زما د صحت په اړه يو ځل بيا ځينو استخباراتي رسنيو دروغجن تبليغات وكړل، داسي چي گواكي زه د تركيې په كوم روغتون كي د علاج لپاره بستري شوى يم!! كه څه هم د حزب اسلامي وياندانو له لوري دا خبر تكذيب شو، خو بيا هم دا دروغجن تبليغات خوله په خوله كېږي، د وضاحت لپاره دا عرائض لرم:
د الله تعالى د پېرزوينو مرهون يم چي نه په دغو ورځو كي د هېواد دننه يا بهر په كوم روغتون كي بستر شوى يم او نه په تېرو نږدې پنځه څلوېښتو كالونو كي. په دې مودې كي د غاښونو له علاج پرته كوم كلينيك ته هم د مراجعې لپاره نه يم اړ شوى، له خپل روغ صحت راضي يم او د خپل مهربان رب شكر اداء كوم. دا هم بايد واضح كړم چي نه د افغانستان تذكره او پاسپورت لرم او نه د كوم بل هېواد، په تېرو شپاړسو كالونو كي مي هيڅ هوايي سفر نه دئ كړى او په الوتكي كي نه يم سپور شوى، له هغي ورځي چي له ايران ووتلم او هېواد ته ستون شوم، تر دغي ورځي چي د كابل له حكومت سره د حزب اسلامي د مصالحې معاهده لاسليك شوه؛ د هيڅ هېواد له ملكي او نظامي افسر سره مي ملاقات نه دئ شوى، نه د هېواد دننه او نه بهر، د كوم خارجي سفر لپاره مي د هيڅ هېواد ويزه نه ده ترلاسه كړې، ټول هغه تبليغات چي زما د ټپي كېدو، بستري كېدو، دې او هغه هېواد ته د سفر، له دې او هغه سره د ملاقات او حتى زما د وژل كېدو په اړه شوي؛ داسي دروغجن او د استخباراتي رسنيو له لوري شوي تبليغات وو لكه همدا اوسني تبليغات. شرم هغو ته چي د ښكرورو درواغو په ويلو او جوړولو هم نه شرمېږي، دوى هيڅ اصول او په خپل ژوند كي هيڅ اخلاقي او معنوي ارزښت نه پېژني، نه كوم دين او مذهب ته التزام لري او نه اخلاقي ارزښتونو ته، خپلو كچه او شيطاني اهدافو ته د رسېدو او د خپل حريف او رقيب د پرځولو لپاره له هيڅ شرمناك عمل او هيڅ جنايت ډډه نه كوي. هغو ته حيران يو چي د دغو سپكو او مزدورو دروغجنو رسنيو تبليغاتو ته هم غوږ نيسي او باور پرې كوي!!متأسفانه زموږ يو گاونډى او په هغه پوري تړلې كړۍ او رسنۍ په داسي تبليغاتو كي لوى لاس لري او شخوند پرې وهي، دوى هغه دي چي نه قرآن ترې مصون پاته شوى، نه پيغمبر او صحابه او نه د اسلامي امت ستر ستر شخصيتونه، تل ئې د مسلمان په خلاف له كافر سره لاس يو كړى.هغو ته چي د داسي دروغجنو تبليغاتو په زړه پوري نتائجو ته هيله من او منتظر دي وايو: آيا زما مرگ تاسو ته تلپاته ژوند دربخښي؟! كه ستاسو تور برخليك دربدلوي؟ كه تاسو د الله تعالى له دردناك عذاب ژغوري؟ موږ هم مرو او تاسو هم، د قصرونو خاوندان هم مري او د جونگړو هم، په خوندي او مجللو قصرونو كي هم مغرور واكمنان وژل شوي او په مورچلو كي د بمونو او راكټونو تر باران لاندي هم مجاهدين خوندي پاته شوي. د مرگ او ژوند پرېكړه له عرش صادرېږي، نه ئې څوك نېټه بدلولى شي او نه ځاى او محل. ما د ډېرو هغو د مرگ خبر اورېدلى چي زما د وژلو لپاره ئې له هيڅ هڅي ډډه نه وه كړې.حکمتيا