نيوزويک : دوى اوس د پاکستان پر ضد ولې شول؟ مشرف : دوى د پاکستان پر ضد ځکه شول چې دوى زما خلاف دي. دوى د هر هغه چا خلاف دي چې زما ملاتړ کوي. د دې لپاره دوى غواړي چې حکومت کمزورى کړي، دوى غواړي چې ما کمزورى کړي. [ښايي] دوى دا فکر کوي چې پاکستان به ونيسي.
نيوزويک : ستاسو قبايلي تړونونو ستونځه حل نه کړه؟ مشرف : نه، هغو حل نه کړه.
نيوزويک : څه فکر کوې چې دغه [تړونونه] يوه غلطي وه؟ ځينې خلک فکر کوي چې حکومت يې پېروي نه ده کړې، يانې دا چې تاسې په ژمنه وفا نه کوئ؟ مشرف : مونږ هر کوښښ کوو. مونږ د هر چا سره خبرې پېل کړې دي، په شمول د هغو مذهبي خلکو چې جهاديان نه دي. نو اوس که دوى مونږ سره چل کوي، او دا امکان هم لري، او بيا هم ته مانه پوښتنه کوې چې "ايا ته بريالى شوې؟" نو زه به په ځواب کې درته وايم چې "نه". ښايي مونږ پنځه ويشت فيصده بريالي شو. خو که اوس ته مونږ ته وايې چې بس يې کړئ نو مونږ يې نه بس کوو. مونږ بايد مقاومت وکړو.
نيوزويک : ځينې خلک وايي چې تاسې په سياسي مېدان کې سياسي ګوندونه ځپلي دي چې په پايله کې د دې کار ګټه يواځې مذهبي ګوندونو او بنسټپالو ته رسېدلې ده؟ مشرف : نه، مونږ سياسي ګوندونه نه دي ځپلي. [خو] هيچا ته اجازه نشته چې قبايلي سيمو ته لاړ شي. د قبايلي سيمو يو جلا جوړښت دى. هغوى خپل سيستم لري. اصلاً مونږ هغوى ته انتخابات ورمعرفي کړل. دا سياسي ګوندونه پخوا هم قبايلي سيمو ته نه تلل. ځکه چې دغه سيمې نېغ په نېغه د والي (ګورنر) او ولسمشر تر واک لاندې دي.
نيوزويک : دا خو تقريباً استعماري سيستم دى. ايا هلته اصلي سياست نه دى پکار؟ مشرف : بلې، زه يې درسره منم. دا کوښښ مونږ په ١٩٩٩ کې کړى و. خو بيا د سپتمبر د يوولسمې د پېښې سره دا ټول جنجالونه راپېدا شول. پخوا به هرې قبيلې د ماشين ګڼو، هاوانونو او راکټو خپل وسله تون لرلو. هرکله چې به د يوې قبيلې د بلې سره جنګ و نو د وسله تون نه به يې وسلې راوويستلې او جنګ به يې وکړ، بيا چې به ډزبندي وشوه نو وسلې به يې بېرته خوندي کړې. د طالبانو د راپېدا کېدو سره دا ټول سيستم ګډوډ شو. مونږ په خپله سياسي اداره کې کوښښ کوو چې دغه قبايلي سيستم بېرته راوړو. دې کار مونږ په يو دوه کې اچولي يو. ملايانو سره د جګړې لپاره مونږ هغه زوړ سيستم ته اړتيا لرو، خو که عصري کېدل غواړو نو بيا بايد له هغه زوړ سيستم څخه ځان خلاص کړو.
نيوزويک : ايا امريکايان ځينې هغه عمليات په غاړه اخيستل غواړي چې تاسې يې په دې [قبايلي] سيمو کې ترسره کولو ته لېوالتيا لرئ؟ مشرف : نه، که امريکايان دې غرونو ته راغلل، نو بيا به په هغه ورځ لعنت وايي په کومه چې راغلي وي. زه دا سيمې پېژنم او امريکايي پوځيان هم راته معلوم دي. خپل پوځيان هم پېژنم. دا اسان کار نه دى. امريکايي پوځيان د اله دين ډيوه نه لري. زمونږ عسکر، چې سيمه ايز خلک دي، او په رواياتو پوهېږي، ډېر کلک دي. زمونږ عسکر په ډوډۍ او اوبو ګوزاره کولى شي. امريکايي پوځيان به چاکلېټو ته اړتيا لري. او لوژيستيکي مرستې رسول به ورته ډېر ګران وي. پوځي مشران به دا خبره نه کوي. سياستمداران په دې باب معلومات نه لري. ولسمشر بوش هر سهار په دې اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کوي. فکر نه کوم چې هيلري کلينټون او يا بل څوک دې هم هر سهار معلومات ترلاسه کوي. کله چې په دوى کې يو ولسمشر شي، هر يو چې شي، او استخباراتي معلومات ترلاسه کول پېل کړي، نو بيا به زه ګورم چې دوى څه وايي.
نيوزويک : ايا ته فکر کوې چې جهاديانو سره د جګړې لپاره ته مناسب تن يې؟ مشرف : امريکا خو دا فکر کاوه چې بې نظيره ترهګرو سره د جګړې لپاره مناسبه ده. د دې جګړې لپاره تر ټولو ښه او مناسب څوک دى؟ که غواړې چې په نن وخت کې بنسټپالو او ترهګرو سره جګړه وکړې نو درې صلاحيتونه ضروري دي. اول دا چې پوځ به ستا ملګرى وي. نو هغې (بې نظيرې) خو په پوځ کې هيڅ محبوبيت نه درلود. دويم دا چې ټولې مذهبي ډلې بايد تا ته د پردي يانې بې مذهبه تن په توګه ونه ګوري. او درېم دا چې ته به د امريکا سره تړلى نه معلومېږې. اوس ټيک ده چې ماته د امريکا آله ويل کېږي، خو تر هغه حده نه څومره چې هغه (بې نظيره) وه. پاکستانيانو ته پته ده چې زه سختېدلاى هم شم. زه د هيلري کلينټون خلاف خبره کولى شم. زه د هر چا خلاف خبره کولى شم. نو دغه خبرې دي، ته قضاوت وکړه.
نيوزويک : ايا ته به له ټاکنو وروسته د پيپلز ګوند سره کار وکړاى شې؟ مشرف : زه د هر چا سره کار کولى شم. زه هيله لرم او دعا کوم چې ټاکنې صفا سوتره ترسره شي او خلک هم ورته د صفا سوتره په توګه وګوري.
نيوزويک : ډېر خلک فکر کوي چې داسې به ونشي (يانې ټاکنې به صفا سوتره نه وي). مشرف : دا ځکه چې تاسو همداسې ليکئ (خاندي).
نيوزويک : نه، دا مونږ نه يو. هر سياسي ګوند دغه تور لګوي. نو مونږ به يې څنګه راپور نه ورکوو؟ مشرف : په کوم بنياد؟