ليکنه : عاشق الله اخلاص يار
د فرهنګي او مدني فعالانو وظيفه خو وي همدا چې مشاعره کې برخه واخلي ، بنډارونو ته ولاړ شي ، د ځوانانو په غوڼدو کې برخه ولري ، د يوه شاعر د کتاب د چاپ لګښت له يو
چا پيدا کړي او يا هم دخپلو فرهنګي ملګرو دوظيفو په لټون چېرته وګرځي او يا دې ورته نور کارونه لکه خبر جوړونه ، راپورتاژونه ، ليکنې ، څيړنې او يا نور داسې کارونه چې په فرهنګي ، ادبي او ژورناليزم پورې اړوند وي بس همدا يې کار دی نو .
د همدې ډلې له چارو څخه مونږ په يو نه يو کې کار کوو او زمونږ هم هيله همدا ده چې که خدای چيرته ددې هيواد کوم کوچني زخم او درد ته دوا ، ملهم او يا هم پټۍ وګرځولو ، نو د همدې کارونو په لړ کې مو دميدان وردګو دپخواني او دلوګر اوسني والي محترم محمد حليم فدايي سره ليده کاته وشول ، دده فرهنګ ، سياست او مديريت مو وليد ، پوه شوم چې فدايي به انشاالله چې فدايي وي ، وخت ناوخت مو خبرې سره کولې ، سره کښيناستو ، هروخت به غريب ژړاوه ، خان به مو راټه او د هيواد په ټولنيزو حالاتو مو هم سره خبرې کولې او د هغه نظر به مې اخيسته ، خو د نوموړي په طول پوره او له فهمه ډکو خبرو په هر ځل دومره متاثر کړی يم چې ما به وروسته له ځانه سره ويل ؛ کاش دا چيرته پوهنتون او يا ښوونځي کې استاد وای چې زه يې درس ته ورتللی ،او يايې کوم شخصي کورس درلودلی ، او يا يې هم بل داسې شخصي دفتر درلولی چې زه هم ورسره وای ، مطلب داچې هر وخت خو ولايتونو ته بې له کاره تلل ، او يا په تلفون او يا هم په انټرنيټي سهولتونو مزاحمت هم راته سم کار نه ښکاريده ، خو د فدايي صاحب هغه د خبرو هنر او جوړښت دومره راته جالب وو چې زه يې ديو فن کار په توګه په هومره څه ارزوم چې قيمت هم ورته نشم ټاکلی ،زه د فدايي صاحب د خاکسارۍ ، ايماندارۍ ، صداقت او همدارنګه د خبرو عاشق وم ، دا تفصيل هم ډير نشم ورکولی او داسې الفاظ او القاب هم په ذهن کې نلرم چې په همغه ډول په همغه ښکلي اند او انداز يې ښکاره کړم ، وليکم ، او يا يې کرکټر کړم .
خو کيدای شي يوچاته داسوال پيدا شي چې د فدايې صاحب په خبرو کې کوم هنر پروت وو چې تاسو ترې دومره متاثر ياست ، او يا په فدايي صاحب کې نور کوم کمالات دي چې تاسو ورته په دومره احترام قايل ياست ؟
ښه نو اوس غوږ شه :
د فدايي خبرې لکه ملغلرې د ښکلا ډول ډول رنګونه لري ، لکه ټاپو او ټاپو وزمه چې منځ يې لږ لوړ او اوبه ترې شنې او ډيرې په ښکلي ډول ګردې او يا په ځينو برخو کې اوږدې تا و شوي وي ، همدا سې يې غوښينه ژبه ټاپو او شنې اوبه يې بيا هم خبرې دي ، د سپرلي د شنه وختي سهار هامسته هوا ، ها بې خوبي ، د بوډۍ ټال خو کله نرمه او کله هم د يخ څپنده هوا ؛ چې کله پاڅې په کمپله پسې او کله ليرې کړې ګرمې دې وشي .
نو فدايې صاحب دا توان هم لري چې ډيرې ګرمې موضوع ګانې او هغه د واورو غرونه داسې زر درته راچپه کړي چې ته به وايې دا نو د کوم جادوګر جادو وو .
پښتو متل دی (( ژبه داسې ټوټه ده چې له ګړنګونو دې غورځوي )) خو دفدايې صاحب سره بيا داسې ټوټه ده چې له ګړنګونو دې پرې خيژوي.
مبالغې ته به کومه اړتيا نه وي چې مونږ يې د يو چا د شخصيت جګوالي او ټيټوالي دپاره کوو ، خو هغه رسالت او مسوليت چې مونږ يې د يوه اوبل پروړاندې لرو بايد په پوره ايماندارۍ سره ترسره کړو کنه مسلمانان پدې کلکه عقيده لري (( عزت او ذلت د الله سره دی ، چاته چې عزت ورکوي او څوک چې ذليل کوي نو په الله پورې اړه لري )) د قران کريم د ايت پښتو ژباړه .
نو پښتو ژبه چې د متلونو او نورې سيمه ييزې پانګې له اړخه خورا غني ده يو بل متل مخې ته راغئ چې (( پښتانه په ژونديو کې ښه او مړو کې بد نلري )) ريښتيا هم چې پخواني متلونه ملغلرې دي او دا دلته صدق کوي چې فدايي صاحب او نور ملګري او نور مشران چې مونږ يې قدر ندی کړی که پس له مرګه يې قدر کوو فکر کووم چې دا به بيا زمونږ ښيګړه نه وي او زه دا يوه بد ګړه يادووم چې هغه وخت د يو چا په قدر او شخصيت نه پوهيدم او نشو مې زغملی نو اوس يې دادی پيژنم .
هغه درويش درانی په يو بيت کې وايې :
د يزيد هر سړی خلاف دی مګر دا به ګورو
چې له حسېنه سره څو تنه ميدان ته رسي
نو دا مبارزې خو به روانې وي ، نه تنها په افغانستان کې بلکې ټوله نړۍ همدا مبارزې لوړوي او دې کې شک نشته چې ځينې يې ښکته کوي، خو ضروري خو داخبره ده چې د حسين سره څو تنه او څو باتوران ميدان ته رسي ، لښکر خو ډير لوی دی ، ځينې ترې مريضي ونيسي ، ځينې ترې تږي پاتې شي ، ځينې ترې مسير بدل کړي او ځيني د نورو ستونزو له امله او ځيني بيا د نورو کمزورتيا وو له امله په نيمه کې پاتې شي ، د هغوی دپاره بيا مونږ داسې کلمات کاروو چې هغه فلانی نه ددين شو او نه هم د سعدين .
خو زه پدې هم باوري يم چې محترم محمد حليم فدايي د هغه ستر زړه څښتن بريښي چې د حسين په شان به د حق ميدان ته ځان رسوي او هغه نيالګي چې ده له ځانه سره پخپل لاس لوی کړي ملتيا به کوي د يوه او بل په سيورو کې به خپلو حرکاتو ته دوام ورکوي .
درويش ردانی يو بل ځای بيا وايې :
مور که به څه هم د دښمن وه خو چې بوره به شوه
په خدای چې زه به پرې زهیر ومه تر ډیره پورې
جانان ویل چې دا زما درخسار زر به ستا وي
په دې خبره زه امیر ومه تر ډیره پورې
ددغو خلکو ساده توب به وو، تر دغه حده
دا زه درویش به پکې پیر ومه تر ډیره پورې
فدايي صاحب د زړونو پا چا دی ، دده حکمراني په زړونو ده ، دی دهغه چا سره ژاړي چې دښمن يې دی ، د درويش دراني همدا بيتونه دده د خويونو سره کټ مټ پرتله کووم ، ريښتيا هم چې دی پدې ډير خفه کيږي چې ای کاش جنګ زمونږ نه وای ، که جنګ زمونږ وای ځوان زمونږ نه وای ، نو دلته خلک يوې خوا ژړا کوي پدې اور اور حالاتو کې دی دواړه خوا ژاړي .
نو کله چې دې څوک ګوري او دواړه خوا ژاړي خو بيا به دا کوم ډول احساس وي او دا به کوم ډول وجدان وي او دا به کوم ډول فکر وي چې ستاژړا ته به ژړا نه کوي .
او يا داسې چې :
غشی له بله غلا کوو توره په پور اخلو موږ
له هرې خوا چې وي وسله په ضد دورور اخلو موږ
دبابا توره جنګ ته وړو اوسپر یې کورته پریږدو
په دغه اړه بیا دعا دخپلې مور اخلو موږ
خو فدايي صاحب بيا ټولو ته ښکاره پيعام ورکوي ؛ لکه زما چې د درويش دراني شاعري خوښه ده خپل توري رانه ورک کړي مجبور شم هغې خواته لنډه منډه کړم :
په دې رڼا باندې به وینځي د زړه وینه اخر
دلته به هر څوک مبتلا وي ستا په مینه اخر
رقیب له ما سره هېڅ وخت سیالي کولای نه شوای
دا ستا په وجه سړی جوړ شو د لرګی نه اخر
فدايې صاحب په ډيرو غونډو کې ، خصوصا له رسنيو د سولې غږ پورته کړی دی ، لکه څنګه به چې پخواني هيواد مشر حامدکرزي طالبانو ته د ورونو خطاب کاوه ، دی هم خپلو افغاني طالبانو ، داخلي جنګياليو ته د سولې خبره کوي ، دی ورته د خپلې مور ، خور ، ورور، پلار او هر افغان د سوي زړه د درد غږ رسوي .
فدايې صاحب جنګياليو ته پخپلو خبرو کې وايې :
جګړه ګټونکی نلري ، جګړه اور ده ، تباهي ده ، خو دا يوازې سوله ده چې خير پکې ده ، (والصلح خير).
مګر ولې او ترکومه به لا هم انتظار کوو چې نړيوال مونږ ته سوله راوړي ، راځئ په هغه اسماني قانون منګولې ولګوو چې موږ ته د سولې ضمانت راکوي.
در دو رنګي بيم کفر است ای دلافرزانه باش
يا خدا را بنده شو يا ساکن تبخانه باش
راځئ دا دوه رنګي ختمه کړو چې په خوله او شعار کې سوله ستايو خو په عمل کې نه!
فدايې صاحب د سولې په تړاو باندې دولت ته ؛ نړيوالې ټولنې ته او ټولو خواوو ته وړانديزونه کړي دي چې څو يې داسې دي :
د جګړې د خواوو ترمنځ دې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د افغانستان د جيدو علماوو د يوې کميټې لخوا وڅېړل شي چې د جګړې کوم لوری برحقه دی؟
د جګړې عوامل څه دي؟
طرفينو ته دې د اسلامي احکامو په رڼا کې قناعت ورکړل شي، که هر لوری ناروا وي جګړه کوي نو بايد مجبور شي چې له دا ډول جګړې څخه لاس واخلي.
فدايي صاحب د فکري سلامتيا د رامنځته کولو او ددې لارې د پياوړتيا او پراختيا لپاره هرځای کار کوي ، لګيا دی ، خپلو چارو ته په کور کې دوام ورکوي ، جومات کې ولس ته تبليع کوي ، مدني ټولنې په لاره برابروي او نور کږليچونه سموي نوموړی د خپل دې کمپاين په ترڅ کې وايې :
نه يوازې د مدني ټولنو بلکې د ټولو ټولنو، ټولنيزو سازمانونو، سياسي ګوندونو، علمي مرکزونو، حکومت او دولت له ټولو نه مهم د علماوو، علمي کادرونو، روشنفکرانو او ټولنې د هر فرد مسؤليت دی چې هيوادوالو ته د فکري سلامتيا د رامنځ ته کولو په صورت کې زمونږ د هيواد لارو چارو او امکاناتو څخه کار واخلي او که نه د فکري سلامتيا نه شتون په صورت کې زمونږ د هيواد راتلونکی به د ډېرو خطراتو سره مخ وي.
فدايي صاحب پخوا په داسې اداراتو کې کار کړی دی چې هغوی د مدني ټولنو ملاتړ کاوه ، نو څکه فدايي په دې اړه ډير مالومات لري دی مدني ټولنې ددولت دپيژندنې سمبول بولي او زياتوي چې مدني ټولنې د توافق لپاره د سازش فرهنګ دی ، دغه ټولنه د خلکو سره د حکومت د ټينګولو قوانين او د افرادو اړيکې له حکومت سره تنظيموي ، مدني ټولنې له سياسي ټولنو څخه خپلواکې دي او د هغه وجود په دولت پورې تړلی نه دی ، خو د دولت د موجوديت پرته د مدني ټولنې پېژندنه ګران کار دی.
د مدني ټولنې ځانګړتياوې د تفاهم روحيه، د معاشرت حس، د مذاکرو او مفاهيمي له لارې د شخړو او اختلافاتو لېري کول تشکيلوي. هر څومره چې په ټولنه کې د تفاهم او تېرېدنې روحيه ډېره وي په هماغه اندازه د مدني ټولنې موخې د ډېر تطبيق زمينه پيداکوي.
د هېواد ډير ځوانان محترم محمد حليم فدايې فرهنګي شخصيت بولي ، واقيعيت خو همداسې دی خو دی د رسنيو ملاتړی دی د رسنيو د استازو سره مينه لري او د دغه ډګر د پياوړتيا خبرې هم کوي .
فدايي د مطبوعاتو او رسنيو په اړه په يوه لويه غونډه کې وويل چې هغه د رسنيو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه :
چېرته چې سالم مطبوعات او رسنۍ وجود ونه لري، کولی شو ووايو چې هلته فکري سلامتيا هم وجود نه لري، ځکه هلته انسانان له ازاد فکر او اندېشې څخه هم برخمن نه دي، ځکه د ازاد فکر درلودل يو فطري امر دی خو د ښودنې ضمانت يې د بيان ازادي کوي او د بيان د ازادۍ ضامن همدغه د ټولنيزو اطلاعاتو ازاد وسايل کوي ، که د هغو ټولنو په لور نظر واچوو چې خلک يې د فکري سلامتيا څخه برخمن دي نو پيدا به کړو چې د ټولنيزو رسنيو د ښو فعاليتونو له برکته ده. هلته مطبوعاتو د ساړه جنګ، ناوړه تبليغاتو او ناهيليو په وړاندې داسې رول لوبولی چې حقايق يې برسېره کړي دي .
خلکو ته يې هيلې ورکړې، د خلکو افکارو ته يې مثبت لوری ورکړی دی .
واقعاً د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو لامل شوي دي ، د همدغو وسايلو له لارې حکومتونو عامه افکار درک کړي او له همدغه طريقه يې خپلې پاليسۍ داسې عيارې کړي دي چې د خلکو رضايت راخپل کړي . خلکو د رسنيو له لارې د حکومت د فعاليتونو په اړه معلومات لاس ته راوړي او د دغو فعاليتونو په اړه خپل عکس العملونه د رسنيو له لارې حکومت ته رسوي او په دې ډول د حکومت پاليسي رهبري کوي.
فدايي صاحب قوم ، مذهب اود ژبې په بنياد د وېش واټنونواو کرکو د ايجاد په کلکه مخالفت کوي دی وايي : کرکو نه يوازې د جگړې او وسله والو ټکرونو لاره پرانيستله ، بلکې دا او يا هغه قوم په دوښمنۍ ونيول شو، ددې او هغه مذهب پيروان د وژلو موخه وگرځيدل او ددې او يا هغې سېمې اوسيدونکي په دوښمنۍ تورن شول .
د کرکود بري په وجود کې مخالف او اپوزسيون بې مانا مفهومونه دي ، مخالف ته د دوښمن او مخالفت ته ددوښمنۍ په سترگه کتل کيږي او د دوښمن په دود ورسره چلند کيږي.
دلته ټولنه په ساده توگه په ” موږ” او “ دوی “ وېشل کيږي او” دوی” دوښمنانان دي او د دوښمن په هکله حکم هم تر وروستي وگړي د دوښمن له منځه وړل دي.
د قوم، ژبې او مذهب په بنياد د منځته راغليو واټنونو، بې باوري او کرکې له کبله تر اوسه هم دلته او هلته د ژوند په حق، دمالکيت په حق اود اوسېدولو په حق يرغل کيږي.
محمد حليم فدايي چې په ډيرو غونډو کې ګډون کوي نو دده ډير فکر په دې دی چې د فکري سلامتيا دپاره له کومو سرچېنو کار واخلو او نوموړی د سرچينو ديادونې ترڅنګ مزاياوې هم په ګوته کوي :
که چېرته فکري سلامتيا نه وي بې له شکه چې ژوند ډېر تريخ او له ټولو مزاياوو څخه بې برخې دی .
ژوند هغه الهی ارزښمتن نعمت دی چې يوازې په فکري سلامتيا سره نيکمرغه پرمخ وړل کيږي، په فکري سلامتيا کې نغښتې ده چې خلک د ژوند پر اهميت و پوهيږي چې ژوند د څه لپاره :
ژوند د عبادت لپاره،
ژوند د مينې لپاره،
ژوند د ښه راتلونکي لپاره،
ژوند د ځان او نورو د نيکمرغه کولو لپاره ،
او باالاخېر ژوند د بقا لپاره،
خو چې کله فکري سلامتيا نه وي بيا ژوند څه شی دی :
نو ژوند ډار دی،
ژوند ناهيلی ده، ژوند ناروغي ده،
ژوند ځان او نورو ته عذاب دی ،
او که په يوه جمله کې ووايو نو ژوند بې معنا دی.
پوښتنه دا ده چې که انسان له پيل څخه له فکري سلامتيا څخه بې برخې نه وي پيدا شوي کوم عوامل دي چې د هغه فکري سلامتيا زيانمنوي .
ځواب دا دی ډېر مختلف عوامل دي، خو له ټولو مهم يې هغه روحي فشارونه دي چې د فقر، ناپوهۍ، ناروغۍ، ناسم چاپيريال، بې کسۍ ، بې وسۍ ، بې عدالتۍ او ظالمانو د ظلم له امله يې زغمو.
د هغه چا چې بې ګناه لاس د ظالم په چاړه پرې شوی وي ، د علاج وس يې ونلري او څوک ورسره مرسته نه کوي څومره به درديږي، څومره به د خفګان احساس کوي، څومره به ناهيلی کيږي او ايا هغه به فکري سلامتيا ولري ؟ .
نو ويلی شو چې په يوه ټولنه کې به هلته فکري سلامتيا وي چې هلته سوله وي، روغتياوي، د ژوند اړتياوې پوره وي، تعاون او مرسته وي، عدالت وي او د ظلم او کرکې څخه خلاص چاپېريال وي، له بده مرغه هغه واقعيتونه او حقيقتونه چې زمونږ په ټولنه کې دي هغه عوامل دي چې زمونږ د افرادو روح او روان خفه کوي .
نو دا دې څوک نه وايې چې محمد خليم فدايي د اسيا يو له لوړو کادرونو نه ندی .
کاملا دی ، زه هر افغان بچی زما سره د ګاونډ له هر لوړ پوړي پورته ګڼم او هغه خو ډير لوړ ګڼم چې زما دولس په درد درمن دی .
ما دې څوک نه ښکني ، ما دې نه رټي ، زما د کلام دې احترام وکړي ، هغه زما يو وړوکی ازاد شعر وو چې :
زما ښه په بدو واوړي
دستا بد په بدو نه
داپه کوم کتاب کې ليک ده
دا په کوم کلتور کې شته دي
دا دکوم مذهب خبره !
چې بشر ته احترام کړم
دچا سر ته احترام کړم
خپل ممبر ته احترام کړم
پيغمبر ته احترام کړم
ماته وايې چې دابد دي
ته بشر په کاڼو ولې
هم ممبر په کاڼو ولې
پيغمبر په کاڼو ولې
خلک وايې چې داښه دي .
زه ددې زمانې پير نه
قضاوت سلامت غواړم
محمد حليم فدايي چې پخوا د ميدان وردګو والي وو او اوس د لوګر ولايت والي دی او همداډول يې پخوا هم ډيرې درندې وظيفې ترسره کړي چې يادونه ترې لاندې شوې ده ، ده پخپل ټول ماموريت کې د ولس د خير ښيګڼې دپاره کار کړی دی ، د پوهنتونو ، د ښوونکو د روزنې د موسسو ، دښوونځيو ، د ملکي او نظامي ادارو د تعميرونو د جوړونې په برخه کې يې خورا ستر کار کړی دی .
همداډول يې په پخپلو دنده ييزو ولايتونو کې ځوانانو ته تفريحي پارکونه ، د لوبو ميدانونه ، جوړ کړي دي .
د سرکونو ، پلونو ، پلچکونو ، د جوماتونو او روغتونونو د جوړولو سره ځانګړې مينه لري چې پدې برخه کې خورا عالي خدمتونه ولس ته وړاندې کړي دي .
پدې يو څو ټکو يې نشم خلاصه کولی ، خو دومره وايم چې محمد حليم فدايي د هيواد يوه ستره سرمايه ده ، اوسنی دولت او راتلونکي مشران يې بايد له فکر ، او نوښت څخه او همداډول دده تخصص چې د مديبت بحران په برخه کې دی کاملا ګټه پورته کړي او همدا اوس اړينه ده چې محترم محمد حليم فدايي بايد ددولت په هډانه کې د يوه داسې وزارت وزير په توګه وټاکل شي چې ددولت مټ ورسره قوي شي .
محمد حليم فدايي صاحب له کارونو دې راضي يو ، له نوښتونو دې تقليد کوو ، له پاک ربه اوږد ژوند درته غواړو ، او دوعا کوو چې زمونږ ګران هيواد دې تل همداسې باتور بچيان ولري .
له ويکيپډيا څخه په مننې غواړم چې د محمد حليم فدايي ځينې نور مالومات هم راواخلم او له تاسو محترمو سره يې شريک کړم :
زده کړې :
په اسلامي علومو کې د لیسانس تر کچې او همدارنگه په اداره، رهبریت، ښې حکومتولۍ، انگلیسي او کمپیوټر کې تر ۲۵ زیات علمي او مسلکي لنډمهاله سندونه د هېواد له داخلي او بهرنیو موسسو څخه هم لري. فدايي له Capital Finance International څخه په ښې اداره او حکومتولۍ کې د ۲۰۱۴ کال نړیواله جایزه هم گتلې ده. دفدايي مورنۍ ژبه پښتو او په انگلیسي، عربي، دري او اردو په رواني سره خبري او لیکني کولای شي. اوس مهال د مختگ د مشورتي خدمتونو موسس او مشر دی چې د ښې حکومتولۍ، رهبریت او مدیریت، سولې، ولسي دیپلوماسۍ کې فعالیتونه لري.فدايي دوه ماسټري یوه په بازارموندنه او تجارت کې او همدارنه بله ماسټري رهبریت او د بحران په مدیریت کې د هندوستان له آی، ایس، بي ایم پوهنتون څخه لاسته راوړې ده.
دندې :
• له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه -- د مختگ مشورتي موسسې (Makhtag Consultancy Services)موسس او مشر. مختگ د ښې حکومتولۍ، رسنیو، ولسي اړیکو، دودیزو ارتباطاتو، سولې، اداره، رهبریت او مدیریت برخو کې خدمتونه وړاندې کوي. مختگ موسسې په ۲۰۱۴ میلادې کال کې د کپیټل فایننس انټرنیشنل (Capital Finance International) انگلسټان څخه د بنسټونو او موسساتو د ښې ادارې په څانگه کې نړیواله جایزه تر لاسه کړه. مختگ له آیسا او د اقتصاد وزارت سره ثبت دی.
• له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲ میلادي پوري د وردگو والي
• له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ پوري د جنوبي آسیا د اتو هیوادونو د ازادو ژورنالستانو د ټولني (South Asian Free Media Association) لومړنی انتخابي رییس. له همدې لارې د سارک په غونډو کې د افغانستان استازیتوب او د افغانستان تقریبا ټولو ژورنالستانو سره اړیکې ساتل، دهغوی د حقونو دفاع او هغوی ته د روزنې موکې برابرول.
• له ۲۰۰۵ کال د اپریل نه تر ۲۰۰۸ پوري د کونټرپارټ انټرنیشنل موسسي (Counterpart International) د مدنې ټولنې د پیاوړتیا نوښت پروگرام (Initiative to Promote Afghan Civil Society) چې د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیایی اداری (USAID) لخوا تمویل کېده، د رسنیو او مدني ټولنو سره دارتباطاتو د پروگرام او ډیپارټمنټ کوارډیناټور (انسجام کوونکي). ۵۰٪ سلنه تمرکز په ښځینه موسساتو او یا هغو موسساتو وو چې د ښځو له خوا رهبرې کېدلې. مستقیما مو د ۵۰۰ مدني ټولنې موسسو سره د ظرفیتونو په لوړولو، موسساتي وړتیا او ښه مدیریت کې مرسته کوله.
• د سپټامبر ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۰۵ اپریل ۲۴ پوری د افغانستان د لومړنیو زده کړو د پروگرام (Afghanistan Primary Education Program) چې د (USAID) لخوا تمویل کېده او (Creative Associates International, Inc.) له خوا پلې کېده د عامه اړېکو او ارتباطاتو د ډیپارټمنټ عمومی رییس چې د پوهني وزارت او گڼو غیر دولتي موسسو سره مو د چټکو زده کړو پروگرام په ۱۷ ولایتونو کې بشپړ کړ.
• د ۱۹۹۵ کال د جون نه د ۲۰۰۳ د سپټامبر پوری له پاملرنې نړیوالی موسسې (CARE International) سره د عامه اړېکو او رسنیو د دیپارټمنټ د مشر (رییس).
• پس له رسمې دندو څخه، د ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۰۲ پورې د انگلیسي او کمپیوټر د زده کړو لپاره د امریکن سنټر(American English Language & Computer Centre) عمومی رییس. د سرښونکو او ښوونکو د روزنې تر څنگ د څه باندې ۲۰۰۰ زده کوونکو اداره او مشرتوب.
• د افغانستان د ازادو ژورنالسټانو د اتحادیی (Afghanistan Independent Journalists Association) د اجراییه شورا انتخابی غړی هم پاته شوی .
مطبوعاتي او کلتوري دندې :
• د پکتیکا اوونېزی (پشتو) لومړنی موسس او مسوول مدیر
• علم اخبار(انگلیس، پښتو او دري، د مارکیټینگ او پوهاوي خپرونه) موسس او مسوول مدیر
• پاملرنې مجلې (پشتو او دری، تولنیزه او انکشافي خپرونه) لومړنی مسوول مدیر
• پاملرنه په یوه نظر کې (پشتو، دری او انگلیسی، انکشافي او ټولنیزه خپرونه)، مسوول مدیر
• د منبع (Source) مجلې (انگلیسی) او قوت (Force) (انگلیسی) خپرونو موسس چې د زده کوونکو لپاره چاپېدلې.
• د کونټرپارټ خبرپانې (انگلیسی، پشتو، دری) موسس
• پکتیکا غږ راډیو د موسس او مسول مدیر.
ليکلي آثار :
محمد حليم فدايي په ټولنیزو رسنیو او ورځپانو کې د لیکنو ترڅنگ لاندې کتابونه هم لیکلي او خپاره کړي دي.
1. د خلیج پېښه او پایلې يي (عربي )
2. لغاتونه د ټولو لپاره (انگلیسي )
3. د غیر دولتي موسسو د کارکوونکو لپاره د لیکني دودو (انگلیسي )
4. د مدني ټولنې په اړه د افغانانو انگېرني (انگلیسي، پښتو، دري )
5. د مدني ټولنې په اړه د علماوو انگېرني (انگلیسي، پښتو، دري )
6. مفاهمه، ارتباطات او د رسنیو سره اړیکې (انگلیسي، پښتو، دري )
7. روژه، احکام او فضایل یې (پښتو )
8. حج، فلسفه او حکمت یې (پښتو )
9. د اسلام له نظره ټولنیز خوځښت (پښتو )
10. د سولې قلم (پښتو، دري)
11. د سولې ټیکري ( پښتو، دري)
12. د سولې نیالگی (پښتو، دري)
13. فکر او عمل (پښتو)
14. په افغاني کلتور کې د مشرتوب او ولسواکۍ ريښې (انگلیسي)
ناچاپ آثار :
1. د سولې منبر (ناچاپ، پښتو او دري)
2. د سولې پټکی (ناچاپ، پښتو او دري)
3. د سولې سندره (ناچاپ، پښتو او دری)
4. د الله یاد (ناچاپ، پښتو او دری)
مدني او ټولنيز فعاليتونه :
1. د فکر او عمل جرگې غړی
2. د افغانستان د والیانو د انجمن موسس غړی
3. د پکتیکا د مدني او پراختیايي ټولنې مرستیال
4. د منځنې اسیا لپاره د رهبرانو د اکادمې (Central Eurasia Leadership Academy) لومړنی غړی.
5. د افغانستان او پاکستان د امن گډې جرگې غړی
6. د سولې د عنعنوي جرگې غړی
7. د سولې مشورتې جرگې غړی
8. د ٢٠١٤ كال په تاكنو كي د تحول او تداوم د تيم د كابل زون عمومى مسوول
Email:
Skype: ashiqullah.ikhlasyar
Face Book account : ashiqullah.ikhlasyar
Face Book page : ashiqullah.ikhlasyar