اجمل انتظار
پدې اونۍ کې دوې خوږ ژبې ژورنالستې ( شکيبا څانګه ، ذکيه ذکى ) دتورمخوترهګرو اودعلم اوپوهې ددښمنانو دمرميوقربانې شوې ، دبيان دآزادۍ دښمنانو دا زړورې وياندې هغه وخت ووژلې چې په خواږه خوب کې وې ٠ ددې شهيدو خويندو ګناه پدې کې وه چې هغوى خپلو خلکو ته دحق اوحقيقت په ويلو سره ملاتړلې وه اودا کاريې په پوره مهارت ،ايماندارۍ اورښتينولۍ سره ترسره کاوه٠ که څه هم نوربه دهغوى مينه وال دتلويزيون له پردې اودراديو په څپو کې دوى ونه وينی اوخوږ آوازوانه وری ،دهغوى خپل خپلوان اودوستان به دهغوى په وير کې پاتې وی خو ددوى خوږ غږ ، نوم اوياد به تل دهغوى دمينه والو ، دوستانو اوافغان فرهنګيانو په خاطرو کې پاتې وی اونومونه به يې په تاريخ کې دنورو بيشماره هغه ژورنالستانو ، ليکوالو، دعلم اوپوهې دلارويانو اوفرهنګيانوکوم چې د ترقۍ اوپرمختګ ددښمنانو په مرميو ويشتل شوى اوقربانى شوى دی په زرينو کرښو وليکل شی ٠ ديوې اونۍ په ترڅ کې ددوو افغان ښځينه ژورنالستانو وژنه اوپه کندزکې ديوې سيمه ئيزې رسنۍ دڅلوروتنوکارکونکو زندانى کيدل اودنوموړې رسنۍ دخپرونو دريدل ښيی چې په هيوادکې مطبوعاتو ، دبيان آزادۍ اودبې پرې ، آزاده اومتعهده ليکوالوژوند اوشخصيت ته سترګواښ متوجه دۍ ، چې پړه يې دهرڅه دمخه په حکومت پرته ده چې حکومت ددې وس نلری چې دخلکو امنيت تامين کړی اوحتى په پلازميينه کې هم خلک اوپه تيره روڼ اندې ځان خوندې احساس نکړی ٠ ممکن چارواکى دژورنالستانو دوژنې په اړوند دا دليل راوړی چې په پرمختللو هيوادو کې هم دترهګرۍ اعمالو مخنيوى خورا مشکل اوستونزمن کاردۍ اوهلته هم دا دول پيښې پيښيږی ٠ خو په کندز کې دسيمه ئيزې رسنۍ دڅلوروتنو نيونه اوزندانى کيدل خو دچارواکو په خوښه اواراده ترسره شوې چې دا تريخ حقيقت څرګندوى چې افغان چارواکې ددې زغم نلری چې دحق اوحقيقت خبره واوری اوداسې کسان چې ددوې دخوښې خلاف څه ليکی اويا وايی خوله يې وروتړی ، دليکلو فرصت ترې واخلی او زندانى يې کړی ٠
دافغان ليکوالو ،ژورنالستانو اوفرهنګيانو بدمرغى پدې کې ده چې نه يوازې دهيواد د ننه ، چيرې چې ټوپک حکم چلوی ، بشپړه انارشې واکمنه ده آزادخياله ليکوال اوژورنالستان دزورواکانواومافيايې ډلو لخوا سپکيږی او مرګ يې تهديدوی ، بلکه دهيوادڅخه بهر هم متعهد ليکوال ، ژورنالست او درسنيو مسول ديولړستونزو اوتهديدونو سره مخامخ دی ٠ په بهر کې چې دټوپک پرځاى قانونيت واکمن دۍ اوزورزاکان نشی کولاى هغه څه وغواړى چې ويې کړی ، خو هغوى درسنيو له لارې خپل مخالفين ، هغه ډله فرهنګيان اودنظر خاوندان چې ملې اووطنى فکر کوی دتورونوپه لګولواودهغوى په پته دښکنځلو اودکوڅې اوبازار ى مزخرفو الفاظو اوڅرګندونو
په ليکلو سره سپکوی ، دهغوى دشخصيت دراټيټولو هڅې کوی ترڅو هغوى دې ته اړکړی چې واقعيتونه پخپلو ليکنو کې ونه ليکی ٠ هغه ډله ليکوال اودقلم خاوندان چې دناروا تورونو اوښکنځلو قربانى کيږی هغه ډله روڼ اندې دی چې پخپلو ليکنو کې دافغانى ټولنې واقعيتونه بيانوى دهغو ليکوالو ، سياستوالو چې پخپلو ليکنو اوڅرګندونو کې درواغ خپروی ، دافغانانو ترمنځ دقوم ، ژبې اوسيمې په نامه پې اتفاقيو ته لمن وهی ، دافغانستان په لرغونى تاريخ ملنډې وهی اصلى هويت بربنډوی اودهغوى دچرندياتو ناسموالۍ ثابت کړی ٠ که چيرې دهغو ډله افرادو چې درسنيو څڅه دټوپک اووسلې په توګه استفاده کوی او دکلام اوقلم عفت له نظره اچوی وګورو اکثرا هغه بدنامه افراد دی چې ماضى يې خورا ککړه ده ، يا هغه څوک دی چې دتيرو واکمنو ډلو سره يې تړاو درلود اويا نن دهغوپه پرديوپورې تړلو ډلو سره اړيکې لری چې په هيواد کې ديوې متمدنې ټولنې دجوړښت سره مخالف دی اوغواړی چې اوسنۍ ځورونکى وضعيت چې دهغوى ګټې پکې خوندى دی همدا ډول ادامه پيداکړی٠ دوى چې په بهر کې نشی کولاى خپل مخالفين او يا دمخالف نظر خاوندان زندانى کړی يا ووژنی خپل باطنى احساسات اوعقدې دشکنځلو اوبې پنسټه تورونوپه لګولو سره خلاصې کړی او متعهدروڼ اندې پدې توګه سپک اوتهديدکړی ترڅو دحق اودحقيقت دويلو اوليکلو څخه ډډه وکړی ٠
دپورتنيو خبرو سره سره بايد چې هغو ډلو کسانو تهچې دبيان دآزادۍ دښمنان دي که نن مهال په هيوادکې دواک اوزور خاوندان دی ، يا په بهرکې اوسيږی وويل شی چې متعهده ژورنالستان اوپروطن اوخلکو مين ليکوال دسپکاوى ، زندان اومرګ څخه نه ډاريږی ٠ هغوى به خپلو وطنپاله هڅو ته چې د افغانى غميزې دواقعيتونو بيان اوددې غميزې دعاملانو ملى اوافغانى ضد کاررواييو او ناوړه کړو وړوڅخه پرده پورته کول اودهغوى داصلى څيرې بربنډول دی ادامه ورکړ ترڅو ددې لارې نه خپل ملې رسالت ترسره کړی ٠
په درنښت
٧- ٦ - ٢٠٠٧
افغان ژورنالست دسپکاوى ،زندان اومرګ سره مخامخ دۍ
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode