس اوپښې په غورځوي.
په بشپړباور وايو چی په هلمند کې دنږدی ٥ زرو عسکرو جګړه څه ساده خبره نه ده اوشاوخوا نورې سوړې به هم کوي، چی دا به په خپله د انتخاباتو په مهال مخالفين مزاحمت ته هڅوي. ښه به وو چی دولت او بهرنيو ځواکونو له وړاندې دورته ستونزو وړاندوينه کړی وای او وقايوی دريځ يی نيولی وای. نه دا چې انتخاباتو ته خبره را اوږده شوه او ستونزې سره يوځای او ډېری شوی او په انتخاباتو کی د ګډون لپاره د جمهور رئيس لخوا طالبانو ته د ګډون بلنه يې هم ټکنۍ کړه او خدای خبر چی نوری به څه منفی ټکی ولري؟
په هر صورت په سيمه ئی کې د مخالفو نظرونو او کړنو شتون په خپله د ستونزو په ډېرولوکې رول لوبولی او که په راتلونکې کې هم وضعه همداسې وی د چارو د کنترول امکانات به بيا هم لږ او ياد اوس په شان وي، چی يوه سوړه بندېږی، هابل لوری به بله سوړه کوی او دکار امکانات به ټول په همدغو بوختياوو لکېږي.
دولت بايد امريکايان او انګريزان پر دغه واقعيت پوه کړی چی ډېری ستونزی د همدوی له اختلاف څخه راپورته شوی او په دغو ولايتونوکی پرکړنو واحد نظر حکومت وکړی او د واحد مکانيزم له مخی يوه نقشه پرمخ بوځي، ستونزی به ژر او دوامداری کنترول شي، هسی نه چی دولت او بهرنی عسکر نن يوه سيمه ونيسی او دوې ورځی وروسته يی بېرته له لاسه ووځي او لايتناهی دور او تسلسل جوړ کړی.
د بریټانیې ټایمز ورځپاڼې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره لیکلی دی چې په افغانستان کې د امریکایی او بريټانوي سرتیرو بری ناشونی ښکاري
ورځپاڼه لیکي، تر هغه چې په افغانستان کې امریکايي سرتیري شتون ولري تر هغه په دغه ملک کې سوله نه شي راتلای.
د ټایمز په مقاله کې دا هم راغلي چې افغانستان ته د امریکايي سرتیرو د لوموړۍ ورځي راتګ یوه تیر وتنه وه چې پایلې به یې د هرې ورځي په تیریدو بدي وي
په داسي حال کې چې د امریکې او بریټانيی ځواکونو د افغانستان په هلمند ولایت کې د یو شمیر سیمو د بیرته تصرف عملیات پیل کړي خو ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې به تر هغه امن را نه شي، تر څو ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه نه وي وتلي.
ټایمز د امریکې د نوي ادارې هغه څرګندوني راخلي چې وایې په افغانستان کې به د بهرنیو سرتیرو شمیر شاوخوا اتیا زرو ته ورسیږي خو د ورځپآڼي په باور که چیرته امریکايي او نور بهرني سرتیري یو شمیر سیمي له طالبانو تشې هم کړي خو بیا داسي مقتدر حکومت نه شته چې دغه سیمې وساتي او پکې قانون نافظ کړي او همدا یې دلیل دی چې د امریکايي سرتیرو مبارزه بي ګټي او پوچه ده .
ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال کرستال ماموریت خطرناک او سرنوشت ساز ارزولی دی او لیکلي یې دي چې د افغانستان حالات له کنټرول څخه د وتو په حال کې دي دا ځکه چې بهرني سرتیري له یوه لوري په خپلو هیوادونو کې او له بل لوري د جګړې په ډګر کې تر فشار لاندي دي او دغه دوه اړخیز فشار د دې لامل ګرځي چې هغوي له جګړې زړه توري کړي.
داچی له څو ورځو راهيسې په هلمند كې د بهرنيو او افغان ځواكونو ګډ عمليات دوام لري چې ددی عملیاتو په نتجه کی اوس له طالبانو څخه د درو ولسواليو د ازادولو ادعاوې هم شوی دی.
څو ورڅی مخکی د انګلستان سفير په كابل كې له يو شمیر خبريالانو سره په يوه ځانګړې ناسته كې د هلمند د وروستيو عملياتو په اړه ډيره خوشبيني ښودله، ويل يې چې له دې څخه موخه د هلمند په ګڼ ميشت ولايت كې د انتخاباتو د پروسې د ډاډمن امنيت راوستل او بيارغاونې ته لاره هوارول دي.
امريكايي پوځي چارواكي هم د هلمند د وروستيو پوځي تحركاتو په اړه ډيره خوښيي ښيي، خو د رويټرز خبريال بيا د همدې ورڅی تحركاتو په منځ كې د هلمند د عامو خلكو او ولس د نظرياتو په اړه د يوه راپور په ترڅ كې وايي چې خلك له بهرنيو ځواكونو څخه نهيلي او ناراضه دي، متاسفانه يو تريخ واقعيت همدغه دى، طالبان د ترپ او خرپ جګړه كوي، كله چې نړيوال ځواكونه پرې يرغل ور وړي دوى پخپله سيمه پريږدي، څه وخت وروسته بيرته را ستنيږي او په اصطلاح هماغه درك هماغه خرك وي، په هلمند، فراه، كندهار، زابل او ارزګان كې په تيرو څو كلونو په لسګونو ځله همدغسې پوځي زور ور عمليات شوي دي، د طالبانو قوماندانان او جنګيالي وژل شوي هم دي، آن د دوى مشهور او نوميالي قوماندانان لكه داد الله او اختر محمد عثماني وژل شوي دي، خو نه له دې جګړو سره د هلمند برخليك بدل شوى دى او نه د كندهار او ارزګان ولس آرام شوى دى.
كه له اتو كلونو عملي تجربو وروسته موږ بيا هم يوازې پوځي بريدونو ته د ښو پايلو په تمه يو، نو دا تمه به مو هيڅكله هم تر سره نه شي، اوس افغان ولس د هغو ژمنو د عملي كيدو په انتظار دى چې د بيارغاونې او آبادۍ په اړه ورسره شوې دي.
زموږ ولس د هغه سر خوړلي باور او اعتماد بيا اعادې ته اړتيا لري چې بهرنيو ځواكونو په ړانده زور كې بايللى دى.
نړيوال دې يوازې همدومره په ريښتيا ثابته كړي چې دوى افغانستان ته په بد او شوم نيت له دي راغلي، له افغان ولس سره په ريښتيا دښمني نه لري، هغه كړه وړه پريږدي چې د دوى د دوستۍ او ملاتړ ادعاوې زيانمنوي، له دې هیواد څخه به د دوى پر لور څوك كاږه هم و نه ګوري اوس چې د هلمند د وروستيو پوځي تحركاتو سره د بيارغاونې او ابادۍ د چارو د پيل ژمنې لږ او ډيرې زمزمه كيږي ولس د همدې په انتظار دى چې عملاً په دې برخه كې څه كیږی زموږ باور دى چې كه په دې برخه كې نړيوال يو ګام واخلي ولس به دوه ګامه ور وړاندې شيپردې سر بيره دا په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال مك كرسټال د ادعاوو ازمويښت هم دى چې ويلي يې وو:
نور به د نړيوالو ځواكونو لومړى هدف وژل نه بلكې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وي.