د افغانستان او پاکستان په باب دخلیل زاد لیکنه ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

زلمى خليل زاد د افغانستان ، عراق او ملگرو ملتونو لپاره د متحدو ايالاتو مخکينى سفير ؤ . اوس ښاغلى په امریکا کی دنړیوالو مطالعاتو اومشورو دمرکز سلاکار دې ،نوموړی دروان کال دمی په میاشت کی تردی عنوان لاندی چه باراک اوباما با ید دافغانستان او پا کستان لپاره با ید څه وکړی یوه لیکنه کړی ؤ،چه دهغی لیکنی متن په لاندي ډول لوستلی شې .
ـــ د مۍ دمیاشتې لومړۍ اوونۍ ٢٠٠٩ کال کې ولسمشر اوباما د پاکستان او افغانستان ولسمشران د خبرو اترو لپاره وربللي وو . پر دغو دوو هيوادونو باندې يې ټينگار د ستاينې وړ دريځ دى ځکه چې په همدغو دوو هيوادونو کې چې څه پېښيږي هغه د سخت دريځۍ او ترهگرۍ راتلونکى ټاکي .
د دغو خبرو د کاميابۍ پايل ه پ ه دې پورې تړلې ده چې متحد ايالات او ملاتړي يې په درو کليدي برخو کې بريالي کيږي که نه :
لومړى : په پاکستان کې د سخت دريځو او ترهگرو پناه ځايونه بايد ختم شي . پاکستان په دې برخه کې چې سخت دريځې پريېنږدي چې له خاورې يې گټه واخلي، څه نۀ دي كړي. د دې دليل بيا تر ډيره ځايه دا دى چې د پاکستان د استخباراتو ادارې اى ايس اى همدا سخت دريځي او ترهگر په افغانستان او هندوستان کې گټورې وسيلې بللې او په عين حال کې يې د دوى له امله د متحدو ايالاتو پام هم د ځان پلو اړولى او د امريكا مرستې يې تر لاسه كړې د .
خو اوس سخت دريځي خپله پاکستان ته گواښ پېښوي .هيله دا ده چې اوس به دغه گواښ د پاکستان نوى حکومت وهڅوي چې د ترهگرو په وړاندې بې غرضه پاتې نه شي او مقابله يې وکړي .
د پاکستان ملکي حکومت چې مشري يې ولسمشر اصف علي زرداري کوي دا خبره مني .خو په پاکستان کې دوه نور مرکزونه ، پوځ او اي ايس اى تر خپله وسه مرسته نه کوي . د دوى د دوامدارې مرستې ترلاسه کول هم اسانه نه دي .
د پاکستان پوځ او اى ايس اى پر متحدو ايالاتو باور او ډاډ نه لري او لا تر اوسه هم تر سخت دريځۍ هند خپل لوى غليم بولي . دوى لا هم په گاونډيو هيوادونو کې د سخت دريځو په کارولو ناکراري غواړي .همدا نظريه د پاکستان په پوځ او اى ايس اى کې ژورې ريښې لري .
دويم : د ايتلافي ځواکونو پوځي او اقتصادي تگلاره بايد له سره تنظيم شي . د اوباما ادارې پوځي برخې ته له سره وکتل . دوى په دې پوى شول چې څه ته اړتيا لري د هغې د ترلاسه کولو لپاره وسايل کم دي . د همدې کمښت د پوره کولو لپاره يې وپتېيله چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو او د افغان پوځ شميره ډيره کړي . دا مهم گام دى خو په يوازې سر کافي نه دى .
په عراق کې د امنيت د ښه کولو يو لوى دليل د عراقي ځواکونو د شميرې په ډيرولو کې و چې اوس يو ميليون عسکر لري . د افغانستان نفوس هم د عراق هغومره دى خو خاوره يې لويه ده او بيا يې هم پوليس او پوځ دواړه تر يو نيم سلو زرو لږ دي . د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزلو او ساتلو لپاره بايد مالي سرچينې وموندل شي .
يو شمير نورې پوځي ستونزې لا هم پر ځاى پاتې دي . که دوه يې يادې کړو نو : د ملکي وگړو د تلفاتو مخنيوي ته بايد نور کار هم وشي . دغه راز د ناټو دا تگلاره چې هر ولايت ته يو هيواد پوځ ليږي او په دې ډول د هر چا جنگي تگلاره هم بيله وي ، جنجال پيدا کوي . نړيوال ايتلاف بايد له مخالفانو سره په مبارزه کې يو واحد دريځ او چال چلند ولري .
نړيوالې ملکي هلې ځلې هم ډيرې ښې نه دي سره همغږې شوي .د ملگروملتونو امنيت شورا د دغو چارو د همغږي کولو لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى ټاکلى دى خو مرستندويان دغۀ کس ته کنترول او واک نه سپاري .
دريم : د افغانستان حکومت او د اوباما اداره بايد يو اغيزمنه ملگرتيا يا پارټنرشيپ ومومي . که افغان حکومت خپل رول پکې ونه لوبوي کاميابي گرانه ده . دغه راز د ولسمشر کرزي او باراک اوباما د ادارې ترمنځ د لانجې يا بحران خبره هم شته .
د اوباما نوې ادارې په روان کال کې د ولسمشر کرزي په وړاندې د گڼ شمير کانديدانو له هڅونې لاس نه دى اخيستى . دې کار حامد کرزى اړ ايستى دى چې هغو خلکو ته مخ واړوي چې لويديځ پلوي نه دي . دغه راز دا کار د حامد کرزي سياسي مخالفان هم سره ويشي ځکه چې هر يو يې په دې گومان دى چې امريکا د دوى ملاتړ کوي .
د سياسي چارو د سمولو لپاره لا هم يوه اغيزمنه تگلاره نشته . يو کمزورى افغان حکومت چې مشري يې قهرېدلى حامد کرزى کوي ، چې اوس همداسې ښکاري ، ښه خبره نه ده . دا کار به يوازې د وسله والو طالبانو په گټه وي .
ولسمشر اوباما بايد د پاکستان او افغانستان ولس ته داسې پيغام وليږي چې متحد ايالات به دوى سخت دريځو ، پوځي ديکتاتورانو او جنگسالارانو ته نه پريږدي .
پورته مضمون دتاندی ویب سایټ څخه په استفاده ددرنولوستونکو دلوستلو لپاره اماده شوې ده. رحمت اله روان