شېرزى او کرزى د ولسمشريزو ټاکنو دوه سيال کانديدان ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړۍ د اونیزې له خوا استول شوی

له نړۍ اونيزې په مننه

له کله راهيسې چې ګل اغا شېرزى د ولسمشر کرزي له لورې ننګرهار ولايت ته د والي په توګه را واستول شو او ده په لومړيو کې د خپلې سياسي لوبې له مخې بېوزلو ولسي خلکو ته د يو څو زرو افغانيو په ورکړې، غوړه مالو په نوم قومي مخورو ته د مېلمستياوو په کولو، د را نازل شوي افت (دموکراسۍ) د اغېز د پياوړتيا له مخې د ځوانانو د ملاتړ خپلونې په موخه په پرلپسې ډول د موسيقۍ د مجلسونو جوړولو او... له لارې د خلکو په منځ کې د ملاتړ موندنې هڅې چټکې کړې نو له هماغه پيله يو شمېر خلک په دې فکر کې ول چې ښاغلى شېرزى چې خلکو د يوه ټوپکوال او ټوپکمار شخصيت په توګه پېژانده څنګه داسې ښه سړى شوى او ولې يې له خلکوسره خپل وضعيت کې داسې بدلون راوستى؟





هغه مهال ډېرو خلکو د دې پوښتنو ځواب دا وړاندې کاوه چې ولسمشر کرزى غواړي د خپلې شړيدلې واکمنۍد پياوړتيا لپاره له شېرزي ګټه واخلي او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې يې له څه ناڅه تر لاسه کړي ملاتړه استفاده وکړي. دا اټکل تر يوې کچې په ځاى هم و، ځکه شېرزي چې به کله هم په کومه غونډه او شخصي ناسته کې کومه خبره کوله نوپه پيل کې به يې خامخاويل چې: ((عزيزانو! دا سړک مې د ريس صيب جمهور په هدايت در ته جوړکړ...ريس جمهور راته ويلې چې د ننګرهار سړکونه جوړکه...ريس جمهور ډېر مهربانه سړى دى...د ريس صيب جمهور د مهربانۍ له مخې.....)) خو له کله نه چې يې په دې خبرو او لارو چارو، د ريس صيب جمهور په مرسته د ننګرهار د يو شمېر وزګارو، ډوډۍ خوارو او غوړه مالو قومي مشرانو لخوا د(( بازسازۍ اتل، د بيارغونې ټيکټر، بلدوزر ....)) په لقبونو ونمانځل شو، نو د همدې غوړه مالو په صيب صيب ويلو او نورو مداريتوبونو شېرزى نورو خولو هم د بازسازۍ د اتل په توګه ياد کړ.
کرزي د وزير اکبر خان مډال پرې ولوراوه، يو هغه مهالي ناڅرګند او اوسمهالي څرګند لوري له خپلې جاسوسې بګۍ (ازادۍ راډيو) څخه د کال غوره شخصيت ونوماوه نو له هغو ورځو وروسته د بازسازۍ اتل او د ريس صيب جمهور بلدوزر د پخوا برعکس د ريس صيب جمهور د پرلپسې ستاينې پر ځاى يو ډول بېله لار غوره کړه. په لومړيو کې يې په بېلا بېلو نومونو د ننګرهار يو شمېر ياد شوي د سپينو ږيرو لرونکي غوړه مالان سره ټول او خپلې سياسي هڅې پسې وغځولې. همدارنګه يې د شېرزي فاونډيشن په نوم د يو فاونډيشن جوړولو اعلان هم وکړ ،لغمان ته لاړ اوله مالومو لارود تر لاسه کړو پيسو يو څو مثقاله يې د مهترلام بابا د زيارت جوړولو او يو شمېر نورو کارونو ترسراوي ته بېلې کړې، بيا په همدې شپو ورځو کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو کې د کانديد دموکرات بارک اوباما افغانستان او هغه هم نېغ په نېغه ننګرهار او په ترڅ کې يې له شېرزي سره يوه پټه او د خبريالانو له شتونه يوه پاکه ليدنه د شېرزي له امله اندېښمن خلک لاپسې اندېښمن کړل او په خبره پوهو ډېرو خلکو په هماغه ورځ تر کاسې لاندې د نيم کاسې د شتوالي اټکل وکړ.
ترې وروسته د څو نورو اوباما پالو په ملتيا د امريکا پلازمېنې واشنګټن ته د اوباما د نوې دندې د لوړې مراسمو ته د بلدوزر د تګ غرارى له ډېرو راډيو ګانو واورېدل شو او خلک پوه شول چې په دې هېواد کې خو بې هېڅه څوک اتل کېداى نه شي او ښاغلى شېرزى خو د دې اتلوليو څښتن دى بايد چې يې د دغې مبارکې اتلولۍ نمانځنه لا پخوا تر لاسه کړاى واى!!..
که له دې خبرو تېر شو او د شېرزي او کرزي پر ټاکنيزو سياليو وغږيږو چې په ولسمشريزو ټاکنو کې به د سيالو کانديدانو په توګه برخه ولري نو پرتلنه يې څنګه کېداى شي؟
پورتنۍ پوښتنې که سړى له حققي نظره ځواب کړي نو وبه وايي چې (غوښه که هر څومره وسوزي، تر پايتي ښه ده) يانې کرزى که هر څومره خوار شي نو د شېرزي غوندې سيالان به د خپل ولسي ملاتړ په مټ هم مات کړاى شي خو له ولسي ملاتړ پرته په ورته چارو کې د يوه تر ټولو ټولمنلې منښتې شتوالى ( په داسې پريکړو کې بهرني رول)بيا خلک له لار ورکۍ سره مخ کړي ځکه ډېر خلک وايي چې اوسنى واکمن نور د اوسني امريکا نه په کاريږي او نوى امريکا واکى غواړي چې پر افغانستان هم يوه نوې څېره واکمنه کړي.
خو د امريکا تر څنګ د نړۍ د نورو ځواکمنو هېوادونو ونډه هم د دې پريکړې په کولو کې يوه بله هغه موضوع ده چې څوک يې له شتوالي انکار نه شي کولاى له همدې امله که له امريکا پرته د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له کانديدانو څخه د بهرنيو هېوادونو دملاتړ کچې ته پام وشي نو په دې برخه کې د حامد کرزي تله تر نورو يو څه لوړه په دې ښکاري چې په دې وروستيو کې افغانستان ته د پاکستاني ولسمشر،د هند د بهرنيو چارود وزير،د ملګرو ملتونو د سرمنشي،د امريکا د مرستيال ولسمشر،د هالينډ د لومړي وزير او ....سفرونه او هند او يو شمېر نورو هېوادونو ته د کرزي سفرونه او له امريکا سره د اړيکو د ظاهري نا ښه والي او د روسيې د ولسمشر په نوم د کرزي ليکل شوي ليک کې له روسيې څخه د نورو برخو تر څنګ د پوځي مرستو د ترسراوي غوښتنه او د روسيې له لورې يې منل او همدارنګه ور ته نورې خبرې بيا هغه څه دي چې له کرزي څخه د ګڼو نورو نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو د ملاتړ شتوالى ښيى او شنونکي فکر کوي چې که د نورو هېوادونو اغېز او خوښې ته په دې برخه کې چې ارزښت ورکول يې امريکا ته اړين دى ارزښت ورکړل شي نو بيا به هم د ولسمشرۍ پر څوکۍ د کرزيي د ناستې زمينه برابره کړي.
له دې ټولو سره،سره هغه څه چې ډېر خلک يې د کرزي او شېرزي په اړه فکر کوي دا ده چې که په دې ټاکنو کې احتمالى برخوال کانديد شېرزى کانديد هم شي نو ناشونى به وي چې دى دې د امريکا پالو څو کانديدانو (جلالي،احمدزي،عبدالله....) په شتوالي کې د کرزي پر وړاندې تر نورو بريمن سړى وي خو بيا هم د افغانستان په شان يو هېواد کې چې د کرزي او شېرزي په شان خلک يې د واک چارې تر لاسه کولاى شي نو د شېرزي په شان سړي ته پکې د ولسمشرۍ چانس لرل هم ناشونى نه دى.
بله خبره دا هم د شېرزي او کرزي په اړه ګرمه ده چې ګوندې دا دواړه پخواني ياران د يو لستوڼي ماران دي او کېداى شي شېرزى تر اوږدو کمپاينونو او ولس غولونو وروسته خپله کانديدي د کرزي په ګټه پرېږدي او شېرزى به د کرزي د بري پر مهال د کورنيو چارو راتلونکى وزير وي.
د نړۍ اونيزې ګرانو لوستونکو! دا چې په دې اټکلونو کې به کوم يو رېښتيا وي يو خداى او بل هم پرې دا ولس غولونکي ، ځان پلورونکي او هر ډول کېدونکي سياستوال ښه پوهېږي.