استاد رباني دې خپله سپيناوئ وکړي
ډاکټر مرادزئ
د روان کال د مۍ د میاشتې په اتمه ، په انګریزي ژبه د اینټرنیټ په جالپاڼه کې د برهان الدین رباني په نوم یوه لیکنه خپره شوې چې د « اشرف غني احمدزئ : د هېواد د بېلتانه لار » تر سرلیک لاندې
ښاغلي رحمت اریا ژباړلې او د هغې ژباړلئ بشپړ متن په بېنوا جالپاڼه کې پروت دئ .
په نوموړې لیکنه کې د پښتنو ټبر ته سپکې سپورې ویل شوي او هم يي ښاغلئ غني احمدزئ کنځلئ دئ .
ټول افغان وايي : « نو ځکه ټول افغان ټکی کام د جمعيت اسلامي د مشر د دفتر سره اړيکې ونيولې او مخکې له دې چې د ليکنې په اړه رپوټ خپور کړي سپيناوی یې ترې وغوښت.
د جمعيت اسلامي د دارالانشامشر محمد نسيم فقيري، او د رباني سکرترانو هر یو جمشېد اقبال او حاجي نذير شفيعي د ټول افغان سره په مرکو کې دا ليکنه په کلکه رد کړه او ویې غندله »
د ښاغلو اقبال او شفیعي له خوا ددې لیکنې غندنه د مننې وړ ده او هر څوک چې ځانته افغان وايي باید داسې لیکنې چې هغو کې د پښتنو ویاړلې ټبر او یا د هېواد وتلي او نامتو شخصیت غني احمدزي ته سپورې سپکې ووايي وغندي .
دا کار که هر چا کړئ وي ، که هغه ایران پلوئ ستمیان یا د جمعیت کوم ښاخ او یا بل افغان دښمنه او پښتون دښمنه وي ، توپير نه لري . هغه د ټولو افغانانو ګډ دوښمن دئ .
موږ به دا ومنو چې یا د خبرې په حساسیت د پوهېدو او یا په رسنیو کې د کلکي غندنې او نېوکې له کبله د رباني دوتر دې ته اړ شو چې نوموړې لیکنه وغندي . خو فکر نه کیږي چې دومره لویه خبره دې د رباني د دوتر د عادي چارواکو په خوله حل وګڼل شي .
پکار دا دي چې رباني دي ، لکه ډېرو نورو دوستانو چې هم وړاندیز کړئ ، مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړي . په دې کنفرانس کې دې په صفا او روښانه ټکو کې لیکنه ، د هغې لیکوال او د هغې سرچینه رسوا کړي . او همدارنګه په لیکنه کې هغه سپکاوئ چې د پښتنو د ټبر په نوم شوئ ، هغه دې بېرته واخلي .
د رباني په نوم او پته په یوه نړیواله جالپاڼه کې ، د سیمې د یوه باتور او ویاړلي قوم سپکاوئ شوئ ، دا یوازې په پټه او کوټه کې د څو تنو په خوله نه حلیږي . ښاغلي اقبال او شفیعي که ریښتیا ددې خبرې حل راباسي ، داسې کنفرانس دې ډېر ژر دعوت کړي .
مرادزئ