د امریکا دوه مخې لوبه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کانډولیزارایس د جون په ۲۴ مه په یوه خبري مرکه کې ویلي چې د افغانستان له خوا دا ګواښ چې د پاکستان پولې څخه به په مخالفو جنګیالیو پسې پاکستان ته هم وراوړي پرځای خبره نه ده . رایس وايي « ښه لار يي دا ده چې دواړه هېوادونه دې پولې ته درناوئ ولري » . او نور هم زیاتوي « زه بیا هم ښه لار دا بولم چې دواړه حکومتونه دې په یوازې سر د خپلو ستونځو غم په خپله وخوري » .د رایس دا څرګندونې د ولسي ادب دې خبرې ته ورته پاتې کيږي : خسن او خسین دریواړه د مغاویه لوڼې وي . د پورته جملې یو ځای هم سم نه دئ . د رایس خبرې هم یو داسې څه ته ورته دي !دا چې امریکا ځان ته حق ورکوي چې د تروریزم پسې له خپلو پولو نه په زرګونو کیلو متره لیري افغانستان ته چې هغه هم د تروریزم مرکز نه بلکې د تروریزم قرباني دئ تشریف راوړي ، خو افغانستان بیا د رایس په خبره دا حق نه لري چې د تروریزم په مرکز دا نېوکه وکړي چې نور دې د افغانستان په خاوره د تیري بریدونه ودروي . افغانستان د نړیوالو حقوقو له مخې دا حق لري هغه ورانکاري او تروریستي ډلې چې د افغان په پاکه خاوره وسلوال بریدونه کوي او په بې رحمۍ سره د هېواد ولسي وګړي وژني له برید څخه دمخه تعقیب او په هغه ځای کې چې له هغه را استول کیږي له منځه یوسي . که امریکا ځان ته دا حق ورکوي چې د تروریزم پسې زموږ سیمې ته راشي او خپل راتګ پرځای خبره هم بولي په کوم لامل افغانستان دا حق ونه لري چې په تروریزم پسې د پاکستان تروریستی اډې په نښه نه کړي او د افغانستان د دولت دا سې تصمیم پرځای خبره نه وی . یو بام او دوه هواوې نه شي کېدای !د امریکا د همدغه دوه مخې پالېسۍ له کبله چې کور خاوند ته وايي ویښ اوسه او غله ته وایي ورځه پرې ، زموږ د هېواد او سیمې دغه حال دئ !د رایس د دوه مخو خبرو په پایله کې د پاکستان پوځي کړۍ او ای ایس ای نور هم زړوریږي او خپلو جنرالانو ته د بیت الله محسود او نورو په څېره کې په افغانستان او لره پښتونخوا کې د لازیاتې ورانۍ او وژنې لارښوونې کوي . موږ وینو چې نن په وزیرستان کې د محسود جلادانو د ای ایس ای په مرسته د پښتونخوا د ۲۸ تنو ملې او قومی مشرانو سرونه په بې څارې وحشت او بربریت سره د هغو له تنو بېل کړل او د پښتون ملت دا ډله یزه وژنه د ای ایس ای او د هغو د نړیوالو ملاتړو په مټ ترسره کیږي . همدغه راز نن د کابل ــ کندهار په لویلاره د اسد اباد په سیمه د ای ایس ای تروریستانو ۳۰ موټرې لوټ کړې او ورځ تربلې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني تروریستانو یرغل لا نوي بڼې نېسي .د کانډولیزارایس په خبرو کې د زیات هېښتوب خبره دا ده هغه وايي : دواړه هېوادونه ( افغانستان او پاکستان ) دې پولې ته درناوئ ولري . افغانستان په پاکستان کې د تروریستي اډو د تړلو او په افغانستان کې د پاکستاني تروریستانو د ویجاړیو او وژنو د مخنېوي په اړه خبرې لري . بېړنۍ خبره دا ده چې په افغانستان باید پاکستانئ تېرئ بند شي . د دواړو هېوادو تر منځ د پولې پر سر اختلاف چې د پاکستان تر جوړېدو لا دمخه موجود وو ، اوس هم شته او تر هغو به وي چې ترڅو د ډیورند د کرښې د دواړو غاړو پښتنو په خوښه او ګټه نه وي حل شوئ . افغانستان اوس له امریکا څخه دا غواړي چې د پاکستان له خوا د تروریستي تیري په اړه د افغانستان مرستې ته چې خپله امریکا وايي د همدې موخې لپاره سیمې ته راغلې ، وروادانګي . امریکا باید افغانستان ته نوې ستونځې ونه لټوي بلکې شته ستونځې یانې په افغانستان د تروریستې بریدونو په مخنېوي کې مرسته وکړي .له بلخوا دا چې رایس وايي دواړه حکومتونه دې په یوازې سر د خپلو ستونځو غم پخپله وخوري ، له تروریزم سره په مبارزه کې د افغان ملت په وړاندې د امریکا د ژمنو په شاتوب ښۍ . پوښتنه پیداکیږي چې هر هېواد د ستونځوغم پخپله وخوري نو بیا امریکا د څه لپاره دلته راغلې او دا غټ شرغوبل دوی د څه لپاره جوړکړئ . په افغانستان کې چې تروریزم د هغه لویه ستونځه ده ، د هغه خپل نه دئ او دا پرې له ختیځ ګاونډې نه تپل شوئ او له دې کبله دا په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو او د افغان ځواکونو دنده ده چې په ګډه يي جرړې وباسي .د کانډولیزارایس روستۍ څرګندونې ښۍ چې امریکا په پایله کې د افغان دولت او لرو پښتنو په وړاندې خپله کرکه نه پټوي او له خپلې دوه مخې څېرې څخه ورو ورو څپوټئ لیري کوي .امریکا او انګریز دې ته چمتو نه دئ چې د افغان دولت او لرو پښتنو د روا غوښتنو په وړاندې پاکستان له ځانه خواشینې کړي .د ډیورند د کرغېړنې کرښې پر دواړو غاړو هره ورځ د پښتنو ټولوژنه دوام لري او په دې ټولوژنه کې پنجاب او د هغه نړيوال ملاتړي لویلاس لري . له بلخوا ، د هېواد په دننه کې شمالي ټلواله او په حکومت کې د هغې غوړه ونډه ، سبوتاژ او له بهر سره د هغوی اړیکې ددې لامل شوي چې پښتانه د هېواد په برخه لیک کې ګوښه او څنګ ته کړي او بله لا داچې د ښاغلي کرزي په حکومت کې فساد او بې کفایتي او له پښتنو سره د کرزي د حکومت د میري چلند ، ټول سره په ګډه ، د پښتنو د ټولوژنې پړه پر غاړه لري .پښتانه باید د ځان پر اړه روانې توطيي وپېژني او د ټولو خبیثو ځواکونو پر وړاندې سره یو شي . دا د پښتنو د روڼ اندو پښتني او وجداني دنده ده چې د پښتنو دښمنان چې پر ځانونو يي ډول ډول ماسکونه غوړولي دي بربنډ او رسوا کړي .