عبدالملک پرهیز
د اوږده وخت بې خوبي سبب کېږي څو حجری ماغزه وخوري. د حجرو دا چلند له الزایمر (alzheimer ) او نورو مغزي ناروغیو سره تړاو لري
په موږکانو کې بې خوبي سبب کېږي څو د بدن ساتونکي حجرې خپل کار زیات کړي. د لنډې مودې دپاره داکار کېدی شي ګټور وي، خو د اوږدې مودې دپاره دا کار په دیمنس ناروغۍ (د حافظې د لاسه ورکول) د اخته کېدو خطر زیاتوي (newscientist.com ، Videnskab.dk په حواله)
د لنډ وخت دپاره دا کېدی شي ګټور وي ، ځکه داکار په مغزو کې زیانمن توکي له منځه وړي او ړنګ شوي کړئ بېرته رغوي او په دې ډول د رغانده مغزي اړیکو ساتنه کوي
خو په اوږده موده ساتونکي حجرې زیان رامنځ ته کوي. ددې خبرې مانا دا ده هغه کسان چې په دوامداره بې خوبۍ اخته دي، دوی په الزایمر او نورو عصبي ناروغیو د اخته کیدو له زیات خطر سره مخامخ دي . ( د ایټالیا پوهنتون د Marche پولې تخنیک څخه MicheleBellesi دا لیکنه کړې)
له دغه پایلوڅخه Bellesi، په موږکانو کې د خوب د اړتیا په اړوند نوې پوهنه رامنځ ته کړه. د هغه څېړونکې ډلې د موږکانو د درې ډلو ماغزه سره پرتله کړل.
د موږکانو لومړي ډلې ته اجازه ورکړی شوه څومره چې يې زړه غواړي ویده شي. خو بله ډله اته ساعته ويښ و ساتل شوه او دریمه ډله پنځه ورځې ويښ و ساتل شوه څو په دې ډول د اوږدې مودې د بې خوبۍ اغیزه سره پرتله کړي.
څېړونکې ډلې په ځانګړي ډول خپله پاملرنه د (glia) حجرو ته اړولې وه چې د مغزو کورنی سیستم جوړوي. ( د ګلیا حجرې د عصبي حجرو ترمنځ ځای لري او په عصبي سیستم کې ډېر مهم بیالوژیکي رول ترسره کوي) پخوانیو څېړنو ښودلې چې له یوې مودې بې خوبۍ وروسته یو جین چې د ګلیا حجرو فعالیت کنترولوي زیات فعالېږي.
د ګلیا حجرو یو ځانګړی ډول چې استروسیت (astrocyte) نومېږي په مغزو کې غیر ضروري ساینپسونه (synapses) له منځه وړي . یو بل ډول يې میکروګلیا نومېږي چې په مغزو کې د زیانمن شویو حجرو او فضوله توکو لټون کوي.
د Bellisi’s ډلې وموندله چې له یو آرام خوب وروسته د هغه موږکانو چې ښه خوب يې کړی ؤ د مغزو د ساینپسونو(synapses) په سلوکې شپږ استروسیتونه (astrocyte) فعال ول د موږکانو په بله ډله کې چې اته ساعته نه ول ویده شوي د سانپسونو په سلو کې اته استروسیتونه فعال ول، د موږکانو په دریمه ډله کې چې پنځه شپې او ورځې ويښ ساتل شوي ول د ساینپسونو په سلو کې دیارلس نیم استروسیتونه فعال ول
دا ښايي چې د خوب د اړتیا له کبله استروسیتونه د مغزو زیاتې اړیکې او اضافي یا فضوله توکي له منځه وړي .
دوی د لومړي ځل دپاره دا ښايي چې ساینپسونه د بې خوبۍ له امله د تورو په ترتیب د استروسیتونو له لورې خوړل کيږي . په ( newscientist.com ) کې Bellesi همداسې لیکلي دي.
دا هم روښانه شوه چې میکروګلیا حجري د اوږدې او پرله پسې بې خوبۍ په وخت کې زیاتې فعالې وې. د Bellesi په وینا دا د زیاتې پریشانۍ وړ خبره ده.
د میکروګلیا (mikroglia) زیاتي فعالیت له یو شمیر مغزي نا آرامیو یا ناروغیو سره په تړاو کې وګڼل شو.
همدا اوس د میکروګلیا اوږد مهاله فعالیت د الزایمر ناروغې او د نورو عصبي ناروغیو سره لیدل شوې. نوموړي دغه خبره په (newscientist.com ) کې لیکي.