ژباړونکی : حبيب الله غمخور
درنولوستونکو!
دالاندي مطلب چې ستاسودلوستلولپاره وړاندي کيږي ماله ((ريانوستي ، مسکوسکې کمسموليڅ (MK.RU ) دجولاي ۱۶.اوبشاياگزيتا(Обшая Газета ) چې دجولاي پر ۱۶ مه خپاره شوی دی )) خبري منابعونه دلنډيز په بڼه وژباړه .کيداي شي داتبليغاتي جگړه ياپر ايراني اخوندانودفشاردوسيلې په توگه يوپروپاگنډه وي خوپه هرحال زه پدې مسله باندي دخپلودوستانوخبرول بې گټی نه بولم .
جورج ډبليوبوش هوډکړئ دخپلې دورې ترختمېدودمخه پر ايران حمله وکړي
امريکاغواړي دجورج ډبليوبوش دجمهوري رياست ددورې تر پاي ته رسېدو دوړاندي پر ايران مرگونې حمله وکړی .
دې خبر په دانگليسي ورځپاڼي گاردين ((The Guardian ))کې تر خپرېدو وروسته نن دجولاي پر ۱۶ نېټه دورسيې په ټولو خبري رسنيوکښي پراخ انعکاس وموند اوپه ټولومعتبره وځپاڼو کې پدې هکله په مختلفو بڼوخبرخپور شو.
په ځينو رسنېو کې ددې خبرپه هکله په تفصيل بحث شوی چې اوس دم گړئ دوخت دکمښت له امله دهغه دژباړي نه تېرېږم ،وعده کوم چې په نږدې راتلونکی کښي به يې په تفصيل سره وژباړم .
په خبر کښي راغلی :
دجوروج ډبليو بوش دجمهوري رياست ددورې تر پاي ته رسېدو وړاندي پرايران باندي دامريکا لخوادپوځی حملې دپرېکړي په هکله اوس په سپينه ماڼۍ کښي دترازوپله دبوش دنظر په گټه درنه شوې ده . داپله پسله هغه درنه شول کله چې دروان کال دجون په مياشت کښي په پنتاگون کې دايران په هکله ځانگړې غونډه وشوه .
سره لدې چې دايران په اړوند دبوش د ادارې سياست له زياتوگوت نيونواومخالفتونوسره مخامخ دي ولې بيا هم بوش پر خپله خبره ولړدی اوغواړي دخپل حاکميت ددورې تر پايته رسېدودمخه پر ايران مرگونې حمله وکړی .
د((گاردین، The Guardian )) انگليسي ورځپاڼي دخپلومنابعودترلاسه شوو معلوماتوپه حواله خبرورکړ : ((ترڅو چې دايران مسله يوطرفه شوې نه وی بوش نه غواړي خپل مقام پرېږدي )).
سپېنه ماڼۍ ادعاکوي ايران چې په تيروشپږوکلونوکښي يې په منځنی ختيځ کښي نفوذاواعتبارغښتلۍکړ، اوس په قطعې توگه غواړي دهستوي وسلې دتوليد لپاره رياکتورجوړکړی ،له بلې خوا اوهمدا اوس ايران په عراق اوافغانستان کې له جنگياليوسره دوسلوپه برابرولوکې پراخه مرسته کوي .
داورځپاڼه څرگنده وي چې دامريکا د(( ۲۲۷ ))جنگی بېړيونه پوره نيمايي ئې چې دهغوي په منځ کې ((۶)) الوتکی وړونکې بېړۍ هم شاملې دي ايران ته نږدې ځاي پرځاي شوې دي . دامريکامشهوره الوتکی وړونکې جنگی بېړۍ ((اینترپرایس )) تيره هفته د ويرجينياله ايالت نه دفارس خليج په لور وخوځېده .دپنتاگون وياندخبر ورکړئ چې داجنگی بېړی به د((نیمیتز)) بېړيوځاي ونيسي .
داسي ويل کېږي ترڅوچې دامريکادبهرنيوچارووزارت خپلوخبروته دوام ورکوي اوهمداډول داروپا داتحاديي دبهرني سياست اوامنيت دلوي کميسار خاویر سولانا اودايران دملي امنيت دوشورا ريس علی لاریجانی ترمنځ خبري دوام لري ،د ۲۰۰۸ م کال تر پيل پوري پر ايران باندي دحملې انتظارنه کېږي .
دامريکادولسمشر مرستيال ديگ چيني ډيرپخواپر سپېنه ماڼۍ فشاراچاوه چې پر ايران باندي پوځی حمله وشي ،مگر دامريکادبهرنيوچارو وزيره کاندوليزارايس اودملي فاع وزير روبرت گيتس یې مخالفت کاوه . سره لدې چې څومياشتي وړاندي يوځل دامريکادبهرنيوچارووزيرې په خپلوخبرو کې ژورناليستانوته څرگنده کړيوه چې کېداي شي امريکاپر ايران حمله وکړی .
ددې منبع (گاردين)ورځپاڼې دطلاعاتو له مخې دبوش دولت پدې باوردی چې دايران درژيم ړنگول به په سيمه کښي دقواوانډول رامنځته کړی .
........................
له بلې خوادآفتاب نيوزدعربې ژبې ورځپاڼي دجولاي پر ۱۵ مه په سوريه کښي ديوناپېژندل شوی ديپلوماتيکي منبع چې نه ئې غوښته رسواشي له خولې ليکې ((تهران اسرائيلوته دډيرجدي جواب ورکولولپاره تياردی)) .
دآفتاب نيوزپه خپره شوې ليکنه (خبر) کښي راغلي چې ايران په اسرائيلوکې د ((۶۰۰)) هدفونودله منځه وړلوپه موخه دخپلو توغنديوپوسيله په نښه کړي دی ،که چيري د ايران پر هستی تاسيساتوحمله وشوه داتوغندی به داسرائيلوپه لورسمدواره فير شي.
په قطرکې دالوطن په نوم عربې ژبې ورځپاڼه ليکې :په اسرایېلوکې دويشتلوځايونه (هدفونه) دايراني شهاب توغنديوپوسيله په نښه شوی دی ،کله چې اسرائيل دامريکاپه مرسته پر ايران حمله کوي داتوغندئ به په ډيرکم وخت کښې داسرتائيلوپه لور دپه نښه شوو ځايودله منځه وړلوپه موخه فير شي .پاي
بوش پرايران دحملې هوډلري
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode