ژباړه: رفيع الله روشن
يوه ورځ حکيم خپلوشاګردانوته وويل:
سبا له ځان سره يوه يوه بکسه راوړئ اوپه هغې کې د هغو خلکو په اندازه چې نه موخوښېږي د پیازو غوټې واچوئ.
سبا شاګردانو همداسې وکړل،حکيم ورته وويل: هرچېرته چې ځئ دا به له ځانسره ګرځوئ،شاګردانو څو ورځې دا کار وکړ،بله ورځ يې حکيم ته وويل:
دا پیاز خو ټول ګنده شول ،بد بوی کوي او موږ ورسره په تنګ يو.
حکيم ځواب ورکړ:
دا ستاسو له هغې کينې سره برابره ده کومه چې تاسې يې د نورو خلکو لپاره په زړه کې ګرځوئ ،همدا کينه ده چې ستاسې زړونه فاسدوي او تر بل هرچا تاسې ته ډېر ازار درکوي.
نو! يوبل وبخښۍ ترڅو ازار ونه وينئ.