مبارز مفتون
زه ډېر وړوکی وم چې د داخلي جنګونو له کبله مو پاکستان ته هجرت وکړ او لږ،لږ مې رایاديږي چې د کوهاټ په شین ډنډ کمپ کې مو کوم چې د افغاني مهاجرو د پاره جوړه شوې وه هستوګنه غوره کړه مونږ ډېر واړه وؤ کار مو نه شو کولای او یوازی پلار به مې کار
کوه زمونږ د کور ضرورت پرې نه پوره کېده،کله چې جلال آباد آزاد شو نو کډه مو را واخېسته او خپل کلي ته راغلو، او دلته مو هستوګنه غوره کړه ، ډېر وختونه تېر شول یو ملګری مې په پاکستان کې اوسېده ، هغه راته بلنه راکړه چې یوځل خامخا پېښور ته راشه خو زه ډېر ورکوټی وم چې پېښور ته تللي ؤو او دومره بلدتیا مې نه لرله خو ،خېر ،څه به دې سر خوږه وم حرکت مې وکړ مخ په پېښور شوم او په تورخم ور ، واوختم د نوې هډې په موټر کې کېښناستم ، ماسره څنګ کې په چوکۍ یو سپين ږیری شیخ ناست ؤ اوږدې تسبې یې لاس کې وې او دوه طرفه شمله یې پرېښې وه د شان ، نه ډېر ښه سړی ښکاره کېده ماسره ټولې یوولس سوه روپۍ وې او په مخامخ جب کې مې اېښې وې ، ما د ځان، سره وویل : هسې ، نه چې موټر کې خوب درباندې غلبه وکړي او وېده ، شې څوک روپۍ در نه وانخلي!!! د مخامخ جب نه مې روپۍ د څنګ (تخرګ) جب کې کېښودلې یوازی د کرایې روپۍ مې تري بیلې کړې او په مخامخ جب کې مې کېښودې لږ مزل مو چې وکړ ډرېور غږ وکړ چې سېټ په سېټ کرایه راټوله کړئ ، ما کرایه راوخېسته شیخ صېب راته وویل زه ستا کرایه ورکوم ډېر ور سره کلک شوم زور د هغې ؤ او زور، زما ؤ ما ویل: چې زه خپله کرایه ورکوم ، هغه ویل ، زه دې کرایه ورکوم خو آخر یې زما کرایه هم ورکړه ما د ځان سره وویل : دا خو ډېر ښه سړی دی ، نه يې پېژنم او نه مې پېژني او زما کـــرایه یې ورکړه زه څه خبر وم چې ده زما پېسو ته خېټه اوبو کې اېښې وه دا بد قسمتي وګوره چې د څنګ جب مې د شېخ صېب طرف ته وه، یوڅه اندازه مزل موچې موټر کې وکړ شېخ صېب تسبې اړولې او ذکريې کاوه او په ما خوب غلبه وکړه او وېده شوم یو وختې راويښ شوم ګورم چې نوې هډې ته رسېدلي یوؤ ټوله سوارلۍ ښکته شوې ده او ځان ته زه په موټر کې يواځې پاتې یم ډرېورغږ وکـړ وروره ښکته شه نوې هډه ده سترګې مې ومږلې او د موټر نه ښکته شوم د ځانه سره مې وویلې :
په جب دې لاس ووهه چې چا خو به درنه ، روپۍ نه وي پټې کړې په جب مې لاس دننه کړ لاس مې ترېنه دباندې ووت ، ډرېورپسې مې منډې کړې ورته مې وویل :
چې جب رانه چا وهلی هغه راته په تېزه لهجه وویل :
ځه وروره خپله لار دې وهه ما خو درنه جب نه دی وهلې په څنګ کې دې چې څوک ناست ؤه هغه به درنه وهلی وې ما ورته وویل چې زما ترڅنګ یو شېخ صېب ناست وه او هغه ډېر ښه سړی ؤه هغه به چېرته دغه کار کړی وي ډرېور وویل چې د هغې نه بغېر بل چا درنه ،نه دی وهلی ځه وروه هماغه کېسه بُر دی په همدغې شېخ محمدۍ او سپينه جامه کې خلکو، نه پسې وهي .
شېخ پسې مې آخوا ،دې خوا منډې وکړې خو پېدا مې نه کړ ډير خپه روان شوم پخوا به خلکو ویلې چې د پاکستان پولیس ته ډېر مه ګورئ چې شک درباندې کوي او بیا مو نیسي دا خبره مې له یاده وتلې وه درې پولیسان د سړک په غاړه ناست ؤه ما یوځلې وروکتلې یو څو قدمه چې لاړم بیا مې وروکتلې غږ یې وکړ:
اوو مهاجره ! دلته راشه ما وویل چې اوس یې ښه خوند وکړ لږ مې پښو ته زور ورکړ مخ په وړاندې لاړم هغوئ پوئ شول چې دا نا بلده دی راپسې منډې کړې خو بیا مې چې شاته وکتلې غږ یې وکړ تاته وایم مهاجره ودرېږه مجبور شوم او ودرېدم یو خو د پېسو ورکېدل زما رنګ تور کړی ؤه اوخپه وم او بل ددوئ درول زما په رنګ کې ډېر تغیر راوسته چې رانېږدې شول او راته یې وکتلې اوبیا یی وویل چی پوډري څنګه نه درېدېږې ما ورته وویل چې زه خو پوډري نه یم تاسې هسې د پوډري ګومان پر ما کوئ هغه پولیس په قهرجنه لهجه راته وویل غلی شه دې شکل ته دې وګوره ،شکل نه معلومېږې چې چرسي یا پوډري یې او بیا یې راته وویل لاسونه جګ کړه لاسونه مې جګ کړل بل ملګرې ته یې وویل تالاشي ترې واخله پولیس جب کې راته لاس ووهه دې وخت کې یې مشر راغئ ویلې چې څه خبره ده پولیسو ورته وویل
صېب پوډري دی او اشاره یې وکړه چې جب کې ورسره نور څه یې ونه ویل . ما د ځانه سره وویل خدای ج دې خېر کړي خبره خو غټه شوه زه څه خبر وم چې پولیس د نر بچي په شلیدلي جب کې راته چرس اچولي ، د پولیسانو مشر زما تالاشي واخېسته اول يې مخامخ جب یې راته تالاشي کړ او راته يې وکتلې او وې ویل
څه ښایسته ځواني دې ده پوډر ولې څکوې زه خو د پاکستان د پولیسو سره نه وم مخامخ شوی دا اول ځل وه چې دا واقعه رامنځ ته شوه له هېبته مې د بدن وينه وچه وه په ریښتېا سره هم د پوډري په شان هغوئ ته ښکارېدم ، ما په عاجزۍ سره بیا ورته وویل ، صېب تاسی په خدای ج باور وکړئ چې زه هېڅ عمل نه کوم تاسې هسې په ما د پوډري ګومان کوئ ده د نر بچي هم په قهر جنه لهجه راته وویل غلی شه په ښکاره سترګو کې درواغ وایې زما د تخرګ جب ( د څنګ جب ) ته یې لاس دننه کړ او ویې ویل چې داڅه دي هفه څه خبر وه چې شېخ صېب زما ،نه جب د بېخه غوڅ کړی لاس یې د جب نه دباندې ووت په حېرانتیا سره یې وویل :
(اخ ) جب خو دې نشته هغه دوه پولیسان یو بل ته سره وکتل او حیران پاتې شول مشر پولیس زما دشلیدلي جب نه لاس راووېست او خپلو پولیسو ته یې څپېړې ونیولې او ورته یې وویلې کومه دي چرس کوم پولیس چې زما په جب کې د چرسو پټۍ اچولې وه په ژړغوني اوآز سره یې وویل( جي ، سر ) ما خو ورته په جب کې چرس واچول زه څه خبر وم چې دا بل چا سُنت کړی مشر یې ورته وویل (خدایج دې خونه ړنګه کړه اول یې جب ګورئ بیا یې په جب کې چرس اچوئ ) او بیا یې ماته وویل :
ځه پاګِله چې شاته ونه ګورې ما هم دوه پښې خپلې او دوه مې پردئ کړې او خوشې شوم او د سترګو په رپ کې مې له هاغه ځایه ځان پناه کړ، مستقیمأ د انډیوال د کلي موټر کې کېښناستم دا لا ښه ؤه چې د نوې هډې د کرایې روپۍ راته شېخ صېب په مخامخ جب کې پريښېوې او رانه یی نه وې اخستې نا وخته د ملګري ځائ ته ورسېدم او سخت تکلیف راباندې تېر شو .