اسدالله غيرت
د لېسې مدير د شنو لښتو سره يو ځای ټولګي ته ننوت ، د ټولګي دروازه يې په زوره ټيل وهله ، زده کوونکو ته يې بعير له ستړې مشې خپلې خبرې پيل کړې ، لوړ اوز يې د ښوونځي په دهليز کې اوريدل کيده ، زده کوونکو ته يې تقريبآ لس مېلټه د ستغو سپورو په ويلو او د درس د نه زده کولو په خبرو تېر کړ ، د
خپلو خبرو په پای کې يې پر يوه زده کوونکې غږ کړ .
د فلانکۍ زويه مضمون مو څه شی دی ؟
زده کوونکې ځواب ورکړ ، حساب
مدير بيا پرې غږ کړ ، ته راشه په تحته د حساب کليمه وليکه .
زده کوونکی تحتې ته راغی ، په ريږديدلو لاسونو يې د حساب کليمه په دې ډول وليکله :( حساب )
مدير په کړکي کې ايښودل شويو لښتو ته لاس کړ ، د زده کوونکې په وهلو يې پيل وکړ ، تر دې چې د زده کوونکې بغارو ټول ښوونځی خبر کړ .
زه په منډه ټولګي ته ورغلم،
مدير ته مې وويل : څه خبره ده ، مدير په قهرجن غږ وويل ، دا د فلانکۍ زوی حساب نه شي ليکلی ، مدير تباشير راوخيست ، پر تحته يې وليکل ، ( حسوب)
وروسته يې ماته مخ راواړوه ، راته يې وويل ( استاده ! په دې زده کوونکو زه نه يم ملامت ، درس نه زده کوي او چې بيا يې وواهم ، مور او پلار يې ګيلې هم راته کوي ، ته او خدای حساب داسې ليکل کيږي (حساب) او که داسې (حسوب)