د رحمان بابا مزار کې چاودنې پۀ پښتون تاريخ او کلتور بريد دى
ليک: مدثرشاه
د زيارت پۀ ورځ پۀ پنځم مارچ د نور کله پۀ شان چې سحر پاڅيدم نو د ورځپاڼې د مطالعې نه مې د ورځې پيل وکړو. چې ګرځنده ټيلى فون مې فعاله کړو نو سمدستي د پښتو ژبې د ليکوال ښاغلي عرفان الله ( ورځپاڼې وحدت کې د اور اورکي د عنوان لاندې کالم ليکي) پيغام راغلو، خپل پيغام کې هغۀ ليکلي وو چې دپښتنو دښمنانو د رحمان بابا مزار نن پۀ بمونو والوزولو حيران پاتې شوم چې دا چا او ولې؟
د نورو معلوماتو لپاره مې تي وي کتل غوښتل خو د برق د نشت والي له امله د ټي وي نه هم معلومات ترلاسه نۀ شول. زر مې کيمره، کاغذ او قلم راواخستو او د رحمان بابا د مزار پۀ لوري هزار خوانۍ ته روام شوم.
پۀ رنګ روډ چې مزده ګاډي کې کښيناستم نو دشپيتو اوياؤ کالو يو ضعيف هم ماسره پۀ چوکۍ ناست ؤ، ګاډي لا لږ مزل نۀ ؤ کړى چې هغۀ دکنډيکټر نه د رحمان بابا د مزار پوښتنه وکړه، کنډيکټر ورته ووئيل چې راورسي درته به ووايم ما ترې ته تپوس وکړو چې بابا ولې پۀ وړومبي ځل د رحمان بابا مزار له ځې څۀ؟ هغۀ ځواب راکړو چې نۀ بچيه څو ځله تلے يم خو پۀ لارو ګودرو صحيح نۀ پوهيږم.
ما چې د هغۀ سترګو ته وکتل نو سترګې ئې لمدې وې، زۀ پوهه شوم چې د چاودنو نه دى هم خبر دى خو نور مې ورسره بحث ونۀ کړو.
چې زۀ مزار ته ورسيدم نو پۀ سلګونو خلق هلته موجود وو او پوليس ناکامه هڅه کوله چې خلق د مزار نه لرې وساتي، چا ژړل، چا د زنده باد مرده باد چغې وهلې او څوک لګيا وو ټي وي چينلونو او د ورځپاڼو خبريالانو سره ئې مرکې کولې.
زۀ چې د مزار مرکزي ګنبد ته ورسيدم نو حيران پاتې شوم چې شرخوښو څومره پۀ مهارت د ګنبد د څلورو ستنو بيخ کې چاوديدونکي توکي ايښي وو چې سحر وختى پاؤباندې پنځۀ بجې پۀ يو درز وچاوديدل، ما چې ګنبد ته کتل نو داسې ښکاريدو لکه چې هوا کې معلق وي ځکه چې څلور ستنې ئې بيخى تباه شوې وې. باوجود د دې چې د ګنبد د راپريوتو خطر موجود ؤ خو د رحمان بابا مينه وال دننه بغير د څۀ ويرې فاتحې لوستو له روان وو.
زۀ حيران پۀ دې ؤم چې د انسانيت، اسلام او پښتني رواياتو سره متصادم دغه حرکت څوک کولى شي، هلته چې ما د مزار د منجور او دجومات د امام څخه وپوښتل او د نور ځائي خلقو سره مې خبرې وشوې نو هغوي نه معلومه شوه چې څلور پنځۀ مياشتې وړاندې مزار ته څۀ کسان راغلي وو او مونږ لۀ ئې دړکه راکړې وه چې مزار کې دې د تعويزونو جوړولو او د ښځو د راتګ سلسله بنده کړى شي. دوي ادعا کوي چې يوه مياشت وړاندې بيا پنځۀ کسان راغلل او دسختو پايلو دړکې ئې راکړې خو مونږ ورته ووئيل چې دلته هيڅوک هيڅ رقم تعويزونه نۀ جوړوي. البته زنانه د اسلامي او پښتني رواياتو سره سم کله کله راځي.
دوي وائي چې پۀ دې حقله مونږ چارواکي هم خبر کړل خو د مزار د حفاظت لپاره چا هم څۀ مناسب ګام پورته نۀ کړو. د مزار د بې حرمتۍ خبر چې څنګه د پښتونخوا ګټ ګټ، قبائيلى سيمو، افغانستان ا و د نړۍ د نورو پښتنو تر غوږو شو نو ټولو ئې د غندنې پيغامونه جاري کړل.
پيښور کې د افغانستان قونصلګرۍ خپل خصوصي پيغام کې ووئيل چې د مزار د سر دوباره جوړولو دپاره چې د څومره پيسو ټکو ضرورت وي مونږ به ئې پوره کوؤ دغه راز د پښتونخوا صوبائى حکومت هم اعلان کړى دى چې زر تر زره به د رحمان بابا مزار د نوي سره جوړ کړى شي.
دې کې شک نشته چې پۀ چاودنو د رحمان بابا شخصيت او ددۀ افکارو ته نقصان نۀ دى رسيدلى، ا لبته د ټولو پښتنو لپاره د فکر مقام دى، چې ايا اوس به مونږ د خپلو ژوندو سياستمدارو ترڅنګ د خپلو اتلانو د قبرونو حفاظت هم کوؤ؟ پۀ دې به اوس پښتانۀ سوچ کوي چې پۀ پښتنه سيمه کې وينو سيلابونو او د بارودو بارانونه چا جوړ کړي دي؟
زمونږ سياستمدار پۀ څرګنده نۀ شي ګرځيدى، زمونږ جومات محفوظ پاتې نۀ شو، زمونږ جنازو کې چاودنې وشوې زمونږ د حجرو عزت او ناموس تار تار کړى شو، زمونږ جرګو کې ځان وژونکي بريدونه وشول او اوس زمونږ د اتلانو قبرونه او مزارونه هم غير محفوظ شول.
د رحمان بابا عرس هر کال پۀ دويم او دريم ا پريل نمانځلى شي چې پکې پښتانۀ اديبان، څيړونکي، شاعران، او رحمان بابا سره عقيدت لرونکي پۀ لوئې شمير ګډون کوي. اوس چې عرس ته پنځۀ ويشت ورځې پاتې دي داسې وئيل کيږي چې دا ځل به عرس نۀ وي. دا زمونږ د ټولو لپاره د افسوس مقام دى چې شرخوښي او پښتون ضد عناصر مونږ پۀ هاغه څۀ کولو مجبوروي کوم چې دوي غواړي.