دکرزی صا حب تر ټولو ښه اقدام دسستا ینی وړده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان ولس مشر ښا غلی کرزی صا حب دوری دمیا شتی په شپږمه نیټه خپله شخصی شتمنی په شفا فه توګه په ډاکه کړه،نو موړی په دغه اقدام سره دوطن اوخلګو ددښمنانو ټولو هغو ناوړه او بی ځا یه تبلغاتو ته دپای ټکی کیښودی کوم چه غوشتل يئ دهمدغه ناروا اوبی دلیله تبلغا تو په بهانه دمحترم کرزی صاحب شخصیت او کړنی تر سوال لا ندی را ولی او خپلو اهدا فو ته ځان ورسوی،چه ددغه تبلغا تو لویه برخه د مسکین یار دتلو یزیون دکتنه(نګاه) دپرګرام تر ټولو ښه مثال کیدای شی چه بی دکوم سند اوشا هد ځخه همیشه دښا غلی کرزی صا حب او دهغه په معزز فا میل با ندی تعرض او تیری کوی خو دغه زما دبحث برخه نه ده چه مسکین یار ځه اهداف لری؟
محترم کرزی صا خب دخپلو شتمنیو په باب داسی وویل
د افغانستان داسلامي جمهوريت ولسمشر حامد کرزي خپله شخصي شتمني ښکاره کړې او ويلي يې دي چې ټوله شتمني يې يواځې شاوخوا لس زره امريکايي ډالره ده چې شاوخوا يوولس کاله وړاندې يې د فرانکفورت په يوه بانک کې اچولي.
نوموړي نن په داسې حال کې چې دهيواد قاضي القضات پوهاند عظيمي او د اداري فساد پر وړاندې دادارې مشر محمد ياسين عثماني يې ترڅنګ ناست ول وويل چې دی پر يادې شوې سرمايې سربېره نور هېڅ ډول منقوله او غير منقوله شتمني نه لري او نه هم دچا پوروړی دی.
ولسمشر دخپل مياشتني معاش په اړه ويلي چې د دولت له خوا ده ته دمياشتې ۲۴۳۵۰ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.
کرزي دخپلې مېرمنې دګاڼې په اړه ويلي چې هغه شاوخوا د ۵۱۱۰۰۰ افغانيو په ارزښت ګاڼه لري او نور نه کوم اپارتمان لري،نه شخصي موټر او نه هم نور څه.
ولسمشر دخپلې شتمنۍ د په ډاګه کولو سره په هيواد کې دلوړ پوړيو چارواکيو او وکيلانو نه غوښتنه وکړه چې دوی دې هم خپله شتمني ثبت کړي.
خدای دی وکی چه دکرزی صا حب ددغه اقدام څخه رموژ دهیواد نورسیاسی شخصتونه هم دعبرت درس واخلی او دخبلو شتمنیو په باب دکرزی صا خب په شان معلو مات درسنیو په اختیار کی کیژ دی .
دوهمه موضع بیا هم دمحترم کرزی صاحب دورور محمود کرزی هغه مصا حبه ده چه څوورڅی مخکی یی دڅان او خبل فامیل ددفاع په خا طر دهغو بی څا یه تورونو په باب چه دبعضو خارجی ورڅ پا نو له خوا په دوی لګول شوی و، دیاده ولو بولم البته دبینوا دانترنیتی سایت په اجازه .
د نیویارک ټایمز د رپوټ په غبرګون کې د محمودکرزي څرګندوني
یادونه: د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي دغه څرګندوني د نیویارک ټایمز د ورځپاڼي د هغه رپوټ په غبرګون کې په کابل کې د سرینا په هوټل کې خبریالانو او را غونډو شویو کسانو ته وکړي چې د هغه د امپراطورۍ په اړه یې لیکلی وو.
محمود کرزي په لنډو ټکیو کې د دغه کنفرانس په اړه وویل: (( زه په دغه کنفرانس کې د ځان دفاع کوم او غواړم چې د نیویارک ټایمز دروغ رد کړم او که وکړای شم هغوي محکمې ته حاضر کړم ))

د محمود کرزي څرګندوني :
نیویارک ټایمز ورځپاڼي څوڅو ځله په ما او زما په وروڼو پسې بي بنسټه او په ناسمو اطلاعاتو ولاړې لیکني کړي دي. هغوي په احمد ولي کرزي پسي تیر ځل لیکلي وو چې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري چې ما بیا د دغې لیکني په غبرګون کې په دوي پسې هم لیکني وکړي او هغوي یې سخت په غوصه کړل چې ښایې دغه نوی مطلب هم د دوي د غصو یوه برخه وي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼي خبریال او د دغه رپوټ لیکونکی کابل ته راغی او له ما سره یې هم ولیدل. هغوي پینځه ورځي له ما سره تیري کړي او ما ورته ټول شواهد په واک کې ورکړل تر څو هغه ابهامات چې ورته د نورو کسانو له خوا زما په اړه پیدای کړای شوي وو لري شي.
کله چې د نیویارک ټایمز خبریال په افغانستان کې زما د شتمنیو په اړه له ما څخه پوښتنه وکړه چې ځیني کسان لکه د ولسي جرګې غړی داود سلطان زوی او اشرف غني احمدزی وایې چې تاسو په افغانستان کې د حامد کرزي په ملاتړ ډیري پیسې تر لاسه کړي ما ورته وویل چې دا افغانستان دی، دلته زه هم تر اوسه نه پوهیږم چې څومره مالیه مې ورکړي ده او زما عشر او ذکات څومره کیږي، دا خو امریکا نه ده چې د هر چا ټول حسابونه د کاغد او دفتر پر مخ پراته وي او هر څه معلوم وي چې څوک څومره لري او چیرته یې له کومي لاري څرنګه انتقالوي.
ما هغوي ته وویل چې په افغانستان کې دا ډیره ګرانه خبره ده چې یو څوک د چا د شتمنیو په اړه ریښتیني معلومات ولري او هغه کسان چې زما په اړه تاسو ته د شتمنیو خبره کوي اصلا هیڅ معلومات نه لري او زه د هغوي خبري ردوم ځکه دا کسان غواړي له دې لاري زما د ورور حامد کرزي سیاسي موقف ته صدمه ورسوي.
ما خپل ټول مالیاتي معلومات د نیویارک ټایمز په اختیار کې ورکړل.
هغوي له ما څخه پوښتنه وکړه چې ته په امریکې کې څومره شتمني لرې؟ ما ورته وویل چې زه د امریکې په څلورو ولایتونو کې څلور رسټورانټونه لرم، یوه تجارتي ودانۍ، په کلفورونیا ایالت کې د یوې ودانۍ لپاره یوه ټوټه ځمکه همدا راز د موټرو دوه پارکینګونه او په میرلنډ ایالت کې د ځان د استوګني لپاره یو کور هم زما د شخصي شتمنیو یوه برخه ده .
مونږ په لومړي سر کې ډیري پیسې نه لرلي. راځی زمونږ د ژوند یوه ریښتینی بیان درته وکړم هغه دا چې کله مونږ د زاهر شاه په وخت کې په افغانستان کې وو زمونږ یو ورور په لند کې د انجینرۍ په زدکړوبوخت وو او کله چې هغه له زدکړو بیرته هیواد ته را ستون شو نو د پلار د اوږو بار شو نو پلار به مې تل ورته ویل چې تا خو انجینري هم وویله او اوس بیا هم پر ما پروت یې .
نو پلار مو د زاهر شاه سره د خپلو اړیکو په لرلو سره په دې پوه شوی وو چې داود خان راځي او نور نو په ملک کې حالات سم لوری نه مومي، هغه مونږ ته وویل چې باید له هیواد څخه ووزو او یو بل ځای د ژوند لپاره غوره کړو. همداسي وشول چې زه د طب د پوهنځي محصل وم او امریکې ته ولاړم .
زما یوازنۍ هیله دا وه او خپل پلار ته مې هم دا وویل چې زه غواړي سوداګري وکړم او ډیري پیسې تر لاسه کړم. داسي نه ده چې ما پیسې په اسانه تر لاسه کړي دي، زما ټولي پیسې زما د لاس د تڼاکو محصول ده او داسي ورځي هم شوې چې ما په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ساعته کار کړی. کله چې به زه بعضي وختونه له کار څخه کور ته راغلم نو ټول ماشومان به بیده ول او کله چې به زه سهار وختي له کور څخه د کار په لور تلم بیا به هم هغوي بیده ول او ډیر وختونه خو به مي حتی خپل ماشومان هم د کار له لاس نه لیدل .
نیویارک ټایمز او د دغې مقالې لیکوال غواړي چې نړۍ ته دا وښیې چې په امریکې کې زما تول کارونه ناکام ول او اوس مې چې کومي پیسې پیدا کړي نو دا ټولي د ولسمشر حامد کرزي له برکته دي چې اصلاً دا خبره هیڅ واقیعت نه لري .
هغوي وایې چې زه په افغانستان کې تر ټولو بډایه کس یم .
" لومړۍ خبره دا ده چې د پیسو ګټل خو جرم نه دی". لیکن ما په خپل ژوند کې ژمه کړي چې خیانت به نه کوم او په چل ول به پیسې نه ګټم ځکه چې زما لپاره د افغانانو ژوند ډیر مهم او ارزښت ناک دی ".
" زمونږ تقریباً ۹۰ فیصده خلګ په فقر کې ژوند کوي، او هغوې په دې هڅه کې دې چې څرنګه کولای شي خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي .
راځو یوې بلې مسلې ته چې نیویارک ټایمز یې په اړه لیکلې دي چې هغه د سمنټو د فابرېکې په اړه ده .
کله چې څوکاله دمخه زما ورو حامد کرزي د بغلان ولایت د سمنټ غوري د فابرېکې د بیرته فعالولو په اړه له فرانسوي او آلماني شرکتونو څخه په دې برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه نو هغوي حاضرې نه شوي چې دغلته پانګونه وکړي .
" دغو شرکتونو ویل چې دوي د امنیتي ستونزو له کبله نه شي کولای په افغانستان کې پانګه واچوي او دغه فابرېکې بیرته فعالي کړي ځکه افغانستان د امن ځای نه دی .
وروسته وروسته یو بل امریکایی شرکت راغی او حاضر شو چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. ما د دې شرکت په اړه پوره معلومات درلود چې پیسې نه لري او د سمنټو په برخه کې یې هیڅ کله هم پانګونه نه ده کړي .
د لږ مودې په تیریدو سره همداسي هم وشول چې دغه شرکت پیسې نه لرلي او بیرته یې ځان په شا کړ او ورسره شوی دولتي تړون فسخ شو .
مونږ افغان سوداګر د سوداګرو په خونه کې د یوې غونډې په جوړولو سره را ټول شوو او په دې مسلې مو خبرې وکړې چې راځۍ وروڼو د افغانستان جوړول هم زمونږ وجداني او ایماني دنده ده نو ښه به وي چې د غوري سمنټو فابریکه په پښو ودرو .
هغوي په دې مسله هوکړه وکړه او په دې غونډه کې ۴۵ ملیونه امریکايي ډالره مونږ را ټول کړل چې پرې دغه فابریکه فعاله کړو .
د حاضرو سوداګرو شمیر د ۴۰ او ۴۵ په مینځ کې وو .
مونږ دولت ته ورغلو او بیا مو دغه قرار داد د داوطلبۍ له مخې ونیول او تاسو کولای شې چې د داوطلبۍ اعلان په افغان اعلانات کې وګوري چې اوس هم موجود ده .
.د پارلمان وکیل ښاغلی داود سلطان زوی زما په اړه خلافي خبري کړي دي، دروغ یې ویلي دي .
اوس دغه فابریکه په ورځ کې له یو نیم تر دوو لکو امریکايي ډالرو پوري ګټه کوي چې مونږ له دغو پیسو څخه د فابرېکې شاوخوا ۱۵۰۰ کارګردانو ته معاشونه او د ژوند نورې اسانتیاوي هم برابروو چې تاسو کولای شې هغه له نژدې وګورۍ .
فابریکه اوس د جوړیدو په حال کې ده او تاسو کولای شۍ د مامورینو دژوندانه دکچې له ښه کیدو څخه له نژدې لیدنه وکړۍ اوخپل قناعت حاصل کړۍ .
که چیرته د اوبو او بریښنا وزارت له مونږ سره د بریښنا د برابرولو په برخه کې مرسته کوي نومونږکولای شو په ورځ کې زر ټنه سمټ تولید او بازار ته وړاندي کړو .
" دا چې زمونږ ګاونډیان هم زمونږ پر وړاندي په دسیسو کې لاس لري کومه د شک وړ خبره نه ده ".
" ګورۍ! پاکستان نه غواړي چې مونږ سمنټ په خپل هیواد کې تولید کړو او هڅه کوي چې له یوې لاري نه له یوې لارې زمونږ د کارونو خنډ وګرځي ".
که چیرته د پاکستان حکومت زمونږ مخالفینو ته لس زره ډالر وکړي هغوي په هیڅ هم نه دي تړلي او هر هغه څه چې ورته ویل کیږي ترینه دریغ نه کوي .
" همدا اوس اوس پاکستان امریکې ته د افغانستان په اړه داسي خراب ضهنت ورکوي چې له مونږ سره یې اړیکي خرابي کړي چې انشالله په خپل دې کار کې به ناکام شي، او هغه څه نا څه ستونزي به هم هوارې شې چې د ولسمشر حامد کرزي او امریکې تر منځ په دې ورستیو کې رامنځ ته شوي دي ".
هر کال له افغانستان څخه د سمنټو د واردولو په برخه کې ۵۰۰ ملیونه امریکايي ډالر پاکستان ته روان دي .
دوه ځله زمونږ فابریکې ته ځانمرګي برید کونکي راغلل او غوښتل یې زمونږکارونه له خنډ سره مخ کړي چې زمونږ امنیتي مسولین شاهدان دي چې دغه دسیسې مو شنډي کړې .
همدا اوس اوس په دې فابریکې کې ۳۴ کسه شریکان دي. او زه پکې کار کوم ماته هیڅ معاش نه را کول کیږي البته شریکانو مو راته وویل چې تا ته به د میاشتې ۲۵ زره امریکايي ډالره معاش درکوو خو ما وویل چې نه زه له تاسو سره بي معاشه کار کوم .
دوهمه مسله په افغانستان کې د ټیوټا د موټر جوړولو د کمپنۍ د نمایندګۍ په اړه ده چې نیویارک ټایمز یې په اړه لیکنه کړي .
" ټیوټا کمپنۍ یو خصوصي شرکت ده ، ما له هغوي سره تړون وکړ او په افغانستان کې مو د ټویوټا نمایندګي ونیوله. هغه هم سوداګر دي مونږ هم سوداګر یو هغوی هم یو شرکت لري مونږ یې هم لرو . "
" په دې شرکت کې مو څلور ملیونه امریکايي ډالره پانګونه کړي ده . "
بله خبره په کندهار کې د استوګني د یوه ښارګوټي په اړه ده چې نیویارک ټایمز لیکلي چې ګواکي دغه ښارګوټي په دولتي ځمکو جوړ شوی او له دې لاري ما وروڼو ډیري پیسې تر لاسه کړي دي .
" چې کله ما دا ښارګوټي جوړاوه نو زه د کندهار والی ګل آغا شیرزي ته ورغلم او هغه ته مي وویل چې زه غواړم دغه سیمه کې یو ښارګوټي جوړ کړم چې پرې د خلکو ژوند سم شي .
ګل اغا راته وویل چې دا خو ډیر ښه کار دی، هر څومره چې ژر کیږي باید دا کار پيل شي او پیسې ورته برابرې کړه .
ما پیسې له بهرنیو کمپینو په قرض برابرې کړي او دا کار مو پیل کړ .
دغه پروژه تاسو له نژدې وګورۍ چې د افغانستان یوه له تر ټولو موفقو پروژو څخه نن شمیرل کیدای شي .
په دغه پروژه کې کورونه، څړکونه، کلینیکونه، ونې او ښایسته تفریح ځایونه شتون لري .
دغلته تقریباْ ۵۰۰۰۰۰ ونې دمګړۍ شنې ولاړي دي چې خورا ښایسته منظره لري .
ما له دې پروژې څخه یوه روپۍ هم امریکې ته نه ده وړي او دری اعشاریه اوه ملیونه امریکايی ډالره د دغې پروژې له لارې هغه شرکت ته ورغلي چې پانګونه یې کړي .
په دغه ښارګوټي کې دوه، دری، څلور او داسي نور اپارتمانونه شتون لري چې دوه اطاقه یې په ۲۰ زره امریکايي ډالره دي چې دا نرخ د افغانستان د ښارونو په کچه په دې سهولتونو سره ډیر ټیټ دی .
مونږ یوه دوه اطاقه آپارتمان چې په درۍ بسوې ځمکه جوړ شوی وي په شل زره امریکايی ډالرو خرڅوو چې د حکومت مامورینو ته مو پکې د قست شرایط هم برابر کړي دي .
"ما د پوهنتون له چارواکو سره هم خبري وکړې او هغوي ته مې وویل چې که چیرته غواړي دلته پوهنتون جوړ کړي نو مونږ چمتو یو چې هر څومره ځمکه چې غواړۍ په وړیا توګه ستاسو په واک کې درکړو . "
زه په ټول افغانستان کې یو کور نه لرم، یو جریب ځمکه حتی یوه لویشت ځمکه هم نه لرم او که چیرته را باندي د جایداد مالکیت ثابت شو بیا ما جریمه کړی .
زه د خپلې کمپنۍ په دفتر کې په یوه کوټه کې ژوند کوم .
ما ټول کارونه په پور روان کړي دي او که چیرته زما پروژې ناکامي شي نو بدبختانه چې ټول مشکلات ما ته متوجه دي نه بل کس ته .
هغوي څو څو ځله زما په ورور احمد ولي کرزي هم تعرض کړی دی .
زما ورور حامد کرزي له جورج ډبلیو بوش سره په خبرو کې هغه ته ویلي چې که ریښتیا هم زما ورور دمخدره توکو په قاچاق کې لاس ولري نو راشۍ دا مسله به د محکمې له لارې هواره کړو او احمد ولي کرزی به محاکمې ته را کش کړو خو بوش ورته ویلي چې دا مسله واقیعت نه لري .
کوم تورونه چې په ما او په احمد ولي کرزي تپل کیږي موخه یې دا ده چې مونږ او زمونږ ورو حامد کرزی بدنامه کړي او د حامد کرزي سیاسي شخصیت ترور کړي .
ما څو څو ځلي چې غوښتل ځیني پروژې واخلم نو ولسمشر کرزي په خپله زما مخالفت کړی په داسي حال کې چې نیویارک ټایمز وایې چې مونږ د حامد کرزي له موقف څخه په سوی استفادې ډیري پیسي جوړي کړي دي .
را به شو د طلوع ټلویزیون په اړه خبرو ته .
د طلوع ټلویزیون ریس سعد محسیني ویلي چې ما ډیري پیسې را ټولي کړي دي، محسیني د حاضر شي طلوع ټلویزیون د ما ته را کړي زه ورته خپل ټول هغه جایدادونه ورکړم چې په کابل کې یې لرم .
سعد محسیني افغانستان په تشو جیبونو راغلی وو او اوس یې وګورۍ .
" طلوع ټلویزیون په شر اندازۍ، د قومونو تر منځ د اختلافاتو په اچولو، دروغو او د شخصیتونو په تورور لګیا دی . "

د بیلګې په توګه طلوع ټلویزیون د عبدالله کندهاري په نامه یوه کس سره مرکه وکړه چې هغه ویلي احمد ولي کرزی له امریکایانو سره په ګډه مخدره توکي په امریکايي الوتکو کې کې قاچاق کوي .
دا خبره منطق نه مني، او دا له عقلانیت او ريښتینوالۍ څخه لري خبره ده .
د طلوع ټلویزیون دا کارونه د شخصیتونو د ترور حیثیت لري چې زه به یې د شواهدو او ثبوتونو په بڼه محاکمې ته و سپارم .
.دولت بي له دې چې سعد محسیني محاکمې ته را کش کړي د دې ټلویزیون کارکونکي او یا مدیر مسولان وهي ډبوي .
اصلي ملامت خو سعد محسیني دی نه د هغه کارکونکي .
نوموړی باید د هرې مسلې په باب جواب ګوی وي .
سعد محسیني د طلوع ټلویزیون د تیروتنو په برخه کې د ځواب ورکولو مسولیت لري او نوموړی باید د داسي پیښو د رامنځ ته کیدو په صورت کې محاکمې ته کش شي نه دا چې د هغه بیچاره کارکونکي ووهل شي او یا هم توهین شي .
په افغانستان کې قطعاً هغه کسان چې په اختلاس، دروغو، خیانت او جنایت کې لاس لري محاکمې ته نه کش کاږل کیږي بلکه په افغانستان کې د شخصیتونو وژل او د یو بل په اړه د بي مسولیته تورونو لګول ډیر آسانه کار دی .
زه دری موضوع ګاني لرم چې پرې طلوع ټلویزیون محاکمې ته را کاږلای شم .
د دې لیکنې د خپریدو حق یوازي بینواویب پاڼې سره خوندي دی بل څوک یې د بیا ځلي چاپ حق نه لري خو په دې شرط چې د بینوا ویب پاڼې له ادارې سره په تماس کې شي .
لومړی :
د مسنجر په نامه یو امریکایی فلم دی چې په امریکي کې یې په خپرولو بندیز لګیدلی .
سعدمحسني د طلوع ټلویزیون له لاري دغه فلم دری ځلي خپور کړی دی .
دغه فلم د حضرت محمد مصطفی مبارک د ژوند په اړه دی .
سعدمحسیني د دغه فلم په وروستۍ برخه کې د دې پر ځای چې سمه ژباړه وکړي هغه په قصدي توګه سره په غلطه طریقه ژباړلۍ دی .
ژباړه یې داسي ده چې کله حضرت محمد مبارک رحلت کوي نو له هغه وروسته حضرت عثمان خلیفه ټاکل کیږي خو سعد محسیني وایې چې له حضرت محمد مبارک وروسته حضرت علي د خلیفه په توګه د حضرت محمد مبارک په امر خلیفه ټاکل کیږي چې د محسیني دا کار اسلام او ټولو مسلمانانو ته یو سپکاوی دی .
دوهم :
طلوع ټلویزیون د ګفتمان په نامه یوه خپرونه لري .
دغه خپرونه یوه خاصه پالیسي لري چې هغه د پښتنو او تاجکانو تر منځ د بیلتون اچول دی .
د بیلګې په توګه که چیرته تاسو د افغانستان له هرې تاجکې کورنۍ پوښتنه وکړۍ خامخا پښتانه خپلوان لري او بر عکس هم خو دغه ټلویزیون او سعدمحسیني د پښتو او فارسي تر منځ بیوالی رامنځ ته کوي .
دا کار څه ګټه لري چې نوموړی له دري ژبي څخه پښتو ویوکې باسي په داسي حال کې چې پښتانه او دري ژبي یې له کلونو کلونو راهیسي په خپل ګړدودو کې کاروي .
دریم :
د سعدمحسیني له خوا د شخصیتونو ترورول .
" هغوي وایې چې د تجارت د اطاقونو واکدار ټول زه یم . "
ګورۍ د دغې خونې واک د انتخاباتو له لارې یو کس ته ورکړل شوی دی چې په دغو انتخاباتو کې د امریکې د نړیوالي پرمختیایې ادارې، جي ټي زیډ او یو شمیر نورو نړیوالو موسسو چارواکو هم ګډون درلود .
د سعد محسیني دا تورونه ردوم او دا د شخصیتونو وژنه ده .
د نیویارک ټایمز ورځپاڼی بي له دې چې له دریو څلورو کسانو پوښتنه وکړي هر څه چې غواړي هغه یې لیکلي په داسي حال کې چې هغه یو هم واقیعت نه لري او د دښمنانو تبلیغات دي چې پرې زما او زما د وروڼو او کورنۍ رنګ بد کړي .
یو بل د ملي دفاع وزارت جنرال بیا نیویارک ټایمز ته ویلي چې ما محمود کرزی له کورنیو چارو وزارت شړلی دی .
" ما اصلاً په کورنیو چارو وزارت کې نه دنده لرله او نه مي هم په دې برخه کې زدکړي کړي او زه د جنرال خالدهادی دغه خبري په کله سره ردوم، ځکه چې زه د طب محصل وم او اوس هم سوداګر او اقتصاد . "
راځو د اشرف غني احمدزي څرګندونو ته .
اشرف غني احمدزي ویلي چې د افغانستان جمهوري ریاست په یوه فامیلي سوداګرۍ کې ګیر ده .
"زما په نظر دا یوه پوچه او بي مفهومه خبره ده، د حامد کرزي په پاکۍ کې هیڅ شک نه شته، زه په سیاست کې ونډه نه لرم بلکه زه په اقتصاد کې ښکیل یم، او زه له تاسو سره ژمنه کوم چې که چا په افغانستان او یا نړۍ کې زما په برخه کې یوه قانوني تیروتنه او خطا را په ګوتو کړه نو زه مجرم یم . "
زما هیله دا ده چې افغانستان جوړ شي او خلګ یو له بل سره مرسته وکړي .
د ژوند اصلي مفهوم همدا دی چې له یو کس څخه بل ته خیر ور ورسیږي .
" اشرف غني احمدزی وایې چې جمهوري ریاست په یوه فامیلي تجارت بدل شوی خو واقیعت دا ده چې کله اشرف غني احمدزی د مالیې د وزیر په توګه وټاکل شو هغه خپل پینځلس کلن زوی وزارت کې مقرر کړ او له دې لارې یې خپله شبکه پیاوړي کوله چې دغه فامیلې کار دی او که زمونږ .
" زه تر اوسه د حامد کرزي په سیاسي کار کې ښکیل شوی نه یم او نه هم چا د هغه تر شا لیدلی یم خو اشرف غني احمدزي چې به کله وینا کوله نو ورو یې حشمت غني احمدزی به یې تر شا ښکته او پورته کیدو .
" په دارالمان کې چا قصرونه جوړ کړل مونږ که اشرف غني احمدزي ".
یو ځل د وزیرانو په شورا کې انوارالحق احدي له اشرف غني څخه پوښتنه وکړه چې له اسیایي بانک څخه هغه ۱۵۰ ملیون ډالري قرضه څه شوه هغه ورته وویل چې غم یې مه کوه هغه زمونږ له ملګرو سره ده ، هغوي یوه کمپنۍ لري په داسي حال کې چې اشرف غني د دغو پیسو حساب ورک اچولی وو .
" اشرف غني احمدزی غواړي په خپل دې کار سره حامد کرزي ته سیاسي ضربه ورکړي چې هیڅ کله به هم خپل دې آرمان ته و نه رسیږي .
"زه د ښاغلي سلطانزوی یوې خبري سره موافق یم چې وایې د کرزي د کورنۍ څخه د مالي تحقیق وشي . "
" زه موافق یم، دغه څیړونکي ډله د د ټولو هغو کاندیدانو څخه مالي تحقیق وکړي چې له ۲۰۰۲ کال را پدې خوا یې څومره پیسې له کومې لاري پیدا کړي دي . "
"دغې څیړني ته مونږ هم حاضر یو او اشرف غني احمدزی او جلالي د هم ورته حاضر شي . "
" زه په پای کې تاسو ته ویلای شم چې یوه پیسه هم زما له حسابه امریکا ته نه ده تللي او ټولي پیسې له امریکا څخه زما حساب ته افغانستان ته راغلي دي او په دې اړه نړیوال مالي ادارې هم تحقیق او پلټنه کولای شي . . "
دا وه هغه څه چه په لو ستلو سره یی کیدای شی حقیقت ته نژدی شو او یو شا عر داسی وایی ،
با خدا داده ګان ستیزه مکن---خدا داده ګان را خدا داده است. پای رحمت اله روان