د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۷) ايتار تاس

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

د ايتـار تـاس خبـري آژانـس

function noRightClick() {

if (event.button==2) {

alert


document.onmousedown=noRightClick
د ايتـار تـاس خبـري آژانـس

(Information Telegraph Agency of Russia – ITAR -TASS)
ايتار تاس ITAR -TASS د پخواني شوروي اتحاد د تاس TASS د خبري آژانس ځای ناستۍ آژانس دی چي نن د روسيې په فدراسيون کي د ايتار تاس يا د روسيې د تلګرافي اطلاعاتو آژانس (Information Telegraph Agency of Russia) په نامه ياديږي او فعاليت کوي .

په روسيه کي د اوسني ايتارتاس ITAR -TASS د خبري آژانس د تأسيس سلسله وهغه ليک ته راګرځي چي د تزاري روسيې د ماليې وزير وي .ان.كوكوف تسوف د ۱۹۰۴ د مارچ پر ۲۶ مه نېټه ددې امپراطورۍ د بهرنيو چارو و وزير ته لېږلی وو . نوموړي په دې ليک کي و هغه ته کښلي وه چي : زموږ صنعتي او تجارتي کړۍ او پخپله د ماليې وزارت مو د بهرنيو هيوادو سره د آزادو اطلاعاتو د راکړي ورکړي چاري د ټلګراف او يا ودې ته ورته آسانتياوو ته اړتيا لري څو زموږ دداخلي تجارت پرمختياوي و نړۍ والو ته معرفي کړي . »

ددې لـيک نـه وروستـه د ۱۹۰۴ د جـولای پـه ميـاشت کي د سـن پټرزبـورګ د تلګرافي آژانس په نامه SPTA) (St. Petersburg Telegraph Agency - د يوخبري آژانس د جوړېدو پرېکړه وسوه . SPTA ، د روسيې لومړنۍ رسمي خبري آژانس وو چي د ۱۹۰۴ د سپټامبر په لومړۍ نېټه يې په کار شروع وکړه . دغه آژانس د زياتو لوړو او ژورو په وهلو سره د نن ورځي و ايتار تاس ته ځان رارسولی دی .

د SPTA آژانس ، وظیفه درلوده چي د روسيې د دولت د ګټو د په پام کي نيولو سره په سیاسي ، مالي، اقتصادي او تجارتي برخو کي، بهرني او کورني اطلاعات او خبرونه را ټول او هغه خپاره کړي . SPTA يو درې کسيزه هيئت درلود چي د دريو وزارتخانو لخوا يعني د ماليې، داخلې او د خارجې وزارتو له طرفه به منصوبېدله .د ۱۹۰۹ د ډسامبر په ۳۱مه دغه آژانس د وزيرانو د شورا د تشکيلاتو تر مستقيمي ادارې لاندي راغلی . د ۱۹۱۴ د اګست په ۱۴مه هغه وخت چي د روسيې تزار دوهم نيکلاس د سن پيټرز بورګ نوم په پټروګراډ واړاوه، نو ددغه آژانس نوم هم د SPTA څخه د پټروګراډ تلګرافي آژانس (Petrograd Telegraph Agency - PTA) و نامه ته واوښت .

د ۱۹۱۷ د اکتوبر په ۲۵مه په روسیه کي انقلاب وسو . کمونیسټانو ددې بلشويکي انقلاب په دوران کي د PTA تعمير د بالټيک د دريايي کښتيو لخوا چي د لئونيد اسټارك تر رهبرۍ لاندي وو ايسار سو. د همدې PTA لخوا وو چي د بلشويکانو د انقلاب ګزارشونه او خبرونه به د اسټارک لخوا و ټولي نړۍ ته مخابره کېدله . د ۱۹۱۸ د نوامبر په ۱۸مه کمونيسټانو د PTAخبري آژانس، د مرکزي دولت په دولتي خبري آژانس بدل کړ . د ۱۹۱۸ د مارچ په مياشت کي دد‏غه آژانس دفتر و دېوان و مسکو ته را کډه او د هماغه کال د جون په مياشت کي د دولت د خپرونو په اداره کي مدغمه سو . دسپټمبر پر اوومه د روسيې تلګرافي آژانس د (ROSTA) ياRussian Telegraph Agency په نامه د روسيې د سراسري سوسياليستي جمهوريت د خبري آژانس په نامه و نومول سوه .

د ۱۹۲۵ ميـلادي کـــال د جـــولای پــه ۱۰ مـــه د تــــاس په نـــامـــه د شــوروي اتحـــاد د جــمهوريتونـــو
تـــــــلــــــګرافــــــــــي آژانــــــــــس (TASS) Telegrafnoie Agentstvo Sovetskogo Soiuza يــــا
Telegraph Agency of the Soviet Union ، خبري آژانس تأسيس او د ROSTA ټول صلاحيتونه و هغه ته و سپارل سوه .

د شوروي لخوا د تاس د خبري آژانس د جوړېدو اصلي هدف د شوروي په ضد د غرب د ځانګړو تبليغاتو خنثی کېدل وه ، د شوروي دولت دا هم غوښتله چي په نړۍ واله کچه د خبر رسولو په عرصه کي د غربي رسنيو سره ډغري ووهي او پر رسنيوباندي د هغوی يک لوخته انحصار مات کړي، ددې سره يې دا هدف هم درلود چي و دباندي نړۍ ته د شوروي د کارګري دولت او د سوسياليستي هيوادو د فعاليتو او پرمختياوو څخه کره معلومات ورکړي . شوروی چارواکوغربي رسنۍ په دې تورنو لې چي د شوروي لاسته راوړني په لوی لاس د قلمه اچوي او پرهغوی تله تېروي .

د تاس TASS و خبري آژانس ته د شوروي اتحاد د بهرنيو اطلاعاتو دراټولولو او توزيع د انحصار حق ورکړل سو او په ټوله شوروي اتحاد کي د بهرني او کورني خبرو د خپرېدو د حق څخه هم برخمن سو . دغه آژانس په شوروي اتحاد پوري د ټولوتړلو جمهوريتو د خبري آژانسو اداره او کنټرول هم پخپل لاس کي ونياوه .

د تاس د خبري آژانس د خپل فعاليت په ورستيو کلو کي د هغه د خبرو او عکسو څخه په ټول شوروي اتحاد کي؛ ۴۰۰۰ ورځپاڼو، ټلوېزوني شبکو او راډيويي سټېشنو او په بهر کي تر ۱۰۰۰ زياتو خبري رسنيو استفاده کوله . دغه خبري آژانس په نړۍ کي تر ټولو لويه د خبر يالۍ شبکه درلودله چي ۶۸۲ دفترونه يې په داخل او څه کم ۱۰۰ يې په خارج کي فعاله وه چي تر ۲۰۰۰ زياتو کسانو کار پکښې کاوه .

د تاس خبري آژانس چي د شوروي اتحاد د کمونسټ ګوند تر رهبری لاندي يې فعاليت کاوه کومه لاره چي وو وهله نو هغه د شوروي نظام په ماتېدو ختمه سوه . تاس د خپلي څه باندي نيمي پېړۍ آګاهانه هلو ځلو په جريان کي ډېر کارونه وکړل خو په پای کي يې د ټولو دولتي رسنيو په سر کي دغه انتقاد وځانته پرېښود، چي دغه نهاد چي لوی بار او نړۍ وال ماموريت يې ځانته ايښی وو نو په هغه کي پاتي راغلی . پر تاس باندي دا نيوکه کېدله چي د دووځبرواکو ترمينځ جګړه کي يې ونکړای سوه د شوروي اتحاد د نظامه څخه دفاع وکړي . رسنيو او دهغې جملې څخه د تاس خبري آژانس د خپل ژورناليستي رسالت پر بنياد و نکړای سوه چي د شوروي اتحاد په سيسټم کي د تضاد ريښې پيدا او هغه نيمګړتياوي چي د دوی په اصطلاح د اصولو څخه سرغړاوی بلل کېدلی هغه په ګوته اوواقعيتونه پر خپل وخت باندي منعکس کړي .

ددې کار موجبه دا په ګوته سوې وه، چي دلته د مسلکي او کارپوهه ژورناليستانو جدي کمي وه، دلته ژورناليستي ټنبلي وه ،دحرفوي جزباتو د شوق او علاقې او د مسؤليت د احساس جدي کمي وه ، د رسنيو په تحریريه هيئت او د غړو په مابينځ کي د لازم استعداد، ابتکار او نوښت نشتوالی وو ،د مسؤلينو تنګ نظري دځوانو ايډياوو او استعدادو د غوړېدو مخ نيوی وه ،د رقابت او ابتکار احساس اصلاً مړ سوی او د ګوند د مشي په نامه ټولو يک لوختي دستوري ډيکټې عملي کولې . اګرچه د تاس ژورنالیستي ميتوډ د غربي شېوې څخه اساسي توپير درلود، خو په تاس کي و مسلکي استقلاليت ته نه درناوی او دهغه زيندی کول، د خبرو انسداد وټولني ته د تحمل وړ نه وه او زياد انتقادونه يې و دولتي او ګوندي مشرانو ته را پورته کړي وه خو نسوه ويل کېدای .

د غه او نور دې ته ورته داسي موارد وه چي وغرب ته يې د تبليغ ښه زمينه برابر کړه او شوروي يې په دننه کي پخپلو روسانو سره وشلاوه . يو شمېر کتونکو په هغه وخت کي ويلي وه چي د شوروي اتحاد د سقوط لويه موجبه ددې هيواد د رسنيو په بې کفايتۍ او ضعيف کردار کي بايد ولټول سي . ددې کار په وجه « تاس» د شوروي سرتاسري دولتي خبري آژانس او «پراوډا» د شوروي دکمونيسټ ګوند رسمي ارګان، د شوروي اتحاد په سقوط کي د امريکا تر سي ان ان او د انګليس تر بي بي سي زيات مؤثر نقش و لوباوه !

را وروسته کلو کي چي د شوروي اتحاد د سقوط او د سوسياليسم د پرشا تګ دلايل لا نورهم وسپړل سوه، نو د کورني فکټورونو سربېره بهرني واقعيتونه هم چي زموږ پر هيواد افغانستان باندي د هغوی د پوځي يرغل اثرات وه، د ټولو په سر کي ځای درلود او دهغه څخه يې تاو اخيست . امريکا د شوروي ددغه تجاوز څخه پوره ګټه پورته کړه او دهغوی د ځپلو د پاره ښه موقه په لاس ورغله. . امريکا او غربي نړۍ د اسلام د نامه څخه په استفادې سره د افغانانو د ملي مقاومت کړی ايجاد کړې او دهغوی په سازماندهي کي يې د هغوی ټول لوجيستکي ، پوځي ، مالي مصارف او سیاسي ملاتړ په غاړه واخيستل، شوروي يې د افغانانوپه وينه او بربادۍ و دېواله ته ودراوه، په نړۍ کي يې تجريد او بې اتباره کړ، روسان يې په خپل هيواد کي د خپل ولس سره مخامخ کړ او په پای کي يې هم ګټه پخپله ځيني يو وړه .

سره ددې چي د شوروي اتحاد د وروستي جمهوررئيس ګور باچوف دریاست په دوران کي د شوروي په تګلاري کي ښايسته زيات بدلون راغلی ، په دننه کي يې پر رسنيو باندي پخواني محدوديتونه هم لغوه کړه او لګېدلی سانسورونه يې هم ايسته يا لږ کړل ، خو دا بيخي ناوخته وو او په شوروي اتحاد کي د سيسټم دکلا بېخ لا د وخته شوړېدلی وو . ددې بدلون په نتيجه کي نويو تازه رسنيو هم په فعاليت پيل وکړ خو د کمونسټ ګوند څخه د دغه رسنيو کنټرول د لاسه ووت ، دغي دورې ته په شوروي اتحاد کي د ډله ائزه رسنيو د يوې جنجالي دورې په نامه يادونه کيږي . ددې راوروسته په شوروي پوري تړلو جمهوريتونو او نورو سيمو هم په خپل لومړني اقدام سره د تاس سره خپلي اړيکي وشلولې او د هغه څخه يې د خپلواکه خپرونوپه حيث خپله پرېکړه اعلان کړه ، دغه کار د شوروې پر نظام باندي بل سخت کاري ګزار وو .

تاس د خپل مسلکي صلاحيت په اوج کي په دې کي پاتي راغلی وو چي د خپل رسالت پر اساس داخبره پر خپل وخت باندي روښانه کړي؛ چي په شوروي اتحاد کي دغه د اوياو کالو «نه ماتېدونکې مستحکمه» کلا ولي داسي د سترګو په رپ کي ونړېدله ؟

د شوروي اتحاد د سقوط اود سوسياليزم د پرشاتګ څخه دادی څه ناڅه دوې لسيزي تيريږي . په دې موده کي تر اوسه پوري د سړې جګړې خاطرې او په دې هيواد کي د حالاتو د تشکل بهير ندي زاړه سوي .

د شوروي اتحاد د حاکميت په وروستيو د کال ۱۹۹۱ د اګست په دولتي کودتا کي د مستقلو خبري رسنيو او د تاس د خبري آژانس ترمينځ شديد کشمکش او جنجال را پورته سو چي په هغه کي د تاس خبري آژانس تر زياته بريده په ولس کي خپل اعتماد د لاسه ورکړ . د هغه راوسته د روسيې د خبري رسنيو په ساغري کي د بدلون يو نوي دور را شروع سو .

د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته په ۱۹۹۲ کي د روسيې د جمهور رئيس بوريس يلتسین د فرمان په اساس د ايتارتاس خبري آژانس ITAR -TASS جوړ او د فدرالي روسيې ددولت تر نظارت لاندي يې په کار پيل وکړ . څرنګه چي تاس په پخواني شوروي اتحاد کي د خبري آژانس نوم او په نړۍکي يې زيات شهرت درلـــود نـــو د ايتـــار تــر څــــنــــګه د تـــاس TASS نـــوم هــــــم همــــداســـي مـــلګری پـــاتې ســـو، (Information Telegraph Agency of Russia-TASS) . د نړۍ په روان کړکېچن دوران کي چي د ګټو جګړې او په خپله خوا د عامه ذهنيت مهارول د رسنيو لخوا پرمخ بېول کيږي، د ایتار تاس خبري آژانس هم په روسيه کي د نړۍ د مطرحو او مهمو خبري آژانسو په کتار کي راځي چي په شپږو ، روسی، انگلیسی، فرانسوی، آلمانی، هسپانیانوي او عربی ژبو خبرونه او د ورځي واقعيتونه د روسي ليد له نظره او د روسيې د ګټو پر بنياد خپروي .

و واک ته د ولاډيمير پوتين د رسېدو په ايره کي بيا تر اوسه پوري داسي تلاښ کيږي چي د روسيې تللی عظمت او اتبار بیرته د روسي نشنليزم د را ژوندي کېدو او پياوړي کېدو دلاري اعاده او رسنۍ هم پر هماغه لوري رهي کړي .

نن د ايتارتاس دولتي خبري آژانس د ورځي تر ۳۰۰ زياتي اخباري صفحې خبرونه مخابره کوي ، تر ۴۰ زيات خبري او معلوماتي بولټنونه او د عکسو تر ټولو بډايه مجموعه او مغزن آرشيف لري . دغه آژانس په بهر او دننه کي په ۱۳۰ دفترونو اوبيورګانو فعاله دی او د ۸۰ بهرني خبري آژانسو سره د همکارۍ لوزنامې لري .



مأخذونه :
ددې ليکني په تر تيب کي ما د خپلو ياد داښتو سربېره د دغه لاندي ويب پاڼو څخه هم کار اخيستی دئ :

http://www.tas.ru/eng
http://www.itar-tass.com/eng/
http://en.wikipedia.org/wiki/ITAR-TASS#History

ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۰) شينهوا د شيـنـهـوا خـبـري آژانـس
 

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه