لنډه کېسه (زمونږ له چم نه لاړه )

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

( مبارز مفتون)

هغه وخت زما  هېڅ کله  نه هېرېږي چې کله چې زه په مکتب کې  وم  د سالانه امتحان ورځې شپې وې سخته  ګرمي وه د خپل کور په دویم منزل کې چې د شګوفې دوئ کور ته مخامخ ؤ  انتخاب کړ،  د شګوفې دوئ کور  لمر  ښاته  په لور   او زمونږ  کور د لمر پرېوته  په لور  ؤ  خو زمونږ د کوټې کړکۍ  د

شګوفې  دوئ د کور په لور وه سخته ګرمي وه  داسی ځای مې نه تر سترګو کېده، چې د مطالعې د پاره  هلته لاړ شم  مجبور، وم چې کړکۍ ته مخامخ کېښنم،  تر څو ، لږ شمال راباندې ولږېږي، او مطالعه وکړم چې سبا ته تشه  پرچه معلم صېب ته ورنکړم،زما سر ټېټ وه پر مطالعه بوخت وم زما د الجبر(ریاضي) امتحان وه ، یو وخت مې سر راپورت کړ چې په شګوفې مې سترګی ولګېدې لاس تر زنې  خدای(ج) خبر چې  د څه وخت نه دلته ولاړه وه  بېرته مې سر ښکته  کړ  او په مطالعه بوخت شوم ، ډېر ځڼډ وروسته بیا مې سر پورته کړ  ګورم  چې شګوفه هماغسې حېرانه ولاړه وه سوړ اسوېلی يې وکړ او له بام، نه ښکته شوه ، زه هیڅ نه پوهېدم چې شګوفه د څه دپاره دلته  ولاړه وه ، دا ورځ تېره شوه سبا بیا زما د فزیک مضمون امتحان ؤ ، بیا بام ته پورته شوم او په مطالعه مې پېل وکړ، یو وختې ګورم چي شګوفه بیا راپورته  شوې او هماغسې حېرانه ولاړه ده ، زما نظر بیا په شګوفې ولګېده ، ما د ځان سره وویل چې دا به څنګه دلته ولاړه وي بیا مې مطالعه  شروع کړه مازیګر چې د بام نه راښکته کېدم  نظر مې د شګوفي دوئ په کور ولګېده ګورم چي بیا هماغسې زما په لېدو حیرانه ولاړه وه  زما د امتحان آخري ورځ وه امتحانونه مې خلاص شول  وختونه تېرېدل ډېره  سخته  وچکالي راغله  څو کاله ، زمونږ فصلونه ونشول  آخر مجبور شوم پېښور ته د مزدورۍ  لپاره ولاړم  او مکتب رانه پاتې شو، ځکه چې غیر د مزدورۍ نه زمونږ  بله  چاره نه وه ، ترڅو ، یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پېدا کړم  پېښور کې مې  یو ټېکدار سره کار شروع کړ  ډېر وخت کار مې ورسره وکړ، یوه ورځ مې  د مکتب  دوره  را په زړه شوه ، او خپل همصنفیانو سره مې د مکتب وختونه رایاد شول ، او د سوچونو  په ټال کې زنګېدم چې د امتحان  هغه وختونه مې  تر سترګو شول چې ما به مطالعه کوله او شګوفه  به راته حېرانه ولاړه وه ،  ما د ځانه سره وویل :                                                                                   
چې شګوفه به دلته  د څه دپاره درېدله ، آیا په ما يې زړه  سوځېده  چې په دې ګرمۍ  کې مې درس وایه  او که زما د تماشې د پاره  ولاړه وه چې څنګه په دې ځای کې  درس وایي  او که څنګه ،خو سل او زر خبرې مې په زړه کې تېرې شولی  دې وخت کې یو ملګری چې یو ځای مو  کار کاوه  غږ یی راباندې  وکړ چې څنګه په سوچونو کې ډوب ناست یې . دده د غږ سره زما د خیالاتو  او سوچونو د ټال رسۍ وشکېدله  او سر مې پورته کړ ما ورته وویل هسې  ناست وم  اوله ځایه پورته شوم  او د کار ځای  ته لاړم  او کار مې شروع کړ ، خو ټوله ورځ مې په سوچونو کې تېره کړه   ماښام  بیا  مې د شګوفې  درېدل سترګو ته ودرېدل  او بیا مې د ځانه سره وویل چې دا به څنګه دلته ولاړه وه د ځان سره مې داسې فېصله وکړه چې کله کلي ته لاړم  زه به خامخا د شګوفې  دا پوښتنه وکړم چې داڅنګه  هلته ولاړه وه  وختونه تېرېدل  خو د شګوفې دا دریدل مې له سترګو ، نه ، نلرې کېده ، بله شپه  خوب ګورم چې شګوفه راغله او خواته مې کېناسته  او خبرې یې راسره کولې  او غټې،غټې اوښکې یې په مخ روانې شولې ما ترې پوښتنه وکړه  چې ولې ژاړې ، هغې  راته په ژړغونې اوآز سره وویل    زما واده  تیار دی نن او سبا کې   ډولۍ مې ستاسې له چم نه د هغه بل کلي څو ،څڼور  ځوانان  وړې خو افسوس چې لتا سره مې ، او د همدې خبرې په اورېدو سره راوېښ شوم کلیمه مې تېره کړله کېښناستم ګورم  هېڅ ،څوک نشته . بیا د سوچونو سمندر پسې راواخېستم  او غوتې یې راکولې ما ویل چې آیا په رښتېا سره د شګوفې واده تیار دی  او د هغې  ډولۍ د کلي څو څڼور  ځوانان  زمونږ د چم نه وړي ، د سوچونو د لاسه تر سهاره مې خوب  ونکړ، د شګوفې دغې خبرې،چې (خو افسوس چې له تاسره مې ) ډېر زما فکر خراب کړی ؤ ما ویل چې له دېنه د  شګوفې مطلب څه ؤ چې ما ته یې ویل ( خو افسوس چې لتا سره مې )  زه نه پوهېدم چې د شګوفې  مطلب  د مینې څخه وه .                                      
 هر وخت د فکرونو په ټال زنګېدم  نور کار خوند، نه راکوه  د شګوفې دا خبره مې له زړه  نه، نلرې کېدله،چې خو افسوس لتا سره مې  سهار د وخته  ټيکدار ته مي د تلو خبره وکړه حسابي مې چې څه ورسره کېدله ټوله مې راواخېسته  او مخ په کور روان شوم  کله چې د یو موټر نه بل  موټر ته پورته کېدم  نو شګوفه او د هغې خبره مې سترګو ته نېغه درېدله  مازیګر خپل کلي ته را ورسېدم  د شګوفې دوئ په کور مې نظر ولګېده ما د ځانه سره وویل چې د هر څه نه مخکې به زه بام ته پورته کېږم   او شګوفه به ګورم او  ددې  خبرې پوښتنه ترې کوم خپل کورته په ډېر خوشحالۍ سره  دننه شوم  زما په لېدو زما کورنۍ ډېره خوشحاله شوه ځکه  ما کله مسافري نه وه کړې  او اوه(۷) میاشتې مې تېرې کړې وې زما د شګوفې نه د هغه د خبرې پوښتل ډېر غټ ارمان وه  چې ماته یې په خوب کې کړې وه وروسته د خپلې کورنۍ د لېدو، نه  بام ته پورته شوم  ډېر مې سترګې د هغوئ د کور په لور وغړولې خو شګوفه مې تر سترګو لاندې نه شوه  او بېرته راښکته شوم  د خپلو نورو ګاونډیانو پوښتنه مې له خپلي مورکۍ څخه وکړه  او په آخره کې مې د شګوفې پوښتنه  هم ورڅخه وکړه  ، مور مې راته د شګوفې د مړینې  خبر راکړ چې شګوفه څه موده مخکې له دې فاني دنیا څخه  کډه  وړی  ماته د شګوفې  هغه خبره را یاده شوه چې اوښکې یې پر مخ  روانې وې او په ژړغونې اوآز سره یې راته وویل چې    (د کلي څوڅڼور زلمي زما ډولۍ به ستاسې  له چمه یوسي )  دا د شګوفې ډولۍ نه بلکې په حقیقت کې د هغې جنازه  د کلي څو ځڼورو ځوانانو د هدېرې په لور وړی وه  او ارمانونه  یې په زړه کې پاتې شول او  زمونږ له چم نه لاړه .