د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۹) BBC د بـي بـي سـي خـبري رسـنۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۹) BBC   د بـي بـي سـي خـبري رسـنۍ

هدايت الله هدايت



January 28, 2010



(British Broadcasting Corporation - BBC)



په نړۍ کي نن مطبوعات، خبري آژانسونه، راډيو، ټلوېزون، سينما، انټرنټ، موسيقي او په مجموعي توګه ټوله ډله ائزه رسنۍ د خلکود پوهاوي په خاطر هغوی ته د خپلي خوښي دمعلوماتو رسولو دپاره خورا کارنده وسيله ده . دغه رسانه ای وسيلې کولای سي يو خبر، يو نظر، يوه مفکوره، يوه علمي لاسته راوړنه او هر بل ذوقي او تفريحي کړني په آساني سره د خلکو په ذهنيتو کي ځای اويا هغه محوه کړي؛ حتی ددې واک لري چي و يوه ناسم عمل ته د مشروعيت روی ورکړي او يا يو سالم او روا عمل د تخريب او هرج و مرج خواته رهي کړي .

نن په ډله ائزه رسنيو کي د قسما قسمو تبليغاتو تنوع او غزېدنه داسي يوه پديده ده چي د ټکنالوژی ‏د پرمختګ سره يې سمه وده کړې او د مځکي ټوله کره يې تر خپل پوښښ لاندي راوستېده . دا چي دغه پديده بيا لا نوره هم د موډرنه کېدو په خوا روانه ده ؛ د نړۍپر عمومي افکارو باندي د هغوی تأثير نن د يوه مسلم حقیقت په حيث ځان تثبیتوي . د رسنيو دغه شاني قدرتمنده موقف نن د لويو شبکو او د نړۍ د لويو سرمايه دارانو او بډايو هيوادو په لاس کي لوېدلی دئ هغوی دي چي دغه رسنيو ته د خپلو استعماري غوښتنو په لوري حرکت ورکوي او د هيوادو په لاندي کولو او د خلکو د اذهانوپه اړولو او کنټرولولو کي تر پوځي قدرت زيات کارنده کار اخلي او اوږدمهاله ګټو ته ځان ور باندي رسوي .

در سنيو د پېژندني په دغه روانه لړ کي نن د بي بي سي د راډيوـ ټلوېزون خپرندويه شرکت په اړه يو څه په مؤجزه توګه ږغيږو . راډيو او وروسته بيا ټلوېزون په ډله ائزه رسنيو کي و عامه ذهنيت ته د پيغام رسولو او پر هغوی باندي د خپل تأثير تر ټولو مؤثره وسیلې بلل سوي دي . زموږ د هيواد افغانستان په ګډون په زياتره هغه هيوادو کي چي د بېسوادۍ کچه يې لوړه ده نو د هغه اثرات تر ټولو زيات محسوس دي .دبي بي سي د نامه سره زموږ دهيواد عوام او خواص ښه ترها آشنا دي . بي بي سي زموږ په جنګ ځپلي هيواد کي د دې تيرو دېرشو کلو په ډراماټيکو بدلونو او پاچا ګښتيو او دکورنۍ جګړو په دوران کي د پورتني اصل په پلي کولو کي، عمده نقش درلودلی او هغه يې په خپل انګريزي غوندي مهارت سره لوبولی دئ .

بي بي سي چي د (British Broadcasting Corporation - BBC) لومړني حروف دي؛ په انګلستان کي د يوې خبري رسنۍ په حيث د لومړي ځل د پاره په ۱۹۲۲ کي د هغه كنسرسيوم لخوا جوړه سوه چي په ځان کي يې شپږ غټ تجارتي شرکتونه را ټول کړي وه . دغه شرکتونه ( د مارکونيMarconi Company ، جنرال الکټريک کمپنيGeneral Electric Company ، بريټيش ټامسن هوسټن British Thomson-Houston ، مټرو پوليټان ويكړز Metropolitan-Vickersاو د غرب د برق کمپنۍ Western Electric ) وه چي په نظر کې لرل په انګلستان کي د ملي خبرو د خپرېدو لپاره يوسراسري راډيويي سټېشن تاسیس کړي . د بي بي سي دغه اوسنی تشکل د ۱۹۲۷ را په دېخوا د سلطنتي منشورـ لوزنامې پر بنياد چي هغه ته رويال چارټر هم ويل کېده ثبت سوی دئ او دهغي رهبرۍ شورا لخوا اداره کيږي چي د انګلستان ملکه يې د څلورو کالو د پاره منصوبوي .

دغه چارټر د تيري شلمي پېړۍ د پنځوسمي لسيزي را په دېخوا هر لس کاله بعد اپډېټ کېدله او بيا د هغه لوزنامې پر اساس چي په ۲۰۰۷ کي د بي بي سي اود انګلستان د فرهنګ، رسنيو او ورزش دوزارت ترمينځ تنظيم سوه؛ په داسي يوه« منشور - لوزنامې » واوښته، چي تر هغه پخوانۍ رويال چارټر ډيره جامع او کارنده ده .

ددې « منشور - لوزنامې» عملي اختيار و بي بي سي ټرسټ (BBC TRUST) ته سپارل سوی دئ چي په بي بي سي کي د تصميم نيولو حاکم نهاد دئ او۱۲ غړي لري . دغه نهاد د بي بي سي سټراتيژيک لوری تعيينوي او اجرائيوي کردار يې بيا په بي بي سي کي د يوه ۱۶ کسيزه اجرائيوي هيئت (Executive Board) په غاړه دئ چي و بي بي سي ټرسټ ته د خپلو اجراآتو جوابګويي کوي . دبي بي سي ټرسټ غړي دوزيرانو په سپارښتنه او ددې هيواد د ملکې په انتصاب سره کار کوي .

د انګلستان د هغه وخت چارواکو ۱۹۳۲ کال تر ورستيو پوري د يوه بين المللي راډيويي چينل و تأسیس ته اړتيا نه ليدله ، بس دهمدې کال د ډسمبر په ۱۹ مه وو چي داسي يوتصميم و نيول سو تر څو د « بي بي سي د امپراطورۍ سرويس » (BBC Empire Service ) په نامه د بي بي سي نړۍ واله برخه په انګرېزي ژبه هغه هم و خپلو انګرېزي ژبي مخاطبينو ته چي د هيواد د باندي يې ژوند کا وه، فعاله کړي . دغه نوم د انګريزانو د استعمار په هغه دوران کي يو ډېر پر ابهته نوم وو، خو ددې شبکې چارواکي نن ترجيح ورکوي هغه بيخي هېره کړي . بي بي سي پخپله د دغه نوم ټاکنه چي امپرياليستي وجهه يې د ورايه ځني ښکارېده ، هغه امپرياليستي وجهه نه بولي، بلکه په هغه هيوادو کي چي برتانيا هغه د خپلي امپراطورۍ برخه بلل ، و انګليسي ژبو کسانو ته د هغوی ديو والي د پاره هڅه ګڼي . خو دغه سرويس د څو کالو په اوږدو کي، خاصتاً د دوهمي نړۍ والي جګړې د را نيژدې کېدو په شرايطو او د متخاصمو هيوادو د عوامو په ذهنيتو کي ددوی د تبليغاتو د مؤثریت په خاطر داسي تلاښ وو ترڅو ددې لاري څخه و خپلو استعماري اهدافو ته خپله د لاسوهنو لاره خلاصه پري ږدي او ساحه يې لا نوره هم پراخه کړي . په ۱۹۳۸ کي بي بي سي د خپلو انګليسي خپرونوسربېره په عربي او هسپانوي ژبو هم پروګرامونه ور زيات کړل . د کال۱۹۸۸ راهيسي وو چي د بي بي سي چارواکو و دغې برخي ته د بي بي سي د جهاني سرويس (BBC World Service) نوم ور کړ .

نن د بي بي سي خبري تجارتي شبکه يا (British Broadcasting Corporation) د انګلستان د ټولو راډيويي او ټلويوزني او د آن لاين شبکو په سر کي د خبر جوړولو ،د خبر رسولو او د خلکو پر ذهنيتو باندي د هغه د تاثیر ښندني په وجه، په ټوله نړۍ کي د خورا موډرنه او تر ټولومشهوره رسنيوپه کتار کي حسابيږي ، بي بي سي په دې هيواد کي د ميډيا پراخ راډيويي، ټلوېزوني او د انټرنټ دلاري خپل خپرندويه ماموريت په ټوله نړۍ کي پر مخ بيايي . د کاله ۶۰ زره ساعته برنامې لري، ځيني بين المللي تجارتي خدمات هم لري چي د هغه د جملې څخه په امريکا ، کاناډا اود نړۍ په نورو هيوادووکي د بي بي سي د کېبلي ټلوېزون د برنامو څخه استفاده ده .

دبي بي سي راډيويي او ټلوېزوني خبري شبکه ځان مستقل او بېطرفه تجارتي رسنۍ بولي ، خو د دې شبکي خورا مهمه برخه يعني همدا د بي بي سي د جهاني سرويس برخه يې د انګلستان د دولت د بهرنيو او د کامنويلټ د ادارې لخوا (Foreign & Commonwealth Office - FCO) پرمخ بېول کيږي او د بهرنيو چارو وزارت د اهدافو سره سم فعاليت کوي او د هغوی لخوا تمويليږي . همدغه اداره ده چي د ابحارو په ها خوا هيوادو کي د انګليسي دولت د ګټو د پراخېدو مسؤليت لري . د همدې FCO د لاري ده چي د بي بي سي و جهاني برخي ته پارلماني ګرانټ برابريږي . البته کورنۍ پراخي خپروني يې د تجارتي اعلانو او د خبرو د خرڅلاو او ټلوېزوني چينلو څخه د استفادې په فيس چليږي او درنې ګټي ځيني ترلاسه کيږي . ددغي رسنۍ کلنۍ دوراني بودجه په ۲۰۰۷ کال کي ۴ اعشاريه ۳ بيليونه سټرلينګ پونډه وه .

بي بي سي په خپله خارجي برخه کي دخپلو پروګرامو د توليد او خپرېدو پروسه د انګلستان د «عمومي ډيپلوماسۍ» د غوښتنو سره سم تر سره کوي . د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت د « بي بي سي نړۍ وال سرويس» په دې هيواد کي د خپلي عمومي ډيپلو ماسۍ په څلورو مهمومحوري برخو کي حسابي .

عمومي ډيپلوماسي د هيوادو د خارجي سياست د تحقق د پاره يوه نوې شېوه ده چي دهغه په کارولو سره هدف دادئ چي دغه هيوادونه دخپلو ګټو د پاره ددولتو سره د اړيکو پر ځای د ملتو پر عمومي افکارو باندي اثر ښندني ته زياته پاملرنه کوي او هغه ته ځان رسوي . د برتانيا د بهرنيوچارو وزارت هم په خپله رسمي انټرنيټي پاڼه کي د عمومي ډيپلوماسۍ تعريف « په بهرنيو هيوادو کي د عامه خلکو سره د کار د طريقې له رويه، و خپلو هدفو ته رسېدل » بيانوي .

د بي بي سي د نړۍ والي برخي بودجه چي د انګلستان د دولت او بهرنيو چارو د وزارت لخوا تأمينيږي ، دغه برخه په اداري لحاظ د لندن د ډيپلوماسۍ د دستګاه د زيربناوو څخه ګڼل کيږي چي لوی سياستونه يې تل د دولتي مسؤلينو يا د هغوی د نمايندګانو تر رهبرۍ او نظارت لاندي عملي کيږي . تير کال د بي بي سي د نړۍ والي برخي (BBC World Service) کلنۍ بودجه ۲۶۵ ميليونه پونډه وه ، دغه رقم ديوې راډيويي، ټلوېزوني او د بي بي سي د آن لاين سروېسو دپاره خورا لوی رقم دئ چي مسلماً د لويو هدفو د پاره د بي بي سي په واک کي ايښودل کيږي . سره ددې چي د بي بي سي چارواکي د دې برخي پر استقلال باندي تأکيد کوي خو د بېلابېلو برنامو د اجرا او تصويب دپاره هغوی ته ضروري ده چي خپلي طرحي د قانون ګزارۍ و اجرائيوي مسؤلینو ته ، د عمومي ډيپلوماسۍ دخارجه کميسیون او د خارجه وزارت د لاري و پارلمان ته د څېړني او تائيد دپاره وړاندي کړي .

نن د بي بي سي د نړۍ وال سرويس راډيويي او ټلوېزوني خپروني د نړي په ۳۲ ژونديو ژبو د پښتو او فارسي ژبو په ګډون ددې رسنۍ د نړۍ والو پروګرامو په ۳۲ برخو کي خپريږي . نړۍ واله خبرونه او ګزارشونه د بي بي سي د جهاني برنامو لخوا چي ددې شبکې د خپرونو تر ټولو په سر کي ځای لري د ۲۵۰ورزيده خبريالانو لخوا چي بي بي سي هغوی د خپلو اهدافو د تحقق د پاره استخدام کړي دي، د شپې او ورځي کوښښ کوي چي د بي بي سي د پاليسۍ سره سم د نړۍ د مهمو پرمختياو څخه چي د خلګو پر ژوندباندي ژوره اغېزه کوي د نړۍ په ۳۲ ژبو و نړۍ والو ته و ړاندي کړي .

نظر سنجيو ښوولې ده چي بي بي سي په زياتو مواردو کي مخکښه نقش لوبولی دئ . د بي بي سي راډيويي، ټلويزوني او په خپله انټرنيټي پاڼو کي ددې رسنۍ د جهاني خپرونو برخه په ټوله نړۍ کي تر ټولو مهمه او اغيزه ناکه برخه ده چي تر ۲۵۰ ميليونه زيات اورېدوکونکي او ليدونکي لري . د مياشتي تر اتیا ميليونه کسانو پوري ددې رسنۍ د انټرنټي سايټو څخه کتنه کوي . په بي بي سي کي د جهاني برخي دا دومره جاذبه زياتره د نړۍ د پيښو څخه د هغوی هر اړخېزه ګزارشونه او د نړۍ و پېچلو موضوعګانو ته د انګريزانو د ليد نه کيندلي کتني دي . دم درحاله بي بي سي ۱۰ راډيويي سټېشنونه لري چي پنځه يې ديجيټالي دي . اته ملي ټلوېزوني چينلونه، او نور زيات پروګرامونه لري . د بي بي سي انټرنټي سايټ چي په کال ۱۹۹۶ کي جوړ سوی دئ د خبرو يوه کامله مجموعه او آرشيف په خپل ځان کي لري .



د انګلستان د رسنيو نظام يو ه ځانګړتيا په دې کي هم ده چي ددې هيواد دولت په رسانه ای نظام کي خپل حضور ساتلی دئ ،څوک چي د بي بي سي و اداري روند ته ګوري نودغه ځنګړتيا په ښه شاني پکښې ليدل کيږي . دبلي خوا په رسنيو کي د اړيکو تر ټولو مهمه کړی منبع ده، او بي بي سي د پيغام پر منبع باندي زياته تکيه کوي، په همدي خاطرده چي د نړۍ په ۳۲ ژبو خپل پروګرامونه خپروي تر څوپه دې توګه په جهاني عرصه کي د برتانيا و ډيپلوماټيک حضور ته عملي بڼه ورکړي .

هرکله چي دبي بي سي غوندي د يوه هيواد رسنۍ د خپلو جغرافيايي سرحدو دباندي په نړۍ واله سطحه د مخاطبانو په لټه کي وي نو هغوی تر هر څه دمخه خپلي ملي ګټي او اوږدمهاله استعماري هدفونه په نظر کي نيولي وي . په همدې لحاظ د بي بي سي د خارجي برخي بودجه د بهرنيو چارو د وزارت لخوا تأمينيږي . نن ددريمي نړۍ هيوادونه بي بي سي ته نه يوازي د يوې خبري رسنۍ په حيث بلکه هغې ته د انګلستان ددولت او د هغه د استعماري پاليسيو د منعکس کونکي يوه نهاد په سترګه ګوري .

بي بي سي ، د خپلو برنامو په جوړولو او خپرولو کي خپل ځانګړي مهارت او تخصص کار وي او د خپلو مخاطبينو سره په يوه داومداره رواني جګړه لګيا ده . دغه رسنۍ د خبر د ټاکلو، د خبر دجوړولو، د خبر د پر وخت خپرولو، د کارپوهانو، تحليګرانو او ميلمنو په هدفمنده ټاکلو او د مخاطبينو په ذهن کي د شک او شبهې د طرحو په القا کولو کي دروانشناسۍ د ټولو مبانيو څخه کار اخلۍ تر څو پر مخاطب باندي خپل اثر پريږدي او هغه د ځانه سره وساتي . د بي بي سي دغه د جاذبې اوسنی راز په همدغه کيندلي او ظريفانه د کار په طريقې کي پروت دئ .

په رسانه ای جګړو کي د وَهم اوګومان ايجادول درواني عملياتو د خاصو طريقو څخه يوه طريقه ګڼل کيږي . ددې شېوې په کارولو سره مهاجم ځواکونه تلاښ کوي چي د مخاطبينو په ذهنيتو کي دځان او يا يوې خوا څخه مطلوب او د مقابلي خوا څخه يو ناسولټه او نفرت انګېزه تصوير ارائه کړي .

پروفيسرکارل هوسمن Carl Hausmanمبتکره او وتلی ژورناليست، د امريکا د نيوجرسي په پوهنتون کي دژورناليزم د ډيپارټمنټ مشر، په رسنيو کي د وَهم اوګومان د جوړېدو په هکله وايي : «رسنۍ ساختګي فضا ايجادوي ، د نړۍ څخه داسي ذهني برداشت جوړوي چي د واقعي نړۍ سره هيڅ سر نه خوري . په رسنيو کي خبر، الزاماً هغه څه نه دئ چي واقع سوی دئ، بلکه هغه څه دئ چي خبري منبع يې وړاندي کوي . »

د غه خبره خو عامه او د ټولو رسنيو د پاره يوه الګو ده ، خو که بيا بي بي سي ته څوک داسي يو صفت ورکوي نو کېدای سي هغه بلکل يو پرځای مثال وي ...

مأخذونه :
زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي سايټونه :

http://www.bbc.co.uk

http://www.bbc.co.uk/worldservice/programmes /

http://www.bbc.co.uk/info/purpose/what.shtml

http://www.bbc.co.uk/historyofthebbc//



http://en.wikipedia.org/wiki/British_Broadcasting_Company



http://en.wikipedia.org/wiki/BBC



http://www.bbc.co.uk/worldservice/specials/1122_75_years/page2.shtml

 

 

 

ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه