ملګري ملتونه د طالبانو سره په پټو خبرو لګيا دي
عبدالهادي حېران
وړمه ورځ مې د بي بي سي په نېټ پاڼه يو خبر ولوست چې باجوړ کې چا د يو خط له لارې د موسيقۍ اورېدونکو څخه غوښتي چې ددې کار څخه دې لاس واخلي. لدې څو ورځې وړاندې په همدغه سيمه کې يو بل په لاس ليکلي خط کې نايانو ته دړکه ورکړاى شوې وه چې د خلکو ږيرې دې نه خروي ګنې نو له بدو عواقبو سره به مخ شي.
د بي بي سي هومره يوه ستره خبري اداره چې غږ يې هره ورځ په لسګونو ژبو باندې په څه دپاسه سلو هېوادونو کې په مليونونو خلکو ته رسېږي، دا ډول يو خط ته دومره زياته پاملرنه ولې کېږي؟ دا دقيق غور ته اړتيا لري.
په همدې باجوړ کې هره ورځ سرکونه جوړېږي، سپورتي لوبې ترسره کېږي، د ښوونځيو ترمنځ مسابقې کېږي، د ادبي او علمي غونډو تابيا کېږي او خلک د پاکو اوبو، برېښنا، تدريس او نورو شيانو ستونځې لري خو بي بي سي ورباندې غوږ نه دى ګرولى. په پېښور کې ددې نه هم لا غټې مسئلې زما تر نظره تېرې شوې. د مثال په توګه پاکستان کې مېشتو افغاني مهاجرينو ته د راجسترۍ د کارتونو د ورکولو پر مهال په زرګونو هغو افغانانو دا کارتونه ترلاسه کړل چې په افغانستان کې اوسېږي او مهاجر نه دي، د پېښور په ترانسپورت کې دا مرض ډېر عام شوى دى چې ته به په يو تم ځاى له ډېر انتظار وروسته په يو موټرکې د کښېناستو ځاى پېدا کړې او ښه کلک به کښېنې خو موټروان به په بل تم ځاى درته ووايي "وروره مونږ دلته کار لرو تاسو کوز شئ زه مو بل موټر کې کښېنوم". چار و ناچار مجبور يې چې بل موټر کې په ولاړه لاړ شې. دغسې نورې هم ډېرې ستونځې شته چې بايد مطبوعات يې د چارواکو مخې ته راوړي او داسې ډېر د خېر ښېګڼې کارونه شته چې که مطبوعات يې يو څه ياد کړي نو ډاډګيرنه يې کېداى شي.
دا د تجربې خبره ده. مطبوعات د خلکو په ذهنونو او سوچونو يو سمدستي اغېز لري او بيا هغه مطبوعات چې د عامو خلکو باور يې ګټلاى دى، خلک په ډېره اسانۍ ښو او مثبتو کارونو ته تشويقولاى شي. که مېډيا د مثبتو کارونو ډاډګيرنه وکړي نو نور خلک هم په هماغه لاره ځي او هماغه څه کوي چې په مېډيا يې يادونه کېږي.
خو نن سبا چې ګورې نو د مېډيا څه کار دى؟ بي بي سي او د بي بي سي په تقليد سيمه ايز مطبوعات په خپلو غټو خبرونو کې وايي چې په باجوړ کې د نامعلومو خلکو له خوا په يو لاس ليکلي خط کې موټر چلوونکو ته ويل شوي دي چې موسيقي دې نه اوري، په خوست ولايت کې په يوه شبنامه کې د ښوونځيو استادانو ته دړکې ورکړاى شوې دي. او داسې نور.
دغه ډول خطونه هر څوک ليکلاى او په يو څو خاصو ځايونو کې خورولى شي. په لاس د يو کوچني خط ليکل څه ګران کار نه دى. خو کله چې دغه ډول خطونه په دومره لويه کچه د مطبوعاتو په لومړيو مخونو کې ځاى نيسي نو دا له يوې خوا په خلکو کې د وېرې ترهې يوه فضا جوړوي او له بلې خوا دغسې نورو څو جنوني کسانو ته (چې زمونږ په ټولنه کې يې له خېره کمى نشته) ډاډ ورکوي چې هغوى دې هم خطونه وليکي او خلک دې وډار کړي. دغسې بيا دا لړۍ نوره هم پر مخ ځي او د ټولو خلکو ژوند له امنيته د بې امنۍ په لور بوځي.
دغه مېډيا چې په ځانګړې توګه د جګړو او ورانۍ د خبرونو سره ډېره زياته مينه لري، هر ځاى او هر وخت په دې لټه کې وي چې دغسې خبرونه راټول او په زيات coverage سره يې خپاره کړي. په هره راډيو، هره ورځپاڼه، هر تلويزيون او هره نېټ پاڼه د داسې خبرونو ډېروالى په سيمه کې يو جنګي ذهنيت پيدا کوي او د ترهګرۍ د مقابلې په ځاى د ترهګرۍ په وده کې ډېر رول ترسره کوي.
زما په فکر که مطبوعات، او په ځانګړې توګه هغه اليکترونيکي مېډيا چې ډېر خلک په خپل باور تر اغېز لاندې لري، د پېښو او واقعاتو عکاسي او د خپلو خپرونو ترتيب په داسې ډول تشکيل کړي چې مثبت کارونه او د ټولنې مثبت اړخونه ډېر روښانه کړي او د ورانۍ او ورانکارۍ کارونه يواځې د غندنې په لهجه کې وړاندې کړي نو داسې امکانات شته چې ډېرې ستونځې پخپله له منځه لاړې شي.