ددوشنبې په ورځ د کابل ښار يوځل بيا د ګډوډيو او خونړيو پيښو، اور اچونو، غلا اولوټمارۍ شاهد ؤ. دغو پيښو يو ځل بياد تيرو کلونو د تنظيمې جګړو، چور او چپاول ترخه يادونه را ژوندي کړل چې په ترڅ کې يې څه دپاسه ٧٠٠٠٠ کسان ووژل شول او د کابل ښار په کې چور، تالان او ويجاړشو. د تيرو ترخو يادونو سره سره د پيښو بيا تکرار دغه پوښتنه را منځ ته کوي چې دغه پيښې ولې او څنګه رامنځ ته شوي؟
په دغه لنډه ليکنه کې به هڅه وشې دغې پوښتنې ته وړ او مناسب ځواب د هغه پيښو او حقيقتونو په رڼا کې پيداشې چې د پيښې د پيښيدو او لا تر هغه پخوا موجود وو.
د پيښې د رامنځ ته کيدو د پاره لازم عينې شرايط:
دخلکو د ژوند او مال او حيثيټ په وړاندي دامريکايې پوځيانو بې باکې، بې پروايې او بد چلند لکه دکليو او کورونو بې ځايه او د غلطو معلوماتو پر بنسټ بمبارول چې د بې ګناه خلکو د وژل کيدو سبب شوي. د طالبانو د رژيم تر ړنګولو وروسته پر هيواد او خلکو باندي د خلکو د قصابانو واکمنول او هغوي ته د سترو لقبونو او مقامونو ورکول، خلکو ته ددموکراسي ژمنه خو د دموکراسې پرځاي د جنګسالار کراسې رامنځ ته کول، د عدالت ژمنه خو د عدالت پر مقام د انسان وژونکو او جنګسالارانو واکمنول، جنايت کوونکو ته د سزا د ورکولو پرځاي هغوي ته د لوړو او ښه امتيازونو ورکول، د وسلو څخه د هيواد د پاکولو ژمنه خو په عمل کې پر ټول هيواد باندي د وسله والوبانډونو واکمنول، د ميلياردونو مرستو اعلان خو په عمل کې د واک او وسلې له خاوندانو پرته عمومې تنګسه، ولږه او بيکاري، ددولت پر ارګانونو د رشوت او فساد واکمنيدل، ددولت او خلکو پر شتمنيو د زور د خاوندانو له خوا خيټه اچول، پر ټول هيواد د هيروينو د مافيا واکمنيدل. د هيواد جنوب او ختيځو سيمو کې د جنګ او جګړو زياتوالې او شدت او داسې نور زيات عوامل شته دي چې پر دولت او بهرنيانو يې د خلکو باور له منځه وړي دي. نوځکه هره پيښه چې د امريکاييانو له خوا په هر دليل او هره پلمه رامنځ ته کيږي د خلکو سخته کرکه او نفرت راپارولي شې. ددولت بې پايه ژمنې او په څرګنده د خلکو تير ايستل. د بې وزلې او تنګسې د کچې بې ساري زياتيدل، بې قانونې او زورياتې..... دا ټول هغه څه دي چې د اړدوړ کونکو دپاره مناسب شرايط رامنځ ته کوي.
د پيښې ذهنې شرايط او حالات:
په تيرو کلونو کې د واک دپاره ددولت په دننه کې د تنظيمې توپک سالارانو تر منځ سخته مبارزه روانه وه چې دجمهوري رياست او پارلمانې ټاکنو پر سر او بيا د نوي کابينې د جوړيدو پر سر ددغه مبارزي د سختوالې اندازه لګول کيدي شې. ددي تر خوا ددولت مخالفينو چې کله ځانته اپوزيسيون هم وايې د خپلو ليکو درا غونډولو او يوموټې کولو دپاره زياتې او پراخې هلې ځلې وکړي او تر يو حده يې د يو شمير تنظيمونو اويو شمير کيڼ اړخه ګروپونو او ډلو يوه جبهه د قومې او سيمه ايزه تړاونو پر بنسټ را منځ ته کړه چې د مسعود د ارمانونو تر شعار لاندي فعاليت کوي او ځان د مقاومت جبهه هم بولې داچې دغې جبهې ولې د ژوندي شخصيت پرځاي د مړي مشرتوب ومانه ددي خبري دليل په هغه ژوره اختلافونو کې دي چې دغه جبهه يې په خپلو کې لري. په تيره بيا د احتمالې امتيازونو د ويش مساله هغه څه دي چې دوي لکه د پخوا هيڅکله هم تر هيڅ عنوان لاندي سره جوړيدي نه شې دوي کله يوبل په غيږ کې نيسي او کله يې هم ديوبل په خلاف کودتاګانې کوي. . دغې جبهې د موجوده په اوسنې وخت کې په ټولنه کې د عمومې بحران او ستونزوسره سره دوي د يو ګډ سازمان ستونزه درلوده چې تر يو حده دوي وکولې شو دغه ستونزه سستو مصلحتونو د يوي لنډې مودي دپاره حل کړي.
د جوړشوي جبهې مخې او هدفونه
د سياسې واک د تر لاسه کولو په خاطر د پراخې تبليغاتې جګړي په لاري اچول.
تبليغاتې جګړه تر دغو شعارونو لاندي ترسره او پر مخ بيول کيږي:
ـ قومې او ژبنيو اختلافونو ته لمن وهل. افغانستان د يو غير طبيعې دولت په توګه معرفې کول.
ـ د افغانستان پرځاي د خراسان بيا رامنځ ته کول.
ـ د جنګ سالارانو څخه د اتلانو په توګه ننګه او دفاع کول.
ـ د وسلو د ټولولو سره مخالفت.
ـ د مرکزيت او مرکزي دولت کمزوري کول.
ـ دهر ډول بدلون او رفرم په وړاندي د قومې دليلونو پر بنسټ مخالفت.
ـ د بهرنيو ځواکونو قانع کول چې دوي د اداري ښه وړتيا لري.
ـ د ګاونډيو هيوادو د لاس وهنو دپاره مرسته او داسې نور.
پيښه څنګه په دسيسه بدله شوه:
ددوشنبې دورځې پيښه يوه ترافيکې پيښه وه چې د امريکايې پوځيانو د بې پروايې او بې ځايه غرور په نتيجه کې منځ ته راغله او زموږ د يو شمير هيواد والو دغمجنې مړينې سبب شوه. د پيښې په وړاندي دخلکو غبرګون يو طيبعې حالت ؤ.خو پيښه ډير ژر له خپل طبيعې لوري نه چې د امريکاييانو پر ضد احساسات وو واوښتله اونوي بڼه يې غوره کړه اوکيدي شې سړي ووايې چې د يوي دولتې کودتا دپاره يې د هڅۍ بڼه غوره کړه. د پيښې آوښتل په بلوا او کودتايې هڅو يو تصادفې او آنې کار نه ؤ بلکې د هغې دپاره دډير پخوانه کار تر سره شوي ؤ او لازم چمتوالې رامنځ ته شوي ؤ. چې ددغه چمتوالې دليلونه په لاندي ډول بيانيدلي شې:
کله چی پيښه رامنځ ته کيږي نو لومړي دولتې پوليس امريکاييان ايساروي. چې په دي وخت کې خلک د پيښې په ځاي کې راټوليږي. او په طبيعې ډول خلک د پيښې پر عاملينو باندي بد وايې او د هغوي په ناوړه چلند د قهر او غصې څر ګندونه کوي. امريکاييان د قهريدلو خلکو پر خلاف له وسلې کار اخلې او په نتيجه کې نورکسان هم وژل کيږي. داکار د خلکو قهر او غصه نور هم زياتوي او په تيږو او د امريکايې ضدشعارونو په ورکولو سره خپل احساسات څرګندوي (د خبري منابعو د خبر له مخې). په دي وخت کې د پوليسو تازه دمه قوه رارسيږي او دغه قوه امريکاييان د خلکو له منځه راباسي . پوليس د امريکاييانو د ژغورلو دپاره پر خلکو ډزي کوي او په نتيجه کې د مړو او زخميانو شمير نور هم زياتيږي. له دي پيښو وروسته پوليس له سيمې تيښتې او يوشمير يې جامې بدلوي او د بلواکوونکو په ډله کې ور ګډيږي.
داعتراض کوونکو په منځ کې د احمدشاه مسعود عکسونه ، شنه دسمالونه او وسلې را پيداکيږي. يوشمير دولتې لوکسي موټري د بلو اسيمې ته راځې او د بلواګرو رهبري په غاړه اخلې. بلواکونکې د ښار د مرکز په تيره بيا د جمهوري رياست د ماڼې په لور حرکت کوي. د لاري په اوږدوکې دولتې ودانې او ځنې او نوري ودانې چې په نښه شوي وو چور، تالان او سيځل کيږي. ددولت ضد شعارونه ورکول کيږي. دوي بې له هيڅ راز مقاومت څخه پرمخ ځې.
پارلمان ته د بلوا کوونکو د استازيو رابلل. خو پته نه شته چې دا استازي څنګه او چيرته او په څه ډول غوره شول؟
ددغه لنډ جريان څخه داسي نتيجه لاس ته راځې: پوليسو چې امريکاييان د خلکو له منځه وايستل نو دوي کولې شو او ددي وس يې درلود چې ددي بلوا څخه په هماغه سيمه کې چې پيښه رامنځه ته شوه مخنيوي کړي واي. خو داکار ونه شو. دوي امريکاييان ځکه وژغورل چې دوي ( د بلوا تنظيمونکې) پوهيدل چې امريکاييانو ته د هر راز زيان رسيدل به دوي ته ډير سخت عواقب رامنځ ته کړي. نو ځکه يې په زياتې چټکې سره امريکاييان د پيښې له سيمې وايستل. پوليسو پر عامو خلکو ځکه ډزي وکړي چې دوي پوهيدل څومره چې خلکو ته زيات زيان رسيږي دومره به د هغوي د قهر او غصې څپه غښتلې وي.
پوليسو ځکه له سيمې څخه په تيښته پيل وکړ چې په دي کار سره بلوا کوونکو ته يې دي باور ورکول چې دولت له ځانه ددفاع وس نه لري. او د بلوا کونکو سره يو شيمر پوليس ځکه يوځاي شول چې هغوي د بلوا او پاڅون رهبري په غاړه واخلې.
د بلوا په سيمه کې تور لوکس موټران ليدل کيده چې د پوليسو او بلوا کوونکو لارښونه يې کوله، چې اکثره يې د دولت جګ پوړي کارمندان او د پارلمان وکيلان وو ( د بخرونو او رپوټونو په اساس).
د ښار تر مرکزه د بلوا کونکو په وړاندي هيڅ راز مقاومت او مشکل موجود نه ؤ. دوي د جمهوري رياست او پارلمان تر سيمې بې له ستونزې مخ په وړاندي لاړل.
د لاري په اوږدو کې دوي په نښه شوي ځايونو ته اور و اچوه او چور او تالان يې جوړ کړ.
ددولت ضد شعارونه اوچت شول. او په چټکې سره د مسعود عکسونه او شنه دسمالونه پر پاڅون کونکو وويشل شول. کلاشنکوفونه او پترول د پاڅون کوونکو پاره ورسول شول.
د اريانا تلويزيون له پرله پسې غوښتنې سره سره هيڅ ډول مرسته تر لاسه کولې و نه شوه.
دبحران په همدغه اونۍ کې دشمال په لويه لاره دوه کسان د امنيتې چارواکو له خوا نيول کيږي چې کابل ته يې ٢٥٠ميله کلاشنکوف انتقالول. نو داسي ښکاري چې د پاڅون کوونکو پلان لوي او لا دمخه سنجول شوي ؤ.
دپيښو داراز سناريو دا حقيقت څرګندوي چې ددي پيښو تر شا مرموزه کورنې او بهرنې لاسونه فعال وو.
لکه دمخه چې د خبر سرويسونو په حواله وويل شو داخلې عوامل هغه ناراضې تنظيمې او ځنې کيڼ اړخې ډلې دي چې د مسعود د عکسونو ترسيوري لاندي په يوه جبهه کې سره راټول شوي او تر ډيره هغه عناصر په خپل ترکيب کې لري چې په ١٩٩٢ کال کې يې د سولې بهيرهم شنډ او هيواد يې دجګړي او تباهې اور ته ټيل واهه.
دا بيځايه نه ښکاري که وويل شې چې د پيښې دپاره ښه او مناسب وخت غوره شوي ؤ ځکه د هيواد په زياترو ولايتونو کې سختې او خونړي جګړي روانې دي د افغانستان او پاکستان اړيکې تر بل هره وخته زيات ترينګړي او خراب دي. او پاکستان په ډاګه او ښکاره په افغانستان کې د حالاتو دګډوډولو په چاره بوخت دي. پاکستان چې تل يې د افغانستان له پيښو نه د لنګې غوا په توګه ګټه اوچته کړي اوس هم هېله لري چې په افغانستان کې د خپل اغيز په زياتولو سره د لويديځ څخه امتيازونه ترلاسه کړي. لکه چې څرګنده ده همدا اوس امريکې پر پاکستان د يوشميرتوغنديو له پلورلو سره موافقه څرګنده کړي ده.
ايران چې د اتومې لانجې په سر د امريکې سره يې اړيکې ډيري خرابې شوې او هر آن د امريکې له خوا د ځينيو اقدامونو امکان له حقيقته لري نه بريښې او د بلې خوا د همدغه کشمکش په نتيجه کې اوس اوس ايران دسيمې په يو لوي پوځې ځواک اوښتې دي. ايران چې د افغانستان د جګړي په اوږدو کې په افغانستان کې خپل ريزرفونه او پراخ امکانات رامنځ ته کړي نو د امريکې سره په کشمکش کې هم د خپل ځواک او اغيز د څرګندولو سخته ليوالتيا لري. ايران چې په دي وروسيو وختونو کې په پرله پسي خپل پوځې او تخنيکې وړتيا ننداري ته وړاندي کړي او په غالب ګمان دغه پيښې هم کيدي شې په افغانستان او عراق کې د ايران د اغيز د ننداري يوه برخه وي . او ددي پيښو څخه پيغام دادي چې ايران په آسانې سره کولې شې د جګړي اور له خپلې خاوري څخه بهرپه ګاونډيو هيوادو کې تود وساتې. او په تيره بيا اوس چې امريکې له ايران سره د مستقيمو خبرو چمتوالې ښودلې نو په خبرو کې د زياتو امتيازونو د تر لاسه کولو به ايران د يو غښتلې دريځ لرونکې وي.
روسيه چې سيمه او په تيره بيا افغانستان د خپلو ستراتيژيکو ګټو کړي بولې هيڅکله هم خپلې موخې په افغانشتان کې نه پټوي. دوي په څرګنده په افغانستان کې د خپلو ګتو او دوستانو خبري کوي او د افغانستان د مسالو په هکله خپل لارښودونه وړاندي کوي. دکابل د پيښو په هکله د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف وويل چۍ که دولت د قومي بې انډولې مسالې ته پاملرنه ونه کړي نو ددغه پيښو لمن به د هيواد نورو سيمو ته هم خپره شې. روسيه چې د سيمې د پيښو فعاله ګډونکونکې ده او همدا اوس د امريکې د متحده ايالاتو سره د ايران پر ستونزه خبري کوي طبيعي ده چې دداسي پيښو څخه به په خبرو کې د زياتې ګټې د تر لاسه کولو هېله لري.
د خلکو غبرګون
خلک ددي پيښو څخه زيات نا آرامه او تشويش لري .د رامنځ ته شوي دسيسې په وړاندي د خلکو غبرګون دادي چې دسيسه کوونکې دي ډير ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي. خو پوښتنه داده چې ايا دولت ددي وس او توان لري چې د دسيسه ګرو په وړاندي په غوڅ او پريکړنده اقدامونو لاس پوري کړي؟
که ددولتې واکمنانو د ژبې انداز ته نظرواچول شې نو ليدل کيږي چې د واکمنانو په خبرو کې د لومړي ورځې هغه راساتوب نه ليدل کيږي. او اوس يې د خبرو تون سست شوي ښکاري. واقعيت دادي چې د افغانستان دولت د بهرنيانو داجازي پرته په ډير خپلواکه اقدامونو د تر سره کولو وس نه لري. او بهرنيان دغې مسالې ته د خپلو بين المللې او سيمه ايزو ګټو او د خپلو سيالانو سره د معاملې پر بنسټ عمل کوي. نو په دي اساس د بحران راتلونکې لا بيخې روښانه او څرګنده نه ده همدا اوس د امريکې متحده ايالتونو افغانستان ته د ٧٠ زره کسيزه پوځ پرځاي د ٥٠ زره کسيزه پوځ خبر رامخ ته کړي چې په هيڅ وجه د افغانستان د بحران او د سيمې د پوځې انډول سره سمون نه لري. داسې ښکاري چې بحران به دوام مومې او د ايوازي د نويو پيښو او بحرانونو د رامنځ ته کيدو پيل ښکاري.
خو دلته ديادونې وړ ده چې دولت د بهرنيو امکاناتو تر څنګ پراخ ملې ريزرفونه لري.دولت ته په کار ده مخکې له دي چې حالات له کنتروله ووځې د ملې واکمنې د ټينګښت له پاره د ملې ريزفونو څخه فعاله ګټه واخلې. او خپله ټوله انرژي د ملې او دموکرتيکو ځواکونو د رايوموټې کيدو په لار کې په کار واچوي. کوم چې د افغانستان د خپلواکې او پرمختيا دپاره فکر کوي. د جنګسالارانو سره د بې پايه معامله ګري پر ځاي د هغوي څخه د ځان د ژغورنې لاره په مخ کې ونيسې. د وسلې او زور واکې د پاي ته ورسولو او د قانون د واک د ټينګيدو دپاره دي څرګند ګامونه اوچت کړي. ددولت د ناڅرګنده پاليسې په نتيجه کې خلکو خپل باور د لاسه ورکړي دي.
دولت بايد د بيکاري ، ولږي د له منځه وړلو او دفساد ، قاچاق د ختمولو دپاره څرګند اقدامونه ترسره کړي. د چګړي د ختمولو دپاره دي د ملې روغې جوړي بهير ګړندي او په دغه بهير کې د عامو خلکو د ګډون دپاره شرايط برابر شې . د بيځايه بمباريو او وژنو د مخنيوي دپاره دي اغيزمن تدبيرونه ونيول شې . د بهرنيو مرست څخه د ګټې اخپستنې يو ګټور او شفاف سيستم رامنځ ته کړاي شې.
د کابل پيښو ته يوه لنډه کتنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode