د جګړې پای که د ډرامې نوی څپرکی؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: امین پاچا

د تېر عیسوي کال د سپټمبر په ۲۲تمه نېټه د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. که څه هم د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره له حزب اسلامي سره د سولې خبرې پیل شوې وې؛ خو دواړه لوري وروسته له دوو کلونو پر له پسې ناستو پاستو یوې پایلې ته ورسېدل او دغه تړون لاسلیک شو.


د د غه تړون د طبیق په موخه د حکومت، سولې شورا او حزب اسلامي تر منځ یو ګډ کمسیون جوړ شو او دغه کمسیون د تېر عیسوي کال په نوامبر میاشت کې په کار پیل وکړ. د افغان حکومت د پلاوي مشر ډاکتر اکرم خپلواک، او غړي یې فیض الله ذکي او محمد مسعود اندرابي وټاکل شول. د حزب اسلامي له‌خوا د پلاوي مشري قاضي عبدالحکیم حکیم او غړي یې محمد امین کریم او غیرت بهیر وو. په بل اړخ کې د سولې عالي شورا له‌خوا عزیزالله دین محمد، عطاء الرحمن سلیم، حبیبه سرابي او مولوي عبدالخبیر او چقون د کميسيون غړي وټاکل شول.
دغه ګډ کمسیون خپله لومړنۍ ناسته وکړه او دې هوکړې ته ورسېدل چې تر هر څه وړاندې به لاندې ژمنې عملي کوي:
۱ـ د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر انجنیرګلبدین حکمتیار نوم ایستل.
۲ـ د حزب اسلامي د بندیانو ازادول.
۳ـ د حزب اسلامي ګډوالو ته کابو ۲۰ زره جرېبه ځمکه ورکول.
دغه دری تر ټولو مهم او هغه شرطونه وو چې پلي کول به یې د دواړو لوریو تر منځ باور رامنځته کوي. له نېکمرغه له دغو درېیو شرطونو لومړنی شرط چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر نوم ایستل وو، عملي شو. د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د انجینر ګلبدین حکمتیار نوم ایستل، افغان ولس یو بل ګام سولې ته هیله من کړ. له تېرو څو میاشتو را په دې خو د حزب اسلامي تر ټولو ډېر ټینګار په همدغو درېیو شرطونو و؛ خو په دې وروستیو کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر امین کریم له رسنیو سره په مرکو کې ویلي وو چې دوی د ملګرو ملتونو تور لېست ته اړتیا نه لري او که چېرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حزب اسلامي د مشر نوم له تور لېست څخه ونه باسي، بیا به هم حکمتیار پرته له دې چې نوم یې وایستل شي، کابل ته راځي.
بل مهم شرط د حزب اسلامي د بندیانو ازادول دي. ویل کېږي چې په دې ورستیو کې به د حزب اسلامي د بندیانو یو لېست چې لوی څارنوالۍ ته سپارل شوی، خپور او د حزب اسلامي مهم غړي به له زندانونو خوشي شي. درېیمه مسئله چې د حزب اسلامي کډوالو ته د نمرو وېش دی، لا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ هېواد ته د حزب اسلامي د مشر راتګ څومره اغېزمن دی؟

لکه څنګه چې مخکې مې ورته اشاره وکړه، د حزب اسلامي د مشر راتګ ته پراخ امنیتي تدابیر نیول شي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ولسمشر حقوقي سلاکار اکر خپلواک، انجینر امین کریم، ډاکټر غیرت بهیر او ډاکټر فاروق وردګ هغه کسان دي چې د سولې په دغه بهیر کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. اړینه ده چې د دوی د هڅو ستاینه وشي. د حزب اسلامي د مشر راتګ به خورا ډېر اغېز ولري. له امنیتي پلوه به په هېواد کې امنیت ټینګ شي. ویل کېږي چې د حزب اسلامي ډېر قومندانان د وسلوالو په لیکو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېدل او په همدې د علت د دغه حزب د بندیانو دوسیې لوی څارنوالي څېړي، څو د دغه حزب په لېست کې وسلوال طالبان او نورو ترهګرو ډلو قومندانان ازاد نه شي.
له سیاسي پلوه که څه هم د حزب اسلامي مرکچي پلاوي له وړاندې ویلي وو چې په حکومت کې د هېڅ نوع ونډې غوښتنه نه لري، خو د بهرنیو ځواکونو به تر هغه مخالف کوو، څو چې له هېواده ونه وځي. زما په نظر تر کومه چې زه فکر کوم، د امریکایانو اوږد مهاله موخې او د دوی تېرې قربانۍ پراخ لګښتونه هغه څه دي چې وتل یې راته خورا ستونزمن برېښي او زه په دې باور یم چې پرته د امریکایانو له هوکړې افغان حکومت سل کاله نور هم نه شوای کولی چې له حزب اسلامي سره یوې هوکړې ته ورسېږي. نو بناَ له حزب اسلامي سره سوله د غربیانو په ځانګړې توګه امریکایانو په غوښتنه راغلې، نو کله چې امریکایانو له حزب اسلامي سره د سولې د تړون هېڅ مخالف ونه کړ او دغه پروسه بریالۍ شوه، طبعي خبره ده چې امریکایانو ته دا تضمین ورکړل شوی چې له دوی سره به یوازې مخالفت کوي، خو د دوی پر وړاندې به خڼډونه نه رامنځته کوي.
د دې ادعا د ثبوت لپاره ښه بېلګه وسلوال طالبان کېدای شي. دلته پوښتنه پیدا کېږي چې ولې په وسلوالو طالبانو سره چې کابو په ټول هېواد کې جګړه پر مخ وړي او د دولت تر ټولو سخت مخالفین دي، سوله نه کېږي؟ دا ځکه چې طالبان د امریکا او (ای اېس ای) په امر په هېواد کې جګړه پر مخ وړي. زه باور لرم چې که امریکایان وغواړي په یوه اونۍ کې په ګران هېواد کې سوله راتلی شي؛ خو امریکایان نه غواړي، دا چې ولې نه غواړي په دې اړه یوه بشپړ او هر اړخیز بحث ته اړتیا ده؛ خو صرف غواړم دومره ووایم چې امریکایان له هغه وخته په دې هڅه کې وو چې کله افغانانو د روسانو پر وړاندې جهاد کاوه. که موږ وګورو هغه مهال افغان مجاهدینو ته ټولې وسلې او مرستې د امریکایانو له لوري راتلې، د دوی هر اړخیز ملاتړ د امریکایانو له لوري کېده. (د افغانستان لنډ تاریخ) کتاب کې راغلي چې له روسانو سره د جګړې پر مهال پرته له حکمتیار څخه نور ټول مجاهدین د امریکا د هغه وخت د ولسمشر (کلنټن) له لوري دعوت شول او له را ګرځېدو سره سم یې په میلیونونو ډالره مرسته او نظامي تجهیزات له ځانه سره راوړل.
بناَ ویلی شم چې امریکا له همغه وخته په دې هڅه کې وه چې روسان په افغانستان کې ماتې وخوري او دوی ته د مداخلې زمینه برابره شي. د نجیب له نسکورېدو وروسته په هېواد کې کورنۍ جګړې هغه څه وو چې نېغ په نېغه د امریکایانو له لوري ملاتړ کېده، څو د دوی راتګ ته زمینه برابره شي.
د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه د څه لپاره رامنځته شوه، آیا رښتیا هم هغه کار اسامه بن لادن وکړ، آیا اسامه بن لادن مړ دی که ژوندی، د مړینې په هکله یې امریکایان کوم ثبوت لري؟؟ نه، اسامه ژوندی دی او تېره اونۍ سنوډن چې د (سي ای اې) یو مامور و او بیا یې د دغه ادارې پټ رازونه افشاء کړل او دا مهال په روسیه کې مېشت دی، یو ځل بیا ویلي وو چې اسامه بن لادن نه دی مړ او هغه ژوندی دی؛ د ده په وینا هغه اوس هم د امریکایانو په مېلمستون کې پروت دی او هر اړخیز امکانات ورته ورکړل شوي.
د سپټمبر پېښه زه باور لرم چې اسامه نه وه طرحه کړې دا خپله د امریکایانو طرحه وه، دا هغه مهال وو چې په افغانستان کې طالبان په واک کې وو، کورنۍ جګړې څه نه څه کمې شوې وې، نو امریکایانو ته پرته له قربانۍ بل هېڅ فرصت نه و، څو وکولی شي افغانستان ته د ننه شي. بلاخره دوی قرباني ورکړه او پر افغانستان ورته د برید زمینه برابره شوه، دا هغه پلان و چې امریکایانو پنځوس کاله وړاندې طرحه کړی و.

بناَ له حزب اسلامي سره سوله هم د امریکایانو په خوښه شوې ده. ښه بېلګه مې یې مخکې وړاندې کړه چې ولې له طالبانو سره سوله نه کېږي؟ له طالبانو سره ځکه سوله نه کېږي چې په هېواد کې د جګړې ډګر تود وساتل شي او که جګړه ختمه شي، نو د دوی پروژه هم ختمه او د دوی پلان هم شنډ دی. دوی په افغانستان کې اوږ مهاله موخې لري او غواړي له همدغې لارې د سیمې پر هېوادونو کنټرول ولري.
حزب اسلامي چې په افغانستان کې تر ټولو ډېر نفوذ لرونکی ګوند دی او د دغه ګوند د مشر راتګ به له یو شمېر چارواکو سره په ځانګړې توګه له ولسمشر غني سره مرسته وکړي. حزب اسلامي د شمال ټلوالې تر ټولو سرخت رقیب دی او مخکې له دې چې له افغان حکومت سره سولې ته ورسېږي په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې تر طالبانو هم د شمال ټلواله خطرناکه ده او تر هغوی بیا داعیش ډېر خطرناک دي. بناَ له دغه حزب سره سوله په راتلونکو ټاکنو کې له ولسمشر غني سره تر ډېره بریده مرسته وکړي.
بل خوا که موږ وګورو په دې وروستیو کې د ارګ او جمعیت تر منځ د عطا محمد نور په مشرۍ خبرې روانې دي، عطا محمد نور ویلي وو چې اجرایه ریاست په دې نه دی توانېدلی چې له ارګ څخه د جمعیت ګوند حق تر لاسه کړي، نو مجبور شو چې خپله ډګر ته را ودانګي او له ارګ سره یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو اجرایه ریاست بیا ویلي وو چې عطا محمد نور د دغه زیاست په استازیتوب له ارګ سره خبرې نه کوي، بلکې د جمعیت ګوند په استازیتوب له ارګ سره خبرې کوي.
د جمعیت ګوند ټوټه کېدل او له حزب اسلامي سره سوله، هغه څه دي چې په راتلونکو ټاکنو کې به یو ځل بیا غني واک ته رسوي.
په پای کې باید ووایم چې له حزب اسلامي سره سوله د هېواد د ثبات او سوکالۍ په موخه یو نېک ګام دی؛ خو هېره دې نه وي چې په دغه بهیر کې د ځینو کسانو هلې ځلې باید په واقعي معنا وستایل شي او ت ډېره بریده دغه کسان د امتیاز خاوندان دي. دا کسان د هغه کمسیون غړي دي چې د ژمنو د پلې کولو په موخه ګډ کار وکړ او وتوانېدل چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر نوم وباسي. په دې هیله چې د حزب اسلامي هغه ژمنې چې د دغه ګوند د مشر راتګ یې ځنډولی ژر تر ژره عملي شي، څو د دغه ګوند مشر هېواد ته راستون او د زورېدلي او درېدلي ولس لپاره یو زېری واوسي.
بیا هم ټینګار کوم چې د افغان ولس غمیزه د افغانانو په لاس نه ده، دا یوه پردۍ، چټله، استخباراتي او د نورو د ګټو جګړه ده چې په ترڅ کې یې افغان ولس قرباني ورکوي. هیله من یم چې وسلوال طالبان هم د حزب اسلامي د مشر په څېر له افغان حکومت سره پرته له کوم ډاره خبرو ته کېني او نور ولس له دغو جګړو او ناخوالو وژغوري. زه باور لرم چې دلته هر څه د پردیو په لاس دي، خو که د حزب اسلامي په څېر طالبان هم له افغان حکومت سره سوله وکړي، هېره دې نه وي چې د امریکایانو ټغر به هم ډېر ژر له هېواده ټول شي. حزب اسلامي له فرصته په استفادې وکولی شوای له حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي او زه په دې هم باوري یم چې حزب اسلامي به له امریکایانو سره مخالفت کوي او که چېرې نورې وسلوالې ډلې هم له حکومت سره یو ځای شي، نو د امریکایانو ټغر به په ټولېدو وي.
د یوه سوکاله، اباد او پر ځان بسیا لوی افغانستان په هیله!