دښاغلی مجاوراحمدزیار دبې ځایه غټبازیو اوپرځای غلطیو څخه، محترمانه ، پرده پورته کیږی
کاندید اکادمیسین ظاهرافق
دوهمه برخه
دوهم ۰ دلیکنې متنی تیروتنو ته یوه لنډه کتنه
۳ – د ( انتقادی – سوسیالزم ) په منځ کې لنډ ه کی خط ( هایفن ) یعنې څه ؟
۴ – (( آینده غورځنګ )) اوښاغلی پوهاند !
۵ – ( فاشیستی – سکتاریستی ) ترکیب نه سره لګیږی
۶ – په ګوندونو کې هر (اپوزیسیون) دافتخاروړ نه وی
۷ – دعلومو اکاډمۍ ته په سپکه سترګه کتل دپوهنې اوفضلیت سره دښمنی
۸ – نتیجه
دوهم ۰ دلیکنې متنی تیروتنو ته یوه لنډه کتنه
شکل اومضمون یامتن چې تل په یوې پدیدې اویوې لیکنې کې یوله بله ارتباط لری اودیوبل په پیژندلوکې یې اهمیت ډیردۍ ، نوموږ هم کولای شو چې دخبلو څیړنواوتحلیلاتو په وخت کې دنوموړو مقولو دیوځایوالې اوبیا یې دبیلتونه څخه استفاده وکړو۰ لازمه ده چې پرنوموړې اساس دښاغلی مجاوراحمدزیار دمقالې د متن هغو مشکلاتو اوتیروتنو ته په لنډه توګه اشاره وکړو کوموچې دده مقاله پر سراخیستې ده ۰ البته ، دمتن اوشکل ترمنځ د (( چین دیوال )) نه دی پروت ، بلکه یو له بله همیشه سره یوځای اوځینې وختونه په تضادکې هم سره واقع کیږی ۰ په دې کره کتنه کې مې موضوعات دشکل اومتن له مخې ، که څه هم یوله بله سره متداخل وی ، ځکه څیړلې دی چې ګرانو لوستونکو ته یې درک اوپوهه آسانه شی
۳ – د ( انتقادی – سوسیالزم ) په منځ کې لنډ ه کی خط ( هایفن ) یعنې څه ؟
په دغه بحث کې دلنډه کې خط ( هایفن ) یادونه دمسالې په شکل اولیک نخښو اړه لری ، خو پر (( انتقادی – سوسیالزم )) باندې یې خبرې کول دمسالې متن اومضمون احتوا کوی ۰ ښاغلی پوهاند دخپلې لیکنې دلومړی مخ په منځنیو لیکو کې دخپلو ویاړونو په ترڅ کې دنوموړې موضوع په ارتباط ،داسې ادامه ورکوی : (( ۰۰۰ اوسنې ( آینده غورځنګ ) ته مې وارله مخه ګواښنه کړې چې له خپلې ټاکلې (( انتقادی – سوسیالستی )) تګلارې بیلارې شو اویا پکې ۰۰۰ ))
دلته هرڅه لومړی خبره داده چې دانتقادی سوسیالزم په منځ کې لنډه کی خط ولې ورلویدلی دۍ ؟ آیا همدغه وړوکی خط دفیشنه ورلویدلی اوکه دیوې خاصې مانا سبب یې ځای اشغال کړی دۍ ؟ لوستونکی ښایی فکروکړی چې (( انتقادی – سوسیالسم )) مرکب نوم خپل ټاکلی مفهوم پوره افاده کولای شی ، نو کله چۍ (( انتقادی- سوسیالزم )) ځنې جوړشی ، بیا به یې مانا څه وی ؟ که یې په وړوکی خط ( هایفن ) سره مانا اومفهوم تغیر کوی هغه تغیر به څه وی ؟که تغیر نه کوی ، نوولې یې نوموړې دوې کلمې سره په جلا کړی دی ۰
په هرصورت ، وړوکی خط چې یوه بیکاره کرښۍ نه ده ، خپلې ټاکلې وظیفې اوداستعمال ځایونه لری چې یو بل وخت به خبرې پروکړو، خو دومره به اوس ووایو چې نوموړې کرښۍ دصفت اوموصوف ترمنځ نه استعمالیوی ۰ مثلآ :
- سورآس ۰ نه سور- آس
- لنګه خره۰ نه لنګه – خره
- انتقادی سوسیالزم نه انتقادی – سوسیالزم
- ملی سوسیالزم نه ملی – سوسیالزم
دلته موږ پوهیږو چې د (( انتقادی )) کلمه دسوسیالزم له پاره صفت دۍ ۰ مانا ، هغه سوسیالزم چې په انتقادسره سمبال اوموصوف شوی وی۰ نو که (انتقادی – سوسیالزم ) لیکوال ته کومه بله خاصه مانا ونه لری بایدوړوکی کرښۍ ( هایفن ) ورڅخه لیرې کړل شی۰
اوس چې دمسالې دشکلې اړخه راووتو ، پردې بحث وکړوچې (( انتقادی سوسیالزم )) ښاغلی پوهاند ته څه مفهوم لری ؟ ځکه انتقاد دسوسیالزم په تشکیلاتی اوسازمانی اصولو کې یو ډیرمهم بحث دۍ اودهمدغه هدف له پاره یې ځینې نارمونه اواصول په لنډه توګه دادی :
(( پر خپل ځان انتقاد اوانتقاد)) ډیرمهم قانون دۍ چې دهرواقعی سوسیالستی ګوند غړی یې تل په خپل سازمانی ژوند، بحثونواواصلاحاتوراوړلوکې استعمالوی ۰ همداسې (( آزادبحث اوواحده فیصله )) هم دنوموړو ګوندونو دزرینو اصولو څخه یوبل اصل دۍ چې په منلو اوانجام کولو سره یې ګوندی غړی پراخ بحثونه نتیجې ته رسوی ۰ البته ، که چیرې کومه غونډه واحدې پریکړې ته ونه رسیږی ، بیا بل مهم اصل دادۍ چې (( اقلیت باید داکثریت متابعت وکړی ))۰ نوموړې اوداسې نورسازمانی اصول چې د (( ډموکراتیک سانترالزم )) مهمې برخې دی ، دمترقی سوسیالزم مرکزی اصول ورجوړوی چې دګوندونو واقعی دموکراسی هم په دغه ځای کې داسې تحقق مومی چې په نورو غیرولسی ګوندونو کې یې نمونه هیڅ نه لیدله کیږی ۰
اوس نو که ښاغلی پوهاندزیار نوموړې سازمانی اصول ، همداسې یې پرمختللی اومترقی ستراتژیک قوانین په خپله اساسنامه اوبرنامه کې ځای ورکړی وی ، بیا نودانتقادی سوسیالزم نامه ته ضرورت نشته بلکه دانتقادی کلمې پرځای یوه بله مناسبه کلمه په کارده که دلیکوال خوښه وی ۰ اوکه چیرې نوموړی ډول سازمانی اصول یې په ګوندی اساسنامه کې ځای ونه لری ، بیا نو دپرمختللی اومترقی سوسیالستی ګوندونو په کتارکې نشی دریدلای، بلکه په څرګنده توګه دبورژوازی ګوندونو سره په څنګ کې ځای نیسی اودهیواددمحرومو ولسونو په ګټه یې ځکه تصور نشی کیدای چې دنړیوال امپریالزم په ساحو کښیوزی ۰ پردې ټولو سربیره که بیا هم د ( انتقادی ) کلمه ورسره یوځای کیږی ، نو به یې دانتقادساحه چیرې اوڅنګه وی ؟
۴ – اوسنی (( آینده غورځنګ )) یعنې څه اوولې آینده غورځنګ ؟
ښاغلی پوهاندزیار خپلې میړانې ! قهرمانۍ ( ! ) ته ادامه ورکوی اوداسې وایی (( اوسنی ( آینده غورځنګ ) ته مې هم وارله مخه ګواښنه کړې چې که له خپلې ټاکلې (( انتقادی – سوسیالستی )) تګلارې بیلارې شو اویا پکې امینی ، کارملی یا ۰۰۰ راګډشو ۰۰۰ هماغسې به ځینې وزم لکه له خلق اوپرچمه چې راوتی یم ! )) ۰ څرګنده ده چې (( آینده غورځنګ )) ، دیوه سیاسی سازمان نوم دۍ ، خوخبره داده چې هرنوم بایدهمیشه دهغه څه نمایندګی وکړای شی کوم چې په پراتیک کې ورسره شریک وی ۰ افغانی ټولنه چې دڅلویښتو تجاوزګرو هیوادونو ترظلم اووحشت لاندې شپې سبا کوی ، کلی اوکورونه یې خرابوی ، په زرګونو افغانان یې په بمونو ، راکټونو ،توپونو اوداسې نورو جنګی وسایلو وژلی اولایې هم وژنی ، نوښاغلی (( انتقادی – سوسیالست )) پوهاندزیارولې څه نه وایی ؟ پرضدیې ولې اوسنی غورځنګ نه جوړوی ؟ ترڅو یې ټولنه داستعماری اوامپریالستی ظلمونو اووحشتونو څخه خلاصون ونه مومی ۰ دانتقادی - سوسیالستانو د(( آینده غورځنګ )) ترخیالی چترلاندې ښه هرډول شعار غیرعملی اودسراب په شان خطا ایستونکې کرښه وی ۰
دلته خبره داده ، څو چې ښاغلی ډاکترزیار په اوسنی غورځنګ کې فکرونه کړی دننۍ ورځې دخرابیو اواستعماری تجاوزکارانو پرضد ټول اړخیزه مبارزه په نظر اوعمل کې پیل نکړای شی ، په یقین چې هیڅوک به د (( آینده غورځنګ )) پراعمالو ، شعارونو اوخیالې ستراتیژۍ باندې باور ونه کړای شی ۰ داهم ځکه چې هرڅوک په دې پوهیږی چې آینده فعالیتونه په عمومی اوعملی توګه ، په راتلونکو نسلونو اړه لری ۰ البته ،داخبره هم څوک نشی ردولای چې په تیوریک لحاظ یوشخص اویا هم یوسازمان دخپلو پوهنواوهوښیاریو پراساس دراتلونکو پیښو څه ناڅه اټکل کولای شی ، خو په هیڅ صورت ، خبره دامانا نلری چې په ورځنیو وظیفو اواوسنیو ستراتژیکوارمانو نو باندې سترګې پټې کړو اوداوسنی غورځنګ پرځای د(( آینده غورځنګ )) په تاریکې فضا کې لاس اوپښه ووهو۰
۵ – ( فاشیستی – سکتاریستی ) ترکیب نه سره لګیږی
داسې ښکاری چې دښاغلی زیار دڅیړنو مهمه برخه دکلماتو په اړولو اورا اړولو کې تیره شوې ده ، نودادۍ اوس یې دځینو بیګانه اروپایی کلمو په ترکیبولو سره زړه دۍ چې سیاسی تفلسف وکړی ۰ البته ،زه یې نه ردوم ، دفرهنګی فعالیت یوه برخه ده ،خو خبره داده چې دهردول کلمو یوځای کول کومه مانا داره ترکیبی کلمه نشی جوړولای ۰ ښاغلې زیار دخپلې لیکنې ددوهم مخ په پای کې دهغو ګروپونو اواشخاصو په باب چې د(( افغانی کلمې پرځای )) (( افغانستانی )) استعمالوی داسې ادامه ورکوی : (( اوغانستانیان دهغو ټولو فاشیستی – سکتاریستی انګروزو ترڅنګه ۰۰۰ )) په همدغه متن کې لیکوال غواړی چې حریف په کلمو او لغتونو سره وولی ، نو هر څومره چې کلمې ، دده په عقیده ، غټې اودرنې وی تاثیر به یې زیات وی ۰ ځکه یې هڅه کړې چې د(( اوغانستانیانو ))ګروپ نه یوازې فاشیستان وبولی بلکه سکتاریستان یې هم وګڼی چې ، البته ،دواړه درنې کلمې په سیاسی – ایدیولوژیک ډګرکې ډیرې بدنامې کلمې دی ، خدای دې سړی ځینې وساتی ۰
خو اصلې خبره داده چې دواړې درنې کلمې ( فاشیسم اوسکتاریسم ) یو له بله داسې سره ضد اومخالفې دی چې نه سره یوځای کیږی اونه کومه مستقله کلمه ځینې جوړیږی۰ حتی نوموړې مخالفې کلمې دیوه هدف لپاره ددوومترادفو کلمو په قالب کې چې دربط په توری سره تړل کیږی ، هم کارنه شی ورکولای ۰
دمثال په توګه : که وویل شی (( اوغانستانیان )) فاشیستان اوسکتاریستان دی ، ځکه مفهوم نه ورکوی چې فاشیسم ترهرڅه لومړی دمالی سرمایی ډیره ارتجاعی اوشوونیستی هغه دکتاتوری ده چې بورژوازی یې ډیر وختی لا خپل دموکراتیک والی دلاسه ورکړی دۍ ۰ دلومړی وارله پاره فاشیستی نظام ، په کال ۱۹۲۲ په ایتالیا کې دموسولینی ترمشرۍ لاندې اوبیا په ۱۹۳۳ کال په جرمنی کې دادولف هیتلرترلارښونې لاندې ظهوروموند ، څو چې دفاشیستی غوښتنو دانکشاف په خاطر دوهمه نړیواله جګړه منځته راغله اونړیوال یې دډول ډول خرابیو اوویرانیو په غیږ وروستل ۰
دیادولو وړ ده چې ، په تاسف ، په افغانی ادبیاتو کې دفاشیسم مقوله دهرې دکتاتورۍ اوهراستبداد له پاره په کاریږی ۰ پرهمدې اساس ،ځینې وختونه، یولړمتعصب غیرپښتانه نوموړی فاشیستی مقوله دپښتنو اودهغوی دحکومتونو له پاره په کاراچوی ۰ البته ، دهمدغه ناوړتوب علت ، اغلبآ ، دفاشیستی کلمې سره ددوی بې خبری هم ده ۰ په داسې حال کې چې هره دکتاتوری فاشیسم نه دۍ اوفاشیزم دهرې دکتاتورۍ په مانا نشی استعمالیدای ۰
په همدې توګه ، سکتاریسم چې دوړوکې برخې اویا هم داقلیتونو دغوښتنو اوتیری له پاره په کاریږی دفاشیسم سره دیوې مرکبې کلمې په جوړولو کې مرسته نشی کولای ۰ مانا دا چې (( اوغانستانیان )) فاشیستان نه دی ، که سکتاریستان وبلل شی بې ځایه نه ده ۰ په دې شرط چې اسناد اواستدلالونه یې آماده کړل شی ۰ ګواکې ( فاشیستی – سکتاریستی ) ترکیب هغه مفهوم نه رسوی ، کوم چې دښاغلی پوهاند زیار په ذهن کې ورګرزی ۰ البته، په یوه ټولنه کې چې مختلف ملتونه اویا هم ملیتونه ګډ ژوند کوی ، کیدای شی چې ستر ملت یا ملیت یې ترخبل استحقاق زیاته غوښتنه ولری اودنورو لږکیو پرحقوقو سترګې پټې کړی ، نوبیله شکه چې دشوونیستانو په نامه یادول کیدای شی ۰ برعکس ، که چیرې یوملت اویا یوملیت په یوې ټولنې کې دلږکیو په څیرژوندکوی اوترخپل ملیتی استحقاق زیاته هیله ولری اوترخپلې کمپلې پښې اوږدې وغځوی ،نوڅرګنده ده چې سکتاریستان بلل کیږی ۰
۲۵ /۵ /۲۰۰۸
پاتې لری