تبصره د فرانسې ټول ټاکنې او پاپلې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

نیکلایسارکوزی ۵۲،۶ فصیده رايو په ګټلو سره د فرانسې د ولسمشرپه توګه غوره شو. د فرانسې د ولس مشرۍ دغه ټول ټاکنې په تيرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو تاوده او له ولولو ډکې ټول ټاکنې وې. د ټاکنو په لمړي پیر کې، د ټاکنو د وړ کسانو له ډلې نه په سلو کې څه د پاسه ۸۵ فیصده وګړو برخه اخیستې وه او په دويم پیر کې ۷۶ فيصده. ددې ټول ټاکنو په لومړي پیر کې محافظه کاره ګوند ۳۰ او سوسیالست ګوند ۲۵ فیصده رایې تر لاسه کړې. بايد وویل شي چې د فرانسوا میتران له وخته را په د يخوا دا ډيرې زياتې رایې دي چې سوسیالست ګوند یې تر لاسه کوې، خو ددې ټول ټاکنو پايلې د نورو کین اړخو ګوندونو لکه د کمونیست ګوند او د شنو د ګوند دپاره ښې نه وې. کمونیست ګوند چې د تیرو ټول ټاکنو په لومړي پير کې يې ۲۱ فیصده رایې تر لاسه کړې وه دا ځل يې يوازې تر دوه فيصده لږې رايې تر لاسه کړې. ددې لویدنې علت دا ګڼل کیږې چې د کمونیست ګوند زياتو پلويانو خپلې رايې د سوسیالیست ګوند استازې ته ورکړې، ځکه دوی غوښتل چې د محافظه کاره ګوند، د استازې نيکلا سرکوزی د برې مخه ونیسي. خو ددې ټول ټاکنو پايلې د ښي افراطي ګوند د پاره هم په زړه پورې نه وې، د ښي افراطي ډلې استازې "ژان ماری لوپن" د ۲۰۰۲ کال په ټول ټاکنو کې په زياتو رایو سره د ټول ټاکنو دويم پيرته ور ننوتی ؤ چې په ټوله فرانسه کې یې تشویش او ویره رامنځ ته کړې وه. خو په دويم پیره کې شیراک ورته د ټولو مخالفو سیاسي ګوندونو په ملاتړ ماته ورکړه ، نوموړي ګوند دا ځل يوازې ۱۰ فیصده رايې تر لاسه کړې.

ددې خبرې مانا داده چې د فرانسې ټولنه زياته سیاسی شوې ده. څه موده دمخه د فرانسې خلکو د اروپا قانون ته هم منفې رايه ور کړې وه. په داسې حال کې چې دولتي رسنيو خلک دې ته هڅول څو خپلې رايې د قانون په ملاتړ ورکړي. خو آزادو رسنيو او انتر نيتي خپرونو له خلکو غوښتې وه چې د قانون خلاف رايه ورکړي.
فرانسوا بايرو هغه بل مهم شخصيت دې چې په دغه ټول ټاکنو کې یې ۱۸ فیصد رايې تر لاسه کړې ، هغه د ۲۰۰۲کال په ټول ټاکنو کې يوازې ۶ فيصده رايې تر لاسه کړې وې. دغه ستر بري هغه دې ته و هڅوه څو د يو نوې منځ لارې ګوند د جوړيدو اعلان وکړې. هغه وویل چې د فرانسې سياست وروسته له دې، فرانسه په کيڼ او ښي ویشلی نه شي، نوموړی د ۶ ميليونو رايو په درلودو سره اوس پارلماني ټاکنو ته ځان چمتو کوي.

د نوې ولس مشر ژمنې:

هغه ژمنه کړې چې د دولت په ملاتړ به د کار او روزګار نوې امکانات رامنځ ته کوي. نوموړي همدا راز د ټولنيز عدالت او د فرانسې په سیاسي سيستم کې د بدلونونو د تر سره کولو ژمنه کړې ده.
نوموړی ځان د کار استازی بولي او وایې یوه ټولنه هغه وخت نیمکرغه ده چې ټولنه وکړای شي خپلو خلکو ته کاربرابر کړي او د خلکو د بيکارۍ مخه ونیسي. هغه وايې چې فرانسه د کار او روزګار په رامنځ ته کولو سره کولی شي پانګه رامنځ ته کړي. هغه دا هم ويلي چې فرانسه بايد په ټولنه کې د کمزورو ملاتړ وکړي.
هغه په وروستيو اونيو کې د ښي افراط په لور زيات بدلون وکړ. نوموړی په دغه ټول ټاکنو کې د امريکې پلوي ګڼل کيده. نوموړي وويل چې فرانسه به وروسته له دې يوازې هغه مهاجر او کډوال مني چې ټاکلی تخصص له ځانه سره لري. ده همدارنګه دهغه مهاجرو په هکله چې د فرانسې « ارزښتونه نه مني» وويل که فرانسه ددوې خوښه نه ده په کار نه ده، په فرانسه کې پاتي شي.
نوموړی څه موده دمخه د امريکې له ولس مشر سره ليدلي وه. هغه ويلي وه چې زيات کسان په امريکې کې د توپيرونو په هکله خبرې کوي، خو څوک کولې شي ماته په فرانسه کې يوه کاندوليزا رايس او يا یو کولين پاول وښيی. نو ويلې شو چې نوموړي په اروپا کې به د المان د محافظه کاره صدراعظمې "آنگلا مرکل" په ملګرتيا يو امريکايې پلوه محور رامنځ ته کړي. پخوا شيراک په فرانسه او شرودر په آلمان کې اروپايی محور منځ ته راوړی ؤ چې له امريکې سره دومره نژدې نه ؤه.
نيکلا سرکوزی تل فرانسه د اسرايیلو دوست ګڼلې ده. نوموړی د ايران د اتومي پروګرام مخالف دی. ده وويل ايران خطرناکه هيواد نه دی خو د هغه مشران خطرناکه دي نوځکه بايد د ايران د اتومي پروژې په اړوند ټينګ دريځ غوره شي. نو ځکه هغه دغه مساله په راتلونکي کې د اولسمشر مهمه او خطرناکه دنده بولي. نوموړی د ايران پر خلاف د سختو اقتصادي بنديزونو ملاتړ کوي، خو نوموړی په دی عقيده دی چې پوځي اقدامونه به ټول منحنی ختيځ له بې ثباتۍ سره مخامخ کړي.
نوموړی د چين پر خلاف د پوځي وسلو د خرڅلاو د بنديزونو د له منځه وړلو مخالف دی. دروسيی په هکله دده دريځ له احتياطه ډک دي.

نوموړی په اروپايې اتحاديه کې د ترکيی د ورګډيدو سره مخالف دی او په دغه اتحاد کې د ترکيی ګډيدل د اروپايې اتحاديې د سیاسی مړينې په توګه بولي. هغه وويل چې که ترکيه په اروپايې اتحاديه کې ورګډه شي نو دا کار به د اسلامي بنسټ پالو د غښتلتيا سبب شي او د کردستان کړکيچ به په اروپايي کړکيچ بدل شي.

د افغانستان په اړوند ګمان نه کيږي چې د فرانسې په دريځ کې د پام وړ بدلون منځ ته را شي.
نيکلا سرکوزی وايې د فرانسې وده د نورو پرمختللو هيوادو په پرتله يو فيصد لږ ده او علت يې دا بولي چې فرانسويان لږ کار کوي. نوموړي وويل چې د کار د زياتي ساعتونو له عايد څخه دې ماليه نه کميږي څو خلک زيات کار وکړي او زيات عاید تر لاسه کړي. په دې توګه به اقتصاد وده وکړي.


وزګارتيا د فرانسې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کيږي، د وزګارتيا له منځه وړل او ټولنيز عدالت د ټول ټاکنو په زړه پورې شعار ؤ چې نیکلای سرکوزي ته يې زياتې رايې راماتې کړې. خو دمهاجرو په خلاف توپيري شعارونه که يوازې د ټول ټاکنو شعارونه نه وي نو دا به د لږکیو د خپګان او نارضایتي سبب شي او د ټولنيز عدالت او د بشر د حقوقو مساله به تر پوښتنې لاندی راولي، په داسې حال کې چې نوموړی اوس د فرانسې اولسمشردی، نو له دی کبله به دهغه دنده دا وي څو ټول اولس پر ځان راټول کړي او د ملي يوالي سمبول وګرځي، تر زياته حده د کډوالو ستونزه يوه تبليغاتي مساله بريښي چې د داسی شعارونو پر بنسټ هغه وکولې شو د ښي افراطي ډلو رايه خپله کړي، خو دا کار کيداې شي د کډوالو او لږکيو په خلاف د يولړ محدوديتونو د رامنځ ته کیدو سبب هم شي. لکه څنګه چې دا کار په ځنيو نورو اروپايي هيوادو کې هم وشو. خوکه د فرانسې پخوانيو اولسمشرانو دورې ته نظر وشي نو پخوانيو ولسمشران هم د ښي يا کيڼ اړخ په ملاتړ واک ته رسيدلي وه. فرانسوا ميتران د کيڼ اړخ او د کيڼو شعارونو پر بنسټ واک تر لاسه کړې ؤ خو کله چې يې د اولس مشر په توګه کار پيل کړ نو هغه منځ لارې تګ لاره غوره کړه او په عمل کې د کيڼو سياستونو پر ځاې، د هغه د ښي سياستونو پله درنه وه او همدا راز شيراک چې ښي اړخی سياست پوه ؤ، د خپل اولس مشرې په دوره کې تل منځ لاری پاتې شوې ؤ. نو اوسنی ولس مشر به هم تر ډيره حده په همدغه لاره او په همدغه دود يون کوي.
د بهرنۍ سیاست په ډګر کې به هغه دې ته اړ وې څو د فرانسې دوديز سياست په پام کې ونيسي. فرانسې تل له عربي او مسلمانو هيوادو سره ښې اړيکې درلودې او دغه هيوادونه فرانسه د خپل دوست هيواد په توګه پيژني، په دغه سیاست کې د هر راز منفي بدلون راوستل به، دغه اړيکې زیانمن او سړې کړي.
په اروپايې تړون کې د ترکیی ورګډيدل اویا د هغې څخه مخنيوی هم يوه ستونزمنه مساله ده، په تیره بیا المان او فرانسې پخوا هم دغې مسالې ته دومره ليوالتيا نښوده، ځکه دغه دوه هيوادونه په اروپا کې محوري رول لوبوي. نو ترکیه که څه هم د اقتصادي پلوه ډير وروسته پاتې دي او د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو په ډګر کې هغه معيارونه چې په نورو غړيو هيوادو کې شته، لا نه دي پوره کړې او فرهنګي توپير هم ستره ستونزه ګڼل کيږي. خو ترکيه د خپل نفوس او د ځمکې د پراختيا پر بنسټ کولې شي په دغه ټولنه کې محوري دريځ غوره کړي، چې دا خبره زياتو اروپايې هيوادونو ته په زړه پورې نه ده. نو دا مساله به د ډير کالونه دپاره په همدې بڼه روانه وي. ترکيه د ناتو مهم غړی دی او د امريکا د متحده ايالاتونو سره ټينګې اړيکې لري نو دا کار د ترکيی دريځ غښتلې کوي.
د ايران په اړوند به د فرانسې سياست تر پخوا زيات د امريکا متحده ايالتونو ته نژدې شي په تيره بيا به د امنيت په شورا کې د ايران خلاف د امريکا د متحده ايالتونو دريځ لا پياوړې شي. خو د پوځي اقدامونو مساله به په متحده ايالاتو کې د اولس مشرۍ له ټول ټاکنو وروسته روښانه شي.
روسیه د فرانسې سره پراخې اقتصادي اړيکې لري چې دغه پراخې اړيکې به په راتلونکو پاليسيو کې هم خپل اغيز ولري.
د امريکې سره به د فرانسې اړیکې به تر بل هر وخت زياتې ښې او تودې شي او د المان او بريتانيې په مرسته به يو غښتلی امريکايې پلوه محور منځ ته راوړي.