دامریکا دخاصو قواؤ قومندان په خپل کارپیل وکړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

بالاخره دامریکا دفوڅ ډیر تکړه او دخاصو قواو قومندان دروانی جون دمیا شتی په ۱۵ نیټه په افغا نستان کی په خپل کار با ند ي په دا سی حا ل کی پیل وکړې چه دجنګ شدت خپل اخیري حد ته رسیدلی ده ،او دغه ټکې وړمه ورڅ دافغانستان دکورنیو چارو وزیر ښا غلی حنیف دخپلو خبرو په ترڅ کی دنوموړي وزارت دکنفرانسونو په تا لار کي څرګند کړ د کورنیو چارو دوزیر په دغه وینا باندي دامریکی یوه تلویرونی چینل په لا ندي ډول تبصره کړې ده .
د امریکې سي بي اس ټلویزیوني چینل ویب پاڼي د افغانستان په اړه د خپلو مطالبو په خاصه برخه کې د افغانستان د امنیتي حالت په اړه د کورنیو چارو د وزیر محمدحنیف اتمر وروستۍ څرګندوني خپرې کړي دي .
ښاغلي اتمر په یو شمیر افغان چارواکو تور لګولی چې له دولت ضد وسله والو سره مرستې کوي .
ښاغلي اتمر وروسته تر هغه دغه شکایت را پورته کړ چې تیره اونۍ په ټول افغانستان کې په ۱۲۶ پیښو کې د ۷۸ پولیسو او ولسي وګړي ووژل شول او د پولیسو او ملکي افغانانو په ګډون ۱۷۲ نور ژوبل شول .
سي بي اس له ښاغلي اتمر څخه په حواله لیکي چې په ډیرو نا امنیو کې کارول شوي عناصر له بهر څخه ملاتړ تر لاسه کوي او د کور دننه هم یو شمیر افغان دولتي چارواکي له ترهګرو او دولت ضد ډلو سره همکاري کوي .
ښاغلي اتمر په دقیقه توګه د هغو افغان حکومتي چارواکو نومونه په ګوتو نه کړل چې په دغو نا امنیو کې له طالبانو سره همکاري کوي .
سي بي اس لیکي چې ښایې ښاغلی اتمر د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په څير هیڅ کله هم په دې قادر نه شي چې د دغو عناصرو نومونه رسنیو ته وسپاري .
علي احمد جلالي هم ادعا کړي ده چې د مخدره توکو په قاچاق کې د ښکیلو افغان چارواکو نومونه ورسره په یو لیست کې موجود دي خو د څو کلونو په تیریدو لا هم ښاغلي جلالي د دغو نومونو څخه یو هم رسنیو ته و نه سپارلسي بي اس وړاندي له ښاغلي اتمر څخه په نکل لیکي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې او اوس په یو شمیر شمالي هغو کې هم د نا امنیو موج دوام لري او دوي هم په تیره اونۍ کې ۱۷۶ دولت ضد وسله وال وژلي او ۳۶ نور یې ټپیان کړي دي .
ښاغلي اتمر د هوا بدلون او د مخدره توکو حاصلات هم هغه دوه عمده لاملونه وبلل چې د دولت ضد مخالفینو د بریدونو په شمیر کې د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کیږي .
سي بي اس په خپل دغه راپور کې وړاندي کاږي چې طالبان خپلې اویا سلنه مالي سرچیني له بهر څخه تر لاسه کوي او دغه مرستي د ترهګرو سازمانونو او یا د ترهګرو له ملاتړ کونکو سازمانونو څخه دوي ته ورځي .
اتمر ویلي چې د ترهګرو د تمویل ټولي سرچینې په اسلامي هیوادونو کې شتون لري .
خو د طالبانو د ډلي یوه نطاق ذبیح الله مجاهد د سي بي اس ټلویزیون ته ویلي چې د دوي د بریدونو په شمیر کې ځکه زیاتوالی راغلی چې ولسي ملاتړ یې زیات شوی او د نوموړي پر وینا چې افغانان د امریکې او ناټو د لاس پوڅي فاسد افغان حکومت له ظلمونو تر ستونې راغلي دي .
مجاهد سي بي اس ته ویلي چې په ریښتیا هم طالبان له مسلمانانو مرستي تر لاسه کوي خو نه له مشخصو کسانو او نه هم له مشخصو سازمانونو بلکه طالبان له افغانانو او اسلامي هیوادونو څخه مرستي تر لاسه کوي .


ــــ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو نوي امریکايي قومندان جنرال سټانلې مکریسټل په کابل کې د یوې لنډې غونډې وروسته رسماً په کابل کی نژدې د۹۰۰۰۰ زرو خارجی قواو قومنده په مستقیمه توګه تر لا سه کړه
هغه یو ځل بیا دپخواه په شان ټینگار وکړ چې د تشدد په خلاف جگړه کې به د ملکي تلفاتو راکمولو ته پام کوي او ویې ویل چې د ماموریت اصلي هدف یې د افغانستان خلکو ته کار کول دي .
خو مکریسټل وویل، د دوی په فعالیت کې د احتیاط زیاتوالی به له دښمن نه د ویرې معنی ونلري
د عسکرو نوي قومندان له دې یوه ورځ مخکې په کابل کې له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل .
د ښاغلي کرزي دفتر وايي، هغه له جنرال مکریسټل نه په کلکه وغوښتل چې د ملکي خلکو د ژوند ژغورلو ته پام وکړي او مکریسټل ژمنه وکړه چې په دې لاره کې به عملي گامونه پورته کړي .
په افغانستان کې د نړیوالو قواوو نوي قومندان همدغه شان ویلي دي، په عاجل ډول به په دغه ملک کې عملیات ارزیابي کړي او دا خبره به یقيني کړي چې د افغانستان د هغو سیمو امنیت تامین دی چې گڼ شمیر خلک پکې اوسیږي .
جنرال مکریسټل پرون د قومندې له اخیستو لږ وروسته د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان په عملیاتو کې یې ټوله توجه گڼ میشتو سیمو ته ده. هغه وویل، دې سیمو ته حق اولیت ځکه په کار دی چې په افغانستان کې کافي عسکر نه شته چې په ټولو سیمو کې ټولې چارې پر مخ یوسي .
مکریسټل وویل، په افغانستان کې د عسکرو د عملیاتو دوام مخالفوتونه راپیدا کولای شي، د همدې لپاره دی به د کورنگل په څیر سیمو ته پام کوي چیرې چې له ډیر وخت راهیسې امریکايي عسکر له تندلارو سره په جگړه اخته دی ملکي تلفاتو په افغانستان کې د تشدد خلاف په مبارزه کې د بهرنیو قواوو او افغانانو تر منځ بې اعتمادي پیدا کړې ده نوموړی وویل .
د اوباما حکومت په افغانستان کې پر امریکايي او د ناټو پر عسکرو غږ کړی چې له افغانانو سره خپله رویه بدله کړي
په افغانستان کې د (۹۰) زرو نړیوالوځواکونو نوي قومندان وویلی دې چې پرعملیاتي ستراتیژۍ به فوراً بیا کتنه وکړي څو د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو مخه ونیول شي .
د جنرال سټینلي مک کریسټل له قوله واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په خپله اخرنې ګڼه کې راپور ورکړی دی چې په نوې ستراتیژۍ کې به اصلي پام د ګڼ نفوسو سیمو خوندي کولو ته وي .
مک کریسټیل همداراز ویلي چې له اتو ترلسو ورځو پورې به له پوځي قومندانانو او سپین ږیرو سره په سلامشورو تیري کړي چې د حالاتو سم جاج واخیستلای شي .
د نړیوالو ځواکونو دغه امریکايي قومندان چې په افغانستان کې د قوماندې له ترلاسه کولو لږ وروسته له واشنګټن پوست سره مرکه کړې ، دا هم ویلي چې د ستراتیژۍ په بیا کتنه کې به یې توجه دې ته وي چې په کومو سیمو کې امریکايي، افغان او ناټو ځواکونه په خپلو اوسنیو عسکرو امنیت ساتلی شي .
مک کریسټل ویلي چې دوی کافي شمېرسرتیرې نه لري چې ټولې سیمې سمې وساتي خوهڅه به کوي چې ترټولو مهمې سیمې امن اوخوندي کړي .
مک کریسټل وویل افغانان په تیره بیا پښتانه څوک ترځان بر اولوړ نه بولي او که څوک ناسم کار وکړي یا ضرر ورورسوي باید تاوان ورکړي او تېریګر په یو نه یو شکل سزا وویني .موږ ته پکار ده په دې سرخلاص کړو اوکله چې له دوی سره مخامخ کیږو باید داسي کار ونه کړو چې پر دوی بد لګیږې .
په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو نوي قوماندان جنرال سټنلي مك کريسټل د خپلې نوې دندی ترلاسه كیدو سمدستې وویل چه د افغانستان د ستونزې اوارى دپار د ډېر وخت او کار ضرورت شته . .
كريسټل وايي، دافغانانو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره بايد د دقيقو استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات ترسره کړي .
د ناټو ځواكونو په يوه خبرپاڼه كې راغلي، چې نوى ټاکل شوى قوماندان به له افغان ملي ځواکونو سره په ګډه په هېواد کې د ښه امنيت لپاره کار کوي . خبرپاڼه وايي، ناټو او افغان ځواکونه به په ګډه د بيارغونې ، پرمختګ او ښې حکومتدارۍ رامنځته کولو په موخه ګډه هڅه کوي .
جنرال کریسټل پخوا په خپله یوه وینا کی ويلي ؤ: زموږ بريا په دې کې نه ده، چې څومره دښمن مو وژلي، بلکې بريا مو په دې کې ده ، چې څومره افغانان مو له تاوتريخوالي څخه ژغورلي دي .
نوموړی له دې دمخه په قراق کې د خاصو امریکايي ځواکونو مشر وو او دنوموړی په باب امریکایان وايی چه ده په عراق کی ښه لاسته راوړنی درلودې .
دغه څلور ستوری جنرال به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د نړیوالو سرتیرو عملیات همغږي کړي او په ورته وخت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ همغږي هم غښتلي کړي .
د ولسي افغانانو مرګ ژوبله هغه مسله ده چې د حامد کرزي او د هغه د نړیوالو متحدینو او په خاصه توګ امریکې تر مینځ یې په دې ورستیو کې اړیکي ترینګلي کړي دي .پا ې رحمت اله روان .






/pashto


/posts/category/33