پر افغان اسلامي اژانس د طالبانو ځانمرګى بريد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ګلزاده حقپال ليکنه

د پاکستان د قبايلي سيمې د يو ژورنالست حيات الله د مرګ خبر زما لپاره د خپل مرګ نه کم نۀ ؤ ځکه چې هغه يو ډېر بهادر او نر ژورنالست و او د خوشحال خان خټک په وېنا "سل دې ومره يو دې مه مره" د حيات الله پشان د يو ژورنالست قتل ماته د ژورناليزم قتل ښکاري. هغه د تېرو څو مياشتو راهيسې بې درکه و او څو ورځې د مخه يې مړى په وزيرستان کې وموندل شو چې په ګوليو سُورى سُورى شوى و. ما په بيړه بيړه هره وېبپاڼه کتله تر څو د هغه په هکله زيات نه زيات خبرونه او معلومات ولولم چې د افغان اسلامي اژانس په پښتو وېبپاڼه کې په يو بل خبر ورپېښ شوم. لدې وړاندې چې خپله خبره نوره هم پر مخ بوځم غواړم چې تاسې هم يو ځل دغه خبر ولولئ:

د طالبانو وياند د طالبانو په هکله د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ کلک او سخت تنقيد وکړ.

د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن ماسختن ( 2006-06-16 ) په سيمه ايز وخت اته بجي او شپږ څلويښت دقيقي ( 8:46 Pm ) په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته تليفون وکړ او د دوى په هکله يې د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ په خورا تنده لهجه تنقيد وکړ او هغه يې محکومه کړه.

هغه وويل (افغان اسلامي اژانس د طالبانو برياليتوبونه همېشه د يوې ادعا په شکل خپروي ليکن بالمقابل د امريکايانو خبرونه په غوڅ او قاطع ډول نشر ته سپاري).

د طالبانو وياند چې خورا په قهر معلومېده وويل ( مونږ ټول مطبوعات تعقيبوو او مونږ ګورو چې څوک په دې هکله سمه او څوک غلطه پاليسي لري چې د افغان اسلامي اژانس پاليسي د طالبانو په هکله په تمامه معنى غلطه ده).

ډاکټر محمد حنيف چې د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ بار بار تنقيد کولو په خورا قهر سره يې خپل تليفون بند کړ.

او اوس په دې اړه د بېنوا په ملي وېبپاڼه کې خپور شوى خبر هم ولولئ:

افغان اسلامي آژانس ګواښل شوى دى

د پاکستان څخه د افغان اسلامي آژانس له خوا په خپرېدونکې انټرنېټي خبرپانې کې خبر ورکړل شوى دى چې دوى د طالبانو د وياند ډاکټر حنيف له خوا له دې امله په ټلفون ګواښل شوي دي چې ولې د طالبانو په پلوى خبرونه کم او د نړيوالو ځواکونو د برياليتوب په پلوى زيات خبرونه خپروي ،دغه پاڼه زياتوي چې حنيف نامى وياند دومره موږ ته په غوسه وو چې ټلفون يې بې خداى په امانۍ قطع کړ .طالبانو په داسې حال کې په اسلامي آژانس غوسه کړې چې ښايي لومړنى خبري آژانس به د افغان اسلامي آژانس وي چې د طالبانو له هر ډز سره سم يې پرته له دې چې د مقابل لوري تايد تر لاسه کړي خبر خپور کړى دى .

د دې خبر په لوستو ماته د طالبانو د حکومت پر مهال د "شريعت" اخبار هغه مدير راياد شو چې د طالبانو د قاضي القضاة لخوا په دې خبره د تورو تمبو شاته رسول شوى و چې د هغه يو بيان يې د اخبار په لومړۍ پاڼه کې د Lead خبر په توګه نۀ و خپور کړى.

د "شريعت" اخبار مدير ويل چې زه ژورنالست او د اخبار مدير يم نو په دې خبره تر هر چا ښۀ پوهېږم چې کوم بيان د اخبار په کومه پاڼه د خپرېدو ارزښت لري خو قاضي القضاة صاحب ټينګار کاوه چې ژورناليزم مري او که پاتې کېږي زما بيان د اخبار په اول مخ غټ غټ خپور کړئ.

د طالبانو د دغه وياند چې خپله نامه ډاکټر حنيف ښيي غوښتنه هم دا ده چې دى که درواغ وايي او که رښتيا، افغان اسلامي اژانس دې يې په قاطع ډول خپور کړي.

دلته بايد يوه بله خبره هم وکړم. زه د افغان اسلامي اژانس دغه خبري پاڼه له تېرو درو مياشتو راپدېخوا لولم ځکه چې دا پاڼه په بشپړه توګه د افغانستان جنګي خبرونو ته ځانګړې شوې ده. خو د طالبانو په هکله خبرونه پکې دومره زيات وي چې ما ګومان کاوه دا به د طالبانو لخوا اداره کېږي. ولې وړمه ورځ چې مې دغه خبر ولوست نو پوه شوم چې دا اژانس د طالبانو سره کوم تړون نلري.

هر څه چې وي، زما موخه د دې ليک څخه دا ده چې زمونږ ميډيا او زمونږ ژورنالستان د ډانګ او پړانګ ترمنځه ګېر دي. بلکې زما خپل نظر دا دى چې ځانونه يې د ډانګ او پړانګ ترمنځه په خپله ګېر کړي دي. او هغه داسې چې ټوله افغاني ميډيا په افغانستان کې يواځې هغو خبرونو ته "ګټور" خبرونه وايي چې د طالبانو لخوا پکې تخريبکاري ترسره شوې وي. په دې توګه نه يواځې طالبان همکاري، خواخوږي، ډاډمنتيا، مشهورتيا او د هېواد د ورانولو لپاره نورې مرستې ترلاسه کوي بلکې هېوادوال د د وېرې ترهې په لومو کې هم اچوي. که ميډيا د طالبانو تخريبي هلې ځلې غندلى او د بيا رغاونې او پرمختګ کارونو ته يې زياته پاملرنه کولاى نو اوس به طالبان څه چې نښې به يې هم نه وى. دا ميډيا ده چې په خپلو روماني خبرونو او کيسو باندې يې طالبان د يو نه ماتېدونکي ځواک په توګه نړۍ او خپلو خلکو ته معرفي کړي دي او طالبان ورڅخه د ترهګرۍ په کارونو کې پوره پوره ګټه اخلي. ولې دا خبره زه پوره په باور سره کوم چې طالبانو سره د ميډيا د دې همکارۍ نتيجه په خپله د ميډيا لپاره ښې پايلې نلري. لکه چې وموکتل طالبان په دړکو او نورو لارو اژانسونه او ورځپاڼې د دې لپاره وېروي او مجبوروي چې د دوى خبرونه نشر کړي او نشر يې هم په هغه ډول غواړي څنګه چې يې په خپله خوښه وي. ته به واى دوى د ژورناليزم ايجادوونکي دي.

او که چيرې طالبانو د هېواد واګې خداى مکړه بيا په لاس کې واخيستې نو د ژورنالستانو حال به همدا وي چې د طالبانو هر چټيات به د ورځپاڼو او وېبپاڼو په لومړي مخ خپروي که داسې نه کوي نو د "شريعت" اخبار د مدير مسئول په شان زندان به يې ځاى وي.

د افغانستان حکومت او په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو به تر اوسه پورې د افغان اسلامي اژانس څخه دا پوښتنه نۀ وي کړې چې ولې د طالبانو هره خبره (درواغ وي که رښتيا) نشر ته سپارئ؟ زه دا خبره ځکه کوم چې که افغان دولت يا ايتلافي قواوو داسې کړي واى نو افغان اسلامي اژانس به ترې مونږ خامخا خبرولو لکه چې د طالبانو د دې بې مسئوليته څرګندونو څخه يې خبر کړو.

زما په نظر، دا اوس يواځې د افغان اسلامي اژانس نه بلکې د ټولې افغاني ميډيا سپکاوى دى. بايد چې ټوله افغاني او نړيواله ميډيا د طالبانو د هر ډول هلو ځلو او خبرونو څخه مقاطعه اعلان کړي او ورته وښيي چې د ميډيا په کارونو کې مداخلت څه معنا لري. که طالبان په افغانستان کې د امريکا د مداخلت په ضد مقاومت او "جهاد" کوي نو ميډيا په ژورناليزم کې د طالبانو د مداخلت په ضد جهاد ولې نشي کولاى؟؟؟

زه دا يوه خبره دلته په زغرده کوم او په راتلونکي کې تاسې د دې پايله هم کتلاى شئ چې که زمونږ ميډيا په يو اواز د طالبانو د دې ګواښ او مداخلت په ضد چټک عکس العمل ښکاره نکړ نو دا به د افغاني او نړيوالې ميډيا لپاره د نور سپکاوي او حتى د مرګ سبب کېږي او که بالعکس چټک غبرګون يې وښود او د طالبانو د هرې ادعا، هر خبر، هر راپور، هر تخريبي اقدام سره يې مقاطعه اعلان کړه نو دا به د طالبانو لپاره يو داسې ځانمرګى بريد وي چې ترسره کړى يې په افغان اسلامي اژانس (په بله معنا په ټوله ميډيا) دى خو يواځې پخپله بريد کوونکي (طالبان) پکې مړه دي او افغان اسلامي اژانس (ميډيا) ته يې کوم ډول زيان ندى رسولى.