عبدالملک پرهیز
د مارچ اتمه چې د ښځو د نړېوالې ورځ په توګه د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې په مختلفو او بېلابېلو ډولونو لمانځل کېږي ، په پخوا وختونو کې دغه ورځ د کارګره ښځو د نړېوالې ورځې په نامه یادېدله او د مارچ د میاشتې په اتمه نېټه لمانځل کېده. دغه ورځ نن د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ښځو د پاره د سترو
جشنونو او مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي. دا په دې پور ې اړه لري چې دغه ورځ چيرته او په کومو شرایطو او حالاتو کې لمانځل کېږي. په دغه ورځ د ښځو له حقوقو څخه ددفاع، ښځو ته د درناوي ، ښځو ته د مینې څرګندولو او د ښځو د ټولنیزو، اقتصادي ، سیاسي او کلتوري لاس ته راوړنو ستاینې او ملاتړ په خاطر غونډې ترسره کېږي.
په لومړي سر کې دغه ورځ په امریکې ، آلمان او ختيځه اروپا کې د سوسیالیستي او کمونیستي ګوندونو له خوا د یوې سیاسي څرګندېدنې په څېر لمانځل کېده ، په افغانستان کې هم دغه ورځ د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د کين اړخه ګوندونو له خوا په تېره بیا د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په مشرۍ د ښځو د دموکراتیک سازمان له خوا د لاریونونو او غونډو په ترڅ کې لمانځل کېده چې مخه يې د فیوډالي استبداد له شرایطو څخه د ښځو د ژغورون او د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د ښځو د برابر ګډون او د علم او پوهې او زده کړې څخه د ښځو د لا زیات برخه مند کېدو دپاره ترسره کېده. خو د کورنیو او بهرنیو تورو کړیو د دومداره وسله والې مداخلې او تیریو او د یو لړ تېروتنو له امله د ښځو د قانوني او انسانې آزادیو پر وړاندې حالات په پرله پسې توګه پيچلي او ناوړه او غیر انساني شول چې تر اوسه دوام لري . په تیرو نژدې کلونو کې د هیواد په بېلابیلو برخو کې د ښځو پر وړاندې زړه بوږنونکي او غیر انسانې کړنې او چلندونه ترسره شول او کېږي چې د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې يې ساری نه دی لیدل شوی، تر ټولو ناوړه بېلګه يې د کابل په زړه کې د آرګ په یو کیلومترې کې د فرخندې تر وړاندې له وحشت او دهشته ډک چلند انساني وجدان ولړزوه.
نن په افغانستان کې د مارچ اتمه د منځنیو پېړیو له استبداد څخه د ښځو د ژغورون د ورځې په توګه لمانځل کېږي، په دغه ورځ د افغان ويښ او متمدنه پرګنې د تورې ارتجاع د تورو او ناوړه کړنو تر وړاندې د اعتراض غږ پوره کوي.
خو دغه ورځ د نړۍ په نورو ګڼو هیوادونو کې خپل سیاسي رنګ له لاسه ورکړی او ددغه هیوادونو د فرهنګي ځلېدنې یوه برخه جوړوي او لکه د مور د ورځې، د والنتین یا مینې د ورځې او داسې نورو ورځو په څېر د خوښیو د جشنونو په بڼه لمانځل کېږي.
د مارچ اتمه څنګه رامنځ ته شوه؟
دغه ورځ د ۱۹۷۷ کال راپه دیخوا د ملګرو ملتونو له خوا په هغه هیوادونو او سیمو کې چې د ښځو بشري حقوق ترپښو لاندې کېږي د « د ښځو د حقونه او د سولې د نړېوالې ورځې په توګه» د ښځو د بشري حقونو د پوره کېدو او له هغې څخه ددفاع په خاطر د یوې سیاسي څرګندېدنې په توګه لمانځل کېږي.
دغه ورځ لومړی ځل د ۱۹۰۹ کال د فبروري په ۲۸ نېټه په نیویارک کې ولمانځل شوه. د امریکې د سوسیالیست ګوند په ۱۹۰۸ کال « د جامو د صنعت د ښځينه کارګرانو د نړېوالې اتحاديې » د یاد او لمانځلو په خاطر ددې ورځې لمانځل پيل کړل. په ۱۹۰۹ کال دغه ورځ د یوې سیاسي او سوسیالیستي څرګندېدنې په توګه ولمانځل شوه . د ښځو نړیوال کنفرانس په ۱۹۱۰ کال د آګست په میاشت کې د سوسیالستانو د دویم بین الملل له عمومي غونډې څخه دمخه د ډنمارک د کوپنهاګن په ښار کې جوړ شو. الماني سوسیالست لوییس زیتس د امریکايي سوسیالستانو څخه په پیروۍ د ښځو د نړیوالې ورځې د جوړیدو وړاندیز وکړ چې مخکښه سوسیالیست کلارا زتکین چې وروسته د کمونیستانو مشره شوه ، د هغې ملاتړ وکړ. خو په دې وخت کې کومه ټاکلې ورځ و نه ټاکل شوه.په دغه غونډه کې له ۱۷ هیوادونو څخه ۱۰۰ تنه استازیو ښځو ته د برابرو حقوقو د رامنځ ته کولو ، د رايې د ورکولو د حق د ترلاسه کولو له مفکورې سره موافقه وکړه ، یو کال وروسته د لومړي ځل دپاره د ۱۹۱۱ کال د مارچ په میاشت کې د ښځو نړیواله ورځ دمیلیونونو اتریشي، ډنمارکې ، آلماني او سویسي ښځو له خوا ومنله شوه او یوازې د اتریش او هنګري په هیوادونو کې ۳۰۰ لاریونونه ترسره شول. ښځو د رايي د ورکولو د حق د ترلاسه کولو ، په مقرریو کې د جنسي توپیرونو د منځه وړلو غوښتنې يې رامخ ته کړې. امریکایانو د اګست په وروستې یوه نۍ یا یکشنبې په ورځ د ښځو ورځ ولمانځله. دغه ورځ د څو هیوادونو په تېره بیا د اروپايي هیوادونو او په ځانګړې ډول د ختيځې اروپا د هیوادونو د فرهنګي پیوستون په پایله کې رامنځ ته او ولمانځل شوه. دغه ورځ په ۱۹۱۷ کال کې په پخواني شوروي اتحاد کې د ملي ورځې په توګه اعلان شوه چې نورو ګاونډیو هیوادونو ته يې هم لاره پیداکړه. نن په ډېرو ختيځو هیوادونو کې دغه ورځ لمانځل کېږي.
په ۱۹۱۳ کال روسي ښځو د اګست په وروستۍ پېلنۍ یا شنبې کې د ښځو نړېواله ورځ ولمانځله. همدارنګه تر ۱۹۱۴ کال پورې د ښځو په مشرۍ اعتصابوبونه ، لاریونونه او غونډې ترسره شوې چې هيڅ یو يې د مارچ په اتمه نېټه نه ول جوړ شوي. دلیل يې دا کېدی شي وي چې دا د یوه نۍ یا یکشنبې ورځ وه په اوس وخت کې دغه ورځ په ټولو هیوادونو کې د مارچ په اتمه لمانځل کېږي.
په ۱۹۱۴ کال په المان کې د ښځو ورځ ښځو ته د رایه ورکولو حق ته اړوند شوه چې تر ۱۹۱۸ کال يې دغه حق تر لاسه نه کړی شو. په ۱۹۱۴ کال ښځو په لندن کې د بوتا ترافالګار له ډګر څخه ، ښځو ته د رايې د حق د تر لاسه کولو په خاطر لاریون پیل کړ. سیلویا پنکهرست د ترافلګار د ډګر په لاره د چارلز کراس د تم ځای مخې ته د وینا پر مهال ونیول شوه .
په ۱۹۱۷ کال د روسیې د سنت پترزبورګ په ښار کې د ښځو د نړېوال ورځ تر سریزې لاندې د اګست په وروستۍ پنځنۍ یا پنجشنبې کې لاریون ترسره شو، چې په حقیقت کې د فبروری د انقلاب پیلامه وه. په دغه ورځ ښځو د ډوډۍ او سولې تر شعار لاندې اعتصابونو کې ګډون وکړ. دوی د لومړۍ نړېوالې جګړې د پای ته رسولو، د خوړو توکو د کمښت خلاف او د مطلقه استبدادي نظام د پای ته رسولو غوښتنه کوله.
لئون ترتسکي لیکي: د فبروري ۲۳ ( د مارچ ۸ ) د ښځو نړیواله ورځ وه د غونډو او راټولېدنو اټکل شوی ؤ خو موږ دا اټکل نه کړی چې د ښځو دغه ورځ به انقلاب رامنځ ته کېدو ورځ وي. د انقلابې کړنو اټکل کېده خو د هغو د وخت ټاکل نه ؤ شوی. د لارښودونو او سپارښتنو خلاف ، د ټوکر جوړولو په څو فابریکو کې کارګرانو خپل کار خوشې او خپل استازي يې د لاریونونو ملاتړ ته واستول چې د پرګنیز اعتصاب سبب شو او ټول خلک لارو او کوڅو ته را ووتل. د اکتوتر له انقلاب وروسته دغه ورځ د رسمي ورځې په توګه اعلان شوه. خو تر ۱۹۶۵ کال پورې په دغه ورځ رخصتي نه وه. کله چې دغه ورځ رسمي شوه په ټولو سوسیالیستي هیوادونو کې لمانځل کېده.
د چین د ولسي جمهوریت له جوړیدو وروسته په ۱۹۴۹ کال د دسمبر په ۲۳ د مارچ اتمه د رسمي ورځې په توګه اعلان شوه او ښځو ته يې د نیمې ورځې رخصتي ورکړه.
په لوېدیځ کې د ښځو نړيواله ورځ د لومړي ځل دپاره په ۱۹۷۷ کال ترسترګو شوه. په دغه نېټه ملګرو ملتونو له خپلو غړیو هیوادونو وغوښتل څو دغه ورځ د ښځو د حقوقو او د نړیوالې سولې د ورځې په نامه و نوموي. خو په شمالي امریکې کې د ختیځې اروپا مېشتو ښځو دغه ورځ لا څو لسیزې دمخه لمانځله. د دویمې نړېوالې جګړې په ترڅ کې د لوېدیځې اروپا په ځنې هیوادونو کې په جګړه د ښځو د ګډون او د فاشیزم د ماتې پر غوښتنې تاکید کېده.
په دې هيله چې د افغان میرمنې هم یوه ورځ دغه ورځ د خوشحالې د ورځې په توګه ولمانځي او نور په ګران هیواد کې د ظلم او استبداد ټول ډولونه او ناروینونه د تل دپاره پای ته رسېدلي اوسي. د سوکاله او پرمختللی افغانستان په هیله دغه ورځ د افغانستان کړېدلو ښځو او مېرمنو ته د هغوی د روښانه راتلونکي په هیله مبارکي وایم.