طالبان د هېواد په سياسي اؤ جمهوري جوړښت کښې هيڅ ځاى نلري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

طالبان د هېواد په سياسي اؤ جمهوري جوړښت کښې هيڅ ځاى نلري


حال دا دےتبصره


دا نننۍ خبره نۀ ده، بلکې له هغه وخت څخه چې په افغانستان کښې نوے سياسي نظام منځته راغلے دے، نۀ يواځې حکومت په بيا بيا طالبانو اؤ نورو دولت مخالفو ډلو ته عفوه اعلان کړې اؤ د هېواد په سياسي اؤ جمهوري نظام کښې د ګډون بلنه يې ورکړې بلکې ځينيو نورو خلکو هم دا غوښتنه کړې چې طالبان اؤ نورې دولت مخالف ډلې دې د هېواد په سياسي اؤ جمهوري نظام کښې شريک کړے شي.


په هېواد کښې د جمهوري رياست له انتخاباتو څخه نيولې بيا د پارلماني انتخاباتو اؤ ان تر اوسه پورې، چې په دې هکله اخري خبرې د هېواد د يؤ جهادي مشر اؤ په تېرو دواړو ( د جمهوري رياست اؤ د اولسي جرګې ) په انتخاباتو کښې کانديد انجينير احمد شاه احمدزي هغه مرکه ده چې څو ورځې د مخه په مطبوعاتو کښې خپره شوه. نوموړي هم دا خبره تکرار کړې ده چې طالبان اؤ نورې دولت مخالفې ډلې دې سره کښېنول شي، هغوئ دې خپل شرايط وړاندې کړي اؤ د بين الافغاني خبرو اترو له لارې دې تفاهم وکړے شي.


اؤ هر کله چې په دې موضوع څوک خبره کوي نو زيات خلق پړه په دولت اچوي خو ورسره دا خبره هم مني چې دولت طالبانو اؤ نورو مخالفو ډلو ته بيا بيا د هېواد په سياسي اؤ جمهوري جوړښت کښې د ګډون بلنه ورکړې ده خو هر ځل دغه بلنه د طالبانو اؤ نورو دولت مخالفو ډلو لخوا رد شوې ده. چې داسې ده نو بيا دولت ولې ملامت دے؟.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د افغانستان روان سياسي اؤ جمهوري نظام ډېرې نيمګړتياوې لري اؤ ډېر کارونه داسې دي چې ګوته ورته نيول کېدلے شي خو دا خبره يا غوښتنه چې دولت دې طالبانو اؤ نورو دولت مخالفو ډلو ته د هېواد په روان سياسي اؤ جمهوري نظام کښې ځاى ورکړي، بېخي ماشومانه اؤ احمقانه ده ځکه چې طالبان اؤ د هغوئ د فکر نورې وسله والې ډلې پخپله په دې نظام کښې ګډون کول نۀ غواړي اؤ دا قسم ئې خوړلے دے چې تر څو ئې وَس رسېږي هېواد به ورانوي اؤ هېوادوال به ارام اؤ هوسا ژوند ته نۀ پرېږدي.


دوئ د خپل حکومت پر مهال هم لۀ چا سره خبرو ته نۀ دي کښېناستلي اؤ نۀ يواځې هغه وخت ئې مکتبونه تړلي اؤ د کار خلق وژلي دي، بلکې اوس هم پوهنځي سوزوي اؤ د بيا ابادۍ د کارونو سره مربوط خلق په بمونو الوزوي.


په تېرو پارليماني انتخاباتو کښې دا هم ثابته شوه چې طالبان په خلقو کښې هيڅ محبوبيت نلري. د طالبانو د وخت په څلورو مهمو مشرانو کښې چې اوس دولت ته تسليم شوي دي يواځې يو ئې اولسي جرګې ته په انتخابېدو بريالى شو. د طالبانو د ړنګ شوي حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل په دې ونه توانېد چې اولسي جرګې ته انتخاب شي. دا په دې مانا شو چې خلق هغه طالبان هم د خپل اولس استازيتوب ته انتخابول نۀ غواړي چې اوس دولت ته تسليم دي.


خو بيا هم کۀ دا ټولې خبرې يوې خوا ته کېښودل شي، تر ټولو مهمه نکته دا ده چې طالبان اؤ د هغوئ د فکر نورې وسله والې ډلې پخپله دا نۀ غواړي چې په روان سياسي اؤ جمهوري نظام کښې شريک شي. د هغوئ فکر، نظر، عقيده، اهداف، اؤ مقاصد بالکل جلا اؤ د نۀ منلو تر حده غير سياسي دي. کۀ له دولت څخه دا غوښتنه کېږي چې د طالبانو سره دې تفاهم وکړي خو چې طالبان تفاهم ته نۀ کښېني اؤ د سياست اؤ جمهوريت په ضد ئې ملا تړلې ده نو دولت څۀ وکړي؟ ملا عمر ته ووائي چې راشه اؤ بيا د افغانستان څخه ځنګل جوړ کړه؟.


څو ورځې وړاندې د طالبانو يؤ تن قوماندان ملا داد الله وويل چې دوه سوه (٢٠٠) طالبان ئې ځان مرګي بريدونو ته تيار کړي دي. په داسې حالت کښې د حکومت سره بس دا يوه لاره پاتې کېږي چې خپل ټول وسايل د طالبانو د له منځه وړلو لپاره په لاره واچوي اؤ د هرې سياسي اؤ نظامي لارې څخه کار واخلي. په دې لړ کې بايد د هغو هېوادونو سره هم خبرې وشي چېرته چې طالبان روزل کېږي اؤ پناه اخلي. کۀ داسې وشي نو يؤ به په هېواد کښې د بيا رغاونې د کارونو مخې ته خنډونه له منځه ولاړ شي اؤ بل به د بهرنيو قواوو په افغانستان کښې د پاتې کېدو بهانه اؤ جواز ختم شي.