د امريکا د انتخاباتو ترشا څوک ولاړ دي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت









لومړۍ برخه

د امريکا د جوړښت څخه بيا تر اوسه پوري د دې هيواد سياسي سيسټم د دوو ګوندنو يعني د جمهوري غوښتونکي ګوند او د ډيموکراټ ګوند څخه جوړ سوی او د يوه يا بل په واکمني کي تر دا اوسه را رسېدلی دئ . دغه دواړه ګوندونه په ظاهره جلا دي خو و يوې واحدي ايډيالوژۍ او يوې ګډي لاري ته معتقد دي، او په خپل مابين کې کوم ايډيالوژيک اختلاف نلري . دهغوی په مابين کي چي کوم تفاوتونه سته،دا د امريکا د جمهوريت د هماغه بنسټ ايښودلو په لومړنيو مراحلو کي پراته وه چي زیاتره يې دهغه وخت په سياسي او تشکيلاتي برخو کي ديوه تاريخي واقعیت په څير ځان را ښکاره کړی وو . خو د هغوی په نړۍ ليدکي ، دهغوی په ايديالوژۍ کي، د هغوی په بهرنۍ او کورنۍ تګ لاره کي او د هغوی په اقتصادي، سياسي او فرهنګي سیاست کي دکوم بنيادي او ريښوی اختلافو نښانې نه وې . اوس هم په امريکا کي عادي خلک و دغه دواړو ګوندو ته د يوه واحد ګوند په سترګه ګوري او داسي يې ګڼي چي دوې ښاخې لري؛ يوه ته د جمهوري غوښتونکو ګوند وائې اوبل ته د ډيموکراټ ګوند نوم ورکوي!

اوس هم د دوی په مابين کي څوک داسي څه نسي پيدا کولاي چي په دې و پوهيږي دغه دواړه ګوندونه به په آخره کي د يوه اوبل سره څومره فاصله ولري؟ دا امريکا د چارو کارپوهان په دې خبره بلکل سلا دي چي ددغه دوو ګوندو په مينځ کي توپیرونه يوازي سلیقوي او اداري تفاوتونه دي . دغه دوه ګوندونه د امريکا د بهرني او کورني سياست په اساساتو کي هيڅ رازي بېخکي اختلاف نلري .

د امريکا په سلوکي څلوېښت اتباع د دغه دو ګوندو غړي دي، خو کله چي يو يې بريالی او حاکم سي نو د اوامرو او پرېکړو څخه يې ټول هيواد تابعیت کوي . امريکا په خپلو ټولو انتخاباتي کمپاينو کي داسي لويه هنګامه جوړه وي چي دهغه و بهير ته يوه ډيموکراټيکه بڼه ورکړي ، خو د امريکا په تاريخ کي تر دا اوسه پوري هيڅوک هم ددې دوو ګوندو نه بغير د جمهوري رياست و دندي ته ندی رسېدلی! . دغه دواړه ګوندونه د لوېديځي ليبرالۍ او دامريکا د سرمايه داري نظام نماينده ګي کوي او د هغه ټول فروعات هم مني او هم ورته وفاداره دي او ملاتړ يې کوي .

د امريکا انتخاباتي ميکانيزم څوک پرمخ بيايي
د معاصر امريکا د جمهوري رياست په هره انتخاباتي دوره کي ددې هيواد د يهودانو قدرتمنده سازمانونه، نفتي لوی شرکتونه، لوي بانکو نه او دهغوی خاوندان ، د وسلو د توليداتو لویی کارخانې او د هغوی مالکان او د ډله ائیزه رسنيو ملکان چي د امريکا مالي او اقتصادي ښارګونه يې په لاس کي نيولي دي، تعیینونکی نقش لري . د دواړو ګوندو څخه راوتلي کانديدان د هغوی لخوا ټاکل کيږي او مکلف دي د دغو لويو مالي او اقتصادي مجتمعود ګټو څخه دفاع وکړي او هغه و ساتي .
خو هو ځيني اختلافونه ضرور سته چي ميدان ته راوزي اوپرهغه باندي انتخاباتي بازار ګرميږي ، دهغه څخه هم مادي ګټه تر لاسه کيږي او هم وعامه ذهنيت ته خپلي خبري ر سوي ترڅو ان د مخالفت په صورت کي هم هغوی په ځان پسې را کش کړي.

د امريکا په دغه اوسني انتخاباتي کمپاين کي د کانديدانو هغه بريالي مخکښانو چي يوه پېچلې مرحله يې شاته پرېښودله نو د ډيموکراټ ګوندڅخه خو يوه کانديده « هيلاري کلينټن» د پخواني جمهور رئيس «بيل کلينټن» ماندينه وه چي د لومړي ځل د پاره يې يوه ښځه د امريکا د جمهوري رياست و څوکۍ ته را مخته کړه . خو کله چي نيمايي لاره يې ووهله ، ماته يې وخوړله . بل يې «بارک اوباما» په خټه افريقايي تورپوستی دئ چي هغه هم د يوه تورپوستي په صفت لومړنۍ شخص دئ چي ودې وظيفې ته يې د سپين پوستو عنعنوي تسلط ور باندي مات اودا مريکا د نژادي تعصب په چاپير يال کي يې د ډيموکراټ ګوند لخوا ودې پست ته را مخته کړ. نوموړی دادئ اوس ددې ګوند د يوازني مطرح کانديد په حيث پاتي دئ . د بلي خوا د جمهوري غوښتونکو نه يو پېژندل سوی او کيندلی سخت دريزه د نويو محافظه کارانوکهنه پيخه نماينده، سناتور «جان مک کين» دئ چي د نوامبر د مياشتي د وروستي کمپاين و بري ته ځان آماده کوي .

که څه هم «باراك اوباما» او «جان مك كين» دواړه پر مختلفو موضوع ګانو باندي لکه ګوانټانامو، دعراق او افغانستان د جګړو پرروان حالت او دهغه پر لير ليد باندي، د ټولنيز امنيت، د صحت او صحي بيمې، ټرانسپورت، بېکاري، فساد، د تعليم او تربيې، د مالياتو د اخيستلو پر سر پوښتني او غوښتني او داسي نورو زياتو مسئلو باندي چي په طبيعي توګه د هر سيسټم په ورځني اجراآتو کي را پورته کيږي، غوري کوي ، يوه اوبل ته لغازونه وايي ، کترې سره بدلوي خو د خپلو مواضعو او سیاستو په هکله يو ژور تحليل نه ورکوي . هغوی د امريکا داوسني ټولنيز سيسټم په دننه کې د يوه راډيکاله بدلون پر راوستلو باندي چي د امريکا و ولس ته د يوې عادلانه ټولني افقونه خلاص کړي، باور نلري او اصلاً دهغه په باره کې څه نه وايی يا داچي دغسي څه نسي را پورته کولای . د غه دواړه ګوندونه دهغو موازينو په چوکاټ کي چې لا مخکې ترمخکې د عظيمو مالي منابعو او د وسلو د جوړونکو لويو فابريکو لخوا ورته تعيين سوي دي عمل کوي . په واقعيت کې ددغه دواړو ګوندو کانديدان دهمدغه لويو سرمايه دارانو د ګټو ساتونکې دي چي د هغوی دډيکټو، دهغوی دګټو او د هغوی د غوښتونو سره سم لاره وهي . هغوی بس پر يوې خبري سلا دي او هغه هم په ټوله نړۍ کې نه يوازي د امريکاد " حیاتي ګټو" څخه دفاع ده بلکه په خپله په امريکاکي هم دلويو سرمايه دارانو، د بانکو، د تيلو د کارټلانو او د لويو پوځي وسلو د فابریکو دګټو تضمين کوي او په هغه پوري تړلې د پوځي کلنۍ بودجه چي سږ کال تر ۵۰۰ بيليونه ډالر و څخه اوړي، همداشانې ساتل غواړي .دغه بودجه د امريکا د ځينو ښارو زياتره اقتصادي برخي په کامله توګه او مستقيماً په هغو کارخانو پوري تړي چي پوځي تجهيزات لکه طيارې، هليکوپتري،ټانکونه، جنګي کښتۍ، توغندۍ او داسي نور جوړوي . ددغه صنايعو خاوندان په انتخاباتو کي قطعي او تعینونکی نقش لري . و جمهوري رياست ته د دواړو ګوندو کانديدان ددغه دريو ډلو څخه لږ تر لږه بايد د دوو ډلو ملاتړ د ځانه سره ولري .

دبلي خوا په امريکا کي د سرمايې ښارګونه د يوې يهودی الاصله سرمايه دارانو په لاس کي کښېوتي دي .و دغي ډلي ته د اسرائيلي صهيونيستانو لخوا په ډېره پرېمانه پيمانه پيسې ايښودل کيږي تر څو د امريکا د حکومت پر سياست باندي زيات نفوذ و لري .د هغي احصائیې له رويه چې په کال۲۰۰۲ کي ترسره سوې وه ، د امريکا د ۲۸۳ ملیونه نفوسو څخه يوازي شپږ ميليونه او ۱۵۵ زره تنه يهودان دي چي دغه رقم د امريکا د ټول نفوس په سلو کې ۲/۲ جوړوي . خو ددغي جملې څخه بيا يوه ډېره کوچنۍ ډله د امريکا د ټول ثروت او ګټو په سلو کي ۸۰ په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه په خپل لاس کي لري . پورتنی رقم د دغه واقعيت ښکارندويه دئ چي يهوان د امريکا پر اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ژوند باندي څو مره ژور او هر اړخيزه تسلط لري ان تردې حده چي ډېر لا دا وايی امريکا همدااوس د يهودانو يوه مستعمره ده .

په دې ډول نن د امريکا پر جمهوري رئيسانو باندي د يهودانو نفوذ او تسلط په يوه انکار نه منونکئ واقعيت باندي بدل سوی دئ . د امريکا د جمهوري رياست د کانديدانود ټاکنو په کمپاين کې يوازي د يهودانو د مالي ونډي درلودل مطرح نه دئ بلکه دا پخپله يهودان دي چي د کانديدانو بيانيې ليکي، ټلوېزيوني تبليغاتي برنامې يې تهيه کوي او حتی د کانديدانو د سياسي مبارزې پر لوروباندي رغنده پرېکړي کوي او هغه ټاکي .

په بهرنی سياست کي هم د دغه دوو ګوندو اختلاف بيخي پيکه اوډير ظريفانه دئ . دواړه ګوندونه دسرمايه داري نظام د اصولو په چوکاټ کي د امريکا د همدغه اقتصادي نهادو او لويو شرکتو د ګټو څخه دفاع کوي او غواړي هغه و ټولي نړۍ ته وغزوي اوبازارونه ورته پيداکړي . مثلاً د دوهمي نړۍ والي جګړې را وروسته بيا د شوروي اتحاد تر زواله پوري دواړو ګوندونو د سړې جګړې اصول په خپل بهرني سياست کې منلی وو او هغه يې پر مخ بياوه او په دې لاره کي يې ټريليونه ډالر تر لاسه کړل . اوس هم چي د شوروي اتحاد پخوانۍ نظام دړي وړي سوی دئ ، دغه دواړه ګوندونه پر نړۍ باندي د امريکا د سلطې او پرهغه باندي د بابايي ننګه کوي . دغه دواړه ګوندونه په بېلابيلو شېوو سره ددغه شاني سلطې څخه هم ملاتړ کوي او هم ځان ورته متعهده بولي . دهغوی تفاوتونه يوازي ددې اصولو په تطبيق او دهغه په ادارې ظرافتو کي پراته دي خو په ماهيت کي فرق نه سره لري .

دغه دواړه ګوندونه څرنګه چي آخري لاره او ماهيت يې يو دی نو کله چي د خپلو پالیسیو په تطبيق او د خپلو بادرانو د ګټو په تأمين کي و دېواله ته ودريږي نو بيا و دا بل ګوند ته مخ را واړوي . په دې لړ کي د ډيموکراټ ګوند و تاريخچې ته چي څوک ګوري نو دا ګوند تل په يوه بحراني حالت کي د سيسټم و نجات ته را وتلی دئ . که د جمهوري غوښتونکي ګوند چي د حاکمي سرمايه داره طبقې صريحه نمايندګان دي، نو ډيموکراټ ګوند بيا په لفاظيو، باټو او دوعدو په ورکولو کي و دې طبقې ته تر ټولو لويه مرسته رسولې ده . د سږ کال په انتخاباتي کمپاين کي هم دواړه هيلاري او اوباما داسي وښودله چې که يې وسپيني ماڼۍ ته پښې و رسېدلې نو د بوش ګندګۍ به پاکي کړي، د زحمتکښانو ژوند ته به پاملرنه وکړي او دعراق وحشيانه جګړه به پای ته ورسوي . خو داسي څه به هيڅکله هم ونسي داځکه چي داسيسټم په همداسي ګندګيو کې تردې ځايه رارسېدلی او د سرمايه دارانو د حرص او دهغوی د ګټو دبازارو په پراخولو کي يې بقا موندلې ده . ځکه نو په هر قيمت چي کيږي په جمهوري رياست کي بايد خپل نماينده نصب کړي . يوبل د ليل چي د سرمايه دارانو لويي ډلي مجبوره کيږي د ډيموکراټانو څخه ملاتړ وکړي نو هغه په مينځني ختيځ کي دهغوی د نوي استعماري سياستونومنفي پایلې دي چي پراخ حساسيتونه يې را پارولي او د ماتې خواته يې لاره پرانيستې ده . خو ددې سره سره جمهوري غوښتونکي اوس هم د خپلو طرحو و بري ته خوشبينه دي . د شوري اتحاد دړنګېدو نه وروسته کله چي امريکا د نړۍ يواځني ځبر ځواک پاتي سو، د جمهوري غوښتونکو ګوند دهغه و دوام او نوي مراحلو ته د ځان رسولو په خاطر وخپلو حريفانو او دوستانوته ځيګر و ټکاوه چي پاته رباتونه به هم هغوی په بري سره پر مخ وهي . ځکه نو اوس معلوميږي چي ددې دو ګوندونو تر مينځ سيالي او دحالاتو مسير لږ شاني جدي بڼه نيولې ده .

نوي محافظه کاران او د اوسني انتخاباتو ځانګړتياوي
د امريکا د جمهوري رياست د څوکۍ څخه په دې څو ورستيو لسيزو کي خانداني حکومت جوړسوی وو . د ريګن د جمهوري رياست دوې دورې ډير مهم بدلونونه را مينځته کړه . د رېګن دوران د نئومحافظه کارانو د قدرت د نمايش پيل او د نفتي کارتلانوا و د وسلو جوړونکو و لويو فابريکو ته د طلایی دوران نوی باب پرانيست . د لوی بوش څخه وروسته نوبت د بيل کلینټون و خاندان ته ورسېد چي د ليبرالانو استازيتوب يې کاوه . خو په آخره کي يوځل بيا و نويو محافظه کارانو ته ميدان ورسېد چي د جورج بوش د جمهوري رياست دوې دورې ددې ډلي د واکدارۍ د اوج تر ټولو يوه ماجرا جويه مرحله وه .

ځني داسي ګومان کوي چي د سږ کال انتخابات به يوازي د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراټانو ترمينځ انتخابات نه ، بلکه دا به ددغه دو ګوندو په مابين کی دوو مختلفو لارو تر مينځ د امريکا و راتلونکي ته به يو خورا لوی چيلنج وي . دغه څېړونکي بيا د« جان مک کين» د بري چانس ځکه ډير بولي چي هغه په يوه ډول نه بل د نيو محافظه کارانو (نئوکنسروټیوز)د سخت دريزۍ نماينده او ددې ډلي د سياستو دوام ورکوونکی دئ . ددغه سياست يوه ډيره مهمه برخه چي د محافظه کارانو د تګلاري د ملا تير جوړوي داده چي هغوی د داسي يوبهرني سياست ادامه غواړي چي پر پوځي پياوړتيا او نه ماتېدونکي قدرت باندي اتکاء و لري . يعني هره جګړه چي شروع کيږي نو تربري پوري به يې شعار نه ايله کوي . ددې شعار و تحقق ته تر اوسه پوري جورج بوش په ټوله رسوايی سره شانه ورکړې وه او نن يې «جان مک کين» هم غواړي هغه ته پر خپل ميتوډ باندي دوام ورکړي .د همدې مفکورې پر اساس «جان مک کين» وایی ترڅوچي په عراق کي بري ته نه يو رسېدلي نو عراق به نه پرېږدو او که يې پرېږدو نو هغه هم بايد په ډير افتخار او سرلوړي سره وي . خو هغه دا خبره نه کوي چي آيا ده پخپله چي په ويټنام کي بندي وو ، هغه هيواد يې هم په افتخار او سرلوړي سره پرېښود اوکه څنګه ؟! هغه دا هم نه وايي چي هغوی د څه دپاره ويوه خپلواک هيواد ته د جګړې د پاره تللی وو ؟

رونالد رېګن چي په کال ۱۹۸۰ کي و جمهوري رياست ته ورسېد نو دهغه ټاکنه د نیو محافظه کارانو د غورځنګ د پاره يو تر ټولو لوی بری وو. نوموړي د نیو محافظه کارانو په ګټه ډېر کار وکړ . هغه کله چي د ګورباچف سره مذاکره وکړه نو داټومي وسلو د يوې برخي د له مينځه وړلو په هکله يې معاهده ور سره امضا کړه . خو د نیو محافظه کارانو لخوا تر انتقاد لاندي راغلی او دغه معاهد يې ځان وژنه و ګڼله . دهغوی نتیجه ګیري داسي وه چي همدا د خبرو اترو دنه کولو او یا د هغه د محدودلو سياست وو چي هم يې د امريکا اټومي قوت و ساته او هم يې و سړې جګړې ته د ځان په ګټه خاتمه ورکړه .

د سږ کال په ټاکنو کي هم، د جمهوري غوښتونکي په ګوند کي دنیومحافظه کارانو مخکښ،۷۲ کلن «جان مک کين» تر ټولو زيات جدي او سخت دريزه موضع نيولې ده ، هغه هم د خپلو نړۍ واله مخاليفينو سره همداسي د يوه سياست پلوی کوي . خو «بارک اوبا ما» بيا د خبرو اترو لاره غوره بولي . نوي محافظه کاران وائي چي د نړۍ په اوسنۍ فضا کي او داچي د امريکا خلکو ته دا اته کاله تخت د ټروراو ټروريسټانو پسې د را اخيستني نارې وهلې ، د امريکا د ښمنان ټوله د ټروریسټانو په نامه و ګڼل سوه ، اوبا ما د مذاکرې سياست د چا سر پر مخ بيايي . دا به په يوه نه بل ډول دامريکا د خلکو غوښتنه او د نړۍ ملاتړ منعکسوي خو و نوي محافظه کاران په نړۍ واله کچه هغه لوی چلنجونه او د ګټو لوی ميدانونه چي ورته پرانيستي دي، هغه نسي نفي کولای ، هغه وايې دا ټول لا پر خپل ځای پراته دي . نن «القاعده»، «حماس»، «حزب الله»، «طالبان»، ایران او تازه د پاکستان آی ايس آی هم دامريکا د مخاليفينو په کتار کي ځای نيسي دا ټوله دامريکا په مقابل کي پټ ياپه ښکاره عملاً جنګيږي . دا هغه څه دي چي د اوبا ما د نيو محافظه کارانو مخالفين دهغه و مخي ته درانه پيټي ګڼي او ادعا کوي چي اوبا ما د هغوی سره ډغري نسي وهلای او په ځپلو کي يې تر عهدې نسي را وتلای .
ددې سره يو ځای هغوی د اوباما پر ضد دهغه تور پوست، اسلامي شجره او د نامه سره يې د حسین د نامه پيوند و سپيني ماڼۍ ته د نوموړ ي د رسېدلو لاره شيګلنه کوي .
نوربيا