د ها لیروک ومنو اوکه دګارډین ورځ پاڼه؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د امریکې نوی حکومت غواړي ولسمشر حامد کرزی د یوه نوي صدراعظم تر سیورې لاندي تر پوښي لاندي راولي او د هغه ناسمۍ کړني پرې کنټرول کړې.
د ګارډين بریټانوۍ ورځپاڼي د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي چې د امریکا دولت غواړي په جنګ ځپلي افغانستان کې یو د لوړ پروفایل درلودونکی داسي کس د لومړي وزیر په توګه وټاکي چې د هیواد اوسنۍ لانجه د کرزي سره په ګډه هواره کړي.
د ګارډین ورځپآڼي لیکلي چې امریکا او غربي متحدین اوس د داسي یوه افغان شخصیت په موندلو لګیا دي چې د کابل اداره تر زیاته بریده اصلاح کړي او په خاصه توګه د ادارې فساد مخه پرې ونیسې.
ورځپاڼي دغه پوست ته تر اوسه د کوم شخص نوم نه دی په ګوتو کړی خو امریکې یو ځل د صدراعظم په توګه د کورنیو چارو د وزیر حنیف اتمر نوم اخیستی وو.
ورځپآڼي لیکلي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د مرستو د لګولو په اړه شدیده اندیښنه لري او لومړی وزیر به هڅه وکړي چې دغه پیسې کنترول کړي او سمو چینلونو ته یې ور وپیژني.
ګارډين لیکي چې د دغې پریکړې په اړه به د افغانستان په اړه د امریکې په نوي ستراتیژۍ کې ځای وي او دغه خبره به د مارچ میاشې په یودیرشمه په هغه غونډه کې اعلام شي چې د هالنډ په هاګ ښار کې جوړیدونکي ده.
ټاکل شوي چې د افغانستان په اړه د امریکې د نوي ستراتیژۍ څخه هم په همدې غونډه کې پرده پورته کړای شي.

- د بله طرفه بیا د افغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا خاص استازي ریچرد هولبروک پرون(دوشنبه) په بروکسل کې هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکي امریکا د ولسمشرکرزي په وړاندې دیوه صدراعظم په لټه کې ده.
هغه دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا پر ستراتیژۍ هم دناټوغړیو ته مالومات ورکړل.
دامریکا متحدو ایالاتود دوشنبې په ورځ دافغانستان په اړه دخپلې بیا کتل شوې ستراتیژۍ مسوده(خاکه) په ناټو اواروپايي اتحایې کې خپلو متحدانوته وړاندې کړه.
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا خاص استازي ریچرد هولبروک وروسته له دې چې دامریکا ولسمشرد دوشنبې په شپه دامریکا سي بي ایس تلویزیون ته وویل چې دافغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې له دې هیواده دځواکونوپرایستلو اودافغانستان پراقتصادي ودې ټینګارشوی دی.
په مرکز بروکسل کې دافغانستان دستونزې دحل لپاره دپاکستان په شمول دسیمې په کچه دپاملرنې اود ملکي اوپوځي هلوځلوپرچټکتیا ټینګاروکړ.
دناټو ویندوی جیمزاپاتورای وویل دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا خاص استازي همداراز دافغان پولیسو دشمېردزیاتولو لپاره دپلان د اهمیت یادونه وکړه.
هغه دناټو غونډې ته وویل : ما ته دا خبره ډېره تشویقوونکې وه چې له امریکا اونوروهیوادونو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري ، دناټونظرونه ورته والی لري.
هولبروک وویل دوی (دناټوغړیو) دافغان پولیسودشمېرپرزیاتېدوډېرټینګاروکړ.
هولبروک همداراز د افغانستان اوپاکستان دنوې ستراتیژۍ په اړه وویل چې دا ستراتیژي به ژر بشپړه شي.
هولبروک دامریکاد پخواني ولسمشرجورج بوش پرحکومت انتقاد وکړچې افغانستان ته یې شا اړولې وه او ویې ویل چې د زیاتوځواکونواومرستوپه استولوسره به افغانستان ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
هغه دناټوغونډې ته وویل چې په افغانستان کې دبریالیتوب وخت نه شي ښودلی خوا داپه تضمین ویلی شي چې دامریکا اوسنی حکومت به هرهغه څه وکړي چې دنړۍ دا ترټولوسخته ستونزه اواره کړي.
هولبروک همداراز د بریتانیا د یوې ورځپاڼې ګارډین هغه راپورپه کلکه رد کړ چې ګواکي امریکا او اروپايي متحدان یې د ولسمشرکرزي په وړاندې د یوبل اجراييه ريیس یا صدراعظم په لټه کې دي.
دولسمشرکرزي ویاند هم دګارډین ورځپاڼې راپورچټي وباله او ویې ویل چې دافغانستان اساسي قانون دهیواد لپاره ریاستي سیستم ټاکلی دی.
هولبروک وایی چه زه نه پوهېږم چې دوی ولې داسي خبرې کوي.دا دامریکادحکومت نظر نه دی اونه هم دناټو پلان دی.
دافغانستان لپاره دامریکا خاص استازي وویل چې له افغانانوپرته بل څوک د دوی اساسي قانون نه شي بدلولی.
داسترالیاصدراعظم کیوان رډ دسې شنبې په ورځ (وری۴\مارچ۲۴)دامریکا له ولسمشربارک اوباما سره له کتنې وروسته وویل چې هیواد یې په خپله ژمنه ولاړ دی چې په افغانستان کې خپل سرتېري د دې لپاره ساتي چې له دې هیواده ترهګر دخوندي پناه ځای په توګه کار وانخلي.
دواړو مشرانو په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه چې ایا له استرالیا به وغوښتل شي چې افغانستان ته نورسرتېري واستوي.
تردې مخکې داسترالیا دپوځ یوه پخواني چارواکي او دپوځي چارو کارپوه ویلي وو چې دا هیوادبه افغانستان ته یوشمېرځواکونه ولېږي.
اوباما ژمنه وکړه چې دافغانستان په اړه به له استرالیا سره نژدې سلامشورې وکړي خو دې پوښتنې ته یې ځواب ونه وایه چې له استرالیا دنوروځواکونوغوښتنه کوي اوکنه .تردې مخکې راپورنوویلي وو چې استرالیا دامریکاترسخت فشار لاندې ده چې افغانستان ته نورسرتېري واستوي.
وروسته دامریکا ولسمشربارک اوباما چې په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانوته وویل : دالقاعده او په دې شبکې پورې دتړلیو ډلو له لوري خطرلا هم پای ته نه دی رسېدلی.بناً زموږلپاره مهمه ده چې په تهاجمي حالت کې واوسو.
ښاغلي اوباما په عین حال کې دافغانستان جګړې ته په اشارې وویل چې دا جنګ یوازې له پوځي لارې نه شو ګټلی .هعه وروسته له دې چې داسترالیا له صدراعظم کیوان رډ سره وکتل خبریالانوته همداراز وویل په راتلونکو څو کلونو کې به لا هراړخیزه ستراتیژي ووینئ ، داسي ستراتیژي چې لا زیاته متمرکزه وي چې له مخې یې هدفونه ښه ترلاسه شي .با احترام رحمت اله روان