په کندهار، وزيرستان، مردان او ځينو نورو ځايونو کې د طالبانو او القاعده قوماندانان په چادريانو کې د تښتېدو پر مهال نيول شوي وو، ويل کېږي چې د ملاکنډ مولانا صوفي محمد هم چې کله په زرګونو بې سواده او دوکه شوي پښتانه د افغانستان شمال ته ورسول او د دوستم خونخوارو قواوو ته يې په لاس ورکړل نو بېرته په چادري کې وتښتېده، او بعيد از قياس نه ده چې ملا عمر او اسامه بن لادن هم د چادرۍ خوند اخيستى وي خو د اسلام اباد د لال مسجد د خطيب چادرۍ يو نړيوال مقام وګاټه. دغه مقام ترلاسه کول ډېره خواري غواړي او خواري د لال مسجد خطيب مولانا عبدالعزيز کړې وه. شپږ مياشتې څه لږ وخت ندى! چې هغه پکې د اسلام اباد په څېر د يو ستر ښار خلک تښتولي، راښکلي، تړلي، وهلي او ترور کړي وو او د "شريعت" د تطبيقولو او جهادي فرض د اداء کولو ستره فريضه يې ترسره کړې وه. په دې ستره کارنامه اوس د پاکستان د ټولو مدرسو ملايانو ته پکار دي چې يوه ستره غونډه جوړه کړي او مولانا عبدالعزيز ته د "توريالۍ" لقب ورکړي. د لال مسجد او حفصه مدرسې د هغو بې ګناه زده کوونکو چې په دغه لانجه کې ووژل شول، خپلوان به په دې لقب نيوکه وکړي ځکه هغوى اوس غوصه دي او دا دليل وايي چې: ولې مولانا عبدالعزيز زمونږ بچي په حکومت مړه کړل او خپله په چادرۍ کې وتښتېدو؟ نو زما په خيال دغه ناپوهه خلک پوهول پکار دي چې ورونو! دا څه نوې خبره نده چې تاسې پرې دومره خفه ياست. دا خو يو پوخ روايت دى چې له ډېره وخته راروان دى. ايا اسامه او ملا عمر همداسې د تېښتې لاره نده غوره کړې؟ ايا مولانا صوفي محمد همدا کارنامه نده کړې؟ ايا ګلبدين حکمتيار، رباني، مولوي خالص، صبغة الله مجددي او استاد سياف په جهاد کې شهيدان شوي دي؟ ايا د مولانا سميع الحق، مولانا فضل الرحمان او قاضي حسېن احمد کوم نوک په جهاد کې زخمي شوى دى؟ ځواب يې دادى چې نه. چې داسې مخکې ندي شوي نو مولانا عبدالعزيز ولې ځان شهيد کړاى واى؟ په مدرسه کې دا پردي بچي د څه لپاره وو؟
نو خلک بيا په دې خفه دي چې هغه خو شپږ مياشتې د جهاد، شريعت، شهادت او ځوانۍ خبرې کولې بيا په چادرۍ کې ولې وتښتېد؟ ددې ځواب خو مولانا عبدالعزيز پخپله په هغه تلويزيوني مرکه کې ورکړى دى چې په هماغه خپله چادرۍ کې ورته نازک او ګل اندام ولاړ و او وې ويل چې د شريعت له مخې په چادرۍ کې تښتېدل روا دي. دا هم څه نوې خبره نده. دلته چې هر ملا څه کړي او څه کوي په شريعت کې هغه روا دي او نور خلک چې هر څه کوي هغه په شريعت کې نشته. نو لدې امله هيچا ته جايز نده چې په چادرۍ نيوکه وکړي.
هسې له ډېره وخته چې زه د مدرسو دا ملايان يا طالبان ګورم نو دوى زياتره وخت داسې سپين رنګه يا سور رنګه لوپټې هم په سروي چې ګوټُونه يې په اوګو پراته وي او داسې نيشه نيشه پکې روان وي. معلومه راته نده چې دوى دا د لوپټو پسرول له کوم وخت راهيسې پېل کړي دي خو ما چې اته يا لس کاله د مخه لوپټه په سر طالبان وليدل نو هغه وخت مې دا خبره زړه ته نه وه راغلې چې خبره به د لوپټو نه چادرۍ ته رسېږي. خو خېر! دا زما د ناپوهۍ يو دليل کېداى شي، ګنې ژوند خو په يو ځاى نه درېږي، هر څه پرمختګ کوي او د پرمختګ لارې ګوري.
اوس چې خبره تر چادرۍ راورسېده نو داسې ښکاري چې حکومتونه، خصوصاً د افغانستان او پاکستان، به د لا زياتو ستونځو سره مخ کېږي، ځکه چې دغه لوپټې او چادري پسرونکي طالبان زياتره ورانکاري او ترهګر وي، په پردو بچو چاودنې او ځانمرګي بريدونه کول او پخپله په چادريو کې تښتېدل د دوى جهاد دى نو ځکه زه وايم چې ځوانان دې نور بېدار او هوښيار اوسېږي هسې نه چې په کومه چادرۍ مين شې او ورپسې روان شې، خو چې کله د چادرۍ پلو اوچت کړې نو ښه ښکلې نازک اندامه نوراني ږيره ترې رابهر شي. بيا به خپل مخ تندى وهې او وايې به چې: چادرۍ څه کانې دې وکړې!
نو اوس حکومتونو له هم پکار دي چې ددې چادرۍ څه غم وخوري. ما چې به کله کله د جمعې په خطبه او نورو ځايونو کې له ملايانو د چادرۍ دا بحث ډېر زيات اورېده او دوى به په دې ډېر زيات زور ورکاوه نو کله کله به مې شک راغى چې دې چادرۍ کې کومه ځانګړې خبره شته، خو په هغه ځانګړې خبره دادى اوس پوه شوم چې دا چادري خو ډېر د کار شى دى، که سړى غل وي که ډاکو، ترهګر وي که ورانکارى، ښځه وي که نرښځى، ډم وي که ملا... د چادرۍ لاندې په پرده کې وي. خو کله کله سړى بيا هغه د هندوانو په څېر خامخا دې ته اړ شي چې پوښتنه وکړي: اَى اس پردې کې پيچهې کيا هى؟