که څه هم د څو لسیزو کورنیو جګړو چه دکورنی معامله ګرو او د پردو هیوادونو د غیر مستقیم او مستقیمو لاس وهنو په نتجه کی زمونږ ګران هیواد د نوو او عصری سلاح ګانو د آزمایشاتو مرکز وګرزاوه او زموږ ډیر هیواد وال یی د مرګ ژوبلی او بدبختیو کندی ته ګذار او ډیر نور یی د خپلو کلو بانډو او پلرنی مینو څخه اجباری مهاجرتونو ته اړباستل ٠
خو کله چه په وطن کی د دیموکراسی ناری سوری پورته شوی او په وطن کی دبیا رغونی شعارونه او وعدی خلکو ته ورکړ شوی ، افغانان هم لکه څنګه چه اوږدو کورنی جګړو څخه ستړی شوی وه ، نو اکثرو یی د صلحی سیاست ته غاړه کیښوده اوورته یی د امید په ستر ګو وکتل ٠ داسی تمه پیدا وه چه ګوندی دافغانستان په خلکو سپین ګیرو ،کونډو او یتیمانو به نور رحم وشی او د افغان ولس دی نه بښونکی تراژیدیو ته به د پای ټکی کیښودل شی او ولس ته به دحد اقل ژوند د آسانتیاو لپار وطنی ، انسانی او اسلامی ګامونه پورته شی٠
که څه هم داوږدو جنګو او کورنیو تربګنیودختمیدو لپار ه د بـــن د کنفرانس نه وروسته په لمړی یـــو دوه کلونو کی د بعضی بنیادی اواساسی ارزښتونو لپار څه نیمګړی ولی ضروری ګامونه اوچت شول او وطن کی د کورنی ورور وژنی او دټوپک په ځای د قلم او سیاسی مبارزی لپار ه څه زمینه برابره شوه د صلحی، ورورګلوی ، وطن ته دخدمت او اسلامیت شعارونه ورکړل شول خومتاسفانه اکثرو ټوپکمارو ددی شعارونو او فرصت څخه ناوړه ګټی پورته کړی او خپلو شوموهیلو او ارزوګانوته ورسیدل ، دوی نه تنها ځانله بلکی د خپلو اولادونو لمسیان او کړوسیان لپار ه بلند منزلی او شیشه یی قصرونه اباد او په میلننو ډالر یی په پردیو هیوادونو کی سپما او ذخیره کړل ٠
دوهم کوم اساسی او بنیادی ګام چه پورته شو هغه په وطن کی د اساسی قانون نافذیدل وه دا هم د هغه بنیادی کارونوله جملی څخه وه چه هر هیواد دد ی قوانینو پر بنا خپل ورځنی ژوند دیو اجتماعی نظم په مقصد د دولت او اتباعو حقوق، مسولیتونه او وجایب تعینوی او دهیواد هر وګړی موظفوی چه هغه مراعت کړی تر څو هر څوک ددی بنیادی قوانینوپر بنیادپه اطمینان سره خپل ورځنی ژوند ته ادامه ورکړی او دبل دتیری څخه په امان کی وی ٠ دا چه زموږ قوانین څرنګه زموږ په خلکو عملی شو چا دی قوانینو ته درناوی وکړ او څوک دی چه همدا اوس یی هم دخپل ټوپک دقانون په زور پدی بیوزلو او غمزپلوخلکو څه وکړل ، څه کوی او څه کول غواړی؟ زه فکر کوم چه زموږ هیوادوالوته پدی برخه کی پوره او کافی معلومات شته او د ژوندیو بیلګو شاهدان دی چه لازمه نه ګڼم د هیوادوالو په زخمونو مالګی وشیندم خو صرف دومره ویل غواړم چه زموږ هیواد وال باید خپل دوستان او دښمنان وپیژنی، څوک دی چه د وطن تاریخ ته په سپکه ګوری او زموږ تاریخی افتخارات لوټوی ، زموږ ژبی ملیتونه او قومونواوافغانی قوانینو ته په سپکه ګوری ،په وطن کی د پردو په لمسه قومی،ژبنی او سیاسی اختلافونو ته لمن ووهی اوغواړی چه دافغانانو په مشترک کور کی، کورکی جوړ او د فدرالیزم پر بهانه په ډیر سپین سترګی او مهارت زموږ په وطن کی د بی اتفاقیو او تجزیی اساس کیږدی اوهمدارنګه څوک دی چه دوطن ، خاوری او ارضی تمامیت ته په درنه سترګه ګوری ؟
دریمه اساسی مسله کوم چه پدی جریان کی ورته توجه وشوه په وطن کی د مقننه ، قضایه او اجرایه قوو د ایجادیدلو اقدامات دی ٠زموږ په وطن کی ټاکنی او پارلمان ایجاد کړل شو ٠ خو اساسی مسله داده چه وطن ته دبادرد ه ،مبتکر، مستعد ،تعلیم یافته او پاک نفسه کدرونو اړین ضروررت دی چه متاسفانه پدی برخه کی کمه توجه وشوه او کار اهل کار ته نه بلکه د مصلحتونو پر بنا کدرونه مینځ ته راغلل او اداری فساد خپل اوج ته ورسید او همدا وجه ده چه دخلکو او دولت تر مینځ ورځ تر ورځی واټن زیاد او خلک ورو ورو د دولت نه لریوالی اختیارکړ چه اوسنی امنیتی وضعه ددی خبری ژوندی بیلګه ده ٠
څلورمه اساسی خبره داوه چه په بین المللی کچی افغانستان ته د جهانیانو توجه راوګرزیدله ، دنیاوال په افغانستان کی د القاعدی او فندهمیتالزم دمینځه وړلو په بهانه ځانونه دی خاوری ته راورسول چه متاسفانه دوی یا دافغاستان پنځه زره کلن تاریخ دقیق نه وه مطالعه کړی اویا که کړی هم وه صحیح برداشت یی تری نه وه اخستی، همدا وجه وه چه د دومر ه ځانی او مالی تلفاتو تر څنګ پدی پوه نه شول چه د مشکلاتو اصلی غوټه چرته ده څوک دی چه دا لوبه یی شروع کړی او ددی لوبی بنیادی مرکزونه چرته او فعلا د چا له خوا حمایه کیږی ؟ که چیری جهانیان په راس کی د امریکی متحده ایالات دی پوښتنو لپاره دقیقی او واقعبینانه څیړنی او ځواب ورنه کړی دا تراژیدی به ډیر کلونه نور هم دوام وکړی ٠
موږ دا منو چه د امریکا متحده ایالات د یو ابر قدرت په صفت دا امکانات په لاس کی لری چه مسایل او اوضاع په دقیقه توګه تحلیل او ارزیابی کړی اویا به یی ارزیابی کړی وی ، خو زه صرف د لوستونکو او جهانیانو توجه یوی پوښتنی ته اړوم هغه دا چه د امریکا متحدایالا ت اضافه له دیرش کلو هغه اقتصادی مرستی چه د تروریزم او القاعدی د مینځه وړلو په مقصد د پاکستان سره کړی ، ایا ددی پوښتنی سره نه ده مواجه شوی چه دا مرستی نه چیری دڅه لپار او په کوم مقصد استعمال شوی ؟،که څه هم جها نیان اوس اوس پدی پوه شوی چه په پاکستان کی د دوه مخی سیاستو تر څنګ دو قسمه موضعی ګیریګانی شته چه هغه عبارت دی ٠
اول ؛ په پاکستان کی دملکی حکومتونو پالیسی چه په ظاهره کی نرمه اود عدم مداخلی پالیسی ،اما په باطن کی ډیر محیله او مداخله ګره او دوه مخیزه پالیسی ده چه همسایه ملکونه ، جهانیان حتی نن سبا خپله پاکستان پدی اورکی سوزیدلی او سوزیږی ٠
دوهم ؛ په پاکستان کی د پوځیانو پالیسی چه هغه مطلق د تروریزم ، القاعدی او نور تروریستی مراکزو د تربیه ،حمایه او د هغوی استعمال ددوی اصلی او اساسی ستراتژی تشکیلوی . د پاکستان اصلی پالیسی میکران د تروریستانو په وجود کی خپله حیاتی او اوږدمهاله ګټی خوندی کول غواړی٠ ځما په اند که څوک د تروریزم سره په رښتیا مبارزه کول غواړی ښه به دا وی چه دهغی ریښی له مینځه ویوړل شی چه داریښی د پاکستان نظامیان او جهانی تروریزم دی چه ددوی دحمایی څخه برخورداره ، سیمه ، جهان او حتی خپله پاکستان یی هم د جدی ګواښ سره مخامخ کړیدی ،اوهغی ته اساسی توجه بایدوګرزول شی نه دا چه د هغو ی د تقویی ا و حمایی لپاره نوری اقتصادی مرستی او ژمنی زیاتی شی ٠
نن دا تروریریزم د اسلام آباد په سل کیلو مټری کی قرار لری چه دا خپله لوی ګواښ دی په سیمه او جهان کی دصولی امنیت لپاره ٠
پنځمه اساسی مسله دا وه چه دجهانیانو له خوا افغانستان ته د بیا رغونی په مقصد په مختلفو برخو کی په ملیاردونو اقتصادی مرستی وشوی چه متاسفانه د بعضو دولتی مسو لونو، موسسو او انجو ګانو له خوا دا پیسی حیف میل او غیر مسولانه ، او روبنایی پلانونو په تطبیق څه نا څه مصرف اوددی پر ځای چه په وطن کی د بیا رغونی او د خلکو د سوکالی لپاره مثبت ،زیربنایی او اساسی ګامونه اخستل شوی وای متاسفانه ددی امکاناتواو فرصت څخه لازمه ګټه پورته نشوه ٠ که په دقیقه توګه وکتل شی ددی کمکوسره سره ددی پر ځای چه زموږ د خلکو د ژوند کچه لږ تر لږه لوړه شوی وای برعکس ولګه ،بیکاری او بی امنی خپل لوړ کچی ته رسیدلی اوخلک هره ورځ د نویوتراژیدیو شاهدان دی ٠
زموږ په هیوادکی د ابو سرشاره منابع اوپه کافی اندازه دبندونو دجوړولو امکانات شته چه ددی بندونو او کانالونو په جوړول سره په زرهاوو جریبه ځمکی خړوبیدلی شی ، په کافی اندازه د برق دتولید امکانات شته چه زموږ زیاتره هیواد والو ته د شغل پیداکولو امکانات برابروی چه په ډیر تاسف سره باید ووایو چه دی ټکی ته کمه توجه شوی او په ډیرو ګذافو مصارفو د برق انرژی د همسایه هیوادو نه تمویلیږی چه زموږ دګران وطن د روښنایی اختیار د پردو په لاس کی او هر وخت چه وغواړی موږ تروږمی ته کینولای شی، ددی په ځای چه دننه په وطن دداخلی امکا ناتو د احیا لپاره کارشوی وای بلکه په غیرو بنیادی کارونو مصروف یو٠
په همدی ترتیب زموږ په هیواد کی د تاریخ په اوږدوکی ډیر ښه فرصتونه برابر شوی چه باید په همغه خاصه موقه کی تری مثبته ګټه پورته شوی وای چه متاسفانه دا فرصتونه دلاسه تللی چه ورسته بیا تاسف او پښیمانی کومه ګټه نده کړی٠
د پورتنیو واقعتونو پر بنا غواړم د هیواد والو توجه یوبل اساسی مسلی او فرصت ته راوګرځوم چه هغه په هیواد کی د نوی ضعیم د انتخابیدلو یا د جموری ریاست د ټولټاکنوپروسه ده ٠ زمامطلب ددی نوشتی څخه دا ندی چه د کوم مشخص کاندید د تبلیغاتی کمپاین لپاره کار وکړم ولی اساسی هدف دادی چه که وکولای شی افغانان په اتفاق او تفکر سره دخپل هیواد سرنوشت د داسی زعیم په لاس کی ورکړی چه په پوهه، متانت او قوی افغانی احساس سره دی ټولو بدبختویو ته د پای د ټکی ایښودو لپاره په قوی ، علمی او افغانی ارادی او عزم افغانی ولسونو ته ددی غم زپلی حالت څخه د تاریخ پدی خاصو شرایطو کی د لوی اومهربان خدای په فضل او کرم نجات ورکړی ٠ ومن الله توفیق