ددوستۍ فرهنگی ټولني اعلاميه
سويدن -- مالمو
2007.02.05
...............................................
افغانستان يوله مصيبت ځپلوهيوادوله جملې څخه دی چي ددوامداره جگړوپه پايلوکښي وران اوښاری تمدن يي له خاوروسره برابر شو، دهيوادوالو پر مدني ،سیاسی، ټولنيزو، اقتصادی اوفرهنگی حقوقوپه دامداره توگه تيری شوی دی . په رښتيا سره دلته په تيرو درولسيزوکي وينی توي شوی دی ،ورور دورورپرخلاف راپارېدلۍ ،کلي په کلي او کور په کور بديوله دي ولس نه خندا اوخوښې وړې ده .
تر اوسه لادقدرت پرسر دپردوپه هڅونه دخپل مينځی جگړو او وروروژنې ويني دښارواوکليوله ديوالوندی پاکي شوی ، ديوبل په مقابل کي ډول ډول دښمنيواوتعصباتودهيواد فضاترناوړه سيوري لاندي تاريکه کړې اوپدي هيوادکښې يې دملت جوړوني ،سولي اودموکراسۍ پلي کيدو ،ټولنيزعدالت ،دعقيدي ،بيان اوښځوته دروا ازديواوحق ورکولومخه نيول شوې ده .پر ټول افغانستان باندي دمرکزي دولت دواک بېلگې نه لېدل کيږي .دهيوادبياجوړوني اوامنيت درا و ستلوپرضد جگړه په خپل قوت روانه ده . داسي ښکاري چي دنړيوالودهر اړخيزو هڅوسره افغانستان يوځل بياديوه کورنی جنگ په لور درومي . په افغانستان کي دتفاهم يواوبل ته دتېرېدني روحيه ،ملي گټوساتنی،انساني کرامت اوحقو قوته يې درناوۍ ددولتي چارواکوپه برخورد اوکړنوکي تر اوسه ځاي ندی موندلی .
زموږ په اندددي پرځاي چي په هيوادکي دقانونيت اوعدالت پلي کول اوپر هغه دنظارت کار دپارلمان داساسي دندي په توگه پلۍ شوی وای ، دنړيوالوډله ايزوخبرونې له رسنيونه موخبر ترلاسه کړ چي دروان کال ددلوي دمياشتي په ۱۱ نيټه دافغانستان پارلمان دعمومي بخښنی اومصالحي تر نامه لاندي يومنشور تصويب کړ .په دغه پريکړه کې له عدلي تعقيب نه د ټولو هغوکسانودخونديتوب اودرناوی غوښتنه شوى چې دکړکيچ د دونيمو لسيزو په اوږدوکې دبشري اوجنگی جنايتونوله تورسره مخامخ دي .
د ولسي جرگې دغه پريکړه نه يوازې له هر ډول عدلي تعقيب نه د بشري اوجنگی جنايتونو له تورسره د مخامخ کسانو د خونديتوب وړانديزکوی همداډول نړيوال کنوانسينونه يې يوازې د ولسي جرگې له هوکړې وروسته د منلو وړبللي .
دولسي جرگې دپرېکړي په اړوندپه سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه اعلانوي :
۱ / تر کومه ځايه چي موږ موضوع تعقيب اوپرېکړه موله نږدې څېړلې ،زموږ په نظر دا شوې پريکړه له حقوقي ځواکه بې برخې اويوازي د زورښودلو يوه ننداره ده؛داډول بخښنه گواکې دحکومت له واکه وتلې خبره وه؟ پارلمان اويابل هر ارگا ن دابايد داهيره نکړی چي نړيواله ټولنه اوس له افغانانوسره اوږ په اوږه په افغانستان کي دسولي ، ثبات بياجوړوني لپاره يې نه يوازي مالي اومادي لگښتونه منلي بلکي انساني تلفات هم ورکوي ،دافغانستان دولت دټولونوروموپر اساس مکلفيت لري له نړیوالوسازمانوسره لاسليک شوی توافقات اولوزنامې يوپه يوه پلي کړی . نشي کېداي افغانستان دنړيوالي ټولني دغړي په توگه دنړيوالوحقوقوله موازينو نه تجريدشي .
۲ / افغانستان دداسې ځانگړونړيوالو تړونونو دلاسليک کوونکو هيوادونوله ډلې څخه دى چې ارزښت يې له داخلي حقوقولوړ بلل کيږي . له دغو تړونونو سره مخالفت له سرغړونی پرته بل مفهوم نه لري . افغانستان دحقوقي اړخه له دغو تړونونو سره د مخالفت حق نه لرو . ځينې جنايتونه لکه جنگي جرمونه،دبشري ضدجنايتونه اونسل وژنه دهغه جرمونه دي چه دبخښنې په مقوله کې نشي راتلاي . دافغانستان اساسي اونړيوال قوانينو يوشمير جرمونه ځانگړي کړېدي چي دهغوبخښنه دبل چا لخوا دمنلووړ نده، د اسلامي اونړيوالوقوانينو له مخي پدي هکله دبخښني واک اوصلاحيت يوازي دجرمونوقربانيانوته ورکړه شوی دی نه دولتواوسازمانوته .
۳ / موږ دبشري جنايتونو له تورسره د مخامخ کسانوپرخپل سر بخښنه د نړيوالو تړونو په تړاود افغان حکومت له ژمنو سره مخالفت بولو .پدې باور يوچي پرېکړه د ولسي جرگې دننه د هغوکسانو له لورې د ځان ژغورنې هڅه ده چې د بشري او جنگي جنايتونوله تورسره مخامخ دي . پارلمان داحق نلري بيله مؤجه دلايلو اوقانوني اسنادووړاندي کولونه د بشري حقونود څارهغه راپورونه بې اعتباره وگڼي چې په هغوکښې د مجاهدينوځيني مشران ،جنگسالاران اودولتي جگپوړی چارواکي د بشري حقونونه په سرغړوني تورن شوی وي .
۴ / د تيروڅه د پاسه دريولسيزوپه جگړوکې ښکيلې غاړې له عدلي اوحقوقي تعقيب څخه ژغورل يوازي دهغه چا صلاحيت دئ کوم چي په جگړواودجنگې مجرمينودکړنوپه پايلو کې زيانم شوی دی .داسلام مقدس دين ته په کتوسره هم پارلمان داصلاحيت نه درلود چي دظالم اومظلوم تر منځ بيله هغوي دموجوديت اوقانوني محکمې دپرېکړي نه حق الله يا حق العبدې چاته وبخښي . پارلمان په هيڅ وجه بېله يوي معيني اوروڼي پروسي نه چې هلته دقربا نيانو اواز واورېدل شي نشي کولاي دچا دبخښني اقدام وکړي .
داډول پرېکړي دافغانستان نړيوال اعتبار او اطوريتې ته ستر زيان رسوي ،دافغانستان دولت په هيڅ وجه داحق نلري هغه دندي چې دلندن په کنفرانس کي يې پرغاړه اخيستي اونړيوالي ژمني يې کړي له هغونه تيرۍ کړي .
۵ / په جرگه کې دځينو استازوددغه نظرڅخه چې که(( دغه ملک وران شوي نو ورانونکي يې هم شته اوکه جنايتونه شوي نو جنايت کاران يې هم شته ، هيڅوک د دې حق نه لري چې جنايت کوونکي وبخښي . دا د افغانستان د خلکو کار دى چې څوک بخښي اوڅوک نه ))په کلکه ملاتړ کوواوددوي څرگندوني منطقې بولو. افغانستان بايد د بشري حقونو پخوانيو او اوسنيو تېريو ته جدی پام وکړي . ددې هيواد غوڅ اکثريت غوښتنه لري چې گناه کار بايد محاکمه شي ؛عدالت ډير مهم دى ځکه بېله عدالت نه دامنيت راوستل ستونځمن کاراومشکله خبره ده .
۶ / ددوستی فرهنگي ټولنه د بشري حقونو په برخه کې د ملگرو ملتونو لوى کميشنر ښاغلي ((لويز اربر )) د ولسي جرگې ددغه پريکړي په هکله ښکاره شویو انديښنو کي چې پرېکړه به له بشري حقونو نه لا زياتو سرغړونو ته لاره پرانيزي اود ثبات د راوستو روان بهير به له گواښ سره مخامخ کړي ځان شريک بولي .
۷/ موږ په ولسي جرگه کي دانظر چي دپريکړې سره مخالفت د هغوکسانوکاربولي چې ددوي په وينا افغانستان د يوه بل ځل لپاره له گډوډيو سر مخامخ کول غواړي دمنطقو اودنړيوالوحقو قي نورمونواو اصولوپر بنيادپه په کلکه ردوو. دافغانستان ولسمشر ښاغلې کرزى نه غوښتنه کووچي دغه تاريخي ننگوني ته دملت دارادې ،حق اوعدالت ، اساسي قانون اوټولوهغواعلاميواونړيوالولوزناموته چي افغانستان لاسليک کړی ددرناوی داصل په نظر کي نيولوسره ددي پرېکړي له توشيح نه ډډه وکړی . افغانان اوس يوځل بيا انتظار باسي او د حالاتو ننداره کوي ، غواړي پوه شي چي ښاغلى کرزى يو رښتيانى سمونپال دى ، که څنگه ؟
ديادولووړ يې بولو په نيو يارک کې ميشته د بشري حقونو اوپه افغانستان کي دبشر دحقوقودڅارسازمانوپه خپلو پخوانیو اعلاميو کي له ښاغلى کرزى ته وړاندوينه کړې وه چي په هيواد کي دخلکوبشري حقونه له جدي گواښ سره مخامخ دی اوهم يې غوښتي وه چي دبشري حقونونه سرغړونو اوجنگي جرمونوپه تور تورن کسان نه يوازي داچي په مهمودندوونه گمارل شي بلکي هغوي بايد دنړيوالوقبول شويواصولومطابق ترعدلي تعقيب اوتحقيق لاندي ونيول شي . متاسفانه هرځل ولسمشر دبې گټې مصليحتونوله مخي ددغوبشري سازمانووړانديزونه غندلي اودهغوسره يې مخالفت څرگندکړی . ددغو بې مسؤليته برخوردونوپايله داشوه چي اوس پارلمان دټولوقوانينوخلاف پرخپل سر په پارلمان اودولت کي دجنگي جرم په تور تورنوکسانودمصؤنيت اوعدلي تعقيب څخه دخلاصون لپاره دمصالحې ترنامه لاندي پرېکړې کوي .
خلک د عدالت اوقانون پلي کېدو غوښتونکي دي، ولسمشر بايد د حساب اخيستلود يو ډول ميکانيزم د رامنځته کېدواوعملي پلي کولو پر لارو چاروجدي غور وکړي .داسي څرگندېږي چي هغه دانتقالي عدالت پروسه هم دهمد غو زورښکاره کونکوپوسيله نشي پلې کېداي . زموږ له نظره دا په افغانانو پورې اړه لري چې دعدالت دپلي کېدوڅه ډول يو ميکانيزم غوره گڼي او هغوى څه ډول محکمې غواړي.؟ خو پکار ده چې دا بهير پر مخ ولاړ شي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنه دملي شورا له وکيلانواودافغانستان دجمهور رئيس ښاغلي کرزی څخه غوښتنه کوي چي د اسلامي اوملي مقدساتوله مخې دقرباني شوو انسانانو وعواطفو اواحساساتو ته په درنه سترگه وگوري .
که ملي شورااودولتی مشرتابه په گډه دامصلحت بولي اوداډول بخښنه په رښتياسره دسولي اودموکراسی له پلي کيدواوټينگښت سره عيني مرسته کوي، لازمه يې بولوچې ملي پخلاينې اوتفاهم ته درسېدوپه موخه ،دامسله تر هراړخيزي حقوقي څېړني اوارزوني وروسته دعام ولس ونظر غوښتنې ته وړاندي شي . دانظر پوښتنه بايد روڼه اوبېله هرډول درغليودنړيوالوخيرخواسازمانواو بشري حقوقودڅاردنړیوالو ساز مانو ترنظارت لاندي ترسره شي . دنظر پوښتني پايله لومړۍ داسلام مقدس دين ته ددرناوی اوشريعت دپلي کيدو په خاطر په ستره مکمه کښي دالاهي اومدني قبول شووقوانينوپه رڼا کي فيصله ، اوبياداپرېکړه دملي شورا (دسنا اوولسي جرگې ) په گډه غونډه کي ترفيصلې وروسته جمهور رئيس ته دتوشيح لپاره ولېږل شي ،ترتوشيح وروسته په رسمې جریده کي اعلان اودپلي کيدو لپاره يې صادقانه اوبې رياکار وشي .
ددوستی فرهنگي ټولني يوازنۍ هيله دافغان زورېدلي ولس لپاره په سوله اوامنيت کښي ښيراز اوبسيا ژوند دی .
ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه