سياسي کارپوهان که سياسي ډمان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : خوشحال آصفي

نظر ورکوونکی او سياسي کارپوه څه توپير لري؟
په ټوله نړۍ کې په ورځني ژوند کې د ډيرو حقوقي، سياسي او ټولنيزو ستونزو د شتون له امله او دا چې په هره برخه کې علمي، فني او تخصصي قضاوت شتون نه لري؛ نو په

عادلانه توګه د خلکو په حقونو د پوهيدلو لپاره اړتيا شته چې يو څوک بايد داسې شتون ولري چې اړونده قضيه په هر اړخيزه توګه وڅيړي، په ټولو ابعادو يې پوه وي او خلک او عام ولس د قضيې په ګونګو اړخونو پوه کړي. يا په بل عبارت ويلی شو، ټول هغه کارونه او وسيلې چې د يو شخص لخوا د يوې دعوې د پرمخ وړلو لپاره په کاريږي؛ پخپله کار پوهنه ده. نو له دې ځايه کارپوهنه او شننه يا څيړنه داسې تعريفوو:
« کارپوهنه، څيړنه يا شننه هغه تحقيقي او علمي اقدام ته ويل کيږي چې د شخص د پخوانيو تجربو او فني او مسلکي معلوماتو پر اساس د اړوند قضيې په تړاو پورته کيږي»
او «کارپوه يا څيړونکی (شنونکی) هغه څوک دی چې د اخلاقي مسوليت پر اساس او د خپلې لوړې تجربې او تخصصي پشتيوانې له مخې، کولی شي قاضي سره د حقيقت په موندلو کې مرسته وکړي. دلته له قاضي څخه هدف عام ولس هم کيدلی شي.» همداراز يو کارپوه بايد لوړې زده کړې لکه ماسټري او دوکتورا ولري، د پوره تجربې خاوند وي، علمي او څيړنيز آثار او ليکنې ولري  او همداشان د خپل هيواد په جغرافيه، قوانينو، ارزښتونو، لومړيتوبونو او کمزوريو خبر وي. خو له بده مرغه چې په افغانستان کې ډيری هغه کسان چې په رسنيو کې د سياسي کارپوهانو په نامه ښکاره کيږي او د موضوع په اړه شننه کوي؛ په پورته ياد شوي تعريف کې نه راځي.
دلته ډيری هغه کسان چې د سياسي شنونکي په نوم په رسنيو کې ښکاره کيږي؛ اصلاً د نظر خاوندان وي، نه سياسي شنونکي. په دې معنا چې يو څيړونکی د اړوندي موضوع په ټولو ابعادو، ګټې او زيان خبر وي خو د نظر خاوند کيدای شي د اړوندې موضوع په اړه هيڅ خبر نه وي او کولی شي يوازې د موضوع په اړه خپل نظر وړاندې کړي چې دا يې له کومې زاويې ويني. په افغانستان کې بله ستونزه دا ده چې دلته ډيری کارپوهان په قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب ککړ وي. همداراز ډيری يې د هيواد له تاريخ، قوانينو او ملي ارزښتونو څخه ناخبره وي. تر ټولو بده يې لا دا چې ډیری شنونکي په نورو هيوادونو او سازمانونو خرڅ شوي او د سيمي د هيوادونو د استخباراتو ګوډاګيان وي چې له څرګندونو يې درګرده د هيواد او ولس دښمن ګټه پورته کوي.
په افغانستان کې څوک سياسي شنونکي دي؟
۱ــ د پخواني حکومت له کاره لويدلي چارواکي لکه وزيران، واليان، رييسان او معينان چې ټولو خپل قدرت له لاسه ورکړی او اوس له حکومت سره د عقدې له امله د سياسي شنونکي په نوم د حکومت ضد هر څه چې په خوله راځي سرپه پرې نه کوي.
۲ــ د سيمي او ګاونډيو هيوادونو لخوا روزل شوي خلک چې د کارپوه تر نوم لاندې د يوې رسنۍ له لارې قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب ته لمن وهي او د حکومت د تضعيف عناصر لټوي.
۳ــ له ټاکنيزو کمپاينونو پاتې شوي او اوسمهال په واک کې له شريکو ښاغلو ولسمشر او اجرايه رييس څخه ناراضه شوي افراد چې ورته ورکړل شوې ژمنې عملي نه شوې او اوس د سياسي شنونکي په نوم په حکومت نيوکې کوي.
۴ــ د ترهګرو ډلو لکه طالب او داعش نارسمي ويندويان چې د دين او مذهب له نوم څخه په ګټې اخيستنې د حکومت او ولس په ضد څرګندونې کوي.
۵ــ د دولت او نظام دننه د فلان او فلان په نوم د سياسي ډلو ټپلو لخوا ګمارل شوي شنونکي چې هر يو د خپلې ډلې صفت  او د مقابلې په غيبت کولو معاشونه اخلي.
دلته مسوليت د رسنيو دی چې کيفيت په پام کې نه نيسي خو يوازې د دې لپاره چې خبري ساعت يې ډک شي هر سياسي ډم د سياسي شنونکي په نوم ميلمه کوي. اوس د رسنيو مسوليت دی چې خپل رسالت په سمه توګه سر ته ورسوي او هر هغه څوک چې په پردي خرڅ شوی وي او د څو روپيو او يا شخصي عقدو لپاره په حقيقت سترګې پټوي او د ولس ذهنونه مغشوشوي؛ ميلمانه نه کړي او ولس مو د بربادۍ کندې ته ټېل نه وهي.
لیکنه : خوشحال آصفي