د سپرغۍ ویبپاڼې درنو قلمي همکارانو او محترمو لوستونکو ته زیرې او خبرتیا.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سپرغۍ ویبپاڼه په پام کې لري په نژدې راتلونکي کې په نوي بڼه او ډیزاین د انترنیټ پر مخ را څرګنده شي. نوې بڼه یوازې د پاڼې ظاهري بدلون نه دی بلکې د پاڼې په جوړښتی حالت کې د نویو پرمختیايې امکاناتو په اساس یو ژور او ستر بدلون دی چې د وخت له غوښتنو سره سمون لري. د پاڼې نوی

جوړښت قلمي همکارانو او درنو لوستونکو ته هم زیاتې اسنتیاوې او امکان په لاس ورکوي چې له پرمختللې ویب او ژورنالیستي ځانګړنو څخه برخه مند دی. هیله کېږي چې نوي بدلون د درنو لوستونکو او قلمي همکارانو د خوښې او رضایت سبب شي او تېرې نیمګړتیاوی او کمښتونه تر زیاته بریده له منځه لاړ شي.

د یادونې وړ ده وویل شی چې د سپرغۍ د پخواني جوړښت ټوله معنوي پانګه چې د تېرو څوارلس کلونو په موده کې د سپرغۍ په پاڼو کې را ټوله شوې له لږې مودې وروسته به د نوي سپرغۍ زیرمتون یا ارشیف ته به ولېږدول شي خو تر هغه وخته چې دا کار تر سره کېږي پخوانۍ سپرغۍ به د یو لینک له لارې له نوي سپرغۍ سره وتړل شي او د انترنیټ پر مخ به خپل شتون ته دوام ورکړي او د درنو لوستونکو په خدمت کې وی. خو کله چې ټول مطالب نوي سپرغۍ ته واستول شي نو زړه سپرغۍ به د انترنیټ څخه لرې شي . د زړې سپرغۍ دمطالبو د تر لا سه کولو دپاره تاسې کولی شئ د لټون د کړکۍ وکاروئ  او یا نېغ په نېغه په زیرمتون کې خپل د پام وړ مطلب  تر لاسه کړئ. ټول مطالب به په بشپړه توګه په نوي سپرغۍ کې خوندي او وساتل شي.
د سپرغۍ اداره هيله لري که چېرې تاسې د نوي سپرغۍ څخه په کاراخیستلو کې له ستونزو سره مخامخېږي ، کولی شي د ستونزې د حل دپاره د سپرغۍ د ویبپاڼې له ادارې سره د دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. لارې اړیکه ونیسي.
د سپرغۍ اداره ستاسې له درنو همکارانو او لوستونکو څخه هیله لري څوخپل نظریات ، وړاندیزونه او پوښتنې د سپرغۍ له ویبپاڼې سره شریکې کړئ څو وکړی شو په راتلونکي کې خپل خپرنیزې چارې ستاسې د غوښتنو او نظریاتو په رڼا کې د وخت له غوښتنو او پرمختیاو سره سم وړاندې کړو. سپرغۍ ویبپاڼه لکه د تل په شان چمتو ده ستاسې سیاسي، ټولنیز، علمي ، کلتوري نظریات ، غوښتنې او مطالب د ژورنالیستي اصول په پام کې نیولو سره بې له توپیره  او په بې پرې توګه خپاره کړي.

په درنښت
د سپرغۍ د ویبپاڼې اداره
مسوول مدیر عبدالملک پرهیز