دسياسي او نظامي بې ثباتي بهير
سيدعثمان سنجش
که په دريو وروستيو لسيزوکښې په افغانستان کښې روان سياسي ، نظامي حالا تو ته کتنه وشي . د ثور د پوځي پاڅون نه وروسته په افغانستان کې د سياسي اونظامي بې ثباتي بهيرشروع و شوه ، ددې بهير اصلي سيره هغه وخت زور واخيست کله چې افغان جهادي مشرانو د پاکستان اود امريکې په مرسته د افغانستان سياسي او نظامي بهير ته ننوت . په دغه دوران کې د امريکې متحده ايا ﻻتو غوښتل چې د پخواني شوروي اتحا د نه د ويتنام د جګړې غچ واخلي او روسانو ته په افغا نستان کې ما ته ور کړي ، پا کستان هم له وخت نه په ګټې اخستو سره غوښتل افغان هيواد سره دخپلې زړې دښمنۍ د ډيورندکرښې اود پښتونستا ن د مسلې په خا طر ، دغه هيواد په اوږد مهالې کورنۍ جګړه اخته کړ، او د افغانستان د کورنۍ جګړې د اوږديدو غوښتنه لرله. په دې ترتيب سره دپاکستان د نظا مي حاکمانو بخت د ثورد پوځي کودتا نه وروسته سر را اوچت کړ او دغه هيواد د خپلې ګټې د ﻻسته راوړلو په غرض د غربی هيوادونو او په خا صه توګه د متحده اياﻻتو پا م ځا نته راوا ړا وه . او دخپلو لوړوستراتيژيکي اهدافو په پام کې نيولوسره د جهاد د کلونو په موده کې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه اسلامي افراطي مسلمانا ن راټول ترڅو دافغان جهادی تنظيمونوسره يوځای د افغانستان په جګړه کې ونډه واخلي، دغه کار ددې باعث شو ترڅو افغانستان د جهادي قوتو دراتګ سره سم کورنۍ جګړي کې ګيرپاتي شي او نامعلوم جهت خواته حرکت وکړي د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ ، ملي اردو ړنګه او د افغانستان د سياسي او اجتماعي ودې کلک مخنيوی شروع شو، د ځينو څيړونکو له نظره د طالبانو د غورځنګ مينځ ته راتګ هم د همدې تنظيمي حکومتونو د چلند په مقابل کې ، دجهادي تنظيمونود ځيني قوماندانانو طبيعي عکس العمل وه ، په دې معنی چې د هيواد د مختلفو جهاديي تنظيمونو يوشميرمجا هدينو چې اسلامي سپېڅلې جذبې يې درلودې او شرعي احکاموته پا بند وو او د تنظيمي حکومتونوکړو وړو( چلند ) ونشوکوﻻی چی ددوي غوښتنو ته ځواب ووايي . د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نيټې د پيښو نه وروسته امريکائي قواي افغانستان ته دترهه ګرۍ په خلاف د جنګ په بهانه راننوتل او ورسره دبين المللې ائتلاف قواي شريک په افغانستان کې دترهه ګرو په خلاف تراوسه پورې په جنګ بوخت دي . دغه جنګ چې اوس دافغانستان په جنوبې اوګرم سيرو برخو کې جريان لري د ډيرو بې وزلو افغانانو د مرګ سبب ګرځي چې لاتر اوسه پورې يي موخه نه ده معلومه ، ځکه چې په دې جنګ کې بې ګناه خلک وژل کيږي نه ترهه ګر ، د دې جنګ اصلي او ستر لو بغاړي ، امريکا او انګليسان دى. امريکا سيمي ته د مخامخ لوبغاړي په توګه نوى راخوځېدلې ده ،خو انګليس په سيمه کي د ماتي او بريو ډير پخواني تاريخ لري مګر په اوسني حالت کې انګلستان د محافظه کار ځواک په توګه په سيمه کي د خپل پخواني ويش ملاتړ او پالنه کوي ، په داسي حال کي چي سيمى ته راغلې امريکا يان نه يوازي دا چي پخوانې ويش سم نه ګڼي بلکي د نوي پلان په عملي کولو کي د چا پروا نه ساتي او خپل د پلان سره سم پر مخ ځي .ايران هم په دې لوبه کي يو داسي لورۍ دى چي که چيرې مخامخ يي زور ونه رسيږي نو د پټو کړکيو څخه د خپلي ارادې د پلي کولو چاري پر مخ بيا يې . اوپټ او ښکاره د حکومت په پاليسي کې مداخله کوي . په دې ترتيب سره د اوسني کړکيچ عوامل چې نه يوازې حاکميت او اپوزسيون بلکه د حاکميت باندني دوستان، ناتو او ايساف هم ورسره لاس او ګريوان دي او د هغه په پايله کې بی امنيتي، بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ (ترور) او د هغه سره جوخت اداري فساد او د دولتي مديريت بی کفايتي چې زموږ د ټولنې ملي ګټې يې ډيرې زيانمنې کړی دي جريان لري . د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي چې د هيواد په ځينو برخو کې يې د نا امنۍ يوازينى لامل د نړيوالې ټولنې تر منځ د همغږۍ نشتوالى او د افغان حکومت سپارښتنو ته د هغوى نه پاملرنه ده. هغه دا هم وويل چې د نشه يي توکو د قاچاقو په مافيايي کړۍ کې افغانان نه، بلکې ، بهرنيان ښکېل دي. ولس مشر په لومړۍ ځل نړيوالو ته د نشه يي توکو په کار کې نيغ په نيغه گوته نيسي. هغه دا خبرې هغې غونډې ته وګړه چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه جوړه شوې وه . د دغې غوڼدې په ترڅ کې چې د ټولو ولايتونو واليانو، د پوليسو قوماندانانو او قامي مشرانو او مخورو برخه لرله افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې دغې غونډې په راتگ ځکه خوښ نه دى چې په وينا يې په دغې موضوع کې د افغانستان عزت تر پوښتنې لاندې دى او نه يې غوښتل چې دغې غونډې ته راشي. هغه نړيواله ټولنه تورنه کړه چې د هغوى تر منځ د همغږۍ نشتوالي له امله په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ټکنۍ شوې ده. هغه دا خبره هم وکړه چې د دغو توکو قاچاق همدغه نړيواله ټولنه کوي اوس دا پوښتنه پيدا کيږي چې سږنى کال په افغانستان کې د کرل شويو کوکنارو اپين يا ترياکو کومه اندازه چې لاس ته راځي د دغو لاس ته راغليو اپينو قاچاق کونکي څوک کيداى شي ، چې افغان پوليس د سترو افغان قاچاق کونکو په نيولو کې پاتې راغلي نو د هغو بهرنيو قاچاق کونکو مخه به څوک او څنگه ونيسي )) څنګه چې ليدل کيږي په افغانستان کښې دجکړي ناورين هيواد ورځ په ورځ دبې ثباتي خواته راکاږي د هرکال د تيريدو سره دافغانستان دخلکو اميدونه دخاورو سره مخامخ کيږي او په هيواد کې بې ثباتي مخ په زياتيدو دى ، د افغانستان خلک نه پوهيږي چې منتخب شوي حکومت ددې حالاتو په مقابل کې څه کول غواړي ، دوي هميشه په خارجي قوتونو اتکا کوي مګر په خپل هيوادکې دجګړي دمخ نيول لپاره کوم سياسي عملې پروګرام نه لري ، د هري ورځي په تيريدو سره د حکومت اوخلکو په مينځ کې لرې والې زيا تيږي او دبشري حقونو څخه سرغړونه کيږي . (( لکه څنګه چې د ملگرو ملتونود بشري حقونود شورا ځانگړى استازي د افغانستان په جگړه کې پرښکېلو غاړو غږ وکړ چې د ولسي خلکود وژنو د مخنيوي لپاره دې خپلې هڅې گړندۍ کړي يوښه مثال دے . د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى فېلېپ السټون وايي چې د بې گناه ملکي کسانو د وژنې د مخنيوي لپاره يې په تېرو ١٢ ورځو کې يو شمېر ولايتونو ته سفر کړې او په دې اړه يې له افغان لوړپوړو حکومتي چارواکو، د نړيوالو ځواکونو له قومندانانو، دمدني ټولنو او بشري حقونو له غړواو د قربانيانو له کورنيو سره کتلي ېليپ السټون وايي سره له دې چې د ناحقو وژنو مخنيوى کېدى شي، خو بيا هم په تېرکال کې د حکومت د ملاتړو او مخالفينو له لوري په سلگونو ولسي وگړي وژل شوي دي ده همدارنگه د بشري حقونو پر فعالينو غږ وکړ چې د غيرقانوني وژنو د مخنيوي لپاره دې د حکومت له مخالفينو سره خبرې وکړي .)) ېلېپ السټون وايي د افغان حکومت له مخالفينو سربېره په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او حکومت هم د ولسي وگړو په وژنه کې ښکېل دي او په روان کال کې د هوايي او ځانمرگو بريدونو په ترڅ کې کابو ٥٠٠ ملکي وگړي وژل شوي دي )) په داسې شرايطو کې اوس دافغانستان خلک نه پوهيږي چې په داسې شرايطو کې دافغانانستان خلکو ته په دې لوبه کي کوم کومه پاليسي ګټوره ده ، د جنګ لاره يا دصلحۍ لاره ؟ ځکه چي افغانان اوس په دې نړيواله لوبه کي داسي اړ خ دى چي طرف او مقابل نه لري ، بلکي د هريوه لوبغاړي د ګټو د ساتندويانو په توګه کارول کيږي اوخپل ملي مسوليت ورڅه هيرشوي دى دوي پخپله دجنګ د مخنيوي لپاره هيڅ کوم ابتکار مخکي نه وړي بلکې هريو کوشش کوي ترڅو ترلاسه شوي کرسۍ له لاسه ورنکړي ، شايد چې دا به د ټولو افغانانو خپل خوښ کړى او يا خپل غوره کړى موقف نه وي ، خو اوس د دې راغلي غميزي د ليري کولو او مخنوي په نيت د يوې او يا بلي خوا سره ودريږي چې داسي کول پکار نه دے دوي بايد خپل راتلونکي لپاره مثبت ګامونه پخپله واخلي . ځکه چې انګليس غواړي چي د پخوا په څير پاکستان په سيمه کي برلاسۍ وي او امريکا غواړي چي نه يوازي پر دې سيمه بلکي پر نړۍ واکمن او برلاسۍ پاته شي . اولکه څنګه چې ليدل کيږي ددې کار دمخکي بيولو لپاره د نظامي حرکاتوڅخه کاراخلي اوغواړي چې مسايل په تشدد سره حل کړي . دافغانستان حالاتو په تير درې لسيزوکې ښکاره کړه چې هيڅ کله هم زبرځواکونو په زور او تشدد سره په هيواد کې دامنيت په راوستلو کې کامياب شوي نۀ دي . د زور لاره نه يواځي داچې په افغانستان کې دامنيت په راوستول کې مرسته نه دې کړي نوريي هم په هيوادکې امنيت خراب کړي . د افغانستان دخلکو په غوښتنه نړيوال ټولنه که غواړي چې په دې هيوادکې دجنګ اومنشياتومخه ونيول شي ددې پاره بايد په افغانستان کې دفوځي عملياتوپه ځاے دافغانستان دتعميراوترقۍ غم وخوري . اوپه افغانستان کې دموجوده ستونزودمنيځه وړلو لپاره په عملې ډول سره هغه مرستي وکړې کوم چې افغانان او افغانستان ورته محتاج دى . افغان حکومت اونړيوالې ټولنې ته دا خبره معلومه ده چې په افغانستان کې ديوې خوا په درې لسيزې کې په مختلفونمونوسره جنګونه وشول نوبلخوا قدرتي افتونو هم افغانان دسخت ستونځو سره مخامخ کړل اوپه افغانستان کې هيڅ قسمه سهولتونه د ژوند تيرولو لپاره نشته نو بايد چې زر تر زره په افغانستان کې دغه جنګ ختم شي ترڅوافغانان دخپل ژوند دښۀ کيدولپاره په اقتصادي کارونولاس پورې کړي . دامريکا دمتحدو ايالاتو پوځ هيله لري چې سږکال په (2008) کې د بيارغاونې په اړه خپلې بيړنۍ مرستې دوه برابره ډيرې کړي . د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي چې که دامريکا کانگريس ددوى وړانديز ومني نو ډير ژر به په افغانستان کې د نوو ښونځيو ، پلونو او روغتيايي مرکزونو دجوړونې لپاره پيسې ورکړي . دمتحدو ايالاتو پوځ په افغانستان کې دطالبانو د تمبولو د تگلارې د برخې په توگه د بيارغاونې له بهير سره بيړنۍ مرستې کوي. په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځ د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې د مرستو ددې بيړني پروگرام له مخې دوى کولى شي چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي . امريکا د متحدو ايالاتو پوځيان په افغانستان کې دا ډول مرستې دطالبانو په وړاندې د جگړې په ډگر کې د خلکو د زړونو او ذهنونو د گټلو لپاره ارزښتناکې بولي . دغه پروگرام چې دقومندانانو بيړنى ځواب نوميږي دمنځنۍ رتبې پوځي افسرانو ته دا واک ورکوي چې د بيارغاونې سيمه ييزې کوچنۍ پروژې لوړپوړو چارواکو له لارښونې پرته پلې کړي. په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي که کانگريس ددوى وړانديز ومانه نو دوى به ډير ژر ٤١٠ ميليونه ډالره په ليرې پرتو سيمو کې دنو ښونځيو ،سړکونو ،پلونو او د کوچنيو برښنا کوټونو لپاره ورکړي . امريکايي پوځيانو په ٢٠٠٧ کال کې نژدې ٢٠٦ ميليونه ډالره ددې پروگرام له لارې لگولي دي . اوس اساسي مسله داده چي دافغانستان اړونده ادارې اومؤسسي څنگه کولاي شي لدغومرستونه پرځاي استفاده وکړی ،که دا پيسې هم دتيرومرستو په شکل حيف وميل شي ، پدې پوره باور دى چي نور به نړيوال ټولنه حاضر نشي له افغانستان سره مرسته وکړی . دې کې شک نه شته چې دولتی دستگاه ، حکومت ، پارلمان او هم قضاء که څه هم د انتخاباتی سناريو له مخی را مينځ ته شوې مګر د فساد، اوبې مسوليتي يوې داسی کچې ته رسېدلې ده چه هم د افغان ولس او هم د ذيدخله مرستيالو دولتونواوسازمانونو خورا ژورې اندېښنې ئې را پارولې دی. دهغو ټولو پرحقه هيلواو توقعاتوسره سره چه زموږ ولس اونړيوالو لرلې اود هغوټولو انتخاباتی ژمنو پرخلاف چه ښاغلی حامد کرزی د هغو پربنسټ مشروط مشروعيت ترلاسه کړ دهېواد دری گونی دولتی ځواک لکه دپخوا په شان د يوڅو ازمويل شويو جهادی تنظيمواوملېشائی ټوپکيانو دنارواگټوله مخې ووېشل شو، سيمه ايزځواک هم عمدتا د ورته ټوپکمارو په ولکه کښی چه دمافياسره تړلی پاتی دی، د تازه رپورټونو په اساس د افغانستان لوى څارنوال د افغان حکومت په ځينو وزيرانو، واليانو او د ملي شورا پر ځينو استازو تور ولگاوۀ چې له ځينو قانون ماتوونکو ملاتړ کوي . لکه څنګه چې دافغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وايي (( له همدې امله يې تېرکال د لاسته راوړنو په پرتلهد قانون د تطبيق پر وړاندې خنډونه خورا ډېر وو. ښاغلي ثابت ملت ته د حساب ورکونې د دويمې ورځې په غونډه کې دا ومنله چې دى د ملي پوځ په ځينو جنرالانو، سيمه ايزو قومندانانو، د ملي شورا په ځينو استازو او واليانو د قانون د پلي کولو په برخه کې پاتې راغلى دى . )) دغه رنګه دافغانستان پارلمان چه دسياسی سواد او وړتيا دټيټی کچې له مخې زموږ دهيواد د شوراگانو په تاريخ کی ساری نه لری لمړنی او يواځينی زړه ورتيا دا وو چه فقط ځانو ته يي دومره تنخواه او امتيازات وټاکل دغه تنخواګاني دمياشتی له دوه نيمو تر درۍ نيمو زرو ډالره کيږي چه د نړۍ د ډېرو بډايو او پرمختللی هېوادو دپارلمان غړی همدومره نه اخلی . دغې مسلې ته رمضان بشر دوست په خپله مرکه کې داسې اشاره کوي (( لازم به ذکر است که وکلا با موافقت کميسيون مصونيت و امتيازات وکلا و مصونيت و امتيازات سناتوران تلاش دارند که معاش خود را از 1100 دالر به 2730 دالر افزايش دهند٠کابل پريس ٢٠٠٨ )) دغه راز پارلمان په ځاى ددې چې په هيوادکې درشوت او خيانت لمنه ټوله کړي اوپه دې لاره کې دحکومت سره مرسته وکړي پخپله دهرې ورځي دتيريدو سره په جرمونوکې دخيل کيږي دغه خبره دافغانستان دلوى څارنوال په يوه مرکه کې کړي ده چې دمئ دمياشتي په ٢٧ تاريخ کې نشرشوي . د مئ په مياشت کې د افغانستان لوى څارنوال ثابت صاحب د ولسي جرگې يوشمېر استازي په جنايي جرمونو تورن کړل او څارنوالۍ ته يې د راجلبولو غوښتنه وکړه لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وويل د ولسي جرگې ځينې استازي په وژنو، اختلاس، جنسي تېريو او له حکومتي امکاناتو نه د ناوړې گټې اخيستنې په جرمونو تورن دي . نوموړي د افغانستان د ولسي جرگې له اړوندو چارواکو وغوښتل چې دغه استازي دې د پوښتنو گروېږنو لپاره څارنوالۍ ته واستوي . د افغانستان لوى څارنوال په ځانگړې توگه د چا نوم وا نه خيست خو ويويل چې د افغانستان د ولسي جرگې ٢٢ استازي په بيلابيلو جرمونو تورن دي . ښاغلي ثابت يوې خبري غونډې ته وويل د ولسي جرگې ځينې استازي په وژنو، اختلاس جنسي تېريو او په ناقانونه توگه د مځکو په ولکه کولو تورن پېژندل شوي دي . نوموړي زياته کړه که څه هم د ولسي جرگې له اړوندو چارواکو يې غوښتي چې تورن استازي دې د پوښتنو گروېږنو لپاره څارنوالۍ ته واستوي خو تر اوسه د ده په وينا پر دغې غوښتنې چا غوږ نه دى گرولى . ښاغلي ثابت زياته کړه د ولسي جرگې د دغو تورنو استازو د زروزياتيو له امله هره ورځ په لسگونو افغانان ده ته شکايت کوي . دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د ولسي جرگې په ځينو استازو دا ډول نيوکه کوي بلکې نوموړي له دې وړاندې هم څو ځلې د ولسي جرگې ځينې استازي له خپل صلاحيته په ناوړې گټې اخيستنې تورن کړي و. قضاء او څارنوالی خو لاتر دې هم ناهيله کونکې ده. له ټولو ډنډورو سره سره چه ددې ادارو د بدلونونو او له فساد سره دجهاد په هکله وهل کيږی ديوه ښاروال او ولسوال د تور د سپيناوی وس نلری قوماندانان، واليان، رئيسان، وزيران، جهادی ?معزز? مشران، دملېشوسروالان،مافيائی ښاماران او بهرنيان خو لا پر ځای پرېږدئ . بډو او اداري فساد پر وړاندې د خپلواکې ادارې مشر عزت الله واصفي وايي چې بډو او اداري فساد ټولې حکومتي ادارې لاندي کړي . او په افغانستان کې يې د قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه راپورته کړي دي . د بډو او اداري فساد په وړاندې د مبارزې مشر په دې برخه کې د کورنيو ستونزو تر څنگ ځيني بهرني لاملونه په ځانگړي توگه د نړيوالې مافيا لاسوهنه په هيواد کې د اداري فساد د ډېرېدو لامله وباله . ښاغلي واصفي د افغانستان لويه څارنوالۍ او نورې قضايي ادارې په فساد او د قانون له سرغړوونکو سره په همکاري تورنې کړې . دتيروڅومياشتو راپدي خوا هغۀ چې ځانونه دملت استازي بولي دځان ساتني لپاره له حکومت نه د امنيتي ساتونکو غوښتنه کوي چې ددوى په وينا حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي . همداڅو ورځې وړاندي يوسناتور ويلې وه که دولت دوکيلانوامنيت ونه ساتي هغوي به دپارلمان غونډوته رانشي . دازادی راډيود۲۰۰۷دمۍ پنځمه . زه دغې خبري ته داسې اشاره کوم چې ايا ديو ساتونکي په ګمارولو سره کيداي شي چې په هيوادکې سوله تامين شي ؟ ايا امنيت يواځي دپارلمان دغړو حق دى ، دوي خودملت نماينده ګان دي که چيرې دوي ځانونه دخلکوپه وړاندې په اسلحه وساتي ايا څنګه کيداي شي چې دخلکوپه مينځ کې دخلکودستونځو داوريدو لپاره لاړشي ؟ ايا افغان ولس ددې حق نه لري ترڅو په سوله کې ژوند وکړي ؟ زما په فکر سره هرهغه هيوادچې نشي کولاي دخپلو خلکو اوسرحداتوڅخه دفاع وکړي ، نشي کولاي چې خلکوته سوله اوامنيت راوړي ، نشي کولاي چې دخلکو اقتصادي ستونزي رفع کړي اوپه هيوادکې دقانون حاکميت رامينځ ته کړي هغه حکومت ته مونږ کامياب حکومت نشو ويلې هغه دناکام هيوادونوپه قطار کې حسابيږي په دې ترتيب دافغانستان حکومت دناکامو هيوادونو دجملې څخه دے . زمونږ حکومت اودولتي کسان هميش کوشش کوي ترڅوپه هيواد کې دصلحي دتامين کيدومسله دخارجي هيوادونوپه وسيله اوخپل ټول ذمه داري ددې هيوادونوپه سرواچوي . دپاکستان نوى وزيراعظم ګيلاني وايي (( ترهه ګرى په طاقت نۀ شى ختميدے )) او ددې کمپاين لپاره دپاکستان نوي حکومت نن سبا په دې کوشش کې دى ترڅوپه خپل هيوادکې دصلحي دتامين په خاطر دمخالفينوسره دخبرو اترو سلسله مخکي بوځي او ددې کار دکاميابيدولپاره دسرحدحکومت وشو کولاي دسوات دطالبانوسره لوظنامه وکړي ترڅوپه دې طريقه سره په خپل هيوادکې دصلحي لاره خپله کړي ، پاکستاني مشران په دې نتيجه رسيدلې دي چې خپل هيواد دبهرني ګټو قرباني نګړي اود صلحي په وسيله ټول ورپيښ شوي مسايل دمذاکراتو له لاري حل کړي دا دهرهيواد حق دى چې دخپلو خلکو دامنيت په خاطر هرنوع کوټلې ګامونه واخلې افغان حکومت هم بايد دخپلوهيوادوالو دامنيت په خاطر دصلحي مختلفي لاري چاري ولټوي په دې شرط چې د دواړو هيوادونو خلکو لپاره دغه حرکات ديوبل مقابل کې دبې ثباتي سبب ونه ګرځي . مګر د بلې خوانه ښاغلى سپنتا چې په دې وروستيو کې له امريکې نه راستون شوى وايي (( چې د واشنگټن د لوړ پوړو چارواکو سره يې هم د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو تر منځ د جوړجاړي پر سر خپلې اندېښنې په ډاگه کړې ،چارواکي اندېښمن دي چې په پاکستان کې د بنسټ پالو ډلو سره جوړجاړې به په افغانستان کې د اورپکو بريدونو ته تر پخوا به زياته لاره هواره کړي ، تر دې وړاندې کله چې په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره د سخت دريځو ډلو سره جوړ جاړى وشو ، نو ورسره ، ورسره په افغانستان کې د اورپکو بريدونو ډېر زور اخيستى بى بى سى پښتو ويپ پاڼه )) په دې هکله بايد وويل شي چې هيڅوک بايد دسولۍ سره مخالفت ونلري ،خو پدې شرط چې دسولي قرار داد نورو هيوادنو ته په زيان تمام نشی . که په رښتيا سره سوله دسولي لپاره وي هيڅوک يي بايد مخالفت ونګړي ، او دتشدد طرفدار نه وي . دپښتنو سترمشر باچاخان فرمائي (( د ملت سره تشدد مه کړئ، حکومت د توپ،جهاز او ټينک په زور په افغانانوڅوک نه شي کولے، دغه کار تاسو په مينه او ورورولۍ کولے شئ، افغان ملت څوک په زوره جنت ته نه شي بوتلى مګر په رضااو په مينه دوزخ ته ځي )) ايا د افغانستان حکومت دموجوده سياسي تحولاتو په رڼاکې نشي کولاي دخپلو افغاني طالبانو سره د صلحي دتامين په خاطر دروغي جوړي لاره ونيسي؟ ګرچې هرورځ دمذاکري ډنډوره غږول کيږي مګر نتايج يي دخلکوپه وړاندې نه ليدل کيږئ اودملي مصالحي پروګرام ډير په کندي سره روان دى . زه داخبره په جرعت سره کوم چې په افغانستان کې دتشدد لاره دمسلې حل نه شي رامينځ ته کوي تجربو په ثبوت رسولې ده چې په افغانستان کې هيڅ حکومت په زور سره صلح نه ده راوستلې بل اخره يي دمذاکراتولاره خپله کړي نوپکارده چې دافغانانو په مينځ کې سياسي ډيالوک شروع شي اوپه هيوادکې دملي مسالحي پروسه په يقيني ډول سره ګړندي شي په دې کار کې بايد بهرني هيوادونه هم په تفاهم کې واخيستل . او دصلحۍ دتامين په خاطر دتشدد نه لاس واخيستل شي دجرګو اومرکو لاره ونيول شي ، افغان حکومت بايد دخلکودنماينده ګانو په وسيله دهرهغه افغان کورته مراجعه وکړي اوهغوي ته ديوالې او ورورۍ غږ ورسوي نور بايد په افغانستان کې ټولې مسلې د صلحۍ او مذاکري له لاري هواري شي . دا کار هغه وخت کيداي شي ترڅو چې په هيواد کې عدل اوانصاف برقرار شي ، دخلکوستونزي دحکومت دچارواکو لخوا حل شي ، حکومتي چارواکۍ بايد دخلکوپه مينځ کې ځانونه د يوخدمتګار په حيثت وګڼي درحالې چې اوس دحکومت اوخلکو په مينځ کې ډيره لويه فاصله موجوده ده . افغانانستان کې دهمدې بې ثباتي په وجه سره زمونږ په مينځ کښې فتنې او مرگونه ورځ په ورځ زياتيږي او سيالان ترې د لاسوهنې حق تر لاسه کوي، افغانان بايد قناعت کولو ته غاړه کيږ دي. کله چې افغانانو د يو بل حق قبول کړ بيا بۀ زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې صلح رامينځ ته شي