څو ورځې وړاندې د آيدينليک په نوم ترکي رسنۍ خبر خپور کړ چې د حزب اسلامي افغانستان امير ناروغ او په ترکيه کې بستر او تر درملنې لاندې ده لدې وروسته دا خبر يو تعداد افغاني رسنيو هم خپور کړ، دا خبر د حزب اسلامي افغانستان له خوا کاملاً رد؛ او له حقيقت نه لرې دی.
د حزب اسلامي مجاهد امير ورور حکمتيار له کاملې روغتيا برخمن ده او پخپل هېواد کې اوسيږي او په ورستیو شپاړلسو کلنو په موده هيڅ کوم بهرني هېواد ته سفر نده کړې. په همدي اساس ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو چي حکمتيار صاحب روغ جوړ او په اړه يې خپاره شوي خبرونه کاملاً دروغ دي.
شهادت