په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سويډن دمالمو ښار
د۲۰۰۸ م کال داپريل ۹ مه


پرون دراون م کال داپريل دمياشتي پر ۸ نېټه دافغانستان پلازمېني کابل ښارکي زرگونو قومي مشرانو،د ملي شوراځېڼي غړود مدني ټولنو استازو او يو شمير بهر ميشتو افغانانوپه گډون ستره غونډه جوړه شوې وه . پدې جرگه کښي چي ورته دافغانستان دسولي جرگې نوم ورکړه شوی و پردې خبري وشوې چې دافغانستان داوسنۍ سياسي اوپوځی کشالې دحل لار بايد پخپله افغانان پيداکړي .
دډله ايزه رسنيو دخبر له مخې د افغانستان د سولې په نوم په هغه جرگه کي چې دلويي جرگې په خيمه کې ديادو شوو استازو په نوښت رابلل شوې وه، افغانانو په يوه خوله پر نړيوالې ټولنې،اودجگړې پرښکيلو غاړوغږ وکړ چې افغانستان ته د سولي په را وستو کې له دوى سره مرسته وکړي . همدا ډول دجرگې بلونکو د افغان حکومت اومخالفينو ترمنځ د خبرو اترو پر اړتياباندي ټينگاروکړاو ټټر وئې وټکاوه چې د سولې د را وستو په موخه به ډير ژر د وسله والو طالبانو او اسلامي گوند مشرانو دروازې و ټکوي .
تر ټولو لويه او مهمه خبره داده چي دجرگې برخه والوله نړيوالې ټولنې او په ځانگړي توگه له اسلامي هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې هيواددافغانسان په اړوند دننداره کوونکوسياست ته بايد خاتمه ورکړی .
اسلامی هيوادونه په افغانستان کي دسولي دراوستوپه پروسه کي له افغان ولس سره ستره مرسته کولاي شي.
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه چې دنړۍ دمختلفو هيوادوله استازو نه جوړه ده ديوې فرهنگی اوخير خوا ټولنې په توگه دجوړښت اوفرهنگي فعاليتونودپيل له لومړی ورځی نه دبشری عاطفې پر بنياد په ټوله نړی کښي په دوامداره توگه اقتصادي ،سياسی ،فرهنگی اوټولنيز حالات اوتغيرات دامکان تر بريده له نږدې څاري اودهري زړه بوږنوونکی پېښي په اړوندئې خپل نظر او وړانديز اعلان کړئ دی .
اوس اوس چې دنړۍ په يوشمير هیوادوکښي دمختلفو عواملو پر بنياددجگړي ادورپه لمبوکې بېگناه او عوام خلک ژوند دلاس ورکوی دسالم عقل اوبشری احساس لرونکو ټولنو اوشخصيتونو انسانی دنده اوملي وجيبه تر هر وخت پخوا درنه شوې ده .
افغانستان يوله هغو هيوادو څخه دی چې دسولي دټينگښت پروسه دمختلفو عواملو،کورنيو اوبهرنيو سياستوالودتکرار تيروتنو پر بنياد ټکنۍ شوې اوله جدی گواښونوسره مخامخ برېښي . موږ فکر کاوه دامريکا اونورو بهرنيو هيوادوپه مرسته به په افغانستان دنړيوال تروريزم دځالوتر ړنگېدو وروسته پدې هيواد کي دوسولی دتامين اوبياجوونې پروسه په ډيره چټکی پر مخ ولاړه شي .متاسفانه زموږ اودنړيوالو محاسبه غلطه راووتل .دليل ئي دبهرنيوهيوادو اودهغوي تر حمايي لاندي دولتي چارواکو څرگندی تيروتنې خپل سرۍ اوغلطی محاسبې دی .
په سویډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چې دکابل په ښارکي داپريل د۸ نيټې دسولي جرگې دجوړدواو پرېکړو نه ملاتړ کوي اوپه افغانستان کي پر نورو قومونو،سياسي ډلو اوتنظيمونو ږغ کوی چې دسولي ورته جرگې اوغونډي جوړي کړي اعلاموي :
۱/ تر ۳۰ زيات کلونه تيرشول چي دافغانستان بېگناه خلک دقدرت دتږو اونړيوالوزبرځواکو دسيمه ايزو گټودلاسته راوړنو دوسله والو اوسياسي سياليوداورپه لمبو کي سوځی ،شن کوړم (په ونووپوښل شوی ) افغانستان په سوځېدلي ډاگ بدل شواودالړی همدا اوس هم دهرې ورځې په تېرېدوسره په خرپ پر مخ روانه ده.
که دافغانانو اونړيوالي ټولنې له خوا پر روانه پروسه باندي له سره غورونسی موږ دجگړې اوياپه اصطلاح ددولت له مخالفينو سره دوسله والي مبارزې پاي نه وينو،بلکه پدې پوهېږو چې په افغانستان کي داپروسه نوره هم داسي پېچلې کيږي چې بيابه ئي نه يوازي داچي دحل لوری له ټولونه ورک وي بلکه ددې تيروتنې په پايلوکښې به دواړي غاړي يعني افغانان اونړيواله ټولنه دومره زيانمنه شي چي اندازه به ئي نه لگېږي .
۲ / موږ دافغانستان دمسلي حل يوازي په سوله ايزو تلاښونوکي وينو.اوپدې باوريو چې دسولي اومفاهمې له لاري کېداشي دافغانستان داوسنې راپيداشوی لانجې دحل لار پيداشی . دلته يو ټکی حتمی بولوچي په مخالفت کي ټولي ښکېلي غاړي بېله له وړاندي شرطونوڅخه بايد په خبروکي برابر اوديوې موخې اوهدف لپاره برخه ولري هغه داچي څنگه کېداشي سوله راشی ،دملي تفاهم پروسه غښتلې اودبياجوړوې کار پرمخ ولاړ شي .
۳ / دافغانستان ددولت اودهغه دمخاليفو ډلونه غوښتنه لرو چي دافغان ولس دنجات اوافغانستان له ورانئ نه دژغورنې په خاطر بېله کوم قيد اوشط ځخه دخبرو اومذارکرولپاره دملگروملتودنړيوال سازمان په منځگړیتوب خپله تيای څرگنده اودرغنده خبرو پروسه پيل کړی .
۴ / په افغانستان کي پر ټولوقومونو ږغ کوو چي په خپلو سيمو کښي دسولي جرگې جوړي اودټولو خوابدو ورڼوسره دخبرواومرکولار پرانيزي .که داکار په رښتيانۍ ملي روحيه اودافغانستان دبياودانولوپه موخه ترسره شي پدې باورلروچي يودبل په مقابل کښي به دوسلې داستعمال اړتياد ابد لپاره ورکه شی .
۵ / زموږ په اند په افغانستان کي داوسنيو نااراميو لامل يوازي ددولت دمخالفو ډلوفعاليت اوشتون ندی بلکه په دولتی اداروکې بې کچی لوړ اداری فساد،ددولتي لوړپوړوچارواکوترمنځ سياسی بېځايه اوبې مورده سيالۍ ،دساسي گوندونواوډلوبې تفاوتي ،په دولتی اداروکي دتصادفي اونامطلوبوکسانو شتون ،دهېروئينو دپټو اوښکاره سوداگروبرلاسی يوله هغو اساسي لاملونه څخه گڼل کيږي چې دخلکو اودولت تر منځ واټن ئې ډيرزيات ليري کړئ دی . متاسفانه دافغانانو اونړيوالوله تکراريادونواوگوتنيونوسره بيا هم دافغانستان جمهورریيس دغه ټکی ته ډيره کمه پاملرنه کړېده . زموږ په اند دافغانستان جهورریيس اونړيواله ټولنه دملگروملتودسازمان تر نظارت لاندي ددولتي ريفورم يوې غښتلې اوبې پرې پروسې پيل ته عاجله اړتيالري . دولتی اپارات بايد ومسلکي اوهغوکسانو ته چي په جنگی اوبشري جنايتونواوجرمونوتورن نه وی اوصادقانه غواړي دپاکو لاسوپه لرلوسره په دولت کې کار وکړی وسپارل شي . دبهرنيو هيوادومالي اومادي مرستی دافغان ولس لپاره دي دهغوي په گټه بايد استعمال شی ،نه دشخصي پانگې اچونې لپاره .
۶ / دافغانستان حالات دهري ورځې په تېرېدو سره دکورنيو اوبهرنيودښمنو قوتودلاسوهنوپه پايله کي مخ پر خرابېدو درومی،دجگړې داور لمن له جنوبی سيمونه کرار کرار دهيواد مرکزی اوشمالي سميوته هم پراخېږي ،دلويولارو امنيت اوحتا په ښارونو کي دخلکو ژوندله گواښ سره مخامخ دی ،دکوکنارو کرل او وچکالي له بله پلوه افغانان زوروی ،لوږ ه اوتنده ،ددرملونشتوالی اونوري ټولنيزي ناخوالي خپلې ورستۍ مرحلې ته رسېدلي اويارسېږي،دمعلوماتو له مخې شپږميليونه افغانان دورځي يوځل خپله گېډه په يوشی ډکوی . پداسي شراطو کې ټول افغانان دند لري خپل هيوادته پخپله نجات ورکړی .په سياسی اوپوځ سياليو،بې اتفاقيو،تهمتونو،مخالفتونو امتياز غوښتنواوپدې فکر که زماسياسي رقيب کمزوری شي زبه غښتلی شم ستاسووطن نورهم دورانۍ اوبر بادی کندی ته لوېږي .يوازی دملي يووالي اويوبل حق ته ددرناوی په روحيه کيداشي موږ اوتاسود افغانستان ماتي اودډوېدوپه حال کي بېړۍ ته نجات ورکړو .
۷ / دنړيوالی ټولنې څخه غوښتنه کوو دافغانستان دمسلې دحل سوله ايزه لار خپله کړی ،په افغانستان کي په زورهيڅ وخت اوهيچاحاکميت ندی ساتلی افغانان يو مشهور متل لري وايي : ((په زورکلي نه کېږي)) .
موږ پدې باوريو چي که نړواله ټولنه اودملگرومتلو سازمان په افغانستان کي دټولومخاليفو ډلو،سازما نو اوتنظيموتر منځ ديوې گډي اوپراخ غونډي ياجرگې دجوړيدو اودوي ته په خپل منځ کې داوږدو اوپراخو خبرو زمينه برابره کړي تر څودوي پخپله يواوبل ملامت اويودبل څخه دبخښنې په غوښتلوسره دنوی دولتي ادادرې ياسيسټم پر جوړيدوسره يوه خوله شي اوخپله دېته ملاوتړی چي خپل هيوادپرته له پخوانيو خوابديو او تعصو بونوپه گډه جوړکړی ، دابه دوې گټې ولري :
الف : جگړه به ختمه اوپدې هيوادکي به دايمی سولي اوامنيت راستنېدوته لار پرانستل شي .
ب : له بهرنيو هيوادو نه راغلو ځوانانوژوندبه له مرگ نه وژغورل شي .
ج : دغه بې شمېره پيسې که په سوله ايز برخه کې مصرف شي پدې پوره باورلرو چې دڅوکالو په تېرېدوسربه افغانستان دخپلوگاونډيانو سره دساليمی اقتصادي ،علمی اوفرهنگی سيالی جوگه شی .
۸ / دملگروملتوسازمان اوددې سازمان دامنيت شورا،داروپايي هيوادو پارلمان اوداسلامي هيوادو د کنفرانس سازمان اونورو بشری ټولنوڅخه په کلکه غوښتنه کوو دخپلو پلاس کي لرلو سياسي اواقتصادي امکاناتو څخه په استفادې سره دافغانستان پرگاونډيو هيواد فشارواچوی تر څو په افغانستان کې دهر ډول مداخلو او دخالت نه لاس پر سرشي .دافغانستان په اوسنيو نا اراميو کښي موږ دپاکستان اوايران دحکومتو نواوددوي دڅارگرواداروونډه غښتلې اوڅرگنده بولو،له دي امله هيله لروچې داهيوادونه دافغانستان په کورنيو چارو کي دهرډول لاسوهنو څخه لاس واخلي اوددې جگړه ځپلي ولس سره د سولي دوستۍ اوښه گاونډی توب په فضا کي اړيکې وساتی .
۹ / يوځل بياپر ټولو افغانانو ږغ کوو چې د نړيوالي پاملرنې له دي چانس نه دخپل هيواددجوړيدولپاره پراخه استفاده وکړی تر هرڅه ملي گټوته وفادار اوسی ،دنړی دنوروهيوادوله خلکونه ئې زده کړی چې هغو ي په څومره زيار اوزحمت خپل هيوادونه جوړوی اودروښانه راتلونکی لپاره نوي لاري پرانيزی .
دټوپک استعمال اودجگړې دوام دافغانستان او افغان ولس دنابودی لپاره تلاښ اوددې هيواد آزادی ، بيا جوړونې اوهوساژوندراتلوته سترگواښ بولو .
په افغانستان اودنړی په جگړه ځپلوسيموکې دپايداري سولې اودايمی امنيت دټنگېدوپه هيله .

ددوستۍ دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور