لیکنه: پابلو نرودا
ژباړه: عبدالملک پرهیز
کله چې پنځلس کلنه وې او ما درته وویل: پر ما ګرانه يې
له شرمه تکه سره واوښتې او سر دې ښکته کړ او موسکۍ شوې
کله چې شل کلنه وې او ما درته وویل پر ما ګرانه يې
زما پر اوږو دې خپل سر کېښود او زما لاس دې په خپلو لاسونو کې ونیوه ګنې ډارېدې چې له لاسه مې ور نه کړې
کله چې پنځه ویشت کلنه وې او ما درته وویل پرما ګرانه يې
سبانارې (د سهار خواړه) دې جوړ او ماته دې راوړ او زما وچولی دې ښکل کړ
ویل دې ښه به وي بيړه وکړې ، چې ناوخته نه شي درباندې
کله چې دېرش کلنه شوې او ما درته وویل : پر ما ګرانه يې
و دې ویل که په رښتیا رښتیا درباندې ګرانه یمه
نو پېړه وکړه له کاره ژر کور ته راشې
کله چې څلوېښت کلنه شوې او ما درته وویل چې پر ما ګرانه يې
تا د ماښامنۍ میز جوړولو او ودې ویل: سمه ده ګرانه خو اوس ددې وخت دی چې ولاړ شې
او له اولادونو سره په لوستونو کې مرسته وکړه
کله چې پنځوس کلنه شوې او ما درته وویل چې پر ما ګرانه يې ته په داسې حال کې چې په اوبدلو بوخته وې زما په لور دې وکتل او ودې خندل
کله چې شپېته کلنه شوې درته مې وویل ډېره په ما ګرانه يې نو په شونډو کې مسکۍ شوې
کله چې آویا کلنه شوې او ما درته وویل پر ما ګرانه يې
په داسې حال کې چې پر څوکۍ سره یوځای ناست وو او ما ستا د عاشقۍ لیکونه چې پنځوس کاله پخوا دې ماته لیکلي ول لوستل او د یو بل لاسونه مو په لاس کې نیولي ول
کله چې آتیا کلنه شوې، دا ځل تا ماته وویل چې پر تا ګران یم
ما و نه شو کولی څه ووایم یوازې په سترګو کې مې اوښکې راټولې شوې
دا زما د ژوند تر ټولو ښکلې ورځ وه، ځکه تا هم وویل چې پر تا ګران یم
څوک چې پر تا ګران دی ورته ووایه چې څومره په تا ګران دی
او څومره ورته په ژوندانه کې ارزښت ورکوې
ځکه کله چې هغه له لاسه ورکړې
مهمه نه ده څومره په لوړ غږ چیغې او بغارې وهې
هغه نور ستا غږ اورېدلی نه شي
پابلو نرودا
ژباړه: عبدالملک پرهیز