په پاکستان کې د افغان کډوالو راتلونکى
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د مشر انتينو ګټرس په دې وروستيو کې په پېښور کې د افغان کډوالو يوې غونډې ته دا خبره کول تر يو څه ځايه سمه وه چې " زه نېکمرغه يم چې مهاجر نه يم" د پيوستون دغې خبرې د صوبه سرحد د افغان کډوالو د بېلابېلو کېمپونو څخه راغلو افغانانو په مخونو يوه مسکا خوره کړه خو د پرتګال د پخواني لومړي وزير انتينو ګټرس په دغه ډيپلوماتيکه جمله يو ځيرک افغان حاجي دوست محمد ښه پوهه شو.
د کډوالو د ستونزو د څرګندونو په مهال حاجي دوست محمد وويل چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته ټولې نړۍ د افغان کډوالو د مرستې لپاره ملاوتړله او په ځواب کې کډوالو ټوپک راواخيست او شوروي اتحاد يې د جهاد له لارې دړې وړې کړ.
دا سوچ يوازې د حاجي دوست محمد نه دى بلکې زياتره افغانان او پوهان دا فکر کوي چې تر روسيي يرغل وروسته د سړې جګړې دويم فريق متحده ايالتونه د خپلو متحدينو له لارې په افغانستان کې يوه داسې پروپګنډه خپره کړه چې افغانان يې کډوالۍ ته اړ کړل او په سلګونو زره افغانانو خپل پلرني ټاټوبي ته د يو ناڅرګند سباوون په چاپېريال کې خداى په اماني وويله.
نژدې شپږ ميليونه افغانان په پاکستان کې مېشت شول خو د کډوالۍ په نامه راوارده شوي دا افغانان د مجاهد په نوم بېرته افغانستان ته صادره شول. د ملګرو ملتونو، لويديځوالو او اسلامي مرستندويه ټولنې د افغان کډوالو د مرستو له ادعا سره سم پاکستان ته راورسېدې.
د پاکستان په سرحد او بلوچستان ايالت کې ميشتو افغانانو ته د ورځنيو اړتياوو په لړ کې يې دومره مرستې ورکړې چې ان د پاکستانيانو په خوله کې هم اوبه راپيداشوې.
هرلوري ته ښوونځي او د روغتيا مرکزونه خلاص شول خو د مرستو د وېش لپاره د ځينو په گومان پاکستان او لويديځوالو يوه داسې لومه ودروله چې هر افغان ته يوازې اووه جهادي سازمانونو مرستې ورکولې او همدې شرط بې کوره شوي افغانان اړ کړل چې ټوپک واخلي او افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي او دا ډول د افغان ماشومانو د ذهني تصفيې لپاره يې د ښوونځيو په نصاب کې داسې درسونه ګډ کړل چې په نتيجه کې يې زده کوونکى لابراتوار ته نه بلکې د جنګ ډګر ته رسول.
تنکي ماشومانو ته ښوول کېدل چې له الف څخه اسلام، له ميم څخه مجاهد، له جيم څخه جهاد او له ټ څخه ټوپک جوړېږي. د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته لويديځوالو مرستندويو موسسو هم په ورو ورو د افغان کډوالو له مرستو څخه مخ اړول پيل کړل او تر ١٩٩٠ کال پورې د بې شمېره موسسو شمېر د ګوتو شمېر ته راورسېده او همدلته پاکستان احساس کړه چې د افغان کډوالو دومره لويه ابادي اوس د ده په بنسټيز جوړښت باندې يو بار دى.
د طالبانو د سقوط او د حامد کرزي راتګ او د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ په نامه جګړې پاکستان حکومت ته د افغان کډوالو د ستنولو يو طلايي چانس په لاس ورکړ او ادعا يې وکړه چې افغان کډوال په قبايلي سيمو کې ورته د ترهګرۍ د جګړې په وړاندې يو امنيتي ګواښ رامنځته کړى او دا ډول يې له جنوبي، شمالي وزيرستان او مومند او باجوړ ايجنسۍ څخه په خوښه او په زور په زرګونو کډوال وايستل. خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وينا اوس هم نژدې دوه نيم ميليونه افغانان په پاکستان کې ميشت دي.
افغانان د نه تګ علت په افغانستان کې د امنيت ستونزې، ګراني، بېکاري او د دوى پر مځکو باندې د جنګ سالارانو قبضې ښيي. خپله په پاکستان کې هم د افغان کډوالو ستنېدنه يوه سياسي موضوع ګرځېدلې ده.
په بلوچستان ايالت کې بلوڅ ملت پاله ګوندونه دا فکر کوي چې په ايالت کې يو ميليون افغان کډوالو د بلوڅو او پښتنو په منځ کې سياسي انډول خراب کړى دى او دوى ته پښتون ملت پالو پاکستانۍ تذکرې جوړې کړي دي چې هغه په ټاکنو کې د بلوڅو پر ضد کارول کېږي او بل لور ته د پاکستان پښتنو ملت پاله ګوندونو چې تر پرون پورې يې افغان کډوالو ته راتښتول شوي افغانان ويل اوس ورته د دې خاورې بچي وايي ځکه دوى ډيورنډ کرښه نه مني.
په داسې حال کې چې په راتلونکي کال کې د پاکستان، افغانستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ترمنځ د افغان کډوالو د بېرته ستنونې درې اړخيزه تړون پاى ته رسېږي نو ښايي تر هغه وخت پورې دوه ميليونه افغانان په پاکستان کې پاتې شي او د دوى سباوون به له يوې سواليه نښې سره مخامخ شي .
په پاکستان کې ځينې خلک او غير دولتي ادارې دا وړانديز کوي چې افغان کډوالو ته دې په پاکستان کې د امريکا په ډول ګرين کارډ ورکړل شي او دوى دې له مدني حقوقو پرته له سياسي رول څخه بې برخې کړل شي خو داسې برېښي چې دا وړانديز به وړانديز پاتې شي.