د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې شيلا بابري سره د نړۍ اونيزې مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړۍ اونيزه

رغاند او يرغل

نړۍ : ريسه صيب!که ځان د نړۍاونيزې لوستونکو ته راو پېژنې، خوښ به شو.
بابري : بسم الله الرحمن الرحيم، پوهنيار شيلا بابري د ننګرهار د ښځو چارو ريسه.

نړۍ : ريسه صيب! د دې رياست پر دندو او فعاليتونو لنډه رڼا واچوئ چې په دې څو کلنه دوره کې مو څه لاسته راوړنې لرلي او څومره پلانونه تر لاس لاندې لرئ؟
بابري : کله چې د کرزي صيب پاچايي اعلان شوه،له دې کبله چې ښځې د طالبانو په وخت کې ځورېدلې او کړيدلې وې، نو د ښځو د حقوقو د اعادې لپاره د ښځو چارو وزارت په نوم يو وزارت جوړشو او د هغې نمايندګي چې دلته د ښځو چارو رياست دى تقريبا اووه کاله کيږي چې دلته فعاليت کوي او دا درې نيم کاله کيږي چې زه دلته د ښځو چارو ريسه يم. له ما نه مخکې محترمه فهيمه جانه مجددي دلته ريسه وه.
ستاسو د سوال دوهمه برخه: دښځو چارو رياست د ښځو لپاره د پالېسۍ جوړولو،حمايه کولو او هغه مشکلات چې د ښځو پر مخ پراته دي د حلولو لپاره يې د وزارت له پالېسۍ جوړولو سره مرسته کوي او د دې پالېسۍ پوسيله به د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې په کراره،کراره حل شي. دښځو چارو رياست پخپل چوکاټ کې شل کسه مامورين لري چې په دې کې شپاړس مامورين رسمي او څلور تنه اجيران (پياده ګان)دي، همدارنګه شپږ مديريتونه لري چې يو يې د اقتصاد، حقوق، تعليمي، تحصيلي، دنشراتو او تبليغاتو، دجندر او روزنې او اداري مديريتونه شامل دي.

نړۍ: ښه د صحت يا روغتيا له برخې به يې راپيل کړو، ستاسو د صحت مديريت څه دنده لري او څه يې کړي؟
بابري : د صحت برخه کې د دې مديريت دنده دا ده چې د عامې روغتيا د رياست په مرسته د ښځو د روغتيايي ستونزو د حلولو لپاره هلې ځلې کوي، زمونږ دنده دا ده چې هغه مشکلات او ناروغۍ چې ښځې ورسره مخ دي مخنيوى يې وکړو .نو مونږ پخپله اجرآت نه شو کولاى ځکه دا د عامې روغتيا رياست دنده ده چې کلينيک جوړ کړي، ډاکټر پيدا کړي، قابله پيدا کړي، نرس پيدا کړي، زمونږ دنده دا ده چې څېړنه وکړو چېرته د کلينيک اړتياده او چېرته د ډاکټرې اړتياده.

نړۍ: که د خپلو همدې څېړنو په اړه لږ معلومات راکړئ چې تر اوسه ستاسو د څېړنو يا وړانديز له امله کوم کلينيک جوړ شوى، يا کوم ځاى ته ډاکټره استول شوې؟
بابري : مثلاً تاسو په ننګرهار کې دا کلينيکونه فضل د خداى دى....

نړۍ: يوه مشخصه شمېره که يې راته ووايئ؟
بابري : مشخصه شمېره يې راته نه ده مالومه، ليکن دا چې تاسو ګورئ په لېرې ولسواليو کې کلينيکونه موجود دي، پرون هم ما د صحت عامې رياست ته وويل چې دا کلينيکونه د ولسوالۍ په سطحه کفايت نه کوي. هغوى وويل چې مونږ په اينده پلان کې په نظر کې لرو چې دا هم ډېر شي. همدا ډول د صحت عامې رياست په مرسته صحي کمپاينونه تر سره کوو،په ډېرو سيمو کې دښځو چارو رياست په مرسته دا کمپاينونه ترسره شوي هم دي. همدا ډول مو يو شمېر ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ کړي او مهمه خبره دا ده چې مونږ د ښځو چارو رياست د واکسينونو د تطبيق لپاره صحت عامې رياست ته همېشه ښځې برابروو. فرضاً سل ښځې، څلوېښت ښځې، هر څو چې د هغو په کارې وې، مونږ يې پيدا کوو او دوى بيا ورنه کار اخلي. دا په څاګانو کې چې دوا اچوي، دا حفظ الصحه محيطي دا هم د ښځو چارو رياست البته د صحت عامې رياست يې عملي کار کوي،خو مونږ ورته ښځې برابروو. هغه کونډې او بېوزلې ښځې چې محتاجې په کورونو کې پرتې دي مونږ يې ور پېژنو، هغوى بيا پر کار ګومارل کېږي هلته صحت عامه کې.

نړۍ: ښه ريسه صيب! د فاطمه سرور په نامه يوې معيوبې خور پوښتنه کړې چې مونږ په ټولنه کې ډېرې داسې معيوبې خويندې لرو چې د خپل توان مطابق کار کولا ى شي، د ښځو چارو رياست په دې اړه څه کړي دي؟
بابري : واقعاً دا پوښتنه پر ځاى ده ځکه چې سالمو اشخاصو ته مرسته کومه ځواني نه ده، لاکن ځواني هغه ده چې هغو کسانو سره چې معيوب نارينه که ښځې وي مرسته وشي ځکه چې هغوى نا امېده او محتاجه وي له هغوى سره بايد چې سل فيصده مرسته وشي او د خداى په فضل زمونږ د کار او امور اجتماعي رياست چې حاجي حيات خان يې ريس دى يوه برخه يې د معلولين او معيوبين دي نو هغه د حاجي صيب حيات خان اکثره پروژې معيوبينو او خصوصاً ښځينه معيوبينو ته ورکول کېږي چې مونږ يې له يو ځاى نه اخلو او هغه حاجي حيات خان ته ورکوو ځکه چې د شهداوو او معلولينو بخش هغوى سره دى.

نړۍ: د ښځو چارو د ريسې په توګه په دې برخه کې ستاسو دنده څه ده؟
بابري : ما خو درته وويل چې مونږ هلې ځلې کوو فرضاً ډونر پيدا کوو، يو انجو پيدا کوو، يوه موسسه پيدا کوو چې د معيوبو ښځو لپاره پروژې ورکړي او داچې کله يې مونږ پيدا کړو بيا هغه د شهيدانو او معلولين رياست ته ورکوو ځکه چې د هر چا کار مالوم دى مونږ نه شو کولاى د بل کار کې لاسوهنه وکړو.

نړي : فرشته مرسل خور پوښتنه کوي چې د ښځو ځينې ټولنې ښځې د انحراف (بې لارۍ) لور ته هڅوي تاسو په دې اړه څه کړي؟
بابري : دوى سره مې شخړې کړي، دوى مې وزارت ته معرفي کړي دي، خپله مې ورسره مېټينګ نيولى دى چې له دوى سره زه ډېره متعصبه يم، زه يې تعصب لرم ځکه چې پښتانه د خپل دين او ناموس پر سر ډېر سخت کلک ولاړ دي او زه نه غواړم چې زمونږ ښځې داسې دموکراسي ولري.

نړۍ: له چاسره په دې هکله غږيدلي يئ، چا سره مو شخړه کړې، او څوک مو وزارت ته معرفي کړي؟
بابورۍ : دلته زمونږ يوه مشاوره وه چې دلته يې همداسې کارونه پيل کړي و، ما ورسر ه شخړه وکړه، هغه لاړه وزارت ته پر ماباندې يې نيوکې وکړې ،حتى والي صيب ته لاړه زما په اړه يې ډېرې بد رد ويلي و چې دا داسې ښځه ده،دا داسې ښځه ده حتى داسې يې ويلي چې دا القاعده ده ،طالبه ده،د پرمختګ مخنيوى کوي، ښځو ته پروژې نه اخلي ډېره بدنامي يې راپسې کړې وه او هماغه و چې والي صيب يو هيات وټاکه او هغه خبره يې سپپينه کړه چې د هغې خبره دروغ وه او زما خبره فضل د خداى وه چې رېښتيا وه ، حق په جانبه وم، او هلته وزارت ته هم تللي و او وزارت کې هم ډېرې خبرې پيدا شوې چې زه يې غوښتې وم او خپل مشکلات مې ورته وويل چې دا خور داسې وايي، داسې وايي، داسې وايي په دې ننګرهار کې داسې خبره نه شي کېداى مونږ نه غواړو چې ښځې په دې سرعت کې يانې دوى رشد وکړي دا سرعت عمل دى،دلته اوس وضعيت ښه نه دى چې دا زمونږ خويندې دې داسې کارونه وکړي مثلا دې وې چې مونږ به د ښځو لپاره سپورتي ميدانونه جوړوو، هلته به خويندو ته دا برزو مرزو ورکوو، او هلته به د ښځومسابقې جوړوو خلک به را ټولوو هغې ويل ته ضعيفه يې، ماوې ځه خورکۍ سپورت د نر او ښځو لپاره فرض دى ،فرض نه دى البته ضرورت دى چې هر انسان د خپلې سلامتۍ لپاره هلې ځلې کوي لاکن اوس هغه شرايط لا مساعد نه دي چې زمونږ خويندې هغه برزوان او جمپرکې واغوندي او په ميدانونو کې ګډ شي ځکه چې ...
خبره په شرايطو ده، زمينه سازي ده، اوس زمونږه ورونه چې کلونه،کلونه يې جهاد کړى يا کلونه،کلونه يې جنګ کړى دوى لږ له مدنيت نه لېرې پاتې دي، په دې باندې بايد مونږ او تاسې اقرار وکړو، تر څو چې د هغوى ذهنونه دې ته اماده کېږي ، يانې اول مونږ او تاسو لپاره ذهن وېنځل په کار دى يانې چې يو وار دوى اماده شي لکه تاسو غوندې نوي ځوانان له خيره به جېګ شي او اخلاقاً اماده شي چې زمونږ خوېندې د باندې ووځي. او همدا اوس هم مونږ په دې هڅه کې يو چې فرضاً سپورت وکړي او فرضاً موسيقي، او نور هنرونه ترلاسه کړي . همدا تاسو ځوانان او زه زړه په همدې کوښښ کې يو چې مدنيت راولو خو د اسلامي او افغاني فرهنګ په چوکاټ کې.

نړۍ: تاسو ووې چې مونږ به ښځو ته د ورزش او موسيقۍ زمېنه برابره کړو او مدنيت به راولوخو له دولسم ټولګي فارغه خور ثمر په خپل راليږلي ليک کې وايي چې په لېرې پرتو سيمو کې حتى چې په نېږدې پرتو سيمو کې ښځې د ناروغيو او په ځانګړي ډول د نسايي او ولادي ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکوي نو تاسو د سپورت او موسيقۍ د زمېنې برابرول ډېره اړينه ګڼئ او که له مرګه د ښځو ژغورل؟
بابوري : خبره په همدې کې ده ،که ما ضرور ګڼله نو هماغسې به مې کړي و خوضرورت د ادى چې اول دا چې ښځه يوه مور ده ،د يو مور ضايع کېدل د اجتماع ضايع کېدل دي، د يو فاميل تباه کېدل دي، د هغې غم بايد وخوړل شي،پس له دې نه چې زمينه مساعده شوه لږ خلک ذهناً اماده شول بيا هغه کار به پيلوو چې ممکن پينځه کاله وروسته دا ژر نه کېږي

نړۍ: د بي بي حوا لېسې څخه د سيما ساپۍ په نوم يوه خور ليکي چې ډېرى ښځې د ښځو چارو پر رياست باندې باور نه لري او د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته مراجعه نه کوي، د دې لامل څه دى؟
بابړۍ : د دې خور خبره داسې ده چې دا خور يا ماشومه او يا ځوانه ده ، ځوانه د ځوانانو امريت پورې اړه لري او ماشومه وړوکتون او معارف پورې اړه لري. دا ښځه نه ده تاسو ګورئ چې دلته په سلهاوو، سلهاوو ښځې راځي، ځينې ښځې مشکلات لري، ځينې ښځې کار غواړي، ځينې ښځې زده کړه غواړي، ځينې ښځې د سواد زده کړه غواړي، دا خور خبره نه ده له ځانه يې يوه خبره کړې

نړى : د ښځو چارو رياست يوازې د پخو ښځو لپاره دى او که د ټولو لپاره؟
بابري : يوه خبره بله هم ده چې زمونږ خلک ځان نه ځوروي، فرضاً دا چې کوم کار چېرته کېږي دا د خلکو وظيفه هم ده. دې نجلۍ که رېښتيا هم يو مسوليت لرلو نو دلته به راغلې وه که د افغانستان تبعه وه، د ننګرهار ښځه وه، دلته به راغلې وه زه به يې له ګرېوانه نېولې وم چې اى شيلا بابري! ته دلته څه وظيفه لرې؟ څه کوې؟ ښځو لپاره ته څه کوې؟ له نېږدې به يې ليدم له لېرې نه په نيوکو دا وطن نه جوړيږي.

نړۍ: افغاني ټولنې ته په کتو چې پېغلې جونې په کې يو ځاى ته د خپلې ستونزې د شريکولو په موخه په اسانۍ نشي ورتلى، دا به ښه نه وه چې تاسو داسې ګرځنده ټيمونه لرل چې پر کلو او کورونو ګرځېدل، د ښځو ستونزې يې له نېږدې ليدلې ؟
بابري : دلته راځي په سلهاوو پېغلې جينکۍ راځي، زما رياست ديوې مور په صفت د دوى پر مخ پرانيستې ده، زه د يوې مور په صفت دلته ناسته يم،هره يوه جينۍ که راشي زه د يوې مور په صفت ورته مشوره ورکوم،که ښځه راځي ديوې خور په صفت مشوره ورکوم

نړۍ : خو ډېرى خويندې د خپلو ستونزو د شريکولو او حلولو لپاره لا له کوره نه شي وتى تاسو د ګرځنده ټيمونو په برخه کې کوم پلان لرئ؟
بابري : ستاسو خبره واقعاً چې ډېره پر ځاى ده او زه يې منم ،تاييدومه يې خو خبره په دې کې ده چې ته له ما نه پوښتنه وکړه چې د ښځو چارو ريسه صاحب ته مالي امکانات لرې او کنه ؟ ځکه چې زه پخپله تر اوسه موټر نه لرم، زه خپلو مصارفو ته حيرانه يم او دا چې ګرځنده ټيمونه وي هغه خوارانې به خپل معاش په همدې ولګوي او کور ته به خاورې يوسي. نو خبره په دې کې ده چې د ښځو چارو رياست امکانات نه لري که د نورو رياستونو په شان امکانات ولري او ښه بوديجه، ښې پيسې او امکانات ولري انشاالله زه به دا چېلنج او امتحان ورکړم چې د نورو رياستونو پر ځاى څه کوم، متاسفانه چې زه تش لاسې يم او تش لاس مې دښمن دى.

نړۍ: تاسې د دې علت څه بولئ چې نور رياستونه مالي امکانات لري، موټرې لري دا ددې مانا نه لري چې د ښځو چارو وزارت د يو سمبوليک وزارت په توګه جوړ شوى ترڅو خلکو ته وښيي چې مونږ ښځو ته کار کوو دا تاسې منئ چې تاسو يو سمبوليک رول لرئ؟
بابري : والله زه ځانته سمبوليک نه وايمه ، ځکه فضل د خداى زه پر ځان ډېر باور لرمه، وګوره هلته وزارت هم دى دلته ولايت هم، فضل د خداى دى زمونږ والي هر ډول امکانات لري او زمونږ خارجي موسسې هم پوره امکانات لري. زه خلکو ته به دا ښيم چې دوى يوازې په نوم ښځه،ښځه وايي او په عمل کې هسې چې ښځه د قدر وړ ده هسې قدر نه ورکوي. لاکن زه د ښځو لپاره شخصي هڅې کوم چې دوى ته وښيم چې ښځې بيدون له امکاناتو هم هلې ځلې کوي او خپله وظيفه ترسره کوي. زود خلاص کو که مه کار دارم.

نړۍ: په محبسونو کې پرتو ښځو ته مو څه کړي دي؟
بابرۍ : زمونږ د حقوقو مديريت د هغوى دوسيې څېړي همېشه ځي محکمې او څارنوالۍ ته. خلاص کو، خلاص کو.

نړۍ : که په لنډ ډول ووايئ چې په دې برخه کې ستاسو مسوليت څه دى؟
بابري : زمونږ مسوليت يوازې په دې برخه کې دادى چې د حقوقو مديريت مو د دوى دوسيې ګوري او د حل لارې ته يې زمينه برابروي څو چې کيسونه يې ژر له خيره حل شي ځکه چې اکثره زمونږ ښځې هغه کسان نه لري چې د هغوى ملاتړ وکړي، ځکه چې زمونږ خلک په دې شرمېږي چې خور،ښځه يا مور يې په محبس کې وي نو ځان ترې ګوښه کوي او د هغوى پوښتنه نه کوي د هغوى پوښتنه همېشه د ښځو چارو رياست کوي، هغوى ته مواد او امکانات ور وړي، هغوى ته لباس وړي، دوا ور وړي، ځينې وخت نقدې پيسې ورکوو، متاسفانه چې مونږ خپله غريب يو خو څه چې مو له وسه وي د هغوى له سره يې جاروو.

نړۍ : د سيد جواد حشمت په نامه يو ورور پر تاسو نيوکه کوي چې تر لاسه کېدونکي مرستې په شخصي ډول وېشئ او ټولو ښځو ته پکې ونډه نه ورکوئ دا خبره څومره منئ؟
بابري : خلک ما پېژني، زه کوم فراشتي ښځه نه يم چې له هوا نه فراشت شوې او ننګرهار کې ښکته شوې اوسم، دا مې پينځه ويشت کاله کېږي چې زه د تعليم او تربيې په پوهنځي کې چې مخکې عالي دارالمعلين و استاده وم.

نړۍ : دا ستاسو شخصي ژوند و، ستاسو پر اداري ژوند خبره کوو.
بابري : ته وګوره، ته کېنه داټول خلک ما پېژني، اخلاقاً زه هسې ښځه نه يم چې هر شى او نه دومره غريبه او بې وسه ا و نا توانه يم چې هغه شى به ځانته واخلم يا شخصي استفاده ترې وکړم، لاکن دې ته راځو چې يو وار مې در ته وويل چې ښځې د جامعې نيمايي نفوس جوړوي فرضاً يو څوک چې راسره مرسته کوي فرضاً درې سوه جوړې کميسونه، زر جوړې موزې، هغه مرسته هم يوازې P.R.T کوي

نړۍ : تاسې داد کوم معيار له مخې وېشئ؟
بابړي : ته وګوره، ته وګوره چې فرضاً په ميلونهاوو ښځو ته درې سوه جوړه کالي، سل ټيکري، فرضاً زر جوړه جر ابې يا څپلکې دا نو څنګه ووېشو؟ لکه په يوه وړه تېږه چې په بحر کې واچول شي نو دا مالومه ده چې د خلکو غږ به پوره کېږي لاکن زه له خلکو نه ډارېږم، زه له خپل وجدانه ډارېږم، زه له هغې ورځې ډارېږم چې خداى له مانه ځواب غواړي، زه د خلکو بندو واز نه يم، زه خداى ته عبادت کوم، خداى ته کار کوم او د خداى بنده يم هغه ته کار کوم.

نړۍ : ريسه صيب! په ښار کې د ښځينه سوالګرو شمېر له يوې ورځې تر بلې ډېريږي...
بابري : بس است ناوخت است ديګه بامان خدا

نړۍ: د ډېرو لوستونکو پوښتنې پاتې شوې
بابري : بان بيادر نا وقت است، نا وقت است ديګه به امان خدا

نړۍ : ريسه صيب! يو تصوير خو به دې واخلو.
بابري : ها،ها که والي قار مېشه، حاله مره بياب ميکنه .....
مرکه کوونکي : رغاند او يرغل

د نړۍ ګرانو لوستونکو! د راتلونګې ګڼې لپاره غواړو چې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس حاجي حيات خان دېرې ته ورچکر شو. که تاسو له هغه محترم څخه کومه پوښتنه، ياپرې نيوکه لرئ، نو د نړۍ ادارې ته يې د ليک، ټليفون او يا برېښليک په واسطه راواستوئ. نړۍ به د خپلو خلکو او چارواکو تر مينځ د يوه ارتباطي پل په توګه، ستاسو پوښتنې او نيوکې د مرکې په بڼه له هغه سره شريکې کړي او د هغه ځوابونه به په راتلونکې ګڼه کې خپاره کړي. مننه .
٠٧٧٢٢٧٩٧٨٦ ، ٠٧٨٦٣٩٦٠٨٠
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.